په پاني پت کې درې جګړې او پښتانه

د پاني پت درې ګونې تاریخي جګړې او په دغودرې ګونو جګړو کې د پښتنو ونډه او ګډون:
د پاني پت نوم به مو ضرور په تاريخونوکې لوستلی وي اوتاسو به یې دنامه سره ضرور آشنایی لرئ .

دپاني پت ښار د هند د پلازمیینې ( پایتخت) ډهلي نه شمال خواته په ۱۶۰کيلو مټرۍ کې د هاريانا په ايالت کې پروت دی٠ د هند دپنجاب دايالت له مرکز چنديګر نه په جنوب کې ١٦٩ کيلو مټره واټن لري٠ددغه تاریخي ځای نوم دهند په لرغونو تاریخي کتابونو کې (پاداواپراشتاو ) و چې دمها بها رت په عصر کې دپانډوانو له خوا جوړشوی دی.

د پاني پت تاريخي ډګر کې دتاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې د رې سترې جګړې شوي دي چې په دغو درې واړه جګړو کې دتصادف له مخې پښتانه شامل ول.دغه جګړې دافغانستان او دهند دتاریخ سره نه شلیدونکي اړیکي لري . زه به په دې کوچنۍ لیکنه کې تاسو ته دپاني پت په دري ګونو جګړولنډه شانته رڼا واچومه .

۱- د پاني پت لو مړۍ جګړه ١٥٢٦ ز. کال:

( داپریل دمیاشتې ۲۱ نیټه)
دپاني پت لو مړۍ جګړه دهند د دریم او وروستي پښتون لودي ټولواک سلطان ابر اهيم او مغولي بابر تر مينځ د١٥٢٦ زيږديز کال داپريل دمياشتې په ٢١ نېټه وشوه٠ په دغه جګړه کې که څه هم د سلطان ابر اهيم لودي د پو ځو نو شمېر ډېر وو،خو دده ديو شمېر نا سياله او بې پښتو پښتنو پوځي جنرالانو دغدارۍ په وجه سلطان ابر اهيم لودي دپاني پت په ډګر کې ما ته وخوړه او هماغلته شهيد شو.دده سر دمغولي بابر په امر له تنې پرې شو چې دده په مړ ينې سره په هند کې دلودي پښتني کورنۍ واکمني پای ته ورسيدله او مغولي بابر دهندوستان پا چا شو٠

۲- د پاني پت دويمه جګړه ١٥٥٦ ز. کال:

( د نوامبر ۵ نیټه)
دغه جګړه دسوري پښتنو د واکمن ا سلا م شاه ديوه جنرال هيم چندرا ويکرم اديتيا چې په تار يخو نو کې دهيمو په نا مه سره شهرت لري او مغولي واکمن جلا ل الد ین محمد اکبر تر مينځ د١٥٥٦ زيږديز کال د نوامبر په ۵ نيټه وشوه چې په دې جګړه کې هيمو په داسې حال کې چې دجګړې پّ ډګر کې پر خپل آس سپور و پر ستر ګه باندې پر غشي ولګید او رانسکور شو او ونيول شو او سر يې داکبر پا چا په امر له تنې نه غوڅ کړل شو٠ په دې جګړه کې هم پښتانه او هم هندوان په ګډه سره د مغولي اکبر په وړاندې جنګيدل .

پاني پت جګړه
پاني پت جګړه

۳: د پاني پت دريمه جګړه ١٧٦١ ز. کال:

( د جنوري ۱۴ نیټه )
د پاني پت دريمه جګړه داحمد شاه بابا او مر هټه وو تر مينځ د١٧٦١ زيږديز کال د جنورۍ دمياشتې په ١٤ نيټه په پاني پت کې وشوه چې مر هټه وو ما تې وخوړله.په دې ائتلاف کې روهیله پښتانه اوددوی مشران نواب نجیب ا لدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان دابدالي احمدشاه بابا په پلوۍ دخپلو څلویښت زرو جنګیالیو سره دهغه ملاتړ کاوه .په دغه جګړه کې دمرهټه وو نامتو جنګي کمانډران
( قوماندانان) سداشیو راو بهاو ، ملهاوراو هولکر، رګونات راواوبالاجی باجي راو و.

your ads

دپاني پت دريمه جګړه په شمالي هندوستان کې داحمد شاه بابا او مرهټه تر مینځ یوه لویه جګړه وه. په دي جګړې کې احمد شاه بابا هندوستاني مرهټه پوځ ته چې سکهان او جاټان یې هم په ائتلاف کې ملګري ول ماته ورکړه او تقریبًا ۵۰،۰۰۰ هندوستاني سرتیري ووژل شول. دغه جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیز لوری ورکړ . په دې جګړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر ګونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنګ و چی تر هغه مهاله یې ساری نه درلود.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب