په مشكوكو ادارو كې كار كول

پوښتنه:

آيا په  هغو  شركتو او انجوګانو كې كار صحيح  دى چې غلاوې  كوي او راپور يې په تاسو باندې ليكي يعني كولاى  سو په داسې دفتر  كې  كار وكړو چې  غلاوي  كوي  او بيا  د غلا راپور  په ما ليكي  يعني  راپور  كې غلط  معلومات  وركوي  البته  ټول  معلومات  غلط  نه وي.
دوهم :
په افغانستان  كې  په نوي بانكو كې   كار روا دى  البته  چې  بعضو يې اسلامي  نومان  هم وركړي دي خو په حقيقت كې اسلامي نه وي.
دريم:
په يو داسې  شركت  كار روا دى  چې خلكو ته نټ لائن وركوي ( انټرنټ اسانتيا) خو د دې  سره په څنګ كې د كيبل  لائن هم وركوي  چې  البته  د كيبل فيصدي يې ډيره كمه  ده چې  دا  اوس  هم زه په يو داسې  شركت كې  كار كوم .
هيله ده  چې  ځواب  يې زر  راته راكړئ.
يادونه : كه چيرې تاسې  د يو داسې عالم د تيلفون  شميره  را ته  راكړئ  چې په راتونكي كې  ورسره  د نورو  معلوماتو  په  هكله ورسره  تماس  ونيسو مننه به مو وي.

ځواب: 

 اول ځواب :
وعليكم السلام
وروره !  صدق او ريښتين ولي  د مسلمان  اصلي صفت دى  فريب او دوكه له مومن سره نه ښايي  او دروغ د ايمان زوال دى (يا نبي الله ، هل يكذب المؤمن ؟ قال : « لا »)(مساوئ الاخلاق للخرائطي ج۱ص۱۳۷) پدي حديث كې  د نبي  عليه السلام څخه  پوښتنې شوي دي ډير ګناهونه ياد شوي چې  له مومن نه  شوني دي  ولې  د دې په پوښتنې په ځواب كې چې ايا مومن دروغ وايي ؟  نو ځواب بالكل منفي دى  او په زغرده  د (نه ) په  ځواب يې  ځواب وركړى او زمونږ مشران چې كوم ضرب المثل لري ( دروغ د ايمان زوال دى) شايد د دې حديث په استناد وي  نو زما په اند  د بل  چا د دنيا لپاره  خپل آخرت  ته زيان رسول ندي په كار  الله تعالى  ډير غيرتي دى  كيداى شي  چې ته  د دې دروغو په پريښودو  تا د ښي وظيفې خاوند كړي.

دوهم ځواب:
د بانكونو په اړه بايد درته ووايم چې  ښه  تحقيق پرې وكړه  چې كه رښتيا  هم اسلامي  پروګرام لري او د سود  په ضد  كاركوي  نو نصرت يې په كار دى  او كه داسې صورت حال وي  چې د اسلام د مبارك نوم  ګټه پورته كوي او خلكو دوكه او فريب  وركوي  نو پدې حال كې  د هغوى  فريب ښكاره  او  خلك پري وپوهوي.

درېيم ځواب:
 د نټ  شركت په اړه  چې  څه فيصدي كيبل هم  توزيع كوي  بايد ووايم چې  د هغه حديث  په بنا چې د حلال او حرام په اړه  چې ( الحلال بين والحرام …) حلال  او حرام څرګند دي   ګورو چې  كه دغه شركت د فحشاء ، بي بندوبارۍ  چينلونه  خپروي او كه د ايمان په  وجه خپل ملت ته هغه چينلونه چې خبري يا مفيد  وي انتخابوي او تاسې  هم پدې مورد كې  رغنده رول لوبولى  شئ  بيا پكې كار كول  څه باك نه لري  او كه ستا رول هم پكې كمزوى وي او هغه  هم  غواړي فساد خپور كړي  بيا ترې  ليري كيدل  او مخې يې ډب كول ضروري دي. او د دغه حديث په پاى كې  دا لارښوونه ده چې  له  مشتبهو  ( كارونو او ځايونو) څخه ځان ژغورئ ، ځكه پدې كار سره دين  او ايمان ساتل كيږي.

مولوي محمد امان رسولي
والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب