احکام او مسایلملحدینو شبهاتو رد

په اسلام کې د جزا فلسفه

اسلام جزا د ټولني د سوکالي لپاره کاروي چي مجرم له خپلي کړني پښيمانه او نور پدي وپوهوي چي داد قانون خلاف کار دي.

اسلام ځني وقايوي، ممانعي او تربوي قوانين وضع کړي ترڅو په ټولنه کي امن او خوښي وي او فرد اوټولنه لداسي جرايمو څخه وساتي، لکه ځينو ته نصيحت کافي وي او ځني نور بايد ورټل شي او ځني داسي هم شته چي يواځي يو علاج لري چي هغه قصاص دي او بله د حل لاره نوي پاتي.

د فتح القدير په څلورم جلد ١١٢ پاڼه کي ليکل شوي:

د يو کار له کولو څخه مخکي جزا د مخنيوي لپاره وي او له جرم څخه وروسته ددي لپاره وي چي جرم د دوهم ځل لپاره تکرار نشي او نور خلک تري عبرت واخلي او داسي کارونو ته لاس اوږد نکړي.

علامه ماوردي وايي:

په اسلام کي حدود ددي لپاره و ضع شوي چي له ځنو کارونو مخنيوي وشي او ځني کارونه چي انسان پري مامور دي پري ادا کړل شي.

ځکه د انسان طبيعت داسي دي چي د شهواني قوي مخنيوي په اساني سره نشي کوي او انسان په دنيايي خوند راولي او اخرت ورڅخه هيروي نو خداي ځني حدود وضع کړي چي خلک له هغو څخه وويريږي او له خدايي احکامو څخه سر ونغړوي. چي پداسي حالت کي سوله منځ ته راځي او اوامر په ټوله مانا عملي کيږي.

په اسلام کي د جزا طبيعت داسي دي چي له هر جرم سره وړ جزا لري چي دا لاره ډيره اغيزمنه لاره ده چي هم روحي اوهم رواني اغيزي لري.

جزا او اخلاقي مسايل:

اسلام د جزايي قوانينو په وضع کولو کي اخلاقي مسايل په نظر کي نيولي او هيڅ کله هم تري سرغړونه نکوي مګر مصدر يي همدا اخلاقي موضوعات دي.

اسلام اخلافي مسايلو ته ډيره پاملرنه کړي پداسي حال کي چي وضعي قانون تري کاملاً غافل دي[(د اسلامي قانون او وضعي قانون مهم توپير همدا دي)ژباړن]، لکه زنا په وضعي قانون کي اصلاً جرم ندي مګر دوه څيزونه دي چي هغه زنا جرم ګرځوي يو بايد په زور ونشي او دوهم چي اجوره پري وانخستل شي.

که زنا د طرفينو په رضايت شوي وي نو کوم جرم نه ګڼل کيږي همدارنګه شراب څښل، نشه کول او داسي نو جرم نه ګڼل کيږي. ترهغي چي نشه کوونکي چاته څه ضرر ونه رسوي په خپل اصل کي شراب څښونکي مجرم نه دي او د جزا مرتکب کيږي نه.

شهيد استاذ عبد القادر عوده فرمايي:

د وضعي قانون بي اعتنايي اخلاقي مسايلو ته داده چي دا قوانين ددين په مبنا ندي جوړ شوي، د قانون اساسات دخلکو عادات او رسمونو وضع کړي.

هغوي د قانون جوړولو پرمهال د خپل هوا او هوس تر اغيزي لاندي وي او خپل طبيعي خاصيت چي پکي د قيد او شرط څخه تيښته ده په نظر کي نيول کيږي او دا قوانين د هر حاکم له طبيعت سره مطابق جوړ شوي وي او د هر حاکم طبيعت فرق کوي او اخلاق پکي استثنا کيږي او ډيري هيوادونه چي وضعي قانون پکي عملي کيږي دي سرحد ته رسيدلي کوم چي موږ ژوندي مثالونه وينو.

ليکنه: استاذ فتحي يکن رحمه الله

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: