اسلامي نړۍ او امتحدیثونه پښتو ژباړه

پياوړی مسلمان الله تعالی ته نږدې دی! د حدیث شرح

عن أبي هريرة (رضي الله عنه)، قَالَ: قَالَ رَسُول الله (صلى الله عليه وسلم): ((المُؤْمِنُ القَوِيُّ خَيرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ المُؤْمِنِ الضَّعيفِ وَفي كُلٍّ خَيرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ ، واسْتَعِنْ بِاللهِ وَلاَ تَعْجَزْ، وَإنْ أَصَابَكَ شَيءٌ فَلاَ تَقُلْ لَوْ أنّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا ، وَلَكِنْ قُلْ: قَدر اللّه، وَمَا شَاءَ فَعلَ؛ فإنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيطَانِ)) رواه مسلم .

د حديث تخریج:

دا حديث امام مسلم رحمه الله په خپل صحيح، کتاب القدر، باب الایمان بالقدر والاذعان له، کې نقل کړی دی، د حديث شمېره ده: ۶۷۷۴.

د حدیث مفردات:

(القَوِيُّ) پياوړی، دلته د پياوړتيا څخه هدف په ايمان کې پياوړتيا ده، د بدن پياوړتيا ترې هم اخیستل کيدی شي. (احْرِصْ) د حرص امر دی، يعنې حرص کوونکی اوسه، هڅه کوه. (يَنْفَعُكَ)، د نفع معنا فائده او ګټه ده، يعنې چې تا ته په دين يا دنيا کې ګټه رسوي. (استعن)، استعانة مرسته او همکارۍ غوښتلو ته وايي، يعنې مرسته غواړه. (تَعْجَزْ) عجز د کمزورۍ، سستۍ او تنبلۍ په معنا دی. (تَفْتَحُ)، فتح د خلاصولو او برسيره کولو په معنا دی.

د حديث ژباړه:

ابو هریره (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «پياوړی مؤمن الله ته غوره او خوښ دی د کمزوري مؤمن څخه او خير په دواړو کې شته، په هغه څه حریص اوسه (د لاس ته راوړلو هڅه يې کوه) چې تا ته فائده رسوي او د الله تعالی څخه مرسته غواړه او کمزوری کېږه مه، که بيا هم څه درپيښ شو، نو داسې مه وایه چې که داسې کار مې کړی وی، نو داسې داسې به شوي وو، بلکې داسې وايه چې دا د الله څخه ټاکل شوې وه او هغه چې څه وغواړي کوي يې، ځکه چې (لو) د شيطان کار برسيره کوي.

د حديث تشريح:

دا حديث يو د هغو هراړخيزو حديثونو څخه دی چې د اسلام ستر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) پکې خپل امت د معنوي او مادي پياوړتيا، قوت، واک او ځواک لاس ته راوړلو ته هڅه وي او د ضعف، کمزورۍ، سستۍ او تنبلۍ څخه يې منع کوي، ځکه چې اسلام فقط يوه مفکوره نه ده چې يواځې په فلسفي بحثونو بسنه کوي، بلکې اسلام يو عملي دين دی چې بايد د انسانانو په ژوند کې تطبيق او په زمکه باندې واکمن شي او دغه کار داسې پيروانو ته اړتيا لري چې د هر اړخيزې پوهې، قوت او پياوړتيا خاوندان وي او هېڅکله هم په بې کاره او بې ګټې شيانو باندې ځان نه مصروفوي، کار کوي، هڅه کوه، د دنيا او آخرت برياليتوب لاس ته راوړي او په دی هر څه کې د الله تعالی څخه مرسته غواړي او هېڅکله د خپلې سستۍ او تنبلۍ پړه په تقدير نه وراچوي، خو چې کله هم د کوښښ او هڅو سره خپل هدف ته ونه رسېږي نو ناهیلی کېږي نه، بلکې دغه کار د الله تعالی په تقدير او فیصلې پورې تړلی ګڼي او پدې باور لري چې خير به په هغه څه کې وي چې الله تعالی يې فيصله کړې ده.

پياوړی او ضعيف مؤمن:

څوک چې په الله تعالی ايمان او باور ولري او په هغه باندې د ايمان غوښتنې پوره کوي مؤمن بلل کېږي، خو د ايمان غوښتنې پوره کول هم درجې او مرتبې لري، يو هغه مؤمن دی چې په پوره توګه دغه غوښتنې پوره کوي، د الله تعالی او د هغه د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) بشپړه پيروي کوي او هېڅکله هم قصدا عمدا د الهي احکامو څخه سرغړونه نه کوي، په دغه توګه د الله تعالی په زمکه باندې د هغه د احکامو د پلي کولو هڅه کوي، د هغه لپاره زمينه برابروي، قوت او ځواک لاس ته راوړي او د خپل توان موافق د عدل او انصاف د قيام لپاره کوښښ کوي، بل هغه مؤمن دی چې په الله تعالی باندې د ايمان راوړلو وروسته د هغه د احکامو په عملي کولو کې د سستي او تنبلۍ څخه کار اخلي، د هغه د پيغمبر (عليه السلام) په پيروۍ کې بهانې لټوي، يا په شخصي ديندارۍ باندې بسنه کوي، خو نورو ته په نېکيو باندې په امر او د بديو څخه په منعه کولو کې برخه نه اخلي، د الله تعالی په زمکه باندې د هغه د دين د عملي کولو په کوښښ کې ګډون نه کوي، د قوت، پیاوړتيا، واک او ځواک لاس ته راوړل يې په پروګرام کې نه وي، نو ښکاره ده چې د الله تعالی په وړاندې به د دغه دواړو مؤمنانو تر منځ توپير وي، لومړی مؤمن به د الله تعالی په وړاندې د لوړې مرتبې څښتن وي، نسبت دوهم ته، خو دا چې دواړه د ايمان څښتنان دي نو د کافر په نسبت ضعيف مسلمان هم د الله تعالی په واړندې غوره والې لري.

مؤمن کار کوونکی وي:

نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مؤمنانو ته امر کوي چې خپل وخت په بې ګټې کارونو کې مه ضایع کوئ، سستي او تنبلي مه کوئ، بلکې تل د داسې کار د ترسره کولو هڅه وکړئ چې تاسو ته ګټه رسوي، هغه ګټه په ديني اړخ کې وي که په دنيوي اړخ کې، فائده يې په دنيا پورې اړه لري که په آخرت پورې او د داسې کارونو څخه ځان وساتئ چې تاوان لري، او يا هېڅ ګټه نه لري، کوم کار چې ګټه نه لري، مؤمن د هغه څخه هم بايد ځان وساتي، ځکه چې لږ تر لږه د بې ګټې کار تاوان د وخت ضايع کول دي.

کارونه په درې ډوله دي، يو هغه چې انسان ته ګټه رسوي، دوهم هغه چې زيان رسوي او درېیم هغه چې نه ګټه لري، نه زيان، نو مسلمان بايد تل د هغه کار د ترسره کولو هڅه وکړي چې ګټه پکې وي او د زيان رسوونکي او بې ګټې کار څخه ځان وژغوري.

ګټه او فائده هم دوه ډوله ده يو ديني او اخروي فائده او دوهم دنيوي ګټه، مسلمان هڅه کوي چې د دنيا او آخرت دواړه ګټې تر لاسه کړي، خو که کله د يوې داسې فائدې کار وي چې په دنيا پورې اړه لري خو آخرت او دين ته زيان رسوي، نو مسلمان دغه شان کار ته نه نږدې کېږي، ځکه چې مسلمان هېڅکله هم خپل آخرت او دين په دنيا باندې نه بربادوي او پدې باور لري چې دنيا له ختميدونکې او آخرت تل پاتې کيدونکی دی.

مؤمن د الله څخه مرسته غواړي:

مؤمن د خير او ګټې د کارونو په ترسره کولو کې په خپل ځان تکيه نه کوي او نه مغرور کېږي، بلکې د هر کار په کولو کې د الله تعالی څخه مرسته غواړي، کله چې د يو کار هوډ او عزم وکړي، نو د پيل کيدو په وخت کې د الله تعالی څخه د همکارۍ غوښتنه کوي، مؤمن پدې پوهېږي چې د الله تعالی د مرستې پرته هېڅ کار برياليتوب ته نه رسېږي، په هر کار او هر شي کې تأثير او اغېزه الله تعالی پيدا کوي، خو دغه مرسته هغه وخت اغېزه کوي چې مؤمن د کار د ترسره کولو هوډ او عزم وکړي، د عمل پرته د هيلو او آرزوګانو په پوره کولو کې د الله تعالی څخه مرسته غوښتل ګټه نه لري.

مسلمان نا هیلي نه مني:

کله چې يو مؤمن د هوډ، عزم او د الله تعالی څخه د مرستې غوښتلو وروسته کار پيل کړي، نو د هغه کار د پوره کولو هڅه کوي، پرلپسې کار کوي تر څو خپل هدف ته ورسېږي او هېڅکله هم په منځ کې ناهيلی کېږي نه او نه د کمزورۍ او ستړيا له امله کار پرېږدي، کله يو او کله بل کار ته لاس نه اچوي، بلکې يو کار په اتقان او سمه توګه د سرته رسولو هڅه کوي، ځکه خو نبي (عليه السلام) وفرمايل چې: (ولاتعجز)، د کار د سر ته رسولو څخه ناهیلی کېږه مه، خپله کمزوري مه ښکاره کوه، په يو بل حديث کې راځي چې: (إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملا أن يتقنه)، «الله تعالی خوښوي چې کله په تاسو کې څوک کوم کار کوي، په سمه توګه دې يې وکړي».

تجربې ښودلې ده چې څوک کله يو کار ته لاس اچوي، کله بل کار ته او يو هم نه پوره کوي، نو برياليتوب نه شي ترلاسه کولی، برياليتوب تل د هغه خلکو په برخه وي چې د مسلسلو ناکاميو سره خپل کار مخکې وړي، تر دې چې بريالی شي.

په تقدير ايمان د مؤمن توښه:

کله چې مسلمان ته د کار په اوږدو کې تکليف ورسېږي، کومه پايله چې د کار څخه غواړي هغه تر لاسه نه کړي، د ستونزو او مشقتونو سره مخ شي، نو هېڅکله هم ناهيلی کېږي نه، بلکې په تقدير باندې ايمان هغه ته ډاډ او اطمينان ورکوي، هغه پدې پوهېږي چې ما خپل توان په کار اچولی دی اوس چې زه د دې ستونزې سره مخ شوم يا کومه پايله چې ما غوښته، هغه لاس ته رانغله، همدا به راته الله تعالی مقرر کړې وه.

په تقدير ايمان د سستۍ، تنبلۍ او بې کارۍ وسيله نه ده، بلکې د کار او کسب او د پرمختګ وسيله ده، انسان بايد په ټول توان خپل هدف ته د رسېدو هڅه وکړي او په دې باوري شي چې الله تعالی به راسره مرسته کوي او چې کله د ماتې يا تاوان سره مخ شي نو ناهيلی کېږي نه بلکې نور هم د قوت اظهار کوي چې همدا به الله راته مقرر کړې وه او پدې کې به زما خير وي، ځکه چې د الله تعالی کارونه د حکمت څخه خالي نه وي، ځکه خو نبي (عليه السلام) وفرمايل چې: (وَإنْ أَصَابَكَ شَيءٌ فَلاَ تَقُلْ لَوْ أنّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا ، وَلَكِنْ قُلْ : قَدر اللّه ، وَمَا شَاءَ فَعلَ ؛ فإنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيطَانِ)، « که بيا هم څه درپيښ شو، نو داسې مه وایه چې که داسې کار مې کړی وی، نو داسې داسې به شوي وو، بلکې داسې وايه چې دا د الله څخه ټاکل شوې وه او هغه چې څه وغواړي کوي يې، ځکه چې (لو) د شيطان کار برسيره کوي».

شيطان تل هڅه کوي چې د انسان په زړه کې وسوسې او وهمونه پيدا کړي، همدا وسوسه او وهم اچول د شيطان کار دی، شيطان نور څه نه شي کولی، نه څوک د کار څخه منعه کولی شي او نه په زور په چا کوم کار ترسره کولی شي، د هغه کار يواځې وسوسه او وهم اچول او په الله باندې د انسانانو بې باوره کول دي، انسان به تل هڅه کوي چې د کار د ترسره کولو لپاره درست وسايل په کار واچوي، وخت په وخت د خپل کار او د وسائلو ارزونه وکړي، که بيا هم د څه مشکل سره مخ شو نو پدې به ايمان لري چې دا د الله تعالی لخوا ټاکل شوې وه.

په تقدير ايمان د عمل څخه مخکې ګټه نه لري، چې انسان ووايي چې همدا بې کاري، ضعف، کمزوري او ذلت ما ته په تقدير کې ليکل شوی، څوک چې د تقدير په بهانه د کار، کسب، کوښښ او هڅو څخه لاس اخلي په حقيقت کې په تقدير باور نه لري، په تقدير ايمان هغه وخت ګټه رسوي چې انسان هڅه وکړي، که هڅې یې بريالۍ نه شوې يا هدف ته د رسېدو په لار کې د کومو ستونز سره مخ شو، ودې وايي چې دا راته مقرر وه، تر څو ناهيلی او نه اميده نه شي. والله اعلم

د حديث درسونه:

۱- مسلمان بايد د معنوي او مادي پياوړتيا دلاسته راوړلو هڅه وکړي.
۲- د الله په وړاندې د مؤمنانو درجې او مرتبې مختلفې دي، په معنوي او مادي توګه پياوړی مؤمن الله ته د ضعيف مؤمن څخه ډير نږدې دی.

۳- مؤمن سست، تنبل او کمزور نه وي، بلکې تل د ګټورو کارونو د ترسره کولو کوښښ کوي، تر څو په دغه کارونو، خپل ځان، نورو او خپل دين ته ګټه ورسوي.

۴- مؤمن په هر کار کې د الله تعالی څخه مرسته غواړي او په خپل کار غرور او تکبر نه کوي او نه ځان د الله تعالی د مرستې څخه لوړ ګڼي.

۵- مؤمن چې د الله تعالی د مرستې د غوښتنې وروسته کوم کار پيل کړي، د هغې د سرته رسولو هڅه کوي او هېڅکله هم کارونه په نيمه کې نه پريږدي او نه ناهيلی کېږي.

۶- مؤمن په تقدير ايمان او باور لري، که د کار د ترسره کولو او هدف ته د رسيدو په لار کې د کوم مشقت، ستونزې او تکلیف سره مخ شي نو زړه يې نه ماتيږي، بلکې په تقدير د ايمان له امله نور هم پياوړی کېږي.

وصلی الله علی محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین

اصلاح انلاين څخه په مننې

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: