په اسلامي ټولنه کي دښځو ونډه او حقوق
ښځه په اسلامي ټولنه کې د نرپه شان د قدر او احترام لرونکي انسان دى،ښځه په نر باندي هغومره حقوق لري چې نر يې په ښځه لري.دښځو له پاره هغه حقوق دي چې په ښځو باندې دي ښځې ته په اسلامي ټولنه کې د مور د درجې په ورکولو سره د خور او لور د درجې په ورکولو سره او د مېرمنې د درجې په ورکولو سره د احترام او عزت ځاى ورکړل سويدى په اسلامي ټولنه کې هيڅکله هم ښځه يوه وينځه نه ده هغه يو تړلى سوى حيوان نه دى بلکه هغه يو ازاد او حقوق لرونکى انسان دى چې درناوى يې په اسلامي ټولنه کې لازم او ضروري دي.ښځه هيڅکله هم يوازې د نارينه د زړه د خوشحالولو، يا د عام استعمال د شيانو په څير نه ده ګرځول سوې، په غير اسلامي ټولنو کې د ښځې د ازادۍ يا هغوى ته د مساوي حقوقو د ورکولو معنى دانه ده چې هغوى دې په ټولنه کې د عزت اواحترام په مقام کښېنولاى سي. بلکه دغه دندې له ښځو څخه د يو بازاري شي د جوړولو په خاطر کيږي چې څرنګه ښځه د خپل بدن د ښکلا نمايش وکړي، څرنګه ښځه د نارينه ؤ زړه خوشحاله کړي،څرنګه ښځه او د هغې عکسونه د بازارونو زينت وګرځي، څرنګه د فابريکو خاوندان او لوى سوداګر له ښځو څخه د خپلو جوړو کړو شيانو په خر څلاو کې استفاده وکړي څرنګه ښځې په هوټلونو او د تفريح په ځايونو کې د خلګو د جذب کولو سبب وګرځي او څرنګه دفترونو او کار ځايونو کې د هغوى په ګومارلو د نارينه ؤ زړه خوشحاله سي. په غير اسلامي ټولنو کې ښځه د دغه شيانو څخه پرته نور هيڅ مقام اودرنښت نه لري.
خو د دې په مقابل کې په اسلامي ټولنه کې ښځه بايد د ټولنې د جوړښت سبب وګرځي،نه په ټولنه کې د فساد سبب ښځه بايد د خپلو صلاحيتونو په کار اچولو سره د خپل عزت او ناموس د ساتلو هاند وکړي، ښځه بايد خپل ځان بازار ته د نمايش له پاره وړاندې نه کړي ښځه بايد د هغه بې ځايه ازادۍ مخه ونيسي چې په حقيقت کې د ډيرو غلامه ګرځي مسلمانه او افغانه ښځه بايد د هغو ښځو تقليد ونه کړي چې خپلې ټولنې يې له ګواښ سره مخامخ کړيدى داسلام له نظره ښځه او سړي دعقايدو اخلاقو،او احکامو په حوزې کې چې دهغوې په انساني اړخ پورې اړونديږي يو ډول دي.خو په هغو مسايلو کې چې دهغوپه جنسيّت پورې اړونديږي له يوه بل سره يو شمير توپيرونه لري.ميراث ته اړونده مسايل، دنفقې ورکول او د تمکين دضرورت په شان موردونه دکورنۍ په چوکاټ کې دښځې او سړي بيلابيلې دندې دي.هماغه ډول چې پوهيږئ نفقه دښځې او خاوند په اړيکو کې دميرمنې په مالي حقوقو کې راځي چې ميړه دنفقې ورکولو ته پاې بند دي.خو دنفقې حق مطلق نه دي.ښځه بايد دنفقې له قانوني حقه دبرخمنيدو لپاره يو شمير شرطونه رعايت کوي.
لیکنه : وارث احمد عمران
لیکنه : وارث احمد عمران
په دغو شرطونو کې يو شرط دادي چې ښځه دخپل ميړه په وړاندې تمکين وکړي.دښځې لخوا د ميړه دتمکين منل دښځې او ميرمنې په اړيکو کې له ميړه دښځې اطاعت دي.له حقوقي نظره تمکين دوه عامې اوخاصې معناګاني لري.په عام معنې کې تمکين دادي چې ښځه دخپل خاوند په هکله دخپلو دندو په ترسره کولو سربيره د دودو حدودواو قانون په چوکاټ کې دکورنۍ داداري او مالي چارو په اداره کولو کې دميړه مديريت ومني. دغه راز ښځه خپل تګ راتګ او معاشرتونه له ميړه سره ږغمله کړي.تمکين په خاص مانا کې دښځې او ميړه اړيکو ته اړونديږي.هغه مهم ټکي چې پام ورته ضروري دي دادي چې نور کارونه چې معمولا ښځې يې په کورونو کې ترسره کوي ديوې مور اويا ميرمنې په عاطفې کې راځي او دتمکين له حوزې دباندي دي. ځينې مکاتب په تيره بيا فيمنيسټان له ميړه دښځې تمکين جنسي توپير او تبيغيض ګني. دفيمنيسټانو له نظره په دغه تعريف سره ښځه دميړه دجنسي مريه په شان دخاوند په اختيار او مالکيت کښې ورځي.البته په طبيعي ډول دښځې او سړي دحقوقو او دندو ترمينځ يو شمير توپيرونه شته.توپير او تبعيض هغه وخت مانا پيدا کوي چې دوه يا څو کسان يو شان شرايط ولري خو له ورته حقوقو او امتيازاتو برخمن نه وي. اسلام له انساني اړخه ښځه او سړي يو ډول ګني او دهغو ترمينځ هيڅ ډول توپير او تبعيض نه مني.
خو دښځې او سړي درواني فيزيولوژيکي او جسمي توپيرونو په دليل دهغوې لپاره بيلا بيلې دندې او حقوق په نظر کې نيول سوي دي.هيڅ څوک حتي ترټولو سرزوري فيمنيسټان دښځې او سړي ترمينځ د رواني او فيزيولوژيکي توپيرونو له وجود څخه انکار نسي کولاي. دفرانسې فيلسوف ايمانويل کانټ دښځې او سړي جسمي او رواني جوړښت متفاوت بولي او باوري دي چې په کورنۍ کې دهريوه کس رول لوبول ددغو تفاوتونو په اساس ټاکل کيږي. دواده په ارتباط ښځه او سړي بايد دخپلې دندې او رول په هکله کافي خبرتيا ولري او ديو بل بيولوژيکي او فيزيولوژيکي شرايط وپيژندي او دګډ ژوند په اوږدو کې ديو بل اړتياوې پوره کړي او ضروري ارامښت ته ورسيږي. په دې ترتيب په کورنۍ کې دښځې او سړي اړيکې دښځې دمريتوب او يا په ښځې دسړي دمالکيت په مانا نه دي بلکې ښځه او ميړه په ژوند کښې د يوه بل ملګري او شريک دي. دارواپيژاندو په باور دښځې او ميړه په کارو سترګې پټول جدي تاوانونه له ځان سره لري.دښځې او ميړه داړيکو سړيدل، جنسي ازاديانې او په نهايت کې دکورنۍ دړې وړې کيدل په دغو تاوانونوکې راځي. دښځې او ميړه په اړيکو کې دتفاهم نشتون دطلاق ترټولو پټ مهم عامل دي. دښځې يو بل مهم حق دمور حقوق دي چې اسلام دين ورته ځانګړي کړي دي او انسانان يې دميندو احترام او درنښت کولو ته وربللي دي.
قران کريم په خپلو ايتونو کې خلګ دميندو له اهميت ډکه مقام ته متوجه کړي دي او دميندو دشخصيتونو ډير احترام کوي.دقران کريم دلقمان سورې په څوارلسم ايت کې له پلار او مور په تيره بيا له مور سره دنيکۍ کولو سپارښتنه شوي ده. دويلو ده مور داميندواره کيدواولاد ته دشيدو د ورکولو او داولاد دتربيی پړاونه په سختۍ او دمينې په وجه زغمي.په همدې دليل قران کريم فرماي چې اولاد بايد له مورسره احسان او نيکي وکړي.مور په ماشومتوب پړاو کې خپل اولاد ته شيدې ورکوي چې هغه وده وکړي او لوي سي.قران مجيد ماشومانو ته دشيدو د ورکولو پړاو دوه کاله ګڼلي دي خو مور خپل اولاد ته دشيدو د ورکولوپه بدل کې له خپل ميړه څخه دپيسو او انعام دترلاسه کولو غوښتنه کولاي سي.البته له معمول سره سم له اولاد سره دمور طبيعي او ژوره مينه اجازه نه ورکوي له چا پيسې وغواړي.په عين حال کې داسلام له نظره داولادونو ساتل او په شرعي ډول دپلرونو په غاړه دي.پلار ژمن دي چې داولادونو نفقه او لګښت ورکړي چې په مقابل کې مور په اسانۍ سره اولادونه تربيه کړي. په همدې دليل داولادونو په تربيت او ژوند کې دميندورول مهم او اساسي دي دکورنۍ چاپيريال د يوې ښيرازه ځمکې په شان دي چې اولادونه دتاندو او شادابو ګلونو په شان پکښې غوړیږی.دځينو متفکرانوپه نظر داولاد نيکمرغۍ او يا بد مرغۍ له هرڅه وړاندې په کورنۍ او دهغه دتربيی په رودو پورې اړونديږي.ښکاره ده چې مور په کورنۍ کې اساسي رول لري. مور له دوو اړخونو داولاد په تربيه کې ځانګړي رول لري. لومړي داچې ماشوم دخپل شخصيت دجوړيدو ترټولو مهم کلونه دمور له محبت او مينې په غيږ کې تيروي. دوهمه داچې مور دخپلو خالصانه مينو په وجه دماشوم لپاره يوډاډمن پناه ځاي ګڼل کيږي او ماشوم چې هر وخت دناامنۍ احساس وکړي نو دمور په غيږ کې امنيت احساسوي له خپلې مور سره دماشوم مينه او تړاو دهغه دشخصيت جوړولو بنسټ دياسلام دخپل اولاد په عاطفي او روحي تربيه کې د مدير په توګه دمور رول ټاکونکي ګڼي.
په همدې دليل اسلام دمور تربيتي مقام ته ځانګړي پام کړي دي چې هغه دخپل رغنده رول په رڼا کې دټولنې لپاره صالح او ښه اولادونه تربيه کړي.افغانستان چې اوس د دودونو د رسه کشۍ ميدان ګرځيدلى،هر يو غواړي چې خپل دود رسم او رواج ته په دې ساده ټولنه کې وده ورکړي او هر يو يې افغاني ميرمنې د خپل ثقافت د ترويجولو له پاره هڅوي بايد چې افغانه ميرمن د يوې حقيقې مسلمانې ميرمنې په څير د دغه ټولو غير اسلامي رواجونو مخه ونيسي پخپل اصيل اسلامي او افغاني غيرتمن ثقافت کلکه ودريږي د خپلو حقوقوخپل ناموس غيرت او حيا ساتنه وکړي، او د ټولو هغو دسيسو مقابله وکړي چې د هميشه له پاره د اسلام دښمنانو د اسلامې ټولنو د ړنګېدو له پاره پکار اچولي دي او په دغه کار کې يې د هميش له پاره له ښځو څخه کار اخيستى دى.د ښځو حقوق له اسلام څخه پرته په نورو نظامونو کې خوندي نه دي، ښځو ته په معنوي ډول د حقوقو او ازادۍ نعرې وهل او هغوى له خپل اصلي رواج څخه جلا کول په حقيقت کې د هغوى حقوق له پښو لاندې کول دي. د هغوى ازادي ور څخه اخيستل دي او هغوى د تل له پاره په فکري او ذهنې زندان کې قيد کول دي.