غوره ویناوې او نصیحت

په اسلام کې د نصیحت کولو ارزښت

په اسلام کې د نصیحت موضوع یو له حیاتي او خورا مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کیږي او په قرآن کریم او په نبوي مبارکو احادیثو کې ددې موضوع ارزښت په خورا ښه ډول سره څرګند شویدی.

که چیری مونږ په خپل تیر تاریخ کې د پیغمبرانو(علیهم السلام) او د صالحو او انسان دوسته خلکو د ژوند په اړه لږ فکر وکړو؛ نو جوته به شي چې د دوي د مهمو ځانګړتیاو او صفتونو څخه یو صفت هم په پټه او ښکاره توګه سره نورو ته نصیحت کول ؤ او د همدې خیرخواهۍ او خواخوږۍ په مرسته به دوي د خلکوزړونو ته لارې ویستلی، ځکه چې په نصیحت کولو سره د ولسونو او ملتونو پر مخ د خیر، ښېګڼو، مواساتو او همدردیو ډېری دروازې پرانستل کیږي، خو له بده مرغه نن دا موضوع زمونږ په ټولنه کې تر ډېره حده پوری ورکه شوی ښکاري.

کله چې قرآن کریم ته راوګرځو او په تلاوت ېې پیل وکړو؛ نو جوته به شي چې په قرآن کریم کې هم د ګڼ شمېر داسې پیغمبرانو یادونه شوېده چې دوي به خپل قوم ته د نیکیو په لوري بلنه ورکوله او د خپلې سیمې خلک به ېې خېر ښېګڼې ته رابلل، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي:{ أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ}سورة الأعراف/ 62 آيت.

ترجمه: یعنی نوح (علیه السلام )خپل قوم ته وویل: ((زه تاسې ته د خپل رب پیغامونه در رسوم او نیکه موعظه(پند) تاسې ته در کوم او د الله تعالی(له لوري پر هغې وحې) باندی چې تاسې پری نه پوهیږی زه پوهیږم)).

کله چې د پیغمبرانو (علیهم السلام )تاریخ لولو؛ نو جوتیږي چې د هغوي له مهمو خصلتونو څخه په پوره امانت دارۍ، خواخوږۍ او نرمۍ سره خپل قوم ته نصیحت کول ؤ او په خورا اغېزمنه ژبه به ېې د الله تعالی(جلت عظمته) په لوري د خلکو زړونه را نرمول او په دې توګه سره به ېې وېده او بې پروا ملتونه رابیدارول.

د دوي بله مهمه ځانګړنه داوه چې دوي د الله تعالی(جلت عظمته) په دین باندی له نورو خلکو څخه به تر بل هر چا زیات پوهیدل. همداراز د پیغمبرانو (علیهم السلام) له ډلې څخه بیا کله چې دحضرت صالح (علیهم السلام) تاریخ ته کتنه وکړو؛ نو دا راڅرګندیږي چې هغه به هم د خپل قوم بې لارو ډلو او د طاغوت پلویانو ته د حق په لوري بلنه ورکوله او دوي ته به ېې د الله تعالی سپېڅلی وینا او پیغام وررساوه، خو ستونزه داوه چې دې قوم به له خیر غوښتونکو او نصیحت کوونکو سره مینه نه ساتله، لکه چې قرآن همدې خبرې ته په اشارې سره مونږ ته داسې وايي:{فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَٰكِن لَّا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ} سورة الأعراف, 79/ آيت.

ترجمه: نو صالح (علیه السلام) له دوي څخه ولاړ(او د تأسف او (د خواشینۍ په حالت کې) ېې وویل: اۍ زما قومه! قسم دې چې خامخا ماتاسې ته د لوی پروردګار پیغام ورساوه او تاسې ته مې پند در کړ، خو تاسې نصیحت کوونکي نه خوښوۍ. بیا کله چې د حضرت شعیب (علیهم السلام) ژوند ته کتنه وکړو؛ نو څرګندیږي چې هغه به هم د خلکو د خیرخواهۍ لپاره خورا هلی ځلی کولی، لکه چې قرآن مو ورڅخه داسې خبروي او فرمايي: {فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ} سورة الأعراف/ 93 آيت.

ترجمه: نو (حضرت شعیب (علیهم السلام)) له دوي څخه خپل مخ وګرځاوه، او وې ویل اۍ زما قومه! په یقیني توګه سره ما د خپل رب پیغامونه تاسې ته در رسولي دي او تاسې ته مې(رنګارنګ او اغېزمن) پند در کړی دی(خو تاسې هیڅ ایمان را نه وړ)؛ نو څرنګه به زه د کافرانو د قوم (په هلاکولو باندی) زه خفه شم. د پورتني مبارک آیت معنی او مفهوم همدا دی چې: یعنې زما دنده او وظیفه همداده چې تاسې د حق لاره روښانه کړم، د الله تعالی له وحدانیت او آوامرو څخه مو خبر کړم، او د نصیحت په نرمه او زړه راښکونکي لهجه تاسې ته هغه څه چې الله تعالی منع کړي دي تاسې ته بیان کړم.

د پیغمبرانو دندې او مسؤلیتونه:
د پیغمبرانو (علیهم السلام) د مهمو ځانګړتیاو څخه یوه داوه چې: دوي به خپل قوم ته د مواعظې او د نصیحت نه ډکې او ګټوری خبری کولی، له همدې کبله علماء د پیغمبرانو رښتینې وارثان ګڼل کیږي او پیغمبرانو(علیهم السلام) تر خپل ځان وروسته دینار او درهم نورو ملتونو ته تر شا ندي پرې ایښې، بلکه تر ځان وروسته ېې علم پرې ایښی دی؛ نو چا چې علم زده کړ، په حقیقت کې په زیاته پیمانه یو څه(خیر) تر لاسه کړیدي. (أخرجه الترمذي/ دحديثو شمېره 2682 جلد 5 48 مخ ).

د دعوت او نصیحت لاره د پیغمبرانو سپېڅلې لاره ده چې خلک ورته رابولي، لوی څښتن تعالی ېې په اړه داسې فرمايي: {قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي…} سورة يوسف, 108 آيت.

ترجمه: ووایه (دوي ته اۍ محمده!) چې دغه (ایمان او توحید) زما لاره ده چې (ټینګ پری ولاړ یم) او هم زه او هم ټول هغه خلک چې زما پیروي کوي ورته په څرګنده دلیل سره رابولم.

امام الشوکاني(رحمه الله) ددې آیت په تفسیر کې فرمايي: په دې مبارک آیت کې ددې خبری څرګنده دلیل دی چې هر مسلمان ته ښايي تر څو د الله تعالی څخه هغه ډول دعاء وغواړي په کوم ډول چې به پیغمبرانو (علیهم السلام) له خپل لورونکي څښتن تعالی څخه دعاء غوښتله، لکه چې لوی څښتن تعالی ارشاد فرمايي:[لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ] سورة التوبة/ 91 آيت.

ترجمه: نه پر بې وزلانو(چې د زیات زړښت له کبله) اونه هم په(هغو) رنځورانو باندی (چې د ناجوړتیا په حالت کې وي) او نه هم پر هغو کسانو باندی (چې له جهاد څخه وروسته پاتې شوي وي او رښتینۍ عذر لرونکي خلک وي) هیڅ ګناه نشته چې دوي(د زیات فقر او افلاس له کبله دومره مال هم ) نه پیدا کوي چې تر څو ېې (په غزا کې) ولګوي. هر کله چې دوي له الله تعالی(جلت عظمته) او د هغه له رسول سره بې ساری اخلاص څخه کار اخلي(او زړونه او نیتونه ېې روغ وي او د الله تعالی او د هغه له رسول سم چلند کوي) په نیکي کوونکو باندی د عذاب هیڅ لاره نشته، (بلکه امید دی چې دوي به وبښل شي).

په پورتني مبارک آیت کې مونږ ته د همدې ښودنه کیږي چې که چیری یو تن د یو لړ ځانګړو عذرونو او لاملونو له کبله جهاد ته شا کړي او ګډون پکې ونشي کړلای، بیا هم ددې هیله مندي شته چې لوی څښتن تعالی به ورته په خپلې بې ساري لورینې سره بښنه وکړي، خو لوی څښتن تعالی خپل هغه بنده ته چې د الله تعالی په اړه سالمه او روغه عقیده ونلري او هغه ته په عبادت ترسره کولو کې له اخلاص څخه کاروانخلي او له دین سره سم چلند نه کوي، هیڅکله به ورته بښنه ونکړي.

راځۍ چې پدې اړه د ابن رجب(رحمه الله) دا وینا هم ولولو چې فرمايي: که چیری یو څوک د یو رښتیني عذر له کبله له جهاد څخه وروسته پاتی شي؛ نو پر ده باندی هیڅ ګناه نشته، خو پدې شرط چې له خپل پروردګار سره به هیڅ شریک نه پالي،( یعنې دخپل نه فناء کېدونکي پرورګار په اړه به هیڅ ډول نیمګړی تصور نلري، له ګناهونو څخه به ځان پاک ساتي او له خلکو سره به تر کومه ېې چې له وسه پوره وي؛ نو له تلطُّفْ(نرمۍ) څخه به کار اخلي)، خو د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) په وخت کې به منافقینو خپلې بهانې او بېځایه عذرونه وړاندی کول او د جهاد له درندې وظېفې څخه به ېې خپل ځانونه پټول او نه به ېې هم نیک عملونه تر سره کول او نه به ېې د شرک او معاصیو څخه ځانونه ژغورل. (جامع العلوم والحكم د ابن رجب لیکنه/ 140 مخ).

کله کله داسې هم کېدلی شي چې د یو انسان ټول ګناهونه رژول کیږي(ورته بښل کیږي) خو هغه انسان چې خپل خالق او پروردګار(جلت عظمته) د الله تعالی په اړه ېې ناسم تصور او ناروغه عقیده درلوده، دا ورته نه بښل کیږي. که چیری نصیحت په اسلام کې کوم ارزښت نه درلودلای؛ نو نصیحت به هیڅکله هم په اسلام کې په دین سره به نه نومول کېدلی.

تاسې به هم شاید دا مشهور حدیث لوستلی وي چې د حضرت تمیم الداري(رضي الله عنه) څخه روایت دی چې مهربان پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايي:( الدِّينُ النَّصِيحَةُ ) قُلْنَا لِمَنْ ؟ ، قال : ( لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ ) (أمام مسلم دا حدیث تخریج کړیدی ــ د حديث شمېره 95ـ 55/ 1ج/ 74ص) .

دین نصیحت (خیرخواهي) ده، مونږ وویل: د چا لپاره؟ وې ویل: د الله تعالی او د هغه رسول او د هغه د کتاب او د مسلمانانو د مشرانو د عامو مسلمانانو لپاره. همداراز په یو بل حدیث شریف کې چې د حضرت ابوهریرة (رضي الله عنه) څخه روایت شویدی، په هغې کې نبي(علیه السلام) درې ځلې فرمايي: دین نصیحت دی(یو بل ته د خیر غوښتل او خواخوږي کول دي). که پورتني دواړو حدیثونو ته ځير شو؛ نو جوته به شي چې دا دواړه حدیثونه د نصیحت پر ارزښت باندی دلالت کوي او مونږ ته ددې ښودنه کوي چې نصیحت په اصل کې د اسلام د بنیادي ستنو څخه شمېرل کیږي او مسلمان ته ښايي چې د خپلو نورو مسلمانانو وروڼو او خوېندو لپاره په پټه او ښکاره سره خیر وغواړي، نه به د نورو د مال او نه هم د عزت سپکاوی کوي، د ټولنې د فکر د تخریبولو او د نورو د وژلو او د بې وزلو خلکو د ویني د تویولو څخه به په کلکه توګه سره ځان ساتي.

د نصیحت په اړه مو چې د کوم حدیث شریف یادونه وکړه په حقیقت کې خورا یو ستر حدیث دی چې خواره واره مفاهیم او مطالب پکې په ډېرو لنډو ټکو کې راټول شویدي، دا تر دې پوری چې امام ابن بطال(رحمه الله) وايي چې: نصیحت ته دین او اسلام هم ویل شويدي(چې دا پخپله په اسلام کې د نصیحت پر ارزښت باندی دلالت کوي).

امام ابن حجر العسقلاني په دې اړه په خپل هغه کتاب کې چې (فتحُ الباري بشرح صحيح البخاري) یعنې د امام بخاري(رحمه الله) پر کتاب ېې چې کومه شرح لیکلي داسې وايي: کله چې تاسې دا حدیث لولۍ چې دین نصیحت دی؛ نو ددې یوه معنا خو دا کیدلی شي چې په دې جمله کې مبالغه ده، یعنې دا پدې معنا سره چې ددین زیاتره برخه داده چې مسلمانان به پخپلو منځونو کې یو د بل خیر غواړي، د مثال په توګه: د حج په اړه به تاسې هم لوستلي وي چې (الحجُ عرفة) حج عرفه ده. دلته به هم کیدلی شي چې ظاهري معنا مقصود او مراد وي، البته دا هم د یادولو وړ ده چې هر هغه کار چې اخلاص پکې نه وي؛ نو له دین څخه نه شمېرل کیږي. (د إمام ابن حجر العسقلاني ليكنه / 1جلد /167ص).

او په پای کې به دا مقاله د حضرت جریر بن عبدالله په دې لنډې کیسې سره چې امام بخاري(رحمه الله) را نقل کړیده پای ته وروسوو چې وايي: یو ځل زه نبي (علیه الصلاة و السلام) ته ورغلم او ما ورته وویل: اۍ د الله تعالی رسوله! زه له تاسې سره بیعت کوم( ژمنه کوم) چې زه به مسلمانیږم، نو پر ما ېې یو لړ شرطونه کېښودل او یو له دغو شرطونو څخه دا ؤ چې: زه به هر مسلمان ته نصیحت کوم. (أخرجه البخاري / 1ج/ 20ص).

امام ابن حجر (رحمه الله) ددې حدیث شریف په اړه وايي: دلته دا ویل شویدي چې نصیحت به هر مسلمان ته کوی، ددې معنا دا نده چې مسلمان به کافر ته دخپل رښتیني او سپېڅلي دین دعوت او نصیحت نه کوی، بلکه هدف او مقصود دادی چې په اغلب ډول به یو مسلمان بل مسلمان ته نصیحت او د خیر غوښتنه کوي او کله کله به کافر ته هم نصیحت کوي او مسلمان به هڅه کوي تر څو ېې د اسلام یوازیني نجات بښونکي دین ته را دعوت کړي او کله چې ور څخه مشوره غواړي؛ نو د خیر مشوره به هم ورته ورکوي.(فتح الباري 1جلد 169صفحه).

لیکنه: فضل الله(ممتاز)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: