اسلاماسلام له نظره

په اسلام كې د وسطيت مفهوم

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدً. البقرة: ١٤٣ ايت
ژباړه: او په همدې ډول مو تاسې ” اُمت وسط” (غوره امت) ګرځولي  ياست چې تاسې پر نړيوالو شاهدان او پيغمبر پر تاسې شاهد اوسي

وسط د دوو خواوو منځ ته وايي.

وسطيت د دې امت له ځانګړتياوو څخه دى، چې له امله يې امت خير ګڼل شوى دى. دغه امت تر هغه پورې خير ګڼل کېږي، چې د وسطيت ځانګړتيا، چې د الله تعالى په لاره کې له اعتدال او استقامت څخه عبارت ده، وساتلى شي، خو که کله هم له وسطيت څخه وځي او د افراط يا تفريط پر لور مخه کوي، نو همدغه يې د هلاکت لامل ګرځي. له خپل حده وتل هلاکت دى، چې دا يواځې په غلو او افراط کې نه دى، بلکې تقصير او تفريط هم له خپل حده وتل دي، دواړه (افراط او تفريط) د فرد او ټولني لپاره د هلاکت لاملونه دي.
څوک چې د الله تعالى په حق کې تفريط او تقصير کوي، له خپل حده وتونکى دى، همدارنګه هغه کس چې له غلو، تشدد او سختۍ څخه کار اخلي؛ هغه څه چې واجب نه دي، واجبوي يې؛ هغه څه چې حرام نه دي، حراموي يې؛ مسلمان ته کافر وايي او نېکانو ته فاسق وايي، د هغوى وينې او مالونه حلال ګرځوي، د ولي الامر پر وړاندې بغاوت کوي، ګډوډي رامنځته کوي او په ځمکه کې د فساد خپرولو هڅه کوي، دا ټول له خپل حده وتل دي.:
[وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا]. الکهف: ۱۰۴ ايت.
ژباړه: حال دا چې دوى ګومان كوي چې بېشكه دوى ښه كار كوي (خو په واقع كې داسې نه ده.)

په اسلام کې وسطيت

الله تعالى فرمايي:
{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا}.البقرة: ۱۴۳ ايت.
ژباړه: او په همدې ډول مو تاسې ” اُمت وسط” (غوره امت) ګرځولي  ياست چې تاسې پر نړيوالو شاهدان او پيغمبر پر تاسې شاهد اوسي

وسط د دوو اړخونو يا خواوو منځ ته وايي؛ پر هغه څه چې دواړه خواوې يې بدې وي، هم اطلاقېږي، لکه د بخل او اسراف ترمنځ سخاوت. همدارنګه که يوه خوا يې ښه او بله بده وي، هم اطلاقېږي، لکه سخاوت او بخل.
وسط غوره والى او ښېګڼه ده، د يوه تنګي منځ تر ټولو ښه ځاى دى، همدارنګه په يو قوم کې که د ښه نسب او درنښت وړ يو کس واوسي، هغه ته هم وسط ويل کېږي. همداراز د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوصافو کې راغلي، چې هغه د خپل قوم وسط، يعنې غوره کس و. الله تعالى هم خپل امت وسط يعنې غوره ګرځولى دى. له وسطيت څخه موخه داده، چې مسلمان دې د اعتدال په لټه کې شي او په اقوالو او افعال کې دې له خپل حد څخه نه وځي، چې نه دې افراط په کې کوي او نه تفريط.
افراط او تفريط دواړه بد دي او الله تعالى ترې مخنيوى کړى او کوونکى يې رټلى دى. الله تعالى فرمايي:
{فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْا}. هـود: ۱۱۲ ايت.
ژباړه: (نو مستقيم او ثابت اوسه، لكه چې حكم كړى شوى دى تا ته او (هم مستقيم او ثابت دې اوسي) هغه څوك چې توبه يې اېستلې ده له تا سره او مه تېرېږئ له حده.)
له حضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ما څخه د حج ادا کولو په ترڅ کې تېږې وغوښتې، ما ورته راوړي، بيا يې وفرمايل: چې په دين کې له غلو څخه ځان وساتئ، ځکه له تاسو مخکې چې څومره خلک تباه شوي، لامل يې په دين کې غلو کول و.
الله تعالى فرمايي:
{قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللهِ حَتَّى إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَى مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَى ظُهُورِهِمْ أَلاَ سَاءَ مَا يَزِرُونَ}. الانعام: ۳۱ ايت.
ژباړه: (په تحقيق زيانكاران (او تباه) شوي دي، هغه كسان چې دروغ ګڼي ملاقات له الله سره (په عقبا كې)، تر هغه پورې كله چې راشي دوى ته قيامت ناڅاپه، (نو) وايي به دوى اې افسوسه (او پښېماني) زموږ په هغه شي چې تقصير كړى وو موږ په دنيا كې (چې هغه ايمان و)، حال دا چې دوى به واخلي (پېټى د) ګناهونو خپلو پر شاوو خپلو، واورئ خبردار شئ، چې بد دى هغه شى، چې په شا يې ګرځوي دوى.)
د دغسې خلکو له اطاعت او خبرې منلو څخه الله تعالى منعه راوړې ده او له هغوى سره پر مخالفت يې امر کړى دى، ځكه الله تعالى فرمايي:
{وَلاَ تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا}. الكهف: ۲۸ ايت.
ژباړه:(او اطاعت مه كوه (مه اوره خبره) د هغه چا چې غافل كړى دى موږ زړه دده له ذكره زموږ او متابعت يې كړى دى د هوا خپلې او دى كار د هغه تجاوز (له حقه او غورځول د حق شاته او تجاوز له حدود الله.))

د افراط او تفريط نه لرې كيدل، صراط مستقيم دى

کله چې انسان له افراط او تفريط څخه لرې شي، نو په وسط لاره، چې صراط المستقيم دى، برابرېږي. الله تعالى امر کړى:
{وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ}. الانعام: ۱۵۳ ايت.
ژباړه: او په تحقيق سره دغه زما سيخه لاره ده، نو متابعت وكړئ تاسې د هغې (لارې) او په نورو لارو مه ځئ چې تاسې به د الله له سمې لارې څخه بيل كړي.
الله تعالى خپلو مومنو بندګانو ته امر کړى، چې دا غوښتنه ترې وکړي:
{اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ * صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ}. الفاتحة: ۶ – ۷ ايتونه. ژباړه: وښيه موږ ته لاره سمه لاره د هغو كسانو چې انعام كړى تا پر هغوى باندې، نه (لاره د هغو بدو كسانو چې) غضب كړى شوى پر هغو باندې او نه (لاره د هغو بدو كسانو چې) ګمراهان دي.
هغه څوک چې الله تعالى ورباندې په قهر شوى (مغضوب عليهم)، يهود دي، ځکه تفريط او تقصير يې وکړ او له (الضالين) څخه موخه نصارا دي، چې غلو، افراط او تشدد يې غوره کړ، تر هغه چې لرې شول. له (صراط المستقيم) څخه موخه پيغمبران، صديقين، شهدا او صالحين دي، هغوى په خپل علم باندې بې له افراط او تفريطه عمل وکړ. الله تعالى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پر امت باندې د صراط المستقيم خواته د هدايت نعمت ورپه برخه کړ، همدا ده چې دوى وسط امت وګرځول شول، الله تعالى فرمايي: هغه څوک چې الله تعالى ورباندې په قهر شوى (مغضوب عليهم)، يهود دي، ځکه تفريط او تقصير يې وکړ او له (الضالين) څخه موخه نصارا دي، چې غلو، افراط او تشدد يې غوره کړ، تر هغه چې لرې شول. له (صراط المستقيم) څخه موخه پيغمبران، صديقين، شهدا او صالحين دي، هغوى په خپل علم باندې بې له افراط او تفريطه عمل وکړ.
{سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلاَّهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ * وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا} البقرة: ۱۴۳-۱۴۲ ايتونه.
ژباړه: ژر ده چې وبه وايي ناپوهان له خلكو، چې څه شي وګرځول دوى (يعنې رسول صلى الله عليه وسلم او مومنان) له قبلې د دوى څخه، هغې نه چې وو دوى پر هغې باندې؟ ووايه (اې محمده! دوى ته) چې الله لره دى مشرق او مغرب (بلكې ټول جهات) هدايت كوي، هغه چاته چې اراده (ده هدايت يې) وكړي (طرف) د لارې سمې ته (چې اسلام دى). او هم داسې (لكه چې هدايت مو درته كړى دى) ګرځولى يئ موږ تاسې يوه ډله غوره.))

د وسطيت مانا

وسطيت دا معنا لري، چې د نيغې لارې (صراط المستقيم) اتباع وشي، پر هغه ثبات وشي او ترې يوې خواته ميلان ونه شي. نبي کريم صلى الله عليه وسلم ددې لپاره يو محسوسه بېلګه وړاندې کړې ده.
فَعَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ قَالَ: كُنَّا عِنْدَ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم- فَخَطَّ خَطًّا وَخَطَّ خَطَّيْنِ عَنْ يَمِينِهِ وَخَطَّ خَطَّيْنِ عَنْ يَسَارِهِ ثُمَّ وَضَعَ يَدَهُ فِي الْخَطِّ الأَوْسَطِ فَقَالَ: “هَذَا سَبِيلُ اللهِ” ثُمَّ تَلاَ هَذِهِ الآَيَةَ {وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ} الأنعام: ۱۵۳ ايت.
ژباړه: حضرت جابر رضي الله عنه وايي، چې موږ له نبي کريم صلى الله عليه وسلم سره وو، يو ګام يې واخيست او بيا يې ښي او کيڼ اړخونو ته دوه دوه ګامونه واخيستل، وروسته يې پر منځني خط لاس کېښود او ويې ويل: دغه د الله تعالى لاره ده. بيايې دغه ايت شريف تلاوت کړ، چې معنا يې ده:(او (حكم كړى دى الله چې) په تحقيق دغه (ددې سورت ذكر شوي احكام) لاره زما ده برابره (جنت ته)، نو متابعت وكړئ تاسې ددغې (لارې) او مه كوئ متابعت د (نورو كږو) لارو، نو تار په تار به كړي (دغه متابعت) تاسې له لارې (سمې) دالله نه (چې د وحي اتباع او د برهان اقتفاء ده.))ابن القيم ويلي:(الله تعالى چې په (صراط المستقيم) باندې امر کړى، هماغه لاره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه صحابه کرام ورباندې وو. که له دې لارې څوک سرغړاوى وکړي، نو هغه تېرى دى، له دغې لارې ځينې تېري ځيني ډېر ستر او غټ وي او ځينې بيا واړه.
ابن القيم ويلي:(الله تعالى چې په (صراط المستقيم) باندې امر کړى، هماغه لاره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه صحابه کرام ورباندې وو. که له دې لارې څوک سرغړاوى وکړي، نو هغه تېرى دى، له دغې لارې ځينې تېري ځيني ډېر ستر او غټ وي او ځينې بيا واړه. د دوى ترمنځ مرتبې او درجې دي، چې له الله تعالى پرته بل څوک يې نه شي شمېرلى. دغه لکه حسي لاره داسې ده، سالک کله کله له دې لارې ډېر تجاوز کوي او کله لږ. هغه تله چې پر هغې باندې د لارې استقامت او يا ترې سرغړاوى جوتېږي، هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه صحابه دي. سرغړوونکى او تېرى کوونکى به يا ظالم مفرط، يا متاول مجتهد او يا هم جاهل مقلد وي او دا ټول هغه څه دي، چې الله تعالى منعه کړي دي، نو پرته له دې چې پر سنتو باندې پابندي او تمسک وشي، بله لاره نشته.))

وسطيت په قران او احاديثو كې

د وسطيت په اړه په قرآن کريم او احاديثو کې ډېر څه ويل شوي، د هغه په کولو امر او هڅونه شوې او کوونکي يې ستايل شوي دي، الله تعالى وايي:
{وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا} الاسراء: ۲۹ ايت.
ژباړه:(او مه ګرځوه (مه نيسه!) لاس خپل (لكه) تړلى شوى تر غاړې د تا پورې (يعنې بخل او شومتيا مه كوه) او مه يې غځوه په بېخي غځولو سره (يعنې اسراف هم مه كوه)، نو كښېني به ته ملامت كړى شوى (په امساك كې) بې ماله پښېمانه شوى (په اسراف كې.))
{وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا} الفرقان: ۶۷ ايت.
ژباړه:(او (بندګان د رحمن) هغه كسان دي كله چې نفقه وركوي، مال لګوي، نو نه اسراف كوي او نه تنګي (او بخل) كوي او وي (دغه وركړه د دوى) په منځ ددغه (اسراف او تقتير) كې ميانه حاله.))
همداراز په يو بل ځاى کې وايي:
{يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ} الاعراف: ۳۱ ايت.
ژباړه:(اې زامنو د آدمه! واخلئ تاسې زينت (ښايست) خپل په نزد (د وخت) د هر لمانځه (په اغوستلو د پاكو كاليو (جامو) د عورت ستر) او خورئ او وڅښئ او اسراف (بې ځايه خرڅ) مه كوئ، تاسې بېشكه چې الله نه خوښوي مسرفان (بې ځايه خرڅ كوونكي.))
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لاَ تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُوا إِنَّ اللهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ * وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلاَلاً طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ} المائدة: ۸۷ – ۸۸ ايتونه.
ژباړه:(اې هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى (يعنې اې مومنانو!) مه حراموئ تاسې پاك لذيذ له هغو شيانو چې حلال كړي دي الله لپاره ستاسې او مه كوئ تېرى تاسې (له حدودو د الله)، بېشكه چې الله نه خوښوي تېرېدونكى له حدودو او خورئ تاسې له هغه څيزه چې رزق دركړى دى تاسې ته الله (چې) حلال پاكيزه (ده) او ووېرېږئ له الله څخه هغه (الله) چې تاسې پرې ايمان لرونكى يئ.))
{ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ} الأعراف: ۵۵ ايت.
ژباړه:(بولئ تاسې رب خپل (هر وخت) په زارۍ، عذر او په پټه سره (ځكه چې په پټه بلل د اخلاص دليل دى)، بېشكه چې الله نه خوښوي تېرېدونكي (له شرعي حدودو په دعا، بلكې په هرڅه كې.))
{وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآَصَالِ وَلاَ تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ} الاعراف: ۲۰۵ ايت. ژباړه:(او يادوه ته (اى بنده!) رب خبل په زړه خپل كې په زارۍ او وېرې سره او كم له هسكه (وچته) غږه له وينا په ړومبنيو برخو د سبا كې او په وروستيو برخو د بېګا كې او مه كېږه (اې زما بنده) له غافلانو (بې خبرانو!).))
{وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً} الاسراء: ۱۱۰ ايت.
ژباړه:(او ډېر ظاهروالى مه كوه په (قرائت د) لمانځه خپل كې او مه كوه ډېر نرموالى په هغه (قرائت) كې او ولټوه په منځ ددغه (جهر او اخفاء) كې يوه لياره (متوسطه).)).
{إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا} الانبياء: ۹۰ ايت. ژباړه:(بېشكه دغه (مذكور انبياء) وو، د دوى چې تلوار به يې كاوه په (كولو د نېكو عملونو او طلب) د خيراتونو او بللو به يې له جهته د مينې (د ثواب) او له جهته د وېرې (دعذاب).))
وعَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ: “كُنْتُ أُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَكَانَتْ صَلاَتُهُ قَصْدًا وَخُطْبَتُهُ قَصْدًا”. ژباړه:(حضرت جابر بن سمرة وايي، چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه، نو لمونځ يې په اعتدال (نه ډېر اوږد او نه هم ډېر لنډ) کاوه او خطبه يې په اعتدال کې وه)).
وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ -رَضِي اللهُ عَنْهُ- قَالَ: جَاءَ ثَلاَثَةُ رَهْطٍ (ډلې) إِلَى بُيُوتِ أَزْوَاجِ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم- يَسْأَلُونَ عَنْ عِبَادَةِ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم- فَلَمَّا أُخْبِرُوا كَأَنَّهُمْ تَقَالُّوهَا فَقَالُوا: وَأَيْنَ نَحْنُ مِنَ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم- قَدْ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَا تَأَخَّرَ؟ قَالَ أَحَدُهُمْ: أَمَّا أَنَا فَإِنِّي أُصَلِّي اللَّيْلَ أَبَدًا، وَقَالَ آخَرُ: أَنَا أَصُومُ الدَّهْرَ وَلاَ أُفْطِرُ، وَقَالَ آخَرُ: أَنَا أَعْتَزِلُ النِّسَاءَ فَلاَ أَتَزَوَّجُ أَبَدًا فَجَاءَ رَسُولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- إِلَيْهِمْ فَقَالَ: “أَنْتُمُ الَّذِينَ قُلْتُمْ كَذَا وَكَذَا أَمَا وَاللهِ إِنِّي لأَخْشَاكُمْ لِلَّهِ وَأَتْقَاكُمْ لَهُ لَكِنِّي أَصُومُ وَأُفْطِرُ وَأُصَلِّي وَ أَرْقُدُ وَأَتَزَوَّجُ النِّسَاءَ فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي”. ژباړه:(انس بن مالک رضي الله عنه وايي، چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښځو کورونو ته درې تنه راغلل او د رسول الله د عبادت په اړه يې پوښتنې وکړې. کله چې ترې خبر شول، داسې چې هغه يې کم وګڼل، نو ويې ويل: موږ چېرته او پيغمبر چېرته، په داسې حال کې چې د هغه ټول پخواني او راتلونکي ګناهونه بښل شوي دي؟ يو له هغو څخه وويل، چې زه به تل ټوله شپه لمونځ کوم، بل يې وويل، چې زه به د عمر په ټولو ورځو کې روژه نيسم، بل يې وويل، چې زه به له ښځو څخه لرې اوسم او هېڅکله به واده ونه کړم. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم تشريف راووړ او ويې فرمايل: [تاسو وئ، چې داسې او هاغسې مو وويل؟ (نه، داسې نه ده). په الله تعالى قسم چې زه له تاسو ټولو څخه ډېر له الله تعالى څخه وېرېږم او پرهېزګاره هم يم، خو روژه هم نيسم او افطار هم کوم، لمونځ هم کوم او خوب هم، له ښځو سره واده هم کوم، څوک چې زما له سنتو څخه تېرى وکړي، له ما څخه نه دى].))
وعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أُرَاهُ رَفَعَهُ قَالَ: “أَحْبِبْ حَبِيبَكَ هَوْنًا مَا عَسَى أَنْ يَكُونَ بَغِيضَكَ يَوْمًا مَا وَأَبْغِضْ بَغِيضَكَ هَوْنًا مَا عَسَى أَنْ يَكُونَ حَبِيبَكَ يَوْمًا مَا”.  يعنې، ابوهريره رضي الله عنه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې له خپل دوست سره په دوستۍ کې له حده مه وځه، شايد چې يوه ورځ دې مخالف شي او همدارنګه له خپل مخالف سره په مخالفت کې هم له حده مه وځه، شايد چې يوه ورځ دې دوست شي.
عَنْ حُمَيْدٍ الْحِمْيَرِيِّ وَهُوَ ابْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ قَالَ: لَقِيتُ رَجُلاً صَحِبَ النَّبِيَّ -صلى الله عليه وعن ابْنِ مَسْعُودِ قال: “الاقْتِصَادُ في السنَّة خيرٌ من الاجْتهادِ في البِدْعة”. يعنې:(ابن مسعود ويلي، چې په سنتو کې اقتصاد په بدعت کې له اجتهاد څخه غوره دى.))
که څوک په دغو پورتنيو نصوصو کې غور وکړي، نو ترې جوتېږي، چې وسطيت په اسلام کې جامع او په عقيدې،
احکامو، عباداتو، معاملاتو، اخلاقو، عاداتو او احساساتو کې شامل دى.
دا د الله دين دى

امام طحاوي په دې اړه وايي: [په ځمکه او اسمان کې د خداى دين يو دى او هغه د اسلام دين دى، لکه الله تعالى چې فرمايلي: {إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللهِ الإِسْلاَمُ}. آل عمران: ۱۹ ايت. ژباړه: (بېشكه دين (چې په اديانو كې غوره دى) په نزد د الله دين د اسلام (يعنې محمدي شريعت) دى. {وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا}. المائدة: ۳ ايت. ژباړه:(او غوره كړ ما تاسې ته اسلام له جهت د دين (ډېر پاكيزه په ټولو اديانو كې). او هغه د غلو او تقصير، تشبيه او تعطيل، جبر او قدر او امن او اياس ترمنځ دى].
ابن تيميه وايي: مسلمانان د خداى په پيغمبرانو او نېکو بندګانو ترمنځ وسط دي، د دوى په اړه له غلو څخه کار نه اخلي، لکه څنګه چې نصاراوو وکړ او نه جفا کوي، لکه څنګه چې يهودو وکړه. هغوى د خداى د دين په شرايعو کې وسط دي، په دين کې يې هغه څه چې زړه وي، له منځه نه دي وړي او نه يې هم څه چې زړه وي، ور زيات کړي دي، لکه څنګه چې يهودو دا کار وکړ او نه يې هم د نصاراوو په څېر علماوو او مشرانو ته ددې اجازه ورکړه، چې د خداى په دين کې تغيير راولي، هغه څه يې چې خوښه وي، ويې کړې او هغه څه چې خوښه يې نه وي، لرې يې کړي. خو اهل سنت والجماعة د الله تعالى د نومونو او صفاتو په اړه د تعطيليانو او تمثيليانو پر وړاندې وسط دي، ځکه تعطيليان د خداى په نومونو کې له الحاد او په صفتونو کې له تعطيل کار اخلي او تمثيليان او تشبيهيان يې بيا له مخلوقاتو سره تشبيه کوي، مګر اهل سنت والجماعة بيا پر هغه څيز ايمان لري، چې په خپله الله تعالى خپل ځان ورباندې توصيف کړى او يا رسول الله صلى الله عليه وسلم توصيف کړى، پرته له تحريف، تعطيل، تکييف او تمثيل څخه. د سنتو د ټولو اړخونو په اړه هغوى وسط دي او دا وسطيت دوى له کتاب الله او د رسول الله له سنتو او د هغه له صحابه او تابعينو څخه اخيستل شوى دى.وسطيت ددې امت له ځانګړتياوو څخه ده، چې له امله يې امت خير ګڼل شوى دى. دغه امت تر هغه پورې خير ګڼل کېږي، چې د وسطيت ځانګړتيا، چې د الله تعالى په لاره کې له اعتدال او استقامت څخه عبارت ده، وساتلى شي، خو که کله هم له وسطيت څخه وځي او د افراط يا تفريط پر لور مخه کوي، نو همدغه يې د هلاکت لامل ګرځي.
وسطيت ددې امت له ځانګړتياوو څخه ده، چې له امله يې امت خير ګڼل شوى دى. دغه امت تر هغه پورې خير ګڼل کېږي، چې د وسطيت ځانګړتيا، چې د الله تعالى په لاره کې له اعتدال او استقامت څخه عبارت ده، وساتلى شي، خو که کله هم له وسطيت څخه وځي او د افراط يا تفريط پر لور مخه کوي، نو همدغه يې د هلاکت لامل ګرځي. له حده وتل هلاکت دى، چې دا يواځې په غلو او افراط کې نه دى، بلکې تقصير او تفريط هم له حده وتل دي، دواړه (افراط او تفريط) د فرد او ټولني لپاره د هلاکت لاملونه دي.
څوک چې د الله په حق کې تفريط کوي، هغه متطرف دى، هغه که د لمانځه پرېښودل وي، د زکات نه ورکول وي، روژه نه نيول وي او سره له قدرته د حج نه کول وي، دغه انسان متطرف بلل كېږي. همدغه كس چې د خداى تعالى حق ضايع کوي، نو د بل چا حقونه خو ډېر زيات ضايع کوي، له خپل مور او پلار سره به ښه نه کوي، له خپلوانو سره به خپلوي نه کوي، په يتيم به رحم نه کوي، له بېوزلي سره به مرسته نه کوي، د خلکو پر ناموسو به تجاوز کوي، د هغوى مال به په ناحقه خوري، نو دغه کس د ټولنې لپاره مضر او پر سر به يې پېټى وي.
همدارنګه هغه کس چې له غلو، تشدد او سختۍ څخه کار اخلي؛ هغه څه چې واجب نه دي، واجبوي يې؛ هغه څه چې حرام نه دي، حراموي يې؛ مسلمان ته کافر وايي او نېکانو ته فاسق وايي، د هغوى وينې او مالونه حلال ګرځوي، د ولي الامر پر وړاندې بغاوت کوي، ګډوډي رامنځته کوي او په ځمکه کې د فساد خپرولو هڅه کوي، دا هم تطرف دى. [وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا].
دواړه اړخونو د افراط او تفريط په اړه له نصوصو څخه مخالفت کوي او له دوى غوښتل شوي، چې اعتدال غوره کړي. په هر مسلمان ښځې او نارينه لازمه يو چا ډېر ښه ويلي: هر هغه څه چې له خپله حده ووځي، خپل ضد ته اوړي؛ مېړانه که کنترول نه شي، بې پروايي ګڼل کېږي؛ سخاوت که کنټرول نه شي، اسراف دى؛ تواضع که کنټرول نه شي، ذلت ګرځي او… تر ټولو ښې چارې اوسط يې ديده، چې له تفريط او افراط څخه ځان لرې وساتي، ترڅو ددغو کسانو له ډلې څخه وګرځي، چې الله تعالى يې په اړه فرمايي:  {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا}. البقرة: ۱۴۳ ايت. ژباړه:(او هم داسې (لكه چې هدايت مو درته كړى دى) ګرځولى يئ موږ تاسې يوه ډله غوره.))
پردې دې هم مسلمان پوه شي، چې ټولې چارې په افراط او تفريط نه کولو ولاړې دي.
يو چا ډېر ښه ويلي: هر هغه څه چې له خپله حده ووځي، خپل ضد ته اوړي؛ مېړانه که کنترول نه شي، بې پروايي ګڼل کېږي؛ سخاوت که کنټرول نه شي، اسراف دى؛ تواضع که کنټرول نه شي، ذلت ګرځي او… تر ټولو ښې چارې اوسط يې دي، لکه څنګه چې حسن بصري فرمايلي دي.
وهب بن منبه ويلي: هر شى دوه اړخونه (طرفونه) لري، که يې يو ونيوه، هغه بل را کږېږي، خو که له وسط څخه يې ونيسي، دواړه اړخونه استقرار او اعتدال پيداکوي، همدا ده چې پر تاسو وسط نيول په کار دي.
په پاى کې له الله تعالى څخه غواړم، چې په سمه لاره مو ثابت وساتي او له افراط او تفريط څخه مو وژغوري.

ليكنه: شيخ عبدالعظيم بدوي-
ژباړن: محمد آصف احمدزى-

سرچينه: المركز العالمى للوسطيه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: