په دین کې منځلاریتوب نه تکلف او زیاتۍ (قرضاوي)

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې اتمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

د اسلامي صف د یووالي په موخه اسلامي دعوتګرو ته دا هم مهم ټکۍ دی چې تل منځلاریتوب غوره کړي ترڅو په دې سره اسلامي صف سره متحد او یا په نسبي توګه سره نیږدې شي، منځلاریتوب یا د وسط لاره خپلول د دغه دین د ځانګړتیاوو څخه یوه ځانګړنه ده، چې د توازن او اعتدال په روښنایۍ کې را ښکاري، او د زیاتي، غلو او تفریط څخه واټن نیسي، دا امت په هر څه کې منځلاری او وسط امت دی، د الله دین لکه څرنګه چې د پخوانیو علماوو څخه را نقل شوي د افراط او تفریط ترمنځ د الهي کړنو څخه عبارت دی.
د حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت شوی چې وايي: (د منځ لاره غوره کړۍ، ترڅو ستاسو نه وروسته کسان در پسې ورسیږي او ستاسې نه مخکې درته تم شي).
نو وسط د دایرې مرکز دی چې هر لورۍ ورته په آسانۍ سره رسیدلۍ شي، ښۍ او کیڼ اړخ دواړه لاسرسۍ ورته موندلۍ شي.
همدې ته صراط المستقیم (سیده او مستقیمه لاره) وايي، کوم چې زموږ رب تعالی دیته هڅولي یو ترڅو ترې وغواړو چې په نیغه او مستقیمه لار مو برابر کړي، هر کله چې د فاتحې سورت په لمانځه یا د لمانځه نه بهر تلاوت کوو د الله جل جلاله نه د صراط المستقیم غوښتنه کوو (اهدنا الصراط المستقیم) اې الله موږ ستا نیغې او مستقیمې لارې ته هدایت کړه.
همدغه د وسط او منځ کړنو ته الله جل جلاله په دې آیت کې اشاره کوي او وايي: (وَهَـذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا) انعام ۱۲۶. او همدا لاره ستا د رب خوښه مستقیمه لاره ده.

دې لارې ته رب تعالی خپل ټول بنده ګان راغواړي ترڅو په همدې سره د دوی صف سره یو او متحد شي او ترڅنګ یې له نورو ناوړه ناروا او شیطاني لارو څخه لاس په سر شي، کوم چې انسي او جني شیطانان ورته بلنه کوي، د ختیځ او لودیځ اختراع شوې لارې ښي لوري یا کیڼ لورې ته مایلې لارې، الله جل جلاله په سورت انعام کې د لسګونو وصیتونو په پای کې وايي (وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 153) انعام، همدا زما سمه لاره ده نو تاسې په همدې لاړ شۍ او په نورو لارو مه ځۍ چې هغه به تاسې له سمې لارې واړوي تیت پرک به مو کړي، دا هغه لارښوونه ده چې ستاسې رب درته کړې، په کار ده چې تاسې له انحراف څخه ځان وژغورﺉ.
امام احمد په خپل مسند کې د ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړی چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره کرښه وایستله او بیا یې وویل: (دا د الله جل جلاله مستقیمه لاره ده) بیا یې د همدې کرښې شاوخوا نورې کرښې وایستلې او زیاته یې کړه: (دا نورې لارې دي، چې په ټولو کې شیطان ولاړ دی او بلنه ورته کوي) بیا یې دا آیت تلاوت کړ (وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ) .
ښکاره ده چې مستقیمه لاره هغه د منځ کرښه ده او شاوخوا نورې کرښې شیطاني لارې دي، په همدې مفهوم امام احمد او ابن ماجه د جابر نه په بل حدیث کې روایت کړی چې رسول الله د منځ په کرښه لاس کیښود او بیا یې آیت تلاوت کړ .
علامة ابن کثیر د ابن عباس رضی الله عنه نه د دې آیتونو (وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ) ترجمه مخکې تیره شوه. او (أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ)  دغه دین برقرار کړﺉ او تیت پرک کیږﺉ مه. په تفسیر کې را نقلوي.
(الله جل جلاله مؤمنانو ته امر کړۍ چې تل سره متحد او یولاس واوسۍ، او د اختلاف او تفرقې څخه ځان وژغورﺉ، مؤمنان یې په دې پوهولي چې بیشکه مخکیني قومونه په همدې هلاک شول چې د الله په دین کې یې شخړې او جنجالونه را ولاړ کړي وو).
بیا وايي: (همدیته ورته مجاهد او نورو هم ویلي) .

تجاوزګر سختي خوښوونکي هلاک دي؟
لکه څرنګه چې مخکې مو هم یاده کړه منځلاريتوب او د وسط دریځ خپلول د نیږدیکت او یووالي له مهمو اسبابو څخه شمیرل کیږي چې اسلامي دعوتګر باید ورته کلکه پاملرنه وکړي.
اسلامي دعوتګر باید له ډیر ټینګار او سخت نیولو څخه په کلکه ځان وژغوري ځکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپل ملګري اصحاب له دې کاره ویرولي، ابن مسعود په دې هکله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه داسې روایت کړی چې وايي: (هلک المتنطعون)  تجاوزګر او سخت نیوونکي هلاک شول، وايي چې دا ټکي یې درې ځلې تکرار کړل، کیدای شي دا ټکي د دوی د حالت څخه اخبار یا هم ښیرا وشمیرل شي.
(متنطعون) لکه څرنګه چې امام نووي وايي: ډیر ژور تلونکو، ټینګار کوونکو او د حدودو څخه وتونکو ته ویل کیږي چې تل په خپلو اقوالو او افعالو کې له حده تیرۍ کوي او د منځلاریتوب او وسطیت څخه ګام مخکې ځي .

ابن الأثیر د (متنطعون) ټکي په هکله داسې وايي: (په خپلو خبرو کې ډیر عمیق تلونکي، چې کوښښ کوي تل د ستوني له وروستۍ برخې څخه خبرې را وباسې، متنطعون د تنطع له ټکي څخه اخیستل شوی او تنطع د خولې هغه آخري غار ته ویل کیږي، بیا دا اصطلاح د ټولو هغو خلکو په اړه کارول کیږي چې تل په خپلو اقوالو او افعالو کې له زیاتي او ټینګار څخه کار اخلي).

همدا خبره د عمر رضی الله عنه حدیث هم تاییدوي چې وايي: (لن تزالوا بخیر ما عجلتم الفطر، و لم تنطعوا تنطع أهل عراق) تل به په خیر کې یاست ترهغې چې په روژه ماتي کې عجله کوﺉ او تکلف او زیاتۍ نه کوی لکه څنګه چې د عراق خلک په خپلو اقوالو او افعالو کې تکلف او زیاتۍ کوي.

ابن مسعود وايي: (ایاکم والتنطع والاختلاف…) پام چې په خپلو خبرو او کارونو کې زیاتۍ او ټینګار ونه کړﺉ او په خپلو منځو کې دښمنۍ ته لاس وا نه چوﺉ.
یعنې د مختلفو قرآءتونو په تړاو په خپلو کې سره کې نوزﺉ، ځکه چې د ټولو قرآءتونو مرجع یوه ده او ټول ریښتیني دي .

ځینو علماوو ویلي چې د (متنطعونو) څخه مراد: هغه په عبادتونو کې ډیر ټینګار کوونکي دي تردې چې همدا ډیر ټینګار او زیاتۍ یې د شریعت له قوانینو څخه باسې، او شیطان له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو هغه په رنګارنګ وسوسو کې را ګیروي.

نور بیا وايي: چې (متنطعون) عبارت د هغو کسانو څخه دي چې د داسې مسایلو پوښتنه کوي کوم چې داسې پیښې ډیرې کمې را منځته کیږي.

چې د همدې جملې څخه هغه کسان هم (متنطعون) شمیرل کیږي کوم چې پرته له اصولو یعنې قرآن، سنتو او اجماع څخه د فرعي مسایلو لړۍ اوږدوي، داسې فرعي مسایل چې پیښیدل یې ډیر نادر وي، په همدې کې خپل ډیر وخت ضایع کوي که چیرې یې دا وخت په بل څه لګولۍ وی نو ډیر به ښه وو، په تیره بیا په هغه مسایلو کې چې خلک په ورځنیو کړو وړو کې ډیر ورسره مخ کیږي.

ډیر خلک خپل وخت د داسې مسایلو په څیړلو ضایع کوي چې شریعت یوازې ایمان راوړل پرې لازم ګڼي پرته له دې چې له کیفیت څخه یې څوک پوښتنه وکړي، داسې مسایل چې په دې ژوندۍ نړی کې نشي حس کیدلی لکه د قیامت په اړه پوښتنې کول، د روح څرنګوالۍ پلټل، یا د دې امت د ژوند په هکله رنګارنګ خبرې کول او دیته ورته نور داسې مسایل، چې پرته له نقل څخه عقل ورته لاره نه لري.
ډیر دارنګه غیبي مسایل په حس نه ثابتیږي پرته له دې چې بحث پرې وشي یوازې ایمان پرې واجب دی.

ځینو ویلي چې د (متنطعونو) مثال داسې دی لکه څوک چې ډیره پوښتنه کوي تردې چې مسؤول کس په ځواب کې په نه کولو فتوا ورکړي حال داچې مخکې یې په جواز فتوا ورکړې وه .

که دا ټول په یوه ټکي کې را ونغاړو نو ویلۍ شو چې دا هغه حرج او سختي ده کوم چې رب تعالی په دغه دین کې نفی کړې او ویلي یې دي چې دا دین په آسانۍ او زیري ورکولو ولاړ دی نه په سختۍ او نفرت خورولو.

ابن عباس رضی الله عنه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې وايي: (پام چې په دین کې زیاتۍ ونه کړی، ځکه چې ستاسې نه مخکې خلک په همدې هلاک شول چې په خپلو دینونو کې به یې زیاتۍ کولو)   د منځلارې او وسط څخه به یې پښې اوږدولې.

پرته له شکه چې په دیني امورو کې زیاتۍ او ډیر ټینګار کول ډیر واړه مسایل غټ معرفي کوي او په اړه یې تشدد را منځته کیږي او د هر مخالف په وړاندې سخت دریځ ضرور شمیرل کیږي، دا ټول په داسې حال کې چې آساني او بښنه تل په داسې مسایلو کې د نیږدیکت او یووالي سبب ګرځي.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو کرامو په فرعي مسایلو کې هیڅکله د یو بل سره اختلاف کول نه خوښول، هیڅکله یې هم په اختلافي او اجتهادي مسایلو کې څوک ګرم نه شمیرل.

بلکې تل به یې له دا رنګه بحث او مجادلې څخه ځانونه لرې ساتل، نه یې خوښول چې د غیر ضروري مسایلو پوښتنه وکړي کوم چې تر شا یې یوازې تشدد او زیاتۍ لیدل کیږي او بس.

قرآن کریم دا خبره د یوه بنسټ په توګه داسې بیانوي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ) المایده ۱۰۱. اې مؤمنانو! د داسې څه پوښتنه مه کوﺉ چې که درته څرګند شي تاسې ته به ناوړه وي، که چیرې تاسې د قرآن د نازلیدو په وخت کې د داسې څیزونو پوښتنه کوی هغه به درته څرګند شي، تراوسه چې تاسې څه کړي الله درته بښلي، بیشکه الله ښه بښونکۍ او مهربان دی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ډیرې پوښتنې کول چې په مسلمانانو باندې په تشدد سره پای مومي بد ګڼلي هغه مبارک صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د مسلمانانو ترمنځ ترټولو لوی مجرم هغه کس دی چې د یوه داسې څیز په هکله سوال کوي چې لا تردې دمه حرام شوي نه دي، خو د هغه د سؤال په پایله کې حرام کړل شي) .

همدارنګه هغه مبارک فرمایي: (په هغه څه بسنه وکړﺉ په کوم مې چې تاسې پرې ایښي یۍ، ځکه ستاسو نه مخکې قومونه په ډیر سوال کولو او په نبیانو باندې اختلاف کولو سره هلاک شول، کله مو چې له څه منع کوم له هغه څیز څخه پرهیز وکړﺉ، کله چې په څه امر درته کوم ترخپله وسه په هغه عمل وکړﺉ او د څه نو مو چې منع کوم هغه پریږدﺉ) .
تیر شوی حدیث شریف بني اسراییلو ته اشاره کوي چې د خپل پیغمبر موسی علیه السلام سره یې د غوا په کیسه کې زیاتۍ وکړ او په پرله پسې توګه یې سؤالونه ترې وکړل، ویل یې چې دا څنګه غوا ده؟ رنګ یې څه دی؟ څنګه ده؟ که چیرې یې د خپل پیغمبر د امر سره سم په لمړي ځل هره غوا ذبح کړې وی ستونزه به یې هواره شوې وی، خو نه! هغوی سختي او زیاتۍ وکړل نو ځکه رب تعالی هم په هغوی سختي راوسته په کړاو سره خپلې موخې ته ورسیدل.
انس رضی الله عنه روایت کوي او وايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډیر زیات سوالونه وشول تردې چې د سؤالونو لړۍ ډیره اوږده او د مسألو په هکله ټینګار زیات شو، هغه مبارک په غصه شو، ممبر ته پورته شو او زیاته یې کړه، (نن ورځ چې تاسې هره پوښتنه کوﺉ زه یې درته بیانوم) انس رضی الله عنه وايي: چې ما خپل ښي او کیڼ اړخ ته وکتل که ګورم ټولو خپل سرونه په خپلو جامو کې پټ کړي او ژاړي… تردې چې عمر رضی الله عنه وویل: راضي یو چې الله مو رب دی، اسلام مو دین دی او محمد صلی الله علیه وسلم مو رسول دی، له فتنو څخه پنا غواړو له الله جل جلاله څخه) .

دا د اصحابو کرامو لپاره یو په زړه پورې درس وو وروسته تردې پیښې هغوی پرته له حاجته هیڅ پوښتنې نه کولې، یوازې ضروري مسایل به یې د پیغمبر سره شریکول.

دا خبره هم قرآن موږ ته په اثبات رسوي، ټول هغه سوالونه چې اصحابو کرامو له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتلي ټولو ټال دیارلسو سوالو ته رسیږي، چې ډیرۍ یې د عملي امورو سره تړاو لري.

دوی یې ځوابونه هم ترلاسه کړل، نو له دې څخه ښکاري چې نبي کریم او ملګري یې آساني غوښتونکي وو نه سختي پاروونکي، هغوی زیرۍ ورکوونکي وو نه نفرت اچوونکي چې همدا تګلاره یې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه زده کړې وه او په همدې یې امر ورته کړی وو.

د اصحابو کرام عمومي منهج او تګلاره په فرعي مسایلو کې په آسانۍ ولاړه وه، دوی نه غوښتل چې په فرعي مسایلو کې ډیر زیاتۍ او ټینګار وکړي په ژوره او دقیقه توګه یې وڅیړي، ځکه دوی د خپل دین له مخې آساني غوښتونکي وو ویره یې درلوده چې په فرعي مسایلو کې ټینګار یې له آسانۍ څخه سختۍ ته وادار نکړي، په خپل لاس شته پراخي په تنګۍ او حرج وا نه ړوي، ځکه حرج او سختي د الله په دین کې نشته لکه څرنګه چې رب تعالی وايي: (وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) الحج ۷۸. او په تاسې ېې په دین کې کومه سختي نه ده ګرځولې.
امام بخاري په خپل سند سره له یوسف بن ماهک څخه روایت کړی چې وايي: زه د ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها سره ناست وم چې یو عراقۍ راغۍ او ویې ویل: کوم کفن غوره دی؟ عایشې رضی الله عنها په ځواب کې ورته وویل: (نو دا د کفن څرنګوالۍ تاته څه ضرر رسوي؟) (یعنې هر کفن چې وي سهي دی پوښتنې ته اړتیا نشته) عراقي وویل: اې د مؤمنانو مورې! ماته دې خپل قرآن را وښیه، عایشې ورته وویل: (ولې؟) عراقي وویل: زه غواړم خپله قرآني نسخه ستا د قرآن په لیدو مرتبه کړم ځکه چې زما قرآن مرتب نه دی، عایشې په ځواب کې ورته وویل: (نو دا به څه ضرر درته ورسوي چې کوم یو دې مخکې وویلو ) یعنې هر سورت دې چې وویلو قرآن دی ثواب یې درته رسیږي، خیر که مخکې وروسته شي.

حافظ په (الفتح) کې وایي: (کیدای شي دې عراقي د سمرة هغه مرفوع حدیث آوریدلی وي چې وايي: (تاسې د خپل لباس سپین واغوندی، او په همدغه سپین لباس کې خپل مړي کفن کړی ځکه چې سپینې جامې پاکې او غوره دي).. دا حدیث په ترمذي کې صحیح روایت شوی، همدارنګه یې د ابن عباس نه هم روایت کړی، کیدای شي دغه عراقي به دا حدیث آوریدلۍ وو نو ځکه یې غوښتل چې د عایشې رضی الله عنها څخه په دې اړه معلومات کره کړي، عراقیان په ډیرو سوالونو شهرت لري همدا وجه وه چې عایشې رضی الله عنها ورته وویل: (و ما یضرک؟) یعنې هر کفن مو چې مړي ته وکړ سهي دی، په دې هکله د ابن عمر رضی الله عنه قول مشهور دی چې کوم کس د میاشې د وینې په هکله پوښتنه ترې وکړه او ده په ځواب کې ورته وویل: وګورﺉ د عراق خلکو ته د میاشې د وینې پوښتنه کوي حال دا چې دوی د رسول الله د لور زوی په قتل ورسولو ). یعنې دوی په داسې وړو مسایلو خپل وخت ضایع کوي او لوی لوی مسایل عادي ګڼي.

او دا چې عراقي د عایشې رضی الله عنها د قرآن پوښتنه وکړه دا د دې لپاره ترڅو د هغه په ترتیب خپل قرآن مرتب کړي، له دې څخه ښکاري چې عراقي غوښتل قرآني سورتونه په هغه ترتیب منظم کړي کوم چې د عایشې په قرآني نسخه کې د ده په ګمان منظم وو، خو د عایشې رضی الله عنها قرآن په عثماني ترتیب سره نه وو مرتب شوی بلکې کیدای شي د ابن مسعود رضی الله عنه د قرآن په ترتیب سره به مرتب وو، د عایشې رضی الله عنها سره چې د قرآن کومه نسخه وه هغه د عثماني ترتیب شوې نسخې په خلاف ترتیب شوې وه سورتونه یې داسې نه وو منظم لکه د عثماني قرآني نسخې، عایشې رضی الله عنها په دې کار کې کوم باک نه لیدلو او دا یې کوم خطر هم نه شمیرلو، نو ځکه یې عراقي ته په ځواب کې وویل: (باک نلري چې کوم یو دې لمړۍ تلاوت کړ )

علامه دهلوي په خپل ارزښتمن کتاب (حجة الله البالغة) کې وايي چې د نبي کریم او اصحابو کرامو عصر په سهولت او آسانۍ ولاړ عصر وو، دوی ترټولو زیات په دین ښه پوهیدل او عمل یې پرې کولو، دوی به د ډیر ټینګار، ژورې څیړنې او زیات تشدد څخه لریوالۍ ښودلو، د دوی عصر په خلاف د هغه وخت وو چې وروسته تر دوی راغۍ هغه زیاتوي: (رسول الله صلی الله علیه وسلم به اودس کول او صحابه وو به ورته کتل او ترې زده کولو به یې پرته له دې چې ورته ووایي دا په اوداسه کې رکن دی او هغه بل سنت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم به لمونځ اداء کولو اصحابو کرامو به هم هغه لیدلو او همداسې لمونځ به یې اداء کولو، د حج فریضه به یې اداء کوله خلکو به هم همداسې د هغه د حج د افعالو په څیر افعال ترسره کول، دا د هغه زمانې حالت وو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله هم دا نه دي بیان کړي چې په اوداسه کې شپږ فرض دی که څلور، داسې یې کله هم نه ده فرض کړي چې کیدای شي څوک پرته له ترتیبه اودس وکړي ترڅو د داسې احتمالي حالت حکم بیان کړي چې آیا دارنګه اودس سهي دی که غلط، اصحابو کرامو به ډیر لږ د دارنګه څیزونو پوښتنه کوله.

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو څخه غوره خلک نه دي لیدلي، هغوی د رسول الله تر وفاته پورې ټول ټال د دیارلسو مسالو پوښتنه وکړه، چې دا دیارلس سوالونه ټول په قرآن کې موجود دي چې د هغو له جملې څخه ځینې دا دي: (يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ) خلک له تا څخه پوښتنه کوي چې په حرامه میاشت کې جنګیدل څنګه دي؟ ورته ووایه چې په دې میاشت کې جنګیدل ډیر بد دي.(وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ) او دوی له تانه پوښتنه کوي چې د حیض څه حکم دی؟

ابن عمر رضی الله عنه وايي: د هغه څه پوښتنه مه کوه چې لا تراوسه نه دي پیښ شوي، ځکه ما د عمر ابن الخطاب رضی الله عنه څخه آوریدلي چې په داسې کسانو به یې لعنت ویلو کوم چې د ناپیښو شیانو پوښتنه کوي.

قاسم وايي: تاسې د داسې څیزونو پوښتنه کوﺉ چې موږ به یې پوښتنه نه کوله، د داسې شیانو پلټنه کوﺉ چې موږ به د هغو پلټنه نه کوله، تاسې د داسې شیانو پوښتنه کوﺉ چې زه نه پوهیږم چې هغه څه دي، نو که چیرې موږ پرې پوه شو موږ ته به یې په پټولو کې څه ګټه وي.

عمر د اسحاق زوی وايي: ما د اصحابو کرامو ډیره برخه لیدلې او کم کسان زما نه مخکې تیر شوي، خو ما د دوی په شان هیڅ بل داسې آساني خوښوونکۍ قوم نه دی لیدلۍ.

د عبادة بن یسر الکندي څخه چا د هغه ښځې په هکله پوښتنه وکړه چې د بیګانه قوم په منځ کې مړه شوې وي او خپلوان یې ورسره نه وي، هغه ورته وویل: ما ستاسو غوندې بل سختي خوښوونکۍ قوم نه دی لیدلی، نه مې بل داسې قوم لیدلۍ چې ستاسو په شان ډیر سوالونه کوي، دا آثار دارمي اخراج کړي) .

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب