په نباتاتو کې د جنتيک انجينري

بزګرانو زرګونه کلونه په داسې حال کې، چې نه پوهېدل چې د انجينرۍ له جنيتيک څخه یې ګټه اخېستې ده، د تخمونو په انتخاب سره یې د نباتاتو ښه نسلونه منځته راوړي دي. هغوی ډځرې ښې دانې (تخمونه) انتخابول او څو څو ځلې یې کرل چې دې کار ورو ورو ښه نسلونه منځته راوړل. په شلمه پړېۍ کې بزګرانو او هغو کسانو، چې د جنتيک په برخه کې کار کوي، ددې علم له قوانينو په کارونې تخمونه انتخاب کړل او د هغوی له نسل اخېستنې څخه یې ښه نسلونه توليد کړل نن ورځ جنتيک انجينري دا امکان موږ ته راکوي چې د يو نبات څخه په زړه پورې د خاص صفت جين واخلو او بل نبات ته یې ولېږدوو. په نتيجه کې په لاس راغلي نباتات هغه صفتونه لري چې موږ یې غواړو.

جنتيک انجينري کولی شي په نباتاتو کې ډځر بدلونونه راولي د بېل/ې په توګه کولای شو يو نبات، چې له وچکالۍ سره مقاومت ولري، منځته راوړو. أن کېدای شي نباتات داسې بدلون ومومي چې له هر ډول خاورې، اقليم او مختلفو محيطونو سره توافق وکړي.

د جنتيک پوهانو د خاورو د باکتريا جين يو نبات ته انتقال کړ چې په نتيجه کې ذکر شوی نبات د زيانمنو حشرو په مقابل کې مقاومت حاصل کړ، ځکه چې دغه جين په نبات کې د داسې پروټين لامل کېږي چې د حشرو ژامو ته زيان رسوي او دغه نبات حشره وژونکو کيمياوي موادو ته اړتيا ونه لري يا په ساده عبارت دغه ماده يوه طبيعي حشره وژونکې ده.

همدارنګه وينو چې د جنيتيک انجينري له ککړوونکو موادو څخه داوسېدلو د چاپېريال په ساتنه کې هم يو مثبت ګام دی.
د جنيتيکي انجينرۍ په واسطه کولی شو د خوراکي توکو او کرنيزو محصولاتو ارزښت لوړ کړو، د بېلګې په توګه: زموږ د هېواد او د زياترو اسيايي هېوادونو اصلي خواړه وريجې دي چې همېشه له هغې څخه ګټه اخلي، خو وريجي اوسپنه او بيتا کيروتين (چې بدن څخه ويټامين A جوړوي) نه لري او د بې وسه هېوادونو خلک همېشه د اوسپنې له کموالي څخه کېږړي. ددې ستونزې د هوارولو لپاره د جنتيک انجينران په دې هڅه کې دي په وريجو کې داسې جين ورزيات کړي چې د اوسپنې او کيروتين کموالی پوره کړي او تر يوه بريده په دې کار بريالي شوي هم دي، په دې وريجو یې د طلايي وريجو نوم کېښود.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب