قانون او شریعت

په اسلام كې د جزا عادلانه قوانين

په دې وروستېو کې يو له هغو اسلامي مسائلو د څخه چې غرب پرې ډيره نيوکه کوي، په اسلام کې د جزا قانون دى. پداسې حال کې چې اسلام د جزا قوانين ترټولو عادلانه او پرځاى قوانين دي، که چيرته د اسلام د جزا قوانين په بشري ټولنه کې پلې او عملي شي، هيڅ کله به هم ټولنه له جرم او جنايت سره مخ نشي.

اسلام د جزا قانون په هره برخه کې له ډير احتياط څخه کار اخلې او هر جرم ته خپل شرطونه لري کله چې شرطونه پوره شي بيا مجرم ته خپله جزا ورکوي.

الله تعالى د قصاص په اړه وايې: (ولکم فې القصاص حياة) تاسو ته په قصاص کې ژوند دى. که د آيت ظاهر ته وګورو، سړي ته ډيره ناآشنا ښکاري چې د چا په وژنه کې څنګه ژوند کيدی شی؟  خو که دا آيت د عمل په ساحه کې ووينو بيا به وپوهيږو چې رښتيا هم په قصاص کې زموږ ژوند نغښتى دى او دا د انسانانو د نفسونو د ساتنې اصلي لاره ده.
اسلامي شريعت د پنځو اساسي موخو لپاره راغلى دى، چې هغه پنځه اساسي موخې: د دين ساتنه، د عقل ساتنه، د نفس ساتنه، د مال ساتنه او د نسل ساتنه ده. که چيرته د شريعت دغو پنځو موخو کې فکر وکړو او د بررسۍ لاندې يې ونيسو ، په ټولو کې د انسانيت د ژوند د ښه کولو او د خير او فلاح په لاره کې د برابرولو اسباب نغښتي دي او په دغو موخو کې د انسانيت د برياليتوب اصول پراته دي، داسې اصول چې د يوه په ترپښو لاندې کولو سره بشري ژوند مختل کيږي، بل پلو ته غربي، وضعي قانون همدغه اساسي اهداف ترپښو لاندې کړي او دادى موږ يې وينو چې دوي يې له داسې مشکلاتو سره مخ کړي چې د وتو لار ترې نلري.
يو له هغو قوانينو څخه چې په ټولنه کې د فساد په مخنيوي کې اساسي رول لوبوي، د اسلام د زنا قانون دى، په اسلامي قانون کې کله چې محصن نر يا ښځه (هغه نر او ښځه چې واده يې کړى وي) زنا وکړي رجم کيږي (په تيږو ويشتل کيږي) ، پدې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (لايحل دم امرئ مسلم الا باحدى ثلاث: کفر بعد ايمان، وزنا بعد احصان و قتل نفس بغير حق).
ژباړه: د مسلمان وينه تويول ندې حلال مګر په دغو دريو حالاتو کې: له ايمان نه وروسته په بيرته کافر کيدو، د احصان نه وروسته په زنا کولو  او په ناحقه قتل کولو.

خو په غير محصن(هغه نر يا ښځه چې واده يې نه وي کړى) د زنا په وخت کې بيا اسلام د هغه جزا سل دورې وهل ټاکلي  دي، پدې اړه الله جل جلاله فرمايې: (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ)
ژباړه: هغه ښځه چې زنا يې کړې وي او هغه نر چې زنا يې کړې وي ، ووهئ تاسو اي (قاضيانو او حاکمانو) هر يو له دغو دواړو سل دورى او نه دې نيسئ تاسو لره په دغو (دواړو زنا کارانو) زړه سوى (او مهرباني) په (انفاذ د) حکم د الله کې که يى تاسو چې ټينګ يقين لرئ پر الله او په ورځې د آخرت ( د قيامت) او حاضر دې شي عذاب کولو د دى دواړو ته يوه ډله له مومنانو څخه.
دا د زنا په اړه د اسلام هغه قوانين و چې څوارلس سوه کاله مخکې يې پرې امر کړى و، اوس راځـو د زنا په اړه غربي وضعي قوانين ګورو، په غربي قوانينو کې زنا حرام او منع شوي نه ده (مګر په ځينو حالاتو کې) ، کله چې زنا د طرفينو په رضا وشي د قانون په وړاندې زنا کوونکي مجرمين ندي، ځکه و ضعي قانون د شخصي آزادۍ قانون ته د  احترام د اصل  پر اساس کله چې زنا د طرفينو په رضا وشي، داسې زنا منع نده او زانيان د قانون په وړاندې مجرمين ندې، چې د داسې زناګانو په پايله کې غير شرعي اولادونه پيدا کيږي او نسل چې ساتنه يې د اسلام يو له مهمو موخو څخه ده فاسديږي او له دې  سره کورنى نظام(چې اسلام يې په ساتنې ډير ټينګار کوي) هم له منځه ځي.

په زنا کې يواځې د نسل او کورنۍ د فساد او د له منځه تللو خبره نده، له دې برسيره داسې نور ډير زيانونه هم لري، چې له هغو څخه د نفس فساد، د انسان د آبرو له منځه تلل او ورسره نورې خطرناکې ناروغۍ هم منځ ته راځي، لکه ايډز او داسې نور چې نننى طب يې هم په علاج کې پاتې راغلى. څنګه چې مخکې مو د اسلامي شريعت اساسي موخې وړاندې کړل او پکې مو دا په ډاګه کړه چې شريعت د انسان د ښه ژوندون غوښتونکى دى او د انسان له هرډول جسمي او معنوي اضرارو څخه د انسان ساتونکى دى، په داسې حال کې چې د زنا جسمي او معنوي اضرار په اثبات رسيدلي خو بيا هم د غرب قانون هغه نه منع کوي، او نه ييٍ شي منع کولی، داهم ليري نده چې د غرب وضعي قانون د نورو قوانينو په څير د زنا قانون هم له اسلامي قانون څخه کاپي کړي او په خپله ټولنه کې يې پلې کړي.

همدارنګه په شراب څښلو  کې هم اسلام ترټولو عادلانه او منصفانه قانون لري. په غربي وضعي قوانينو کې شراب څښل د شخصي آزادۍ لپاره منع ندي. د شراب څښلو اضرار هم ننني طب ثابت کړي، خو بياهم وينو چې د غرب قانون د شرابو د مشروعيت اجازه ورکړې، شراب څښل نه يواځې د انسان صحت ته تاوان لري له دې برسيره د انسان عقل او اقتصاد هم له منځه وړي او لوى لوى ټولنيز تاوانونه لري، په شرابو باندې ډيري پيسې مصرفيږي، انساني عقل له منځه وړي او هم لاس پورې کوي، يا خپله ښځه طلاقوي او خپل کورنى نظام په ناپوهۍ سره له منځه وړي.ډيري وختونه شراب څښونکى په وژنه او قتل

څرنګه چې پخوا مو وويل، اسلام د انسان د ژوندانه د ښه کولو او له هرډول ضرر څخه يې د بچولو لپاره راغلى او څرنګه چې مو د شرابو اضرار هم بيان کړل نو د شرابو په اړه  د اسلامي دريځ د شرابو د اضرارو په نظر کې نيولو سره دا دى چې شراب بند دي او څښونکى يې له څلويښتو نيولې تر اتيا درو پورې وهل کيږي، په يوه روايت کې چې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: (کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يضرب في الخمر بالجريد و النعال اربعين).
ژباړه:  رسول الله صلى الله عليه وسلم شراب څښونکی به يې د خرما په څانګو او بوټانو څلويښت ځلې واهه.

همدارنګه له علي رضي الله عنه څخه روايت دى چې: (جلد –صلى الله عليه وسلم- اربعين و جلد ابوبکر اربعين و عمر ثمانين کل سنة  وهذا احب الی.
ژباړه: حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم څلويښت دورى وهلي، او ابوبکر څلويښت دورى وهلي او حضرت عمر رضي الله عنه اتيا دورى وهلي، دا ټول سنت دي خو ماته پکې بهتره وروستۍ ده.
د دې په اساس حاکم کولى شي ( د بيلابيلو مذاهبو په پام کي  نيولو سره)  شراب خور له څلويښتو نيولې تر اتياو دورو پورې ووهي ، خو هغه وخت چې دوه عادل شاهدان پرې تير شي او يا خپله اقرار وکړي چې د ضرورت او يا علاج لپاره يې نه وي څښلي.

د بهتان او تهمت په اړه هم اسلام تر ټولو عادلانه جزا لري، څوک چې تهمت ولګوي په اسلام کې د هغه جزا اتيا دورې وهل دي، ځکه تهمت په حقيقت کې د بل په ابرو او شرف باندې تيرى کول دي چې د دې ساتنه مهمه ده، کله چې څوک په پاکو ښځو تهمت پورې کړي پدې وخت کې د فتل او د وينې تويولو امکانات وي او د دې تهمت له کبله لوى شر منځ ته راځي.
د غلا په اړه هم د اسلامي شريعت جزا تر ټولو عادلانه او منصفانه جزا ده، په اسلام کې د غله لاس قطع کيږي، ځکه غل په مخفي ډول د مال په خاوند تېړى کوي او کوښښ کوي چې څوک يې د دې کار په کولو ونه وينې، ځکه خو په غلا کې سخت ويريږي او دا هم امکان لري چې دا غلا د قتل سبب شي، ځکه کله چې د کور خاوند په دې وپوهيږي چې غلا يې وکړه، غل د خپلې غلا د پټولو لپاره هغه وژني تر څو نور خلک د ده په غلا ونه پوهيږي.
که د غله جزا څو ورځې بند تيرول و، لکه څنګه چې يې وِضعي قوانين وايې، څه فکر کوي غلا به پدې څو ورځې بند باندې منع شي؟ او آيا دا څو ورځې بند به د هغه چا په نفس باندې چې غلا کوي اغيزه وکړي؟ او آيا په دې طريقه به د خلکو مالونه سالم او له غلا بچ پاتې شي؟ هيڅ کله هم نه… همدا  لامل دى چې ورځ په ورځ غلا ډيريږي او غله له غلا څخه نه منع کيږي، ځکه دا جزا د هغوي لپاره کافي او مناسبه نده او دا غله د شخصي آزادۍ تر نامه لاندې لوي لوي بانډونه جوړوي او د غلا منظم ټولګې لري، چې دا حقيقت په امريکا او نورو اروپايې هيوادونو کې ليدل کيږي.

که چيرته د غلا جزا د لاس پرې کول وی نو هيڅ کله به هم غلو دا جرئت نه و کړی چې په دې جنايت لاس پورې کړي او زندانونه به له غلو څخه خالي و، او د دوي انبار شوې دوسيې به نه وې پرتى ، امنيتي ارګانونه به له دوې څخه آرام و او خلک به پدې اضطراب او وارخطايې کې ژوند نه تيراوه.

که چيرته د اسلامي شريعت قانون د غلا په اړه عملي کيدی، لکه څرنګه چې نن ورځ په ځينو هيوادونو کې پلې کيږي، دا فساد به بيخي له منځه تللې و، او نور به چا د دې جرئت نه و کړى چې د غلا په اړه فکر هم وکړي، مثلا، مخکې تر دې چې په سعودې کې د سعود کورنۍ د قدرت واګې په لاس کې ونيسي او د غلا شرعي حکم عملي کړي، په حجاز کې غلا زښته ډيره وه او خلکو امنيت نه لاره، خو کله چې د سرقت شرعي حکم هلته پلي شو بيا چا هم دا جرئت ونه کړ چې د خلکو مال ته لاس وړاندې کړي او غلا وکړي.  د دې بل ژوندى مثال په افغانستان کې د طالبانو حکومت و، مخکې تر دې چې د طالبانو نظام په افغانستان کې راشي، هلته غلا ډيره زياته وه، خو کله چې د طالبانو نظام راغي او د غلا په اړه د اسلامي شريعت جزا عملي شوه بيا نو غلا بيخي له منځه ولاړه، زه خپله د دې حقيقت شاهد يم چې د طالبانو پر مهال به د دوکان څښتنانو بې له دې چې د دوکانونو دروازې بندې کړي لمانځه ته تلل او چا به هم د دې جرئت نه لاره چې د غلا په نيت دوکان ته دننه شي او څه غلا کړي، دا چې د شريعت لږ اصول هلته پلې شوي و دومره امن راغلى و او غلا له منځه تللې وه … نو که شريعت په ټوله معنا عملي شي،  څه فکر کوي  چې څر نګه ټولنه به  رامنځ ته راشي؟!!
کوم معلومات چې مو د اسلامي شريعت په جزاګانو کې وړاندې کړه، هر منصف انسان به په دې اعتراف وکړي چې په اسلام کې جزا په ټولنې کې د امنيت د تامين لپاره د کامل عدالت لرونکى دى او د انسانانو د سعادت او خوښۍ لپاره ترټولو عادلانه او منصفانه قانون دى او که چيرته دا قانون داسې پلى شي لکه څرنګه چې د اسلام په لومړنيو وختونو کې پلى کيده نو ټولنه به هيڅ ډول جرم ونه ويني .

له دې څخه موږ ته دا ښکاره کيږي چې دا قوانين په حقيقت کې د حکمت پر اساس جوړ شوي او مونږ ته د تطبيق لپاره راليږل شوي او دا راښيي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د خداى له لورې را استول شوي پيغمبر دى او هر منصف انسان يې بايد نبوت ومنې. _____________________________________________________
ماخذونه:
١ – العقوبات في الاسلام – ليکوال: عبدالفتاح عفيف طياره.
٢ – فقه السنة – ليکوال: سيد سابق.
٣ – د دکتور عبدالرحمن (د ام القرى د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځۍ استاد) له ليکنو څخه.
٤ – المدخل لدراسة الشريعة الاسلامية ¬¬– ليکوال: دکتور عبدالباقي عبدالکبير (د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د شريعي او قانون په پوهنځۍ کې استاد.
٥ – کابلى تفسير

سرچينه:
قافله مجله

ليکوال: زاهد جلالي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: