په چاپیریال کې د وحشي ژويو اقتصادي ارزښت

وحشي ژوي هغه با ارزښته شتمني ده چې خلکو ته له څو پلوه ارزښت لري ددوى ژوند مستقيماً په ځنګلونو او څړ ځايونو پورې تړلى دى ځينې ژوي د خوراکي توکو مهمه سرچينه ګڼل کيږي لکه غوښه او شيدې او ځينې نور بيا د بڼکو، غاښونو، پوستکو ، هډوکو او ښکرونو له امله ډير صادراتي او اقتصادي ارزښت لري او ددې ترڅنګ نور ارزښتونه هم لري چې هغه په لاندې ډول دي.

١. يو شمېر وحشي ژوي د اهلي (کورنيو څاروي) د نسل د اصلاح کولو لپاره غوره بلل کيږي.

٢. وحشي ژوي د غذايي ځنځير يوه غوره کړۍ ده چې دهغو په زيانمن کيدو سره د طبعيت تعادل او توازن ته زيان رسيږي.

٣. وحشي ژوي او د هغو د ژوند چاپيريال د تفريحي ارزښت لرونکى دى د بېلګې په ډول په يو هيواد کې د تورېزم او سياحت لپاره ډېره ښه د ګټې سرچينه ګڼل کيږي، له بده مرغه د چاپيريال په وړاندې د خلکو د ناوړه چلند له کبله زيات شمېر الوتونکي ژوي ورک، مهاجر او له منځه تللي او د لاندې ګواښونو سره مخامخ دي.

١. د ښکار له امله: د ژويو د ژوند چاپيريال د خرابوالي له امله لکه د ځنګلونو، څړځايونو تخريب او پرېکول، د کيمياوي موادو په غير فني ډول په زياته اندازه کارول لکه د DDT،PB او نورو کيمياوي مرکباتو پاشل چې د وحشي ژويو ژوند يې د ګواښ سره مخامخ کړى دى .

حیوانات او چاپیریال
حیوانات او چاپیریال

او همدارنګه وحشي ژويو ته د ياد شويو ارزښتونو سربېره په ځنګلونو ، څړځايونو باندې غوره اغيزې هم لري د بېلګې په ډول د دوى يو شمېر د ونو تخمونه (دانې) د خوراک د زېرمه کولو په موخه د کال په بېلابېلو وختونو کې تر خاورې لاندې کوي او د وخت په تېريدو سره د هغوى له ياده وځي او همغه دانې بيا د پسرلي په وخت کې را شنې کيږي او د نورو ځنګلونو د پراختيا لامل کيږي.

او ددې ترڅنګ حشرات هم له منځه وړي نو ويلاى شو چې دغه با ارزښته شتمني په ځنګلونو، څړځايونو باندې غوره اغيز لري او يو تر بله سره تړلي دي چې پوره طبعيت تعادل ساتي او د ملي اقتصاد يو مهم جز او ارزښتناکه برخه ده نو پدې اړه سپارښتنه کوو چې د ژويو د ژوند چاپيريال چې ځنګلونه، څړځايونه اونور د اوسيدو ځايونه دي د ورانولو څخه يې ډډه وکړ تر څو مو ثواب او خرما دواړه په نصيب شي. په درنښت

ميرحمداد

د چاپيريال ساتنې د عامه پوهاوي مدير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب