په اسلام کي د ملګري حقوق او د ملګرتیا اصول او آداب ۳

(۲۴)   ملګرتیا دزړه له کومي اوپه اخلاص او صداقت سرکوه

بل دا چي کله د له یو سره چا سره ملګرتیا و نښلوله بیا په هغې کي اخلاص ملحوظ ساته اوددي اسلامي وروروالي مركز او سرچينه بايد زړه وي كه ددي خپلوي او وروروالي تعلق صرف له ژبي ، ظاهري تملق ، چاپلوسي ، چرب زباني ، كلام كاري او غوړه مالي سره وي اويا مالي او دنيوي لالچ وي او په زړونو كي ځاي ونلري  نو دا ملګرتیا نشوه نفاق دی معنا دا چي (په خوله لااله پټه غلا) د مسلمان خوی نه وې  دا صفت د منافقينو دی الله تعالى فرمائي :
يقولون بألسنتهم ما ليس في قلوبهم.
منافقين په خوله هغه څه وائي چي په زړونو كي ئي هغه نشته یعني د هغوی دخبرو تعلق یواځي له ژبو سره دی او په زړونو کي یې رېښې نلري .
.شاعروائي :
لعمرك ما ودُّ اللسان بنافع   ……………………………………  إذا لم يكن أصل المودَّة في القلب
زماد قسم ستا په خالق وي چي د ژبي خپلوي څه ګټه نلري كله چي د خپلوي ريښي په زړه كي نه وې .
یو بل شاعر هغه چاته چي دا ډول منافقانه ملګرتیاوي ساتې  داسي وائي:
قل للذي لست أدري من تلونه  ……………………………………….    أناصح أم على غش يداجيني
إني لأكثر مما سمتني عجبا  …………………………………………    يد تشج وأخرى منك تأسوني
تغتابني عند أقوام وتمدحني  …………………………………………    في آخرين وكل منك يأتيني
لا أسأل الناس عما في ضمائرهم  ……………………………   ما في ضميري لهم من ذاك يكفيني
أرضى عن المرء ما أصفى مودته   ………………………………..   وليس شي من البغضاء يرضيني
لا أبتغي ود من يبغي مقاطعتي  …………………………………………..  ولا ألين لمن لا يبتغي ليني

زما هغه ملګري ته چي زه د هغه په رنګارنګ مزاج نه پوهېږم  ووايه چي ته زما خيرخواه ئي او كه په ټګي راسره ياري كوې زه خو دي ته زيات حيران يم چي په يوه لاس مي راپورته كوي او په بل مي پرزوې د چا ترمخ  مي صفتونه كوې او د نورو په مخ كي مي بيا بد وائې او دا متناقض خويونه ټـول په تاكي شته زه چي د خلګو په زړونو كي څه دي د هغه پوښتنه نه كوم څه چي زما په زړه كي د هغوی لپاره د میني احساس دی هغه زمالپاره كافي دی زه له بل چاځخه سوچه او اخلاص منه مينه غواړم او بدبيني اونفاق ځماخوښېږي ، د هغه چا مينه ، خپلوي او ملګرتیا مي په كار نه ده د چاچيگ زما بيلتون خوښېږي او نه له هغه چا سره شرافت کول زما خوښ  دی د چاچي زما شرافت نه دی خوښ .
بل شاعر وائي:
لا خير في ودّ امرىء متملّق  …………………………………………….    حُلو اللسان وقلبه يت� �هَّبُ
د هغه چاپلوس انسان په دوستي كي خير نشته چي په خوله درسره خوږ وي او په زړه كي ئي د نفاق اوردرته � �مبې  وهي .
یو بل شاعروائي:
أخلاّء هذا الدهر هشٌّ وجوههم  ……………………………………  وفي الق� �ب من نار النِّفاق أزيز
فلما بلونا واحداً بعد واحد …………………………………………………  عرفناهمو أن الوفاء عزيز

ددي زماني ياران داسي دي چي مخامخ به درسره خاندي او څېرې به ئي خوشاله وي او په زړه كي به ئي تاته د نفاق د اور څېزا وي ، کله چي مونږ یاران  يو په بل پسې وآزمويل ومو پيژندل چي وفاداري ډېره ګرانه ده .
بل شاعر وائي:
إنَّ شرَّ الناس من يمدحني ………………………………………………..  حين يلقاني وإن غبتُ شتم ْ
بد ترين د خلګـو هغه څوك دی چي راسره مخامخ شي تعريف مي كوي او چي کله ځيني غائب شم ښكنځلي را پسي كوي .
(۲۵)  ملګري ته مه په غصه کېږه
اوبل د ملګرتيا له آدابو ځخه د ملګري په مقابل كي د غصې زغمل دی په هغه باندي غټه ویل او یا هغه کم ګڼل د مسلمان صفت نه دی ، بله خبره داده چي ښه او صالح ملګری د الله تعالی یو نعمت دی چي په مفت او وړیا توګه یې له لاسه اېستل نه دی په کاراو هرڅوک بايد په دې خوشالي ښكاره كړي چي الله تعالى ورته ښه دوستان  او نېکان وروڼه وركړي دي  .
یو مسلمان شاعر وایې :
وابـدأ عـدوّك بالتّح� �ية ولْتـكن  ………………………………………………  فـيه زمانـك خائـفا تـترقّبُ
واحذره إن لاقَيتَه متبسّماً  ……………………………………………………   فاللّيث يبدو نابُه إذ يغضب
وإذا الصـدي يـق رأيـته متملّقاً …………………………………………………….   فهو العدوّ وحقّه يُتجنَّب
وصِل الكرام ولو أتوك بجـفوة ………………………………………….  فالصفح عنهم بالتجاوُز أصوب

او دښمن ته اول سلام ته وراچوه اوټـول وخت په خوف كي ځيني ووسه اوځان ځيني ساته کله چي په خندي درسره مخامخ شي ،  ځكه چي زمري ته چي كله غصه ورشي او حمله کوي اول غاښونه در ښكاروي او كه د ملګري چاپلوس وليد نو هغه داصلي دښمن دی او د ځان ساتنه ځيني په كارده او له ښو خ� �ګو سره تعلقات پاله كه څه هم بي وفاشي او  يا تكليف ځيني وْوينې د هغوي په خطاګانو سترګي پټول او درګذر ورته کول ښه  او سم كاردی .
(۲۶)    د ملګري په حضور او غیاب کي د هغه دفاع کوه
اوبل له آدابو د م� �ګرتيا اواسلامي ورورولي ځخه دادی چي کله ستا دملګري په مال ، ځان او عزت تېری کېږي او ته یې وینې که مخامخ وي او که غایب دفاع ته یې وردانګه او دا سي ګڼه لکه ستا په شخصیت چي تېری شوی وي  که یو څوک ستا له ملګري ځخه ګیله من وي هغوی وپوهوۍ  او په عاقلانه شکل دخپل ملكگري له خوا عذرونه وړاندي كړۍ، او كه څوك ستاپه مسلمان ورور اوملګري تيری  ،  يا ظلم  او يا دهغه حق تلفي كوي نو په ټولو ممكنو وسائلو له هغه ځخه دفاع ْوكړۍ او د ملګرو او مسلمانو وروڼـو دفاع  کول واجب دي .
عن أنس قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أنصر أخاك ظالما أو م ظلوما قيل يا رسول الله هذا نصرته مظلوما فكيف أنصره ظالما قال تمنعه من الظلم فذاك نصرك إياه  (بخاري ومسلم) 
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل :  د خپل مسلمان ورور مرسته كوه كه هغه ظالم وي او كه مظلوم ، پوښتنه ْوشوه چي كه هغه مظلوم وي ضرور به یې مرسته كوو خو كه هغه ظالم وي نو څرنګه به ئي مرسته كوو؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: له ظلم كولو ځخه ئي لاس ور تم کړه او م نع یې کړه دا له ظالم سره مرسته ده .    

(۲۷)   له ملګري سره نرمي او شرافت كوه
او د م� �ګرتياله آدابو ځخه د ملګري د ضرر تحمل دی چي كه د هغه له خوا كوم تكليف درته ورسيږي هغه برداشت كړې ،  ورته غصه نشې ، په هغه د زړسوي او شفقت زيات وي او خوږې او پستې خبري ورسره وكړې الله تعالى فرمائي :
 وقولوا للناس حسنا .
او خلګو ته ښې خبري كوۍ .
عن أبي الدرداء أن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال من أعطي حظه من الرفق أعطي حظه من الخير ومن حرم حظه من الرفق فقد حرم حظه من الخير وقال ما من شيء أثقل في ميزان ا� �مؤمن يوم القيامة من خلق حسن وإن الله يبغض الفاحش البذيء وإن صاحب حسن الخلق ليبلغ به درجة صاحب الصوم وا� �صلاة.  (البيهقي وغيره)
له ابوالدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چاته چي د نرمي برخه ْوركړل شوه د خير قسمت ْوركړل شو او څـوك چي له نرمي ځخه بې برخي شولو هغه له خير ځخه محروم شولو او وئې فرمايل چي د قيامت په ورځ به په تله كي تر ښو اخلاقو دروند بل څه شی نه وي او په ريښتيا چي الله تعالى بدګوي او پوچ خولی انسان نه خوښوي او په ريښتيا چي د ښو اخلاقو څښتن په خپل ښه خوي د لمونځ ګذار او روزه دار درجي ته رسېږي .
عن عائشة قالت قال النبي صلى الله عليه وسلم الرفق يمن والخرق شؤم وإذا أراد الله بأهل بيت خيرا أدخل عليهم باب الرفق إن الرفق لم يكن في شيء قط إلا زانه وإن الخرق لم يكن في شيء قط إ� �ا شانه  (البيهقي)
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي نرمي بركت ده او سختي بد مرغي ده او چي كله الله تعالى يوه كورته د خير اراده وكړي په هغوی د نرمي او شيرين كلامي دروازه ورخلاصه كړي نرمي چي كله هم يه يوه كار كي وي هغه كارښائسته كوي او سختي چي كله هم په يوه كار كي وي هغه عيب جن او بد نما كوي .
عن عروة ابن الزبيرأن عائشة رضي الله عنها زوج النبي  صلى الله ع� �يه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقالوا السام عليكم قالت عائشة ففهمتها ف� �لت وعليكم السام واللعنة قالت فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفق في الأمر كله فقلت يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قد قلت وعليكم  (البخاري) 
له عروه بن زبير رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي ام المْومنين عائشه رضي الله تعالى عنها فرمائي : چي يوه ډله يهود رسول الله صلى الله عليه وسلم کورته  را دنني شول او وئي ويل چي السام عليكم (سام مرګ  ته وائي ) عائشه رضي الله  تعالى عنها وائي زه پې پوه شوم ما ورته وويل وعليكم السام واللعنة رسول الله صلى االله عليه وسلم ماته وويل سوكه شه نرمه شه الله تعالى په ټولو كارونو كي نرمي خوښوي عائشه رضي الله تعالى عنها وائي ما ورته وويل يارسول الله آيا تا نه واوريدل چي دوي څه  وويل؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ماهم په جواب كي ورته وويل چي وعليكم  (يعني په تاسي د هم هغه څه وي چي تاسو راته وویل) .
عن أنس بن مالك أن أعرابيا بال في المسجد فقاموا إليه فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا تزرموه ثم دعا بدلو من ماء فصب ع� �يه.  (البخاري)
له انس بن مالك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي يو اعرابي راغی او په مسجد كي ئي بولي  وكړې اصحاب ور ولاړ شولو رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب منع كړو اوورته  وئي فرمايل بولي مه ورباندي قطع كوۍ  وروسته ئي بيا يوه بوكه اوبه را وغوښتلي او او د بولو په ځای یې توئي كړې .
 قال بعضهم يا رسول الله دلني على عمل يدخلني الجنة فقال إن من موجبات المغفرة بذل السلام وحسن الكلام (احياء علوم الدين)
يوه د اصحابورسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چي يارسول الله يو داسي نېک عمل راته وښيه چي زما جنت ته ددخول سبب شي هغه وفرمايل :  د الله تعالى د مغفرت له اسبابو ځخه يو هم سلام اچول او ښې خبري دي .
یو شاعر وائي :
لا تقطعن عادة الإحسان عن أحد……………………………………..   ما دمت تقدر والأيام تــا� �ات
واذكر فضيلة صنع الله إذ جعلت ………………………………..  إليك لا لك عند الناس حاجات
الرِّفق يُمنٌ وخير ا� �قول أصدقه …………………………………………  وكثرة المزح مفتاح العداوات
والصدق برٌّ وقول الزور صاحبه ………………………………………….  يوم المعاد حَرِيٌّ بالعقوبات

چي تر څو د وس وي د احسان او ښېګڼي عادت له هيچا ځخه هم مه قطع كوه ځكه چي داسي ښې ورځي تل نه وي او د الله تعالى ددې احسان شكر په ځاي كړه چي تا ته خلګ محتاج دي او ته چاته نه ئي محتاج ,  نرمي بركت ده او ښه خبره هغه ده چي ريښتيا وي او ډېري ټـوكي د دښمنيو كلي ګاني دي  , ريښتيا ويل نيكي ده او دروغ ویونکی  انسان د قيامت د ورځي د عذاب مستحق دي .
بل شاعر وائي:
من يستعن بالرفق في أمره …………………………………………   يستخرج الحيَّة من وكرها
نرمي یوه داسي وسله ده چي مار له سوړي ځخه راباسي.
پښتانه وائي : چي په ګوړه وژل كېږي په زهرو ئي مه وژنه .

(۲۸)   له کاروباري ملګري سره تعامل
که ستا ملګری کاروباري  دکاندار او یاجر وي له داسي ملګري سره  کله هم وعده خلافي مه كوه ځکه چي د هغه د کاربار په لحاظ ډېر قیمتي که د یوه کار لپاره تاته کوم وخت وټاکي د هغه وخت پابند اوسه  او كه هغه له  ټاکلي وخت ځخه واوړي او وعده خلاف شي معذور ئي ګڼه او ته بايد په دي پوه ئي چي ستاتاجرملګ� �ي ستا حقوق او وعدې هغه وخت پاللی او پوره كولای شي چي له كار ځخه فارغ شي او كه چيرته ته ددې كاروبار شوق نلري او ياد دآخرت د محبت په وجه له تجارت او دنیوي کاروبارځخه نفرت او كركه كېږي خوكله چي د ملګري په دكان كيناستلې او هغه د وليد چي ډېر په مينه او حرص تجارت كوي په هغه مه بد ګمانه كېږه او معذور ئي ګڼه چي يا به تر پورونو � �اندي وي او يا به د اولاد د نفقې په تلاش كي وي او يا به سپـين ږیري مور او پلار لري او يا  به ئي واړه بــچيان وي چي د هغوي لپاره لګـيا دي  خپله ناستي دهغه په دكان كي عيب وبوله او هغه معذور وګڼه چي له تاسره نشي کېناستلای .
اوكه ته په خپله تاجر او يا دكاندار ئي  نو د الله تعالی حقوق په کي پاله  او د ګټي په خاطر لم ونځونه او نور فرایض او دخیر کارونه مه پرېږده اوکه  يو څوك د خريداري لپاره درته راشي نو په دي پوه شه چي الله تعالى حلال رزق درته را استولي دي نو په خرڅولوكي ئي  قسم كول ، دروغ وئيل او دوكه وركول ، دنورو حرامو وسائ� �و په كار اچول او د خپل مال نامناسب تعريف كول ستا هغه حلال رزق حراموي چي الله تعالى تا ته پلورنځي ته در ْور� �ېږلو .
او چي كله په کاروبار او تجارت کي ګټه وکړې څوک مه ورباندي خبروه ځکه چي له چا سره ستا د کاروبار په هکله حسد پیدا نشي او د الله تعالى شكر په ځاي كوه د هغه حمدوثنا وايه او دا دالله تعالى احسان بوله او خپله چالاكي اويا هنر ئي مه بوله او كه ستا مسلمان ورور ګټه وكړي هم داسي ورباندي خوشاله كېږه لكه په خپله ګټه چي خوشاله كېږي . ځكه چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه روايت شوی دی فرمائي :
عن أنس عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه (صحيح البخاري وغيره) 
مْومن به ترهغه وخته  د ايمان ښه خوند ونه مومي تر څو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ نكړي چي ځانته ئي خوښوي .
او چي كله د ترازو او يا ګز(متر) په لاس كي واخيست نو ستا لپاره د الله تعالى ترازو او ميزان در په ياد كړه چي په هغه كي به لږشان ته بي انصافي هم نه وي په دې احساس بي انصافي مه په كي كوه او چي په چا څه خرڅويگ په تله او ګز كي ئي ښه سودمن كوه په دې نيت چي د قيامت په ورځ الله تعالى ستا د نيكي تله درنه كړي او تول كله هم كم مه كوه ځكه چي د كم تول كوونكيو لپاره سخت عذاب دی الله تعالى فرمائي :
ويل للمطففين الذين اذاكتالوا على الناس يستوفون واذاكالوهم او وزنوهم يخسرون.
افسوس او يا سخت درد وْونكی عذاب دی د كم تول كوونكيو لپاره  كله چي ئي له نورو ځخه ځانته تلي نوپوره تول غواړي او چي كله ئي نوروته ور پيمانه كوي نقصاني كوي ئي .
بل دا چي په خپل کاروبار کي د کله په يو چاپورباندي شو نو كه تنګ لاسی وي او تاته ئي حالت معلوم  وي  مه ئي تنګوه كه څه هم تر خپل ټاكلي وخت واوړي ځكه چي الله تعالى فرمائي :
 (وإن كان ذو عسرة فنظرة إلى ميسرة)
كه چيرته ستا پوروړي تنګ لاسه وي نو ترآساني پوري چي لاس ته څه ورځي انتظار ورته وكړه .
عن أبي بكر الصديق قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من أحب أن يسمع الله دعوته ويفرج كربته في الآخرة فلينظر معسرا أو ليدع له ومن سره أن يظله الله من فور جهنم يوم القيامة ويجعله في ظله فلا يكونن على المؤمنين غليظا وليكن بهم رحيما. (أبونعيم و البيهقي)
له ابوبكر صديق رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل كه يو څوك دا خوښوي چي دعاګاني ئي قبولي شي او په اخرت كي تكليف ورځخه پورته شي نو تنګ لاسي پوروړي ته د انتظار كوي او كه يوڅوك په دې خوشاله كېږي چي الله تعالى ئي د قيامت په ورځ د جهنم له سختي تودوخي ځخه د خپل رحمت په سيوري كي وساتي نوپه مسلمانانو د سختي نه كوي او په هغوي د زړسواند وي.
عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال من نفس عن مسلم كربة من كرب الدنيا نفس الله عنه كربة من كرب يوم ال� �يامة ومن يسر على معسر في الدنيا يسر الله عليه في الدنيا والآخرة ومن ستر على مسلم في الدنيا ستر الله عليه في الدنيا والآخرة والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. (مسلم وأبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجة) 
له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل يوچاچي له مسلم ان ځخه ددنيا له تكليفونو ځخه يو تكليف پورته كړ الله تعالى به له ده ځخه د قيامت له تكليفونو ځخه   يو تكليف پو� �ته كړي او چاچي په دنيا كي په يوه تنګ لاسي سړي آساني جوړه كړه الله تعالى به په دنيا او آخرت كي په ده باندي � �ساني جوړه كړي او چا چي په دنيا كي په يوه مسلمان پرده واچوله الله تعالى به په دنيا او آخرت كي دهغه پرده وساتي او يو څوك چي د بنده مرسته كوي الله تعالى به دده مرسته كوي .
اوكه يو چا له تا ځخه مال اخيستي وي او د څ ه مجبوریت په اساس هغه بېرته تاته واپس کوي نو په ښه ټنده ته خپل مال بېرته ځيني واپس كوه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من أقال نادما بيعة أقال الله عثرته يوم القيامة. (ابن حبان)
يو څـوك چي يو شي له چا ځخه واخلي او په اخيستلو ئي پښېمان شي او مالك ئي بيرته ځيني قبول كړي الله تعالى به له هغه تاجر ځخه د قيامت په ورځ دهغه ګناهونه لري كړي .
او د خپل م ال له حد ځخه زیات تعريف مه كوه او د بل چا د مال عيب مه وايه ځكه چي دايوه نوعه د نفاق دي په خپل تجارت كي هروخت خريدار خوشاله كوه او ريښتيا  ورته وايه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :
 التجار فجار إلا من بر وصدق (اداب الصحبة)
تاجران ګـناهكاران دي  مګر كه څوك نيكي او احسان كوي او ريښتيا وائي .
همدا راز په تجارت كي كله ناكله خير وخيرات كوه او په صدقه او خیرات ستا تجارت صفا كېږي ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په بازار كي ودريدلو او وئي فرمايل :
عن قيس بن أبي غرزة قال أتانا رسول ال� �ه  صلى الله عليه وسلم  ونحن نتبايع بالعقيق فقال يا معشر التجار إن هذا البيع يحضره الحلف والكذب فشوبوه ب� �يء من الصدقة (المعجم الكبير)
له قيس بن أبي غرزة رضي الله تعالى ځخه روايت دی چي مونږ د قيمتي ډبرو خ� �يدوفروخت  كولو او رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او وئي فرمايل:  اې د تاجرانو ټولنې ؛  ستا سو له خريدوف� �وخت سره درواغ او قسمونه ګډېږي نو په څه خيرات ئي صفا كوۍ .
بل داچي كله هم د خپل كاروبار د ځاي لورته تللې دا نيت كوه چي په نن ورځ کي به د يوه مسلمان ضرورت  پوره كوم په دې نيت به د په رزق كي بركت وي او كه څه لاس ته درشي په هغه كي به هم الله تعالى بركت دراچوي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :
عن عبدالله بن عباس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال نية المؤمن خير من عمله. (مسند الربيع) 
د مومن نيت د هغه تر عمل غوره دی .
محدثين ددې حديث مفهوم داسي بيانوي :
فقالوا نية بلا عمل خير من عمل بلا نية. (التفسير الكبير)
بي عمله نيت تر بي نيته نيك عمل غوره دي په دې معنا چي د یوه نېک عمل نیت دخالص د الله تعالی د رضا لپاره کړی وي که هغه نېک عمل ونه کړې هم خو دا نیت تر هغه نېک عمل غوره چي د الله تعالی د رضا نیت د په کي نه وي کړی .
  قال جعفر بن محمد الصادق من اتجر فليتجنب خمسة أشياء اليمين وكتمان العيب والمدح إذا باع والذم إذا اشترى والدخول في شراء غيره . (اداب الصحبة)
امام جعفر بن محمد الصادق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين فرمائي :   څوك چي تجارت كوي له پنځو شيانو د ځان ساتي له قسم خوړلو ،  د خپل مال دعيب له پټولو،  دخرڅ� �ولو په وخت كي دخپل مال له  ستائيلو، د اخيستلو په وخت كي دبل چاد مال دعيبونو له بيانولو (ياخوئي واخله او يائي پرېږه) اود بل چا په  سودا  كي له ورلويدلو ځخه .

(۲۹)   پراخه ټنډه د ملګرتيا له آدابو ځخه ده
هرملګری چي كله له خپل ملګري سره مخامخ كېږي په كارداده چي په خوشاله او غوړېدلي ټنډه ورسره مخامخ � �ي  .
عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم إن الله تعالى يحب الطلق الوجه و لا يحب العبوس .  (اداب الصحبة)
له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : چي الله تعالى غوړيدلي څېره خوښوي او تروه ټنډه نه خوښوي .
عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم من مكارم أخلاق النبيين والصديقين والشهداء والصالحين البشاشة إذا تزاوروا والمصافحة والترحيب إذا التقوا. (ابن لال في مكارم الأخلاق)
له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل : دا د پيغمبرانو،  ريښتونيو، شهيدانو او نيكانو له ښو اخلاقو ځخه دی چي كله د يوه اوبل ملاقات ته  ورځي د خوشالي آثار پرې ليدل كېږي او يوبل ته لاس وركوي او د يوه بل هركلي كوي چي كله سره مخامخ شي .
یو شاعر د اصیل او کم اصل فرق په خپل شعر کي داسي بیانوي :
ومسألة ال� �ّـئيم عليـك عـارٌ……………………………………………………… وذلـك حـين تسـأله عناءُ
وذو الكرم الكريم تراه سه� �ا…………………………………………………….طلـيق الوجه ليس به التواءُ

له كنجوس  او کم اصل انسان ځخه غوښتنه پيغور دي او چي كله څه ځیني غواړې ورته دروند بار وي  او سخي طبيعته او اصیل انسان چي كله هم وينې نو ټنډه به ئي غوړيېدلي وي, ګونجي او کوتان به نلري او هركار به ورته آسانه وي .

(۳۰)   د ملګرو خدمت كوه
داهم د ملګرتيا  له آدابو ځخه ده چي د خپل ملګري خدمت وكړې كه څه هم هغه په رتبه اوعمركي له تا ځخه ښكته وي او يا له تاسره برابروي او كه له تا ئي رتبه پورته وي بيا خو ئي خدمت هسي هم لازمي دي په دې عقيده چي د � �وم مشر د قوم خدمت ګار وي .
قال يحيى بن أكثم بت ليلة عند المأمون أمير المؤمنين فانتبهت في جوف الليل وأنا عطشان فتقلبت فقال يا يحيى ما شأنك قلت عطشان والله يا أمير المؤمنين فوثب من مرقده فجاءني بكوز من ماء فقلت يا أمير المؤمنين ألا دعوت بخادم ألا دعوت بغلام فقال لا حدثني أبى عن أبيه عن جده عن عقبة ابن عامر � �ال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم سيد القوم خادمهم. (اداب الصحبة)
يحيى بن اكثـم  وائي يوه شپه له امير المْومنين مأمون الرشيد سره د هغه په خوابګاه كي ويده وم او د شپـې تږی شوم او په يوه او بل اړخ اوښتلم مامون را ويښ شو او ماته ئي وويل څه پېښه ده يحيى؟   ما ْورته وويل چي اې امير المْومنينه والله تږی يم هغه له خپلي بستري ځخه وچت راپورته شواو يوه كوزه اوبه یې راوړې ما ورته ْوويل چي امير المومنين يوه هلك او يا خادم ته د ولي آوازنه كولو؟  هغه په ځواب كي راته وويل چي زما پلار (هارون الرشید) زما له نيكه ځخه هغه له عقبه بن عامرځخه روايت كړی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلي دي : چي د قوم مشر د قوم خدمتګار وي .

 

(۳۱)   د ملګـري په مصيبت كي شركت كوه
بل داچي د وروڼو او ملګرو په غم كي داسي بشپړ ځاني او مالي مخلصانه شركت كول په كاردی لكه چي د هغه په خوشالي كي چي شريك یې او په دي دواړو حالتونو كي به ئي توپـير نه كوې داسي نه وي چي په خوشالي كي ئي تر هرچا مخكي روان ئي او د غم په ورځ كي ئي ستا درك نه لګېږي لكه پښتانه چي وائي: دښې ورځي مي ورور ئې دبدي مي پيغورئې  ، دا معنا چي د تكليف په ورځ ستا د نه موجوديت په وجه خلګ ماته پيغورراكوي چي ستا هغه ښه ملګری خو نه ښکاري داداصيلو خلګـو خوی نه وي .

(۳۱)   ملګریو ته په خپله  خوشالي کي د ګډون بلنه ورکوه
ستا هغه ملګري چي تل ستا په کړاوونو او ستونځو کي درسره اوږه په اوږه  ولاړ وي دا د انصاف خبره نه ده چي ستا د خوشالي په شېبو او په ښو ورځو هغوی هېر کړې .
یو شاعروائي:
واذا تكون ك� �يهة ادعى لها                        واذا يحاس الحيس يدعى جندب
چي كله سخته وي ما ورغواړي او چي كله اوګره څټله كېږي بيا جندب راغواړي .
ددې مفهوم د تایید لپاره پښتانه وائي : توري د لالا ْوهي ډوډۍ د عبد الله  وهي .

(۳۲)   کوشش کوه ملګري ته سلام ته پیل کړې
او بل د اسلامي ورورولي اوريښتوني ملګرتيا � �ه  حقوقو ځخه دادي چي كوشش كوه ړومبی سلام ته واچوې ځكه چي سلام اچول مينه او محبت ټینګوي او كه كله ستا يو مس� �مان ورور تاته سلام در واچوي نو په غوړېدلي ټنډه او په بشپړ احترام یې  ور بيا كوه الله تعالى فرمائي :
واذا حييتم بتحية فحيوا بأحسن منها او ردوها.
چي كله تاسو ته سلام درواچول شي نو تر هغه ئي په ښه وجه وربياكوۍ او يائي په هغه شكل ورګرزوۍ كوم چي تاسوته در اچول  شوي وي .
عن علي قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  للمسلم على المسلم ست يسلم عليه إذا لقيه ويشمته إذا عطس ويعوده إذا مرض ويجيبه � �ذا دعاه ويشهده إذا توفي ويحب له ما يحب لنفسه وينصح له بالغيب   (سنن الدارمي )
له علي رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : د مسلمان په مسلمان شپږ حقونه دي چي كله ورسره م خامخ شي سلام به وراچوي او چي كله وپرنجېږي (او الحمد لله ووائي) يرحمك الله به ورته وائي او چي رنځور شي پوښتني ته به یې ورځي او چي دعوت وركړي قبلوي به ئي او چي مړشي جنازې ته به یې ورځي او هغه څه به ورته خوښوي چي ځان ته ئي خوښوي او پسي شا به یې خير غواړي .
عن عبد الله بن عمر أن رجلا سأل رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أي الإسلام خير قال أن تطعم الطعام وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف (بخاري و مسلم) أي أي الخصال في الاسلام خير.
له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي يو چا له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه پوښتنه وكړه چي كوم خوي په اسلام كي غوره دی يارسول الله ؟رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځواب كي وفرمايل : ډوډۍ وركوه او كه کوم مسلمان د پېژندلو او يا دنه پېژندلو خو سلام وراچوه .
عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لا تدخلوا الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا ألا أدلكم على ما تح ابون به قالوا بلى يا رسول الله قال أفشوا السلام بينكم . (مسلم)
له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ترهغه وخته به جنت ته داخل نشۍ تر څو چي مو ايمان  نه وي � �اوړی او كله به هم ايمانداره نشۍ ترڅو چي مو يوله بل سره محبت نه وي پيدا شوی  آيازه تاسوته هغه كاردر وښيم چي په هغه ستاسو يوله بل سره محبت زیات شي؟  مونږ ورته وويل هو يارسول الله ده (ص) وفرمايل : په خپل مېنځ كي يوبل س� �ام زيات وراچوۍ .
عن عبد الله بن سلام رضي الله عنه قال لما قدم رسول الله  صلى الله عليه وسلم  المدينة انجفل الناس إليه فجئته لأنظر في وجهه فلما رأيت وجهه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب فكان أول شيء سمعت منه أن قال يا أيها الناس أطعموا الطعام وأفشوا السلام وصلوا الأرحام وصلوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام ( الترمذي والحاكم وابن ماجه وابن مردويه والبيهقي)
عبد الله بن سلام رضي الله تعالى عنه وائي چي كله رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې منورې ته راغی خلګود هغه خوا ته حركت پيل كړ زه هم ورته راغلم ما چي ك� �ه د رسول الله صلى الله عليه و سلم مخ مبارك ته وكتل په دې مي يقين شو چي دا مخ ددرواغ ويونكي انسان نه دی او ړومبۍ خبره چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واوريدله هغه داوه :  اې خلګو يوبل ته سلام اچوۍ ،  اوخ� �ګو ته ډوډۍ وركوۍ ، اوله خپلوانو سره خپلوي پالۍ ، اوچي كله نورويده وي تاسي لمونځونه كوۍ ، جنت ته به روغ رمټ او په امن کي ننوزۍ .
(۳۳)   ملګري په ژوند او پس له مرګه په دعا کي  یاد ساته
بل دا چي د ملګ� �و په ژوند او د هغوي له مرګه وروسته له هغوی سره وفا كول او هغوی په دعاکي په یاد ساتل ضروري اوپه كاردي پس له  مړيني ملګرتيا پالل  او وفاداري دا معنى لري چي هغه تل په دعا كي ياد ْوساتي كله چي د وس ورسېدلو يو خيرات پسي وكړي او ثواب ئي د هغه روح ته ْوبښې همدارازد هغه په پسماندګانو د زړسوی او همدردي وي او حتى المقدور ئي ضرو� �تونه ورپوره كړې د هغه ماشومان خپل ماشومان وګڼې او دا قسم وفا ډېره كمه ليدلي شوي ده اوس خو ملګري په ژوند وفا نلري پس له مرګه به څه توقع ځيني وكړې .
(۳۴)   له ملګري سره په کړي وعده وفاکوه
کله چي له م� �ګري سره یوه وعده کوې نو داسي وعده مه کوه چي پالل یې درته مشکل وي  او یا ستا له امکاناتو ځخه وتلی وي او کله چي بیا کومه وعده وکړې ضرور یې پاله او وعده خلافي مه کوه ځکه چي وعده خلافي د منافق خوی دی او په وعده وفا کول د اصیل مسلمان خصلت دی .
الکریم اذا وعد وفی
اصیل انسان چي کله وعده وکړي پوره کوي یې .
شاعرد اصيل ملګري تعريف كوي او وائي :
إن الكرام إذا ما استُعطفوا عطفوا ……………………………………..   وا� �حر يعفو لمن بالذنب يعترف
والصفح عن مذنب قد تاب مكرمة ………………………………………  وفي الوفاء لأخلاق الفتى ش� �ف
من عاشر الأشراف عاش مشرّفا  ………………………………………………  ومعاشر الأرذال غير مشرَّف

له ښو خلګو ځخه چي كله  هم د همدردي تقاضاْوشي همدردي كوي  او اصيل سړي ته چي څوك د ګـناه اعتراف وكړي قبلوي ئي او په عزت منه طريقه درګذر ځيني كوي او په وفاداري كي د ځوان د اخلاقو قدردی څوك چي د عزت له خاوندانو سره ووسي عزتمن به � �ي او چي د سپكو خلګو ملګرتيا كړي كله به هم عزت نه مومي
يقول الثوري: لا تعد أخاك موعدا فتخلفه فتستبدل المودة بغضا.
له مسلمان ورور سره داسي وعده مه كوه چي بيا ئي پوره نه كړې ځكه چي وعده خلافي دوستي په دښمني بدلوي .
ابو نصر المروزى وائي
يا واعد الوعد الذي أخ� �فا………………………………………….    ما الخلف من سيرة أهل الوفا
ما كان ما أظهرت من ودنا……………………………………………………..   إلا سراجا لاح ثم انطفا

اې د مخالفي وعدې وعده كوونكيه وعده خ� �افي د باوفا انسانانو خوي نه ده زما او ستا دوستي صرف  يو څراغ وو چي رڼا ئي كوله او بيرته خاموش شولو .
او يوبل شاعر خو د وفادار ملګري دومره تعريف كوي  چي تر نسبي وروڼو ئي هم زيات بولي او وائي :
وجدت ق� �يب الود خيرا وإن نأى ………………………………   من الأبعد الود القريب المناسب
ورب أخ لم يدنه منك والد ……………………………………………    أبر من ابن الأم عند النوائب
ورب بعيد حاضر لك نفعه  ……………………………………………  ورب قريب شاهد مثل غائب

ماپه ملګرتيا كي مخلص دوست كه څه هم په قرابت كي راځخه لېري وو غوره وموندلو ترنسبي قريب او خپل ، ډېر ځله ستا يوديني وروراو ملګری د تكليف په وخت كي له تاسره ستا ترمورزوكړي ورور زيات احسانمن ثابت شي او ډېر ځله يو څوك په نسب كي درځخه لېري وي خو خير ئي ډېردرته نژدې وي او ډېر ځله داسي قريبان وي چي درته نژدي وي خو لكه ډېر چي درځخه لېري وي .
بل شاعر وائي:
إذا قِيل في الدّنيا خليل فقل نعمْ  ………………………………..  خليل اسم شخص لا خليل وفاء
كه يو چا درته وْويل چي په دنيا كي خليل (دوست) شته ؟ ْورته ووايه هو په دي نامه سړی شته خو د مفهوم په اعتبار (خليل) دوست نشته .
بل شاعر دځان تعريف كوي اوپه دې هكله وائي :
وكنت إذا صحبتُ رجال قومٍ  …………………………………………..  صح� �بتـهمُو وشيمتيَ الوفاءُ
فأُحسن حين يُحسن محسنوهم …………………………………………   وأجتنب الإساءَ ة إن � �ساءوا

ماچي به د يوه قوم د كسانو ملګرتيا اوآشنائي كوله نو په  آشنائي كي وفا زما عادت وو كه به ئي ښه  � �اسره كول ښه مي ورسره كول او كه به ئي بد راسره كول نو ما بد نه ورسره كول .
بل شاعر بيا د خپلو ملګرو د وعده خلافي او بې وفایي شكايت كوي او وائي:
إذا عهـدوا فلـيس لهم وفاء ……………………………………………………   وإن وعدوا فموعدهم هباء
وإن أرضـيتَهم غضبوا ملاما  ……………………………………………..   وإن أحسنْتَ عِشرتهم أساءوا

چي كله وعد ه وكړي نه ئي پوره كوي  او كه وخت درته ْوټاكي نو نيټه ئي پـالتو وي كه ئي زه خوشاله كړم هم راته غصه وي او ما ملامتوي او كه ښه ګوزاره ورس� �ه كوم بد راسره كوي .
يو بل شاعر بيا له اشنايانو مايوسه شوي او وائي:
أَبْغِيْ الوفاءَ بدهرٍ لا وفاءَ له  …………………………………………….  كأننّي جاهلٌ بالدّهرِ والنّاسِ
زه په داسي عصر كي وفا غواړم چي دا عصر بيخي وفا نلري  زما د وفا تقاضا داسي ده لكه زه چي بيخي په دي زمانه او خلګو خبر نه يم.
او بل شاعر هم د مايوسي حالت ته رسيدلي او په هيچا باور نلري وائي.
بِمَنْ يثقُ الإنسانُ فيما ينوبُهُ  ……………………………………………….  ومِنْ أين للحرّ الكريم صِحَابُ
وقد صارَ هذا الناسُ إلا أقلَّهم  ………………………………………………… ذئاباً على أجسادهنّ ثِيَابُ

په چا به انسان د تكليف په وخت كي باور وكړي  او د ښه او اصيل سړي ملګري چيرته پـيدا كېږي لږ خلګ كه سم وو نورو خو زيات ترو په ظاهره  دانسانانو جامي اغوستلي دي او په حقيقت كي ليوان شوي دي .
بل بيا په اشنائي كي د خپلي وفا تعريف كوي چي زه هيڅكله هم اشنا ته تكليف نه ْوركوم او وائي :
وإذا وعدتُ الوعد كنت كغارم  …………………………………………………  دَيناً أقرُّ به وأحضر كاتبا
حتى أُنفّذه على ما قلتُه  ……………………………………………………..   وكفى عليّ به لنفسيَ طالباً
وإذا منعتُ منعتُ منعاً بيِّنا  …………………………………………….  وأرحت من طول العناءِ الصَّاح با

زه خو چي كله هم وعده وكړم داسي ئي ګڼم لكه پور چي مي اخيستي  وي كاتب راغواړم او اقرارنامه پرې ليكم او تر څو چي ئي پوره كوم زما خپل ځان په ما باعث وي ، د بل غوښتني ته ضرورت نه پرېږدم او كه  مي وعده نه كوله ښكاره انكار ورته كوم او ملګری په اوږده پريشاني او انتظاركي نه اچوم .
(۳۵)    خپل ملګری مه هي� �وه او ليدلو ته ئي ورځه
شپې ورځي ګرزي انسان كله په ښه حالت وي او كله ئي بيا حال خراب وي په هرحالت كي مس� �مان خپل ملګري او دوستان خپلوان او مسلمان وروڼه بايد په ياد ْوساتي اوهير ئي نكړي او دا خويونه په اصيلو خ� �ګو كي وي كه ستاد مسكنت په حالت كي كوم دوستان وي او بياد الله تعالى بډاي كړي او يا يوه ستر منصب ته ورسيدلي نو خپل ملګري بيا په ياد ساته .
همداراز د ملګرو ملاقات ته ورځه كه هغوي نه درته راځي ته ْورشه كه څه  هم لېري وي په دې كي اجرهم دي اود  ملګرتيا پالنه ضروري ده .
عن أبي هريرة قال قال رسول الله  صلى الله ع� �يه وسلم  من عاد مريضا أو زار أخا له في الله ناداه مناد أن طبت وطاب ممشاك وتبوأت من الجنة منزلا (سنن الترم� �ي)
له ابي هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : څوك چي ديوه رنځور د پوښتني لپاره او يا د يوه ورور د ملاقات لپاره ولاړ شي يوه فرشته ورته اواز كوي چي هم ته ښكلی ئي او هم ستا تګ ښکلی دی او په جنت كي تاد خپل ځان لپاره هستوګنځاي تيار كړ .
عن أبي هريرة عن النبي  صلى ا� �له عليه وسلم  أن رجلا زار أخا له في قرية أخرى فأرصد الله له على مدرجته ملكا فلما أتى عليه قال أين تريد قال أريد أخا لي في هذه القرية قال هل لك عليه من نعمة تربها قال لا غير أنى أحببته في الله عز وجل قال فإني رسول ا� �له إليك بأن الله قد أحبك كما أحببته فيه (مسلم)
له ابي هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول ا� �له صلى الله عليه و سلم وفرمايل :  چي يو كس یوه بل كلي او يا ښار ته د خپل مسلمان ورور د  ليدلو لپاره روان شو� �و الله تعالى په لار كي يو فرشته د هغه لپاره په انتظار وګمارلو چي كله هغه کس ورته راورسيدلو هغه فرشته ورته وويل چي چيرته ځې؟ هغه په ځواب كي ورته وويل چي په دې كلي كي ځما يومسلمان ورور دی د هغه ليدلو ته ورځم هغه فرشته بيا پوښتنه ځيني ْوكړي چي ايا هغه له تا سره كوم احسان كړی چي احسان ئي وپالې ؟  هغه ْورته ووائي چي نه ، يوازي د الله تعالى لپاره ورسره مينه لرم هغه فرشته ورته ووائي چي زه الله تعالى را استولی يم او زيری دركوم چي ته د الله تعالى خوښ شوې په دې چي تا هماغه كس د الله تعالى لپاره خوښ كړی دی .
شاعروايي:
نزوركم لا نكافئكم بجفوتكم  ……………………………………………. إن المحب إذا لم يستزر زارا
يقرب الشوق دارا وهي نازحة  …………………………………  من عالج الشوق لم يستبعد الدارا

ستا سو ملاقات ته راځو او ستا سو د بي وفائي په سترګه نه درته ګورو ځكه كه يو دوست دخپل دوست ملاقات ته نه ورځي نو هغه بل د ورته راشي  شوق او مينه ښارونه � �انژدې كوي كه څه هم مسافې زياتي وي  خو څوك چي د ملګري د ملاقات شوق ولري نو بيا هيڅ ځاي هم لېري نه ورته ښکارېږي .
بل داچي كله د يو ملګری درته راغي نو مه ځيني پټ كېږه داسي نه چي هغه ستا په انتظار كي د باندي   ولاړ وي اوته په كور كي ناست یې او نه ورته راوځې .
لا تتركني بباب الدار مطروحا ……………………………………   فالحر ليس عن الإخوان يحتجب
هبني أتيت بلا معنى ولا سبب ………………………………………  ألست أنت إلى معروفك ا� �سبب

شاعر وايي ما په دروازه كي پرې ايښی مه غورځوه او اصيل سړی له وروڼو ځخه نه پټېږي داسي ئي فرض كړه چي زه بيكاره او بي سببه درته راغلم ته خو د  نيك كار لپاره  سبب جوړشه .
(۳۶)  د خپلو ملګریو احوال پرسي په لېک او تلیفون سره کوه
همدا راز که ستا ملګری له تا ځخه په لېري سیمه کي اوسېږي او د مخامخ لیدلو امکانات کم وي په هغه صورت کي د تلیفون او یا نټ  سهولت موجود وي په تلیفون او یا نټ  تماس ورسره نیسه  او که دا سهولتونه نه وي بیا له خپل ملګري سره قلمي رابطه ساته خواه كه هغه د پوست په ذريعه وي او يا د برېښنالېک په  واسطه ځكه چي دا ملګرتيا ټینګوي او كه كله ستاد ملګري له خوا يو ليك درته راشي نو په نژدې وخت كي یې جواب ضرور ورلېږه او د هغه تر جذباتو زيات صميمانه  احساسات په كي ښكاره كوه که خط وړوکی هم وي خو د کاغذ پوره او بشپړه پاڼه ورلېږه ځکه چي د کاغذ وړه پرزه د مرسل الیه (ملګري) د توهین مترادف دی  .
عن ابن عباس أنه قال � �رى لرد جواب الكتاب حقا كما أرى لرد السلام. (القرطبي)
ابن عباس رضي الله تعالى عنه فرمائي زه د خط جواب هم داسي ضروري ګڼم لكه د سلام جواب .
او شاعر وائي:
إذا كتب الخليل الى الخليل  ………………………………………….   فحق واجب رد الجواب
إذا الإخوان فاتهم التلاقي   ………………………………………..   فما صلة بأحسن من كتاب

كله چي تاته ستا يو ملګری ليك وليكي نو دا د هغه واجب حق دي چي جواب ئي ورته وليكې او كله چي د ملګرو ملاقات نا ممكن شي بيا نو تر ليك بله ښه ذريعه د تماس نشته .
(۳۷)    عيبونه ئي مه لوڅوه
بل داچي  تل د كوشش كوي چي د خپلو ملګريو عيبونه پټ وساتي د هغوي منفي اړخونه لوڅ نكړي او ښه صفات او نيك عادتونه ئي بيان كړي د ملګري عيب لو څول ګناه دي او دې خبري ته م خکي هم اشاره وشوه  او دا کار د ملګرتيا منافي عمل دی .
شاعر وائي:
شرّ الورى بمساوي الناس م� �تغل ………………………………..   مثل الذباب يراعي موضع العَللِ
سامح صديقك إن زلَّت به قدمٌ ………………………………………………..  فليس يسلم إنسانٌ من الزّللِ

بدترين د خلګو هغه څوك دی چي د خلګو په عيبونو مشغول وي لكه مچ چي هميشه د زخمي ځايونو په تلاش كي وي  كه ستا له خپل ملګري ځخه كومه غلطي وشي نو بښه یې ځكه چي يو انسان هم له غلطيانو ځخه پاك نه دی .

او بل شاعر بيا ډېره ښه رهنمائي كوي او وائي :
لسانك لا تذكرُ بهِ عورة امريءٍ …………………………………………..   فكلّك عوراتٌ وللنَّاس ألسن
وعينك إن أبدت إليكَ معائباً……………………………………………  بغيرك قل يا عين للناس أعين
وعاشر بمعروف وسامح من اعتدى ………………………………………  وفارق ولكن بالتي هي أحسن

ته خپله ژبه كنترول كړه او د چا بد مه وايه په خپله هم ټول سره عيب ئي او خلګ هم ژبي لري كه ستا سترګو تاته د نورو عيبونه درښكاره كړل ورته ووايه اې سترګو؛  نور خلګ هم سترګي لري  ښه ګوزاره كوه  له خلګو سره او كه څوك تجاوز در باندي وكړي ورځخه ور تېرېږه او په ښه طريقه ځان ځېني بېلوه .

قدوسي سلیمانخېل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب