په روژه کې دعا

تر ټولو لومړی، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دغه لاندې دعا کوم:
۱ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو روژې، پخپل دربار کې قبولې کړي. آمین یارب العالمین.
۲ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، عبادتونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.
۳ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، تراویح او ختمونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.
۴ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، دین او دنیا برابر کړي. آمین یارب العالمین.
۵ – الله(ج) د په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولې، چې هغه الله(ج) ته، قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
۶ – الله(ج) دې، د شهیدانو ارمان پوره کړي. آمین یارب العالمین.
۷ – الله(ج) د په افغانستان، او ټوله نړۍ کې، حقیقي اسلامي نظام، قایم کړي. آمین یارب العالمین.
۸ – الله(ج) دې، د اسلام د لارې ټول بندیان، آزاد کړي. آمین یارب العالمین.
۹ – الله(ج) د مسلمانانو ته، حقیقي اتحاد، په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۱۰ – الله(ج) د ټولو مریضانو ته، عاجله شفاء ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
۱۱ – الله(ج) د ټول قرضداران، له قرضه خلاص کړي. آمین یارب العالمین.
۱۲ – الله(ج) د مونږه ټولو ته د نېکو کارونو د سرته رسولو، توفیق راپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
۱۳ – الله(ج) د مونږه ټول، له بدو کارونو څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۱۴ – الله(ج) د افغانستان، له هر نوعه اشغال څخه آزاد کړي. آمین یارب العالمین.
۱۵ – الله(ج) د ټولو ته، د نېکۍ هدایت وکړي. آمین یارب العالمین.
۱۶ – الله(ج) د مونږه ټول له هر نوعه تعصب څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۱۷ – الله(ج) د مونږه ټولو ته اسلامی عقل او پوهه په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۱۸ – الله(ج) د زمونږه ټولو په زړونو کې، د اسلام سره حقیقي مینه پیدا کړي. آمین یارب العالمین.
۱۹ – الله(ج) د زمونږه ټولې خبرې، او کړنې، په اسلام برابرې لري. آمین یارب العالمین.
۲۰ – الله(ج) د افغانستان له، خاینو، ظالمانو، غلو، بې ناموسه وګړو، د بهرنیو جاسوسانو، د بهرنیو غلامانو، او وطن پلورونکو، څخه پاک‌ کړي. آمین یارب العالمین.
۲۱ – الله(ج) د یو تکړه مسلمان، پوه، او عادل، مشر، د افغانانو په برخه کړي. آمین یارب العالمین.
۲۲ – الله(ج) د زمونږه د ژوند هره لحظه، په اسلامی شرایطو برابره لري. آمین یارب العالمین.
۲۳ – الله(ج) د زمونږه، اولادونو، ملګرو، دوستانو، او خپلوانو ته، هر وخت خیر پېښ کړي. آمین یارب العالمین.
۲۴ – الله(ج) د مونږه ټول، د اسلام په لاره کې، تر آخرینۍ لحظې، ثابت قدم پاته کړي. آمین یارب العالمین.
۲۵ – الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د قبر له عذابه وساتي. آمین یارب العالمین.
۲۶ – الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د دوزخ له اوره وساتي. آمین یارب العالمین.
۲۷ – الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته، جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۲۸ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، آخره خاتمه، په اسلام برابره لري. آمین یارب العالمین.
۲۹ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، میندې، او پلرونه وبښي. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب