په اسلام کی تر ټولو لومړی سلام کوونکی!

په اسلام کی ترټولو وړاندی چا سلام آچولی دی؟ کله چی ابوذر الغفاری رضی الله عنه په اسلام مشرف کیده دا د علی بن ابی طالب رضی الله عنه میلمه وو درې شپې میلمه وو،  ابوذر الغفاری رضی الله عنه خبر شوی وو چې په مکه کې یو نوی نبي په نوی رسالت سره راغلی دی، او ابوذر الغفاری  له بوت پرستۍ نه او له شرکیاتو نه ډیر په تنګ راغلی وو او بد به یې ترینه راتلل .

هماغه وو چې د نوي رسالت او د نوي نبوت د راتلو شپې او ورځې سبا کولې نو چې کله خبر شو چې یو کس دی په نامه د محمد صلی الله علیه واسلام په دی باندی اسمانی وحیه کیږی ، هماغه وو چی ابوذر رضی الله عنه خپل ورور مکه ته ولیګه ترڅو خبر شی چی واقعا داسی قضیه ده او کنه هماغه وو چی د هغه ورور مکه ته سفر وکړو د څه مودی نه بعد بیرته راستون شو او دومره خبر یی راوړو چی دا قیصه ریښتیا وه خو د مکه مشریکینو هغه د درواغجن اود کوډګر په نامه مسمی کوه او دوښمنی یی ورسره کوله او ملګری یی تنګوی او عذابونه ورکوی.

د ورور په خبرو باندی یی زړه تسکین نشو او په خپله د مکه مکرمی لاره یی ونیوله تر څو د نبوی رسالت احوال معلوم کړی کله چی مکی مکرمی ته ورسیده،  او همدا وو چی هغه د نبی کریم صلی الله علیه وسلام په باب له چانه پوښتنه نشوه کولی ځکه هغه نه پوهیدو چی په دی کی به د نبی کریم صلی الله علیه وسلام کوم یو ملګری (صحابی ) وی اوکه له مشریکانو څخه به وی نو دی ویریده ځکه ورور یی ورته ویلی وو چی خلک یی کوډګر او درواغجن یادوی او دوښمنی ورسره لری او ملګرو ته یی عذابونه ورکوی .

نو کله چی شپه شوه ابوذررضی الله عنه  په مسجد کی څملاست په دغه وخت کی علی بن ابی طالب رضی الله عنه ورباندی پیښ شو او هغه ته دی څرګند شو چی مسافر دی ، نو علی رضی الله عنه ورته وویل چی ای !! سړیه ماسره شپی ته لاړ شه او ورسره لاړه شپه یی سبا کړه او چی سهار شو بیرته لاړه مسجد ته چی حتی بیا پری شپه راغله ، او بیا علی رضی الله عنه پری راپیښ شو او بیا یی کور ته بوته او د دوی په مینځ کی په دا دوه شپو کی هیڅ خبری سره ونشوی نو دا شپه هم تیره شوه سبا شو بیا بیرته لاړه مسجد ته وخت تیر شو او له چانه د نبی علیه سلام په باره کی هیڅ پوښتنه هم نه کوی ځکه ډاریږی چی څوک ورته عذاب ونه رسوی ، حتی دریمه شپه پری راغله بیا یی علی رضی الله عنه کورته بیایی او چی کور ته یی بوځی په دی شپی کی سره خبره پیلوی ، .

نو په دریمه شپه علی رضی الله عنه خپل میلمه ته وایی : ایا ته ماته دا نه وایی چی څه شی مکی ته مسافر یا راوستلی یی؟؟؟

ابوذررضی الله عنه  ورته وایی : که ته ماسره وعده کوی چی کوم شی زه غواړم د هغه ماته لارښوونه وکړی نو زه به درته حال بیان کړم .

حضرت علی رضی الله عنه ورسره وعده وکړه ، نو ابوذررضی الله عنه  ورته وویل ماله لری ځایونو څخه د مکی اراده وکړه څو د نبوی پیغمبر سره مخامخ شم او له هغه څخه هغه څه واورم کوم څه چی هغه یی بیانوی .

نو د علی رضی الله عنه پر مخ خوشحالی څرګنده شوه او ویی ویل ، والله لرسول الله حقا، وانه ….وانه…

قسم په الله چی هغه صلی الله علیه وسلام په حقه دی اود الله رسول او نبی دی ، او بیشکه هغه … او بیشکه هغه…

علی رضی الله عنه ابوذررضی الله عنه  ته وایی چی کله سبا شوه نو ما پسی راځه ، او چی می څه ولیدل چی ستا په باب له ماسره ویره پیدا شوه نو زه به ودریږم چی ګوندی زه اوبه تویوم ، او کله چی روان شوم نو ته به هم راپسی روان شی ترهغه چی زه کوم ځای ته ورننوځم نو ته به هم ورننوځی .

نو چی کله ابوزر په بیستر ویده شو ترسهاره خوب له خوشحالی نه نه ورته ، سهار شو او چی د شپی کومی خبری شوی وی همداسی یی وکړل او راسا د رسول الله صلی الله علیه وسلام سره یی ملاقات وشوو ، چی کله ابوذررضی الله عنه  ورننوته او ویی ویل ،،، السلام علیک یا رسول الله ،نو رسول الله صلی الله علیه وسلام یی په ځواب کی وویل وعلیک سلام الله ورحمة الله وبرکاته.

نوهمدا وو چی ابوذر رضی الله عنه ایمان راوړو کلمه یی وویله ،حضرت ابوذر الغفاری رضی الله عنه لومړی شخص دی چی  پیغمبر صلی الله علیه السلام ته یی د اسلا م ، سلام وکړو بیا دغه سلام له همدغه وخته د مسلمانانو تر مینځه خپور او عام شو.

ای ورونو!!!!!!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

سلامتی دی وی (سلام دی وی) د الله تعالی رحمتونه او برکتونه دی وی په تاسو .

مونږه په ژوند کی هر څه لرو خو ترینه استفاده نه کوو دا ډیره جامع دوعا کیدای ، ځکه یو کس چی په تا سلام کوی هغه ستا سلامتی او دالله تعالی له دربار نه تاته برکتونه او رحمتونه غواړی ، نو کله چی یو شخص سلام کوی او وایی السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته په دی سره تاته دیرش نیکی لیکل کیږی او ملائکی پری آمین هم وایی همدا وخت کی زمونږه همدا دوعا قبلیږی او ، هغه حدیث ته می اشاره کړی ده او ډیر مشهور حدیث دی .

او سلام د انسان غرور کموی مغروره انسان همیشه عاجزه کوی ، او په سلام کولو باندی شیطان هم نالیږی او خفه کیږی نو راځی چی دا په خپله جامعه کی ترینه استفاده وکړو .

ډیری ورونه دی چی سلام یی ترهغو څو کسانو پوری محدود کړی دی هغه چی پیژنی یی ، له داسی شی نه باید صرف نظر وکړو او سلام عام کړو .

نو چی یو شی کی په زرهاوو فایدی وی له هغه نه ډیر لری ګرزو او شرم یی بولو ، په سلام کی دری حالته دی ، یو حدیث شریف دی چی یو کس راننوځی او په  نبی صلی الله علیه وسلام سلام کوی وای السلام علیکم ، نو نبی صلی الله علیه وسلام ځواب کی وایی وعلیکم السلام ،بل کس راننوځی وای السلام علیکم ورحمةالله ، نو نبی صلی الله علیه وسلام ځواب ورکوی وعلیکم السلام ورحمة الله ، بل کس راننوځی وایی السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، نو نبی علیه السلام ځواب ورکوی وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته ، پیغمبر صلی الله علیه والسلام وفرمایل په اول سلام باندی ۱۰ نیکی دی او په دوهم ۲۰ نیکی دی او په دریم باندی ۳۰ نیکی دی .

راځی چی پدی عصر کی یی نور هم عام کړو او له دغو نیکیو نه برخمن شو

عبدالعزیز حقمل .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب