دینونه او مذاهبقرآن اړوند

په څرګندو ټکو ټینګار، نه په متشابهاتو (قرضاوي)

یادونه:

دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې نهمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي
.
په همدې هیله

د تفرقې نه د خلاصون په موخه او د اجتماع او ایتلاف د ټینګولو لپاره باید تل په (محکماتو) ډیر ټینګار وشي او له متشابهاتو څخه فکرونه پاک شي، محکمات د قرآن هغه برخه ده چې د معنا او مفهوم له اړخه روښانه او ښکاره الفاظ لري چې ډیری د قرآني آیتونو څخه محکمات دي، متشابهات د قرآن هغه الفاظ دي چې معنا او مفهوم یې انساني فکرونه نشي را غونډولۍ.

قرآن هم دې ټکي ته په اشارې وايي چې د محکماتو پلټنه، په اړه یې فکر کول او بنسټ یې شمیرل په علم کې د پخو خلکو کار دی، بیا وايي چې د متشابهاتو په اړه څیړنه تل د هغو خلکو تګلاره ده چې زړونه یې کاږه او د شک او مرض څخه ډک دي.

رب تعالی وايي: (هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ)  7   المایده. همغه خدای چې دا کتاب یې په تا نازل کړی په دې کتاب کې دوه ډوله آیتونه دي، یو محکمات چې د کتاب اصل او بنسټ دی او بل متشابهات، د کومو خلکو په زړونو کې چې کوږوالۍ دی د فتنې د را ولاړولو لپاره په همدې متشابهاتو پسې ګرځي او هغوی ته د معنا برابرولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د هغو په حقیقي معنا پرته له الله بل هیڅوک نه پوهیږي، د دې پرخلاف هغه خلک چې پاخه عالمان دي وايي چې موږ په هغو ټولو ټکو ایمان لرو ټول زموږ د رب له لوریه دي، ریښتیا دا ده چې د یو شي څخه صحیح درس یوازې د پوهې خاوندان اخلي.

امام بخاري او امام مسلم دواړو د عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړی چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آیت تلاوت کړ (هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ…) بیا یې وویل: ( که چیرې دې څوک ولیدل چې د قرآن په متشابهو الفاظو پسې ګرځي، نو ترې وډار شه ځکه چې همدغه خلک الله جل جلاله په دې آیت کې یاد کړي[1]).

کله چې محکمات له پامه وغورځول شي سم د واره د دوښمنیو او مجادلو دروازه پرانیستل کیږي په تیره بیا د ځینو دقیقو او باریکو مسایلو د څیړلو په وخت کې، کوم چې پخواني او اوسني عقلونه ورته تسلیم شوي او لا تراوسه یې درک نه دی روښانه شوی.

د همدې موضوع په تړاو نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هغو خلکو بد وايي چې د قرآن ځینې برخې د ځینو نورو سره جنګوي او د محکماتو پر ځای له متشابهاتو څخه ګټه اخلي.

د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو اصحابو را بهر شو حال دا چې دوی د قدر په هکله مشاجره کوله، له قهره یې مخ د انار د دانو په څیر سور واوښت، او زیاته یې کړه: (آیا تاسې ته په همدې امر شوی؟ آیا تاسې د همدې لپاره پیدا شوی یاست؟ قرآن یو د بل سره جنګوﺉ! واورۍ چې په همدې سره مخکیني قومونه هلاک شوي[2]).

د حدیث معنا داده چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مخ له ډیر قهر څخه سور واوښت چې د انار د دانو سره یې مشابهت درلود. اصحابو کرامو ته یې وویل چې آیا تاسې ته په همدې امر شوی تاسې د همدې لپاره پیدا شوي یاست، رسول الله په انکار سره دا خبره ورته وکړه ترڅو دوی خپل وخت په دا رنګه بحثونو سره ضایع نکړي او په پلټلوکې یې کوښښ ونکړي ځکه چې هیڅ پایله نلري، ګټه یې نشته الله جل جلاله هم په دې سره امر نه دی ورته کړی، د دارنګه بحثونو لپاره یې نه دي پیدا کړي، بلکې د دې لپاره یې پیدا کړي ترڅو امتحان یې کړي ویې آزمویي چې څوک د ښه عمل څښتن دی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو د دارنګه بحث سره هیڅ موافق نه وو، بلکې دایې د قرآن د جنګولو سره مشابه کار ګڼلو، حال دا چې الله جل جلاله وايي قرآن یو د بل تصدیقوونکی او ریښتیا ګڼونکۍ دی، (وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا) ۸۲ النساء، که چیرې دا قرآن پرته له الله څخه د بل چا له لوریه وای نو په دې کې به یې ډیر سره ټکر بیان موندلی وو.

چې دا رنګه بیان تر ډیره بریده په متشابهو الفاظو کې را منځته کږي، کوم چې دلالتونه یې یو د بل سره ټکر لري، ظاهر یې یو د بل سره په تعارض کې وي، په داسې حال کې چې محکمات ښکاره او واضح دي، که چیرې یې انصاف لرونکي کسان په تدبر سره تلاوت کړي نو پرته له شکه چې شته نزاع به یې په ترڅ کې له منځه ولاړه شي.

اصحابو کرامو هم په خپله ناسته کې همداسې یوه ډیره پټه او دقیقه موضوع څیړله چې هغه د قدر موضوع وه، په همدې موضوع کې یې اختلاف را منځته شو مجادله یې پرې راپورته شوه. همدا وو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرې را بهر شو او دوی ته یې په تیرو ټکو سره نصیحت وکړ.


[1] : اللؤلؤ والمرجان فیما اتفق علیه الشیخان (د حدیث شمیره ۱۷۰۵) ده.

[2] : حدیث ابن ماجه په مقدمه د باب القدر کې روایت کړی، (د حدیث شمیره ده ۸۵) همدارنګه امام احمد هم روایت کړی چې شمیره یې ده (۶۷۴۱).

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی

ژباړه:خلیل الرحمن حنیف

منبع : اصلاح انلاین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: