صرف او نحوهعربي ژبې ګرامر

په قرآني الفاظو کې د همزء د دلالتونو څيړنه

سريزه :
همزه په عربې ژبه کې دهغو ټکو څخـه ده چې د عربی د ژبپوهنی عالمانو ورته د معاني توري وايي ، دغه توری پـه قرآني مصطلحاتو کې ډير زیات استعمال شوی ، او په ډيرو دقيقو معناګانو باندې دلالت کوي .
ددغې مقالې بنسټیز مقصد او موخه  داده چې دهمزې دمفاهيمو او دلاېلو په اړوند  د عظيم الشان قرآن په رڼا کې څېړنه وشي ، ترڅو دهغې پوهې تل ته ورسيږو چې قرآني ثقافت هغه ته اشاره کوي او مونږ ته يې را په نښه کوي .
په قرآني الفاظو کې دهمزې  دمعناګانو څيړنـه:

همزه په عربی ژبه کې په اصل کې د دوو دلالتونو لپـاره استعماليږی :

1) دنداء دحرف پـه توګه : دغه حرف چی معنايی غوښتل دی ، ددی لپـاره استعماليږی چی کوم وګړی ته ضرورت وی او هغه ته غږ کوی ،  عربان د ېو انسان دغوښتنی لپـاره مخصوص حرفونه لری .
ابن حاجب وايی : د نداء حرفونه  يا ، أيا، هيا، أي او همزه ده چی دغه توری د نږدی ندا  لپـاره استعماليږی . (4: 245 )

2) داستفهام د حرف په توګه : دغه حرف په ډيرو زياتو حالاتو کی د استفهام  دحرف په شکل استعماليږی ، چی مقصديی دکوم څيز د پوهيدو لپـاره وی . کیدای شی چی دغه استفهامی کلمه دکوم وګړی لپـاره وی لکه : أمحمد فی البيت؟ ( آيا محمد په کور کی دی ؟) او یاهم  دکوم فعل دپوهيدو لپـاره کارول  کيږی ، لکه أذهب عبدالله الی جامعة کابل ؟ آيا عبدالله دکابل پوهنتون ته تللی دی ؟  اوکله هم دکوم حيوان ياڅيزپه باره کارول کيزی، لکه : ألحم الضان حلال ؟ آيا دپسه غوښه حلاله ده ؟ په قرآنی الفاظو کی د همزی دحقيقت اومجاز څيړنـه :
الف : دهمزی حقيقی استعماليدل : اصلا په عربی ژبه کی همزه داستفهام لپـاره حقيقتا استعماليږی ، اوعلماء وايی چی له استفهام نه مقصد طلب دفهم دی ، نو کله چی يوانسان په يو شیء نه پوهيږی ، نو دهغه وګړی او يا شیء په باره کی استفهام او پوښتنه کوی .

الله (جل جلاله) چی عالم اوخبير ذات دی ، نو حقيقی استفهام ته ضرورت نه لری ، ددی لپـاره علامه ابن هشام وايی : (( لايکون الاستفهام منه تعالی علی حقيقته)) ((3: 18)) حقيقی استفهام د الله (جل جلاله) څخه نه صادريږی .

نو دهمدغی وجهی له کبله ټولی همزی چه په قرآن کی د استفهامی همزی په شکل استعمال شوی دهغه معنی حقیقی استفهام نه دی .
ب  : دهمزی مجازی استعماليدل : همزه کله کله د اصلی استعمالاتو نه را وزی او ، په مجازی توگه دنورو معناگانو او دلالتونو لپاره  استعماليږی . دهمزی دمجازی استعمال په قرآنی الفاظو کی په مختلفو دلالتونو راغلی ، چی په لاندی ډول دی :
1) دتسويه يا مساواتو په معنی : کله چی همزه په کومه جمله کی داخله شی چی دهغی جملی په ځای کی مصدر استعماليدای شی ، نو دغه همزه د تسويه يا مساواتو په معنی وی ، لکه : ﴿سواءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللهُ لَهُمْ﴾ سورهء المنافقون ، آيت : 6     دوی ته مساوی ده که چيری ورته استغفار وکړی او که ونه کړی  هېڅ کله به الله دوی نه بخښی.
علامه قرطبی وايی : ((وجيء بالاستفهام من أجل التسوية)) په دغه مبارک آيت کی استفهام دتسويه لپـاره استعمال شوی . (5: 230)
2)ابطالی انکار : د ابطالی انکار معنی داده ، چی له دغی همزی نه وروسته کوم شی چی بيان شوی نو هغه غلطه ، ناسمه  او باطله نظريه ده ، په عظيم الشان قرآن کی ددغو فکرونو او اعتقاداتو د باطلولو لپـاره ، ددغی همزی استعمال ډير زيات دی ، مشرکانو دا عقيده در لوده چی الله (جل جلاله) دوی ته زامن او دخپل ځان لپـاره لورگانی غوره کړی دی ، ددغی مفکوری د رد لپـاره ؛ الله (جل جلاله) فرمايِی  : ﴿أَفَأَصْفاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلائِكَةِ إِناثاً ﴾ (1: الأسراء/ 40 ) آيا ستاسو څښتن دستاسو لپـاره ځامن ، او دخپل ځان لپـاره دملائکو نه مونث اولادونه غوره کړی .

ددغی همزی نه اصلی استفهام مراد نه اخيستل کيږی ، ځکه چی دا خبره د پوښتنی وړ ، خبره نه ده ، او دا څرګنده خبره وه چی ټولو مشرکینو دغه شان عقیده  درلوده ، او الله (جل جلاله) پدی باندی پوهيده  ، خو ددوی دعقيدی  دبطلان لپـاره دوی ته وويل شول ، چی ستاسو دغه عقيده ډيره غلطه او باطله عقيده ده ، چی تاسو خپل ځان دخدای نه هم اوچټ گڼی ، ځان ته ځامن او الله (جل جلاله) ته دلوڼی نسبت کوی .

په بل مبارک آېت کی الله تعالی واېی:﴿ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً ﴾[۱:الحجرات 12] آيا ستاسو نه کوم يو خوښوی چی دخپل  مړ شوی ورور غوښه وخوری . په دغه مبارک آيت کی هم اصلی استفهام او پوښتنه نشته ، بلکه ددی مقصد ددغه عمل (غيبت کولو) بطلان بيانوی .

دعربی نحوی عالمان وايی چی دغه همزه چی د ابطالی انکار لپـاره کارول  شوی  د نفی معنی ورکوی ، او کله چی کومه جمله وروسته له دی نه وکارول  شی ، نو هغه منفی کوی ، او بيانوی چی دا عقيده او نظريه سمه نه ده ، نو له همدی کبله ، کله چی وروسته له دغی همزی نه کومه منفی جمله استعمال شی ، نو د قرآنی رياضيکی قانون له مخه ؛ هغه جمله مثبته ژباړل کيږی ، ځکه منفی اومنفی چی را جمع شی د مثبت معنی ورکوی .(3: 25 )

په قرآنی آيتونو کی داسی استعمال ډير زيات شته ، لکه : ﴿أَ لَيْسَ اللهُ بِكافٍ عَبْدَهُ ﴾ (1: الزمر/ 36)   ابن هشام وايی ددغه آيت معنی داده چی (( الله کاف عبده)) (3: 25 ) الله (جل جلاله) دخپلو بنده گانو لپـاره کافی ده .
له همدی کبله په قرآنی آيتونو کی مثبتی جملی  له دغو جملو نه وروسته عطف شوی دی ، ځکه چی ددغی آيتونو  معنی مثبت کيږی نو په مثبتو باندی د مثبت عطفېدل دعربی ګرامر له مخصی سم ګڼل کېږی  ، لکه د ﴿وَوَضَعْنا عَنْكَ وِزْرَكَ﴾ (1: 2 )  آيت عطف د ﴿أ َلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ﴾ (1: الشرح / 1) په آيت باندی.
ځکه چی معنايی داسی کيږی چی : دستا سېنه مو پراخه  کړل ، او ته مو له ستونزو  نه وژغورلی.

3) توبيخی انکار : د توبيخی انکار مفهوم دادی  چی هغه فعل چی له دی نه وروسته استعماليږی ، حقېقتا واقع شوی دی  ، خو کوونکی يی ملامت دی  ، او دتوبيخ او رټلو مستحق دی ، لکه چی يو سړی په جومات کی خاندی ، نو ته ورته وايی چی :
أتضحک فی المسجد؟ ( آيا په جومات کی خاندی ؟) دلته اصلی استفهام نه دی کارول  شوی ، ځکه چی بالفعل دغه وګړی په جومات کی خاندی ، خو ته دنوموړی  دغه فعل چی تر سره کوی يی  ، بد کار گڼی ، رټنه او غندڼه ېی کوی ، خو د استفهام په طريقه یی استعمالوی .
1-    په عظيم الشان قرآن کی دداسی توبيخی همزی استعمال ډير زيات شته ، لکه چی ابراهيم عليه السلام خپل قوم ته وايی  : ﴿ قالَ أَتَعْبُدُونَ ما تَنْحِتُونَ ﴾ (1:صافات 95 ) ابراهيم عليه السلام دوی ته وويل چی : آيا تاسو دهغو شيانو عبادت کوی چی پخپلو لاسونو مو جوړ ګړای ؟ او د نحت معنی د لرګیو او ډبرو نه مجسمی جوړولو ته وایی  . (2: ۴۱۰)
ابراهيم عليه السلام دی ته اړتیا نه درلوده چی له دوی څخه پوښتنه وکړی. ځکه چی دا يوه څرگنده خبره وه ، خو ابراهيم عليه السلام په دغه اسلوب ددوی دغه عمل ته بد ويل او دوی يی پدی کار باندی رټل  .
4) تقرير (اقرار اخيستل) : کله کله همزه ددی لپاره په يوه کلمه باندی هم داخليږی چی کوم فعل ترسره شوی وی ، خو داوګړی غواړی چی دمقابل لوری څخه اقرار او اعتراف واخلی ، نو  د اقرار اخيستلو په مقصد ورنه پوښتنه کوي ، دمثال په ټوگه ، په کور کی پيسی ورکی شوی دی ، نو تاسو دخپل زوی څخه پوښتنه کوی ، چی آيا پيسی تا اخيستی ؟ دلته اصلی مقصد اقرار اواعتراف دی .
په عربی ژبه کی دا اسلوب کارول کيږی ، او همزه پر هغو کلماتو ورداخليږی چی اعتراف اواقرار دهماغه شی ورڅخه مقصود وی ، لکه :
أقتلت خالدا ؟ (آيا خالد دی وواژه ؟) .

په عظيم الشان قرآن کی هم داسی استعمال شته ، دابراهيم عليه السلام په قصه کی راغلی دی چی  : ﴿قالُوا أَأَنْتَ فَعَلْتَ هذا بِآلِهَتِنا يا إِبْراهِيمُ﴾ (1:الانبیا‌ء 62 ) دوی وويل :ای ابراهيمه ! آيا تا دا کار زمونږ په خدايانو کړی؟  مشرکانو لېدل چی ددوی بتان وېجاړ شوی ؛ خو غوښتل یی چی د ابراهیم علیه السلام نه اقرار واخلی .

5) تهکم (ملنډی وهل) : علامه ابن منظور په لسان العرب کی وايی چی ((والتَّهَكُّم الاستهزاء)):تهکم په  معنی د استهزاء يا ملنډی  وهلو دی  .(6: 195 ) عظيم الشان قرآن دشعيب علیه السلام دقوم ملنډی  وهل داسی بيانوی : ﴿ قالُوا يا شُعَيْبُ أَ صَلاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ ما يَعْبُدُ آباؤُنا﴾ (1: هود/ 87) دوی وويل : ای شعيبه ! آيا دستا لمونځ ، تاته امر کوی چی مونږ هغه شيان ؛ چی زمونږ پلرونو دهغی عبادت کاوه ، پريږدو.
دلته دشعيب عليه السلام قوم په هغه باندی ملنډی وهل ، امام نيشاپوری (رح) (پخپل تفسير کی وايی : شعيب عليه السلام ډير لمونځ کاوه ، دده قوم کله چی دی يی په لمانځه کی لیده نو په ده باندی یی ملنډی  وهلی ؛ اوپخپل منځ کی به یی  خندل او ورته ويل به یی چی : {أصلاتك تأمرك}.(8: 323)

6) امر کول : په عظيم الشان قرآن کی همزه کله هم د امر په مفهوم استعمال شوی . (3: 27)
لوی څښتن تعالی پخپل مبارک کلام کی واېی ? وَقُلْ لِلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالأمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوْا ﴾ (1: الانبياء/ 62) اهل کتابو او یهودانو ته ووايه چی مسلمانان شی ، که چيری دوی اسلام قبول کړ  ؛ نو په تحقیق سره دوی لار موندونکی شول .
ابو حيان اندلسی وايی : (( أأسلمتم  تقدير في ضمنه الأمر)) دلته تقدير دی  چی په ضمن کی يی امر دی .(7: 176)
ابن هشام دهمزی معنی په دغه مبارک آېت کی ؛  د امر په معنی بيان کړی دی . (3: 27 )
د تفسير اللباب لیکوال وايی  : (( أَأَسْلَمْتُمْ صورته استفهام ، ومعناه الأمر ، أي : أسلموا )) دلته دهمزی صورت د استفهام دی  خو معنايی امر ده ، يعنی : اسلام راوړی . (9: 495)

7) دحېرانتېابیانول : کله هم همزه په معنی د تعجب استعماليږی ، علامه ابن هشام دهمزی مفهوم په دغه مبارک آيت کی ﴿أَلَمْ تَرَ إِلى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ﴾ (1: الفرقان/ 45) په مفهوم د تعجب ېا حېرانتېا بيانوی (3: 27 ) خود تحريراوتنوير لیکوال وايی چی همزه دلته تقريری همزه ده. التحرير والتنوير.

۸) په ېادول  : د عربی نحوی عالمانو دهمزی لپـاره نوری معناگانی هم راوړی دی ؛ چی په ډيرو کمو آيتونو کی ذکر شوی او کله کله هم اختلافی دی لکه تذكير (په يادول).
مرادی پخپل څېړنه کی  وايی چی همزه په دغه مبارک آيت کی ﴿أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوى﴾ (1: الضحى/ 6 ) کی د ېادولو په مانا  ده.

د همزی ځانګړتیاوی په قرآنی الفاظو کی:

همزه چی داستفهامی ټکو څخه يو بنسټیزټکی شمیرل  کېږی ، ځکه نوځینی ځانګړی احکام هم لری چی په لاندی ډول يی در پیژنم  :
1- داستفهامی همزی حذف : د همزی يوه ځانګړتیا داده چی دځینو اړتیاوو پر بنسټ  حذفيدای شی ، او نور استفهامی ټکی بیا دغه راز ځانګړتیاوی نه لری ، یو عربی شاعر وايی:
فوالله ما أدري وإن كنت دارياً … بسبعٍ رَمَيْنَ الجمرَ أم بثمانِ؟
قسم په خدای دی چی نه پوهيږم ، سره له دی چی پوهيږم ، چی دغی حاجيانی اوه جمری وهلی دی او که اته ؟
دلته استفهامی همزه محذوفه ده  او تقدير يی  أبسبع ( آيا په اوو ) کيږی .
په عظيم الشان قرآن کی هم دهمزی دحذف بیلګی لرو ، لکه چی د ابراهيم عليه السلام په کيسه کی داسی وېل شوی : ﴿قالَ هذا رَبِّي﴾ (1: الأنعام/ 76 ) ابراهیم علیه السلام ووېل : آېا دا ځما رب دی ؟ دلته تقدير {أهذا ربی} کيږی .
2- دهمزی بله ځانګړتیا داده چی هم د طلب تصور او هم د طلب تصديق لپـاره کارول کيږی ، او نور استفهامی ټکی یواخی  د تصور دطلب لپـاره استعماليدلی شی . (3:1/27)
3- د استفهامی همزی دريمه ځانګړتیا داده چی هم په منفی او مثبتو جملو کی ورننوتلی شی ، لکه چی الله تعالی واېی : (ألم نشرح لك صدرك) چی همزه دلته په منفی جمله داخل شوی ده ؛  او په بل آېت کی واېی : (أو لما أصابتكم مصيبة) چی دلته همزه په مثبته جمله باندی داخل شوی ده .
4- داستفهامی همزی څلورمه خانګړتیا بیا داده ، چی ددی د صدارت حق (دجملی په سر کی راتلل) تل محفوظ  وی نو له دی امله  وروسته له (ام) څخه نه راځی، په داسی حال کی چی نور استفهامی ټکی  ، دغه راز خانګړتیاوی نه لری ، نو مونز نه شو ويلای چی أقام زيد أم قعد، او دا ويلای شو چی ( أم هل قعد)

پايلـه :
ددغی څيړنی په پایله کی ویلی شم چی همزه دعظيم الشان قرآن په آيتونوکی په بیلابیلوطريقواو دلالتونواستعمال شوی ؛ چی د قرآن پاک  د ژباړی او تفسيراوپوهېدو لپاره ډيره غوره اواهمه موضوع ګنل کېږی  .
دهمزی بیلابیلی ماناګانی د عربی ژبی ېوه ځانګړتیا گڼل کيږی چی د عظېم الشان قرآن  ژباړی بیا  دغه راز ځانګړتیاوی نشی په ډاګه کولای  ؛ او دغه فصاحت او بلاغت دعربی ژبی نه پرته ؛ دنړی په نورو ژبو کی نه تر سترګو کیږی  .
که چيری مونږ او تاسو غواړو چی د عظيم الشان قرآن په ماناګانو او  بلاغتی مفاهيمو باندی ځان پوه کړو نو اړینه  ده  چی د عربی ژبی صرف اونحو او عربی قواعدو په پوهيدو سره  دقرآن پاک له  دغه راز فصاحت او بلاغت څخـه خوند واخلو.

د منابعو فهرست  :
1.    قرآن کريم .
2.    الأصفهاني ، أبوالقاسم الحسين بن محمد بن المفضل المعروف بالراغب . مفردات ألفاظ القرآن ، دمشق : دار النشر / دار القلم (د-ت) .
3.    الانصاری ، جمال الدين ابن هشام. مغنی اللبيب عن کتب الاعاريب ، ، تهران : موسسهء صادق، ط1 ، 1378هـ ش .
4.    ابن الحاجب  ، رضی الدين الاسترآبادی . شرح الرضی علي الكافية  ، تصحيح وتعليق يوسف حسن عمر (د- ن ) ، (د-ت) .
5.    القرطبي ، . محمد بن أحمد بن أبي بكر بن فرح .  الجامع لأحكام القرآن ،  ط1 .- بيروت: دارالکتب العملية (1408 هـ ق ، 1988م ) .
6.    بن منظور، محمدبن مكرم الأفريقي المصري . لسان العرب ، بيروت : دارصادر، ط 1، 5/195.
7.    اندلسی ، محمدبن يوسف بن علي بن يوسف بن حيّان .  تفسير البحر المحيط (دط) ، (دت) ، (دن)
8.    نيسابوري ،  محمود بن أبي الحسن . تفسير النيسابوري  ، (دط) ، (دت) ، (دن) .
9.    ابن عادل . تفسير اللباب (دط) ، (دت) ، (دن) .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: