ټولنه

 پراختیا یوه نه ختمیدونکې پروسه ده!

 په دې لیکنه کې د پراختیا یا انکشاف په هکله یو لند بحث کول غواړم. پرمختګ، پراختیا (انکشاف) ډول ډول اړخونه لري، خو زه یې په دې لیکنه کې یوازې په دوو اړخونو چې، د انکشاف لپاره د سازمانونو وده او د رغنده بحث او نظریاتو شریکول دي تمرکز کوم.

په دې لیکنه کې موږ دې ته ګوته نیسو چې څنګه، یو سازمان، شورا او ټولنه پوخوالي ته رسیږي، تلپاتې کیدای شي او څنګه ښه خدمتونه وړاندې کولای شي. همدارنګه، څنګه زموږ بحثونه رغنده او جوړونکي کیدای شي تر څو ورڅخه زده کړه وکړو. دا دواړه ښکارندې د ټولنیزې ودې، د سیاسي شعور د پیاوړتیا او هر اړخیز انکشاف لپاره اړین دي.  له شورا، مدني ټولنې، فکري مرکز او یا هر بل سازمان څخه کله او په کومو شرایطو هیله کولای شو چې هم ښه خدمات وکړي، هر چاته ورسیږي، خلک یې ومني، تلپاتې شي او دخلکو په زړنو کې ځای ونیسي. زه فکر کوم په دې هکله د نړیوالې پراختیايي پوهې په رڼا کې کره معلوماتو ته لاسرسی د افغاني ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره یو اړین کار دی. خدای د وکړي چې په لاندې لیکنه کې مې د دې مهمې او نا پیژندل شوې موضوع حق سم ادا کړی وي. د شوراګانو، ټولنو او سازمانو، وده، پایښت او خدمت زموږ په ملک کې زیات خلک دا تیروتنه کوي چې کله ټولنه او شورا جوړه کړي ورټه زر د سترو کارونو تمه لري. تر څو یو سازمان په نهاد بدل نه شي، په هغو کې اصول، مقررات، د پریکړو اصول، اداره، مشرتابه ته لاره موندل، ارزونه او نور ټول سم رامنځته او پلي نه شي سم کار نه شي کولای. د سازمان وده یوه انکشافي پروسه ده. پوهان وایي چې انکشاف یوه داسې پروسه ده چې ختم نه لري. تاسو نه شی کولای چې هغه بس کړئ او کار ودروی ځکه دا دوام لرونکی کار غواړي، که مو د پرمختیا پروسه بس کړه مخ په ځور به لاړ شئ. موږ پوهیږو چې د پرمختګ لپاره سازمانونو، شوراګانو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو ټولو ته اړتیا ده. که سازمان، شورا او مدني ټولنه او یا کوم سیاسي ګوند د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره کار کوي هیڅ وخت د خپل سازمان له پرمختګ او انکشاف څخه غافله کیدای نه شي.

هغه سازمان چې مدني بڼه ولري او په رضاکارانه توګه پکې خلک راټول او بسیج وي، ښه پلانونه جوړ، ورته زیرمې پیدا او خلکو ته په ریښتینې توګه کار وکړي ښې رهبرۍ، زیرمو، اړین ټولنیز چاپیریال، غوره قوانین او پوره وخت ته اړتیا لري. ما له یو مجرب نړیوال کارپوه یوه لسیزه مخکې واوریدل چې لس کلونو مرستې او لاس نیوي ته اړتیا ده چې یوه مدني ټولنه او شورا په ټولیزه توګه ومني او ژمن شي چې هغوی به کارته دوام ورکوي. بیا لسو نورو کلونو ته اړتیا ده چې هغوی پخپله ګډ کار ته دوام ورکړي او ستړي نه شي، روځ تر بلې یې لاسته راوړنې پخې شي، له خپلو تیروتنو او تجربو زده کړي تر څو سازمان او ټولنه یې په رښتیا پوخوالی ومومي، تلپاتې شي او ښې لاسته راوړنې ولری.  د دې واقعیت بیانولو موخه دا نه ده چې د اوسنیو شوراګانو او مدني ټولنو کړنې او لاسته راوړنې توجیه کړو، بس یې و بولو، فکر وکړو چې ستونزې نه لرو او ورباندې پوره قانع شو. هیله داده چې موږ د ننګونو په ماهیت پوه شو، ورته حل لارې او اړین ظرفیت رامنځته کړو او بریالي شو.

همدارنګه، اړتیا لرو چې د پرمختګ په ټولو پیچلو اړخونو پوه شو تر څو زموږ روڼ اندي کادرونه نا هیلي نه شي او له کاره لاس په سر نه شي. پوهیږو چې شوراګانې او مدني ټولنې هلته بریا مومي چې، د نن کار یې تر پرونه او د سبا یې تر ننه ښه وي.  پرمختیايي پوهان وایي چې سازمانونه لکه انسان غوندې د زیږون، ودې، کوچنیوالي، ځوانۍ، پوخوالي او کهولت مرحلې لري. کله چې سازمان نوی جوړشي، مشر او تشکیلات یې وټاکل شي هغه وزیږیږي. بیا ارزونې او ودې ته اړتیا لري. د سازمان وده پوره پوهه غواړي، په زیاتو ټولنیزو شرایطو او بستر پورې تړاو لري، ښه رهبري، مقررات او نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او غوره پلان غواړي. سازمان ته په کار ده د خپل ځان او خپلو خلکو توقعات مدیریت کړي، بیځایه باټې ونه ولي او مفتې وعدې ورنه کړي. سازمانونه او ټولنې باید تر څه وخت وروسته ځان د بې پرې کارپوهانو په مرسته وارزوي، له خپلو تیروتنو او ښو لاسته راوړنو او لاملونو یې ځان خبر کړي. همدا رنګه، اړتیا شته چې شورا، مسلکي او مدني ټولنو او مرکزونو لپاره د اړینو تشکیلاتو او ښې حکومتولۍ اساسات لکه رڼه مقررات، ټاکنې، د کار ویش او نور رامنځته او په کله ورباندې عمل وشي تر څو هغه دوام وکړي. د مثال په توګه د پرمختیا او انکشاف لپاره تر نظر لاندې پرګنې باید په ټولنو او سازمانونو کې منظم او بسیج شي. مهمه مسئله داده چې پوه شو دا کار څنګه کیدای شي. که د خلکو د ټولنیز بسیج پوهه له چا سره نه وي، ورباندې وخت او زیرمې و نه لګوي، اړین عامه پوهاوی رامنځته نه کړي، زیاتې بې باورۍ او سؤ تفاهمونه رامنځته کیدای شي او تر څه وخت وروسته هغه ټولنه او شورا له منځه ځي.  زموږ په ملک کې ستونزه داده چې یو شمیر خلک چې په شوراګانو کې راګیر دي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې د پلان له مخې ښې لاسته راوړنې ولري.

یوه ستونزه داده چې یو دا کار اسانه نه دی او له بلې خوا موږ په علمي پلان کولو باور نه لرو او په فرهنګ کې مو ورته ځای نه شته. بله ستره او دردوونکې ستونزه داده چې زیات روڼ اندي مو له لرې نیوکې کوي، غونډو ته نه راځي، نه ځان ورباندې خبروي یوازې په اوازو پسې ګرزي. خو هو! داسې لږ ښه خلک او کادرونه هم شته چې تر کره څيړنې وروسته سم نظر ورکوي او سمه نیوکه کوي چې باید هر کلی یې وشي. د شوراګانو او ټولنو په مخکې خنډونه د دې شوراګانو او ټولنو لپاره د بقا او پایښت ستونزې ډېرې وي، بریا یې په ټوله نړۍ کې چې ثابث دولتي نظامونه لري خورا ستونزمن کار دی او د زیات بحث او څیړنو موضوع ده. د دریمې نړۍ په هیوادونو کې چې فقر، بیسوادي او محرومیتونه زیات وي، ټول خلک د سازمان او ټولنې په وده نه پوهیږي، د ارزونې او تحلیل قوه یې کمزورې او د ناندریو ډګر ښه تود وي، نه په پلان باور لري، نه کومو مقرراتو ته تن ورکوي، نو ځکه کومه سمه لاسته راوړنه نه لري او زر په ګیلو او ناندریو پیل وکړي او د خپلو پاته راتلو ملامتي په یو او بل اچوي.  لمړی هغه څوک چې کوم سازمان او ټولنه رامنځته کوي ټول کیدای شي، یو ډول تجربه، پوهه، هیلې او اجندا ونه لري. ځینې به غواړي د ټولنې او شورا په مرسته خپلې موخې تر لاسه کړي، ځینې نور به دخلکو خدمت کول غواړي خو د پرمختګ او سازمان د ودې د پروسې له ټولو پیچلو پړاوونو به خبر نه وي، په لمړي سر کې یې هیلې او توقعات لوړ شي، نورو ته هم وعدې ورکړي او کله چې سمې لاسته راوړنې ونه لري ناهیلي شي.

د دوی بله ستونزه دا وي چې عامو خلکو ته د ممکنه مشارکت او ګډون زمینه نه شي برابرولاي. که خلک د شوراګانو په چارو کې په یوه او بل ډول ګډون وکړي توقعات یې پخپله مدیریت کیږي، ځکه هغوی په شته ستونزو او فرصتونو ښه پوهیږي او ونډه اخلي. بله یوه کره ستونزه دا وي چې، د هغې ټولنې نور عام خلک چې شورا او مدني ټولنه پکې رامنځته شوې په لمړي سر کې د دې کار په اهمیت نه پوهیږي، ټولنیز کار او پرمختیایي پروسې ته وخت نه ورکوي او تل یا په شخصي کار و بار لګیا وي او د رسختیو په وخت میلې کوي، په ټولنیزو کارونو، شوراګانو او ټولنو ملنډې وهي. خو کله چې شورا یا کومه مدني ټولنه یو څه لاسته راوړنه ولري، یو څه ټولنیز پرستیژ تر لا سه کړي د نورو هم ورته پام شي. ځینې ورسره یو ځای شي، یا پخپله کار پیل کړي او ځینې نور کرار ناست وي خو نیوکي کوي، وچ او لانده ټول سوځي، که هرڅومره د شورا او یا مدني ټولنې دروازه یې په مخ خلاصه وي خو د چکر او انډیوالانو سره د میلو په ځای شورا او مدني ټولنو ته سر نه ورښکاره کوي چې په هر څه ځان سم پوه کړي، یا ورته لاس ورکړي او یا په خپله لاس په کار شي او کوم ګټور کار وکړي.

دا ډول خلک تر ډېره د مثبتو نظریو په ځای په منفي انګیرنو کې راګیر او عکس العملي دریځ خپلوي. که هیڅ هم نه کوي خو دوی ښه دی او نور ټول بد او معامله ګر دي.  فکر وکړئ، که کوم کس چې په دفتري کارونو مصروف زیات مصروف دی، د تیر ټول کال په بهیر کې یې غوښتل چې یو ځلې د خپلې کورنۍ له ځوانانو سره پغمان او یا قرغې ته د جمعې په ورځ د تفریح لاړ شي خو د همدې شوراګانو، مدني ټولنو او ټریننګونو له کبله نه دی توانیدلی او صبر یې کړی. که هغه کوم شخصي هدف نه درلوده، نه يې معاش غوښته او نه کومه رایه، که یې یوازینۍ هیله د خپلو خلکو خدمت و، او که اوس موږ ورپسې بد رد ووایو فکر نه کوو چې د رضاکارانه خدمت کولو لاره په ټولنه کې بندوو، زه قضاوت تاسو باوجدانه لوستونکو ته پریږدم. تاسو ته وایم چې داسې خلک شته نور خوښه ستاسو. شورا او ټولنه جوړول یوه پرمختیايي پروسه ده نن سبا پوهان په دې باور دي چې پرمختیا (انکشاف) یوه نه ختمیدونکې پروسه ده  او ډول ډول علمي، مدیریتی، د رهبري، تحلیلي، ټولنیزې، اقتصادي او ایکالوژیکی اړخونه او نور لري. په انکشاف کې موخې، زیرمې، پروسه او پایلې ټول مهم دي. موږ باید روښانه موخې ولرو، بشري او مالي زیرمو ته لاسرسی ولرو او پروسه بیا موږ ته راښيي، چې کوم کار کله، ولې، څنګه او د کوم پلان له مخې وکړو. د سازمانونو او ټولنو یوه بله ستونزه دا وي چې راټوکیدلي توقعات نه شي مدیریت کولای. خلکو ته وعدې سترې سترې ورکړي او فکر نه کوي چې دا کار کله موږ کولای شو. زما ښه په یاد دي چې کله موږ په ډاکار موسسه کې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره پوره بودجه، نور امکانات او ښه پلان لرل خو خپلو کارمندانو ته مو اجازه نه ورکوله چې خلکو ته دا خبره روښانه کړي، ځکه موږ ویره درلوده چې د خلکو هیلې په پورته لاړې شي که دا ټول ورسره و هم کړو بیا به هم دوي خوشاله نه وي. نو زموږ ستراتیژي دا وه چې عمل ډېر او ویل لږ وکړو.

د نړۍ یو نامتو کارپوه او په پرمختیایي او انکشافي چاروکې مخکښ متخصص وایي چې محرومو خلکو ته د خدمت ترټولو ستونزمنه او خطرناکه مرحله هغه ده چې خلک ټولنیزو فعالانو ته درناوی پیل کړي. په پیل کې خلک د هغوی په موخو نه پوهیږي، ملنډې ورباندې وهي، څوک ورسره مرسته نه کوي او ان په تهمتونو یې باروي او په ډبرو یې ولي. خو کله چې هغوی کار او هڅو ته دوام ورکړي او په هڅو کې یې د بریا څرک را برسیره شي، نو د خلکو هیلې ورته راټوکیږي او ورته احترام شروع کړي. ډېری دا مدني، ټولنیز او پرمختیايي فعالان فکر وکړي چې موخه یې تر لاسه کړه او خلک ورڅخه خوشاله دي او خپلې هڅې پریږدي. تر څه وخت وروسته بیا چې هر څّه سره وپاشل شي، دوی د خلکو هیلې په ناهیلیو او امیدونه په مایوسیو واوړي. خلک بیا د کرکې په سترګه ورته ګوري او هغه احترام له لاسه ورکړي. نو اړینه ده چې تلپاتې کار او هڅو ته د خلکو په مشارکت او ګډون د رغنده پلانونو له مخې دوام ورکړي او تلپاتې پایلې رامنځته کړي. رغنده بحث او جوړونکی دریځ زموږ په شان په وروسته پاتو ټولنو او ملتونو کې کله چې څوک په رسنیو کې بحث کوي، خپل فکر او مغز یې تړلی وي، د خپل دریځ په هکله سم سوچ نه کوي، تل غواړي چې بله خوا ملامت کړي. خو په علمي او مدني بحث کې باید موخه زده کړه او د حقایقو راسپړل وي.

د نظر تبادله، له خلکو او عوامو سره معلومات شریکول، د خلکو پوښتنو ته په ریښتینولۍ سره ځواب ویل د انسان د ذهن له ودې، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي. پراختیا او انکشاف یوه پیچلې او نه ختمیدونکې پروسه ده. عامه پوهاوي، رغنده او جوړونکو بحثونو، سم ټولنیز او سیاسي چاپیریال، تخنیکي او مسلکي پوهې، خلاص ذهن او فکر ته اړتیا لري تر څو د هغه په بهیر او مرسته د خلکو اذهان پرمختګ ته برابر شي او په مخکې پرتو خنډونو یې بری ومومي. په ټولنو رغنده نیوکې او وړاندیزونه خورا ګټور دي. خو دا هلته سمې پایلې لرلاي شي چې، موږ له ستونزو، ننګونو او شته امکاناتو ځان خبر کړی وي، پوره حقایق راته څرګند وي، د اړوندو شوراګانو او مدني ټولنو سره مو اړیکه نیولې وي، خپل نیت او اراده مو ورته څرګنده او باور مو یې تر لاسه کړی وي، په دې کار کې اړینه پوره تجربه ولرو او اهل نظر یاستو.  همدارنګه، یوازې تشه نیوکه سمه پایله نه لري، نیوکه مو باید له بیلګو او شواهدو سره یو ځای وي، له نیوکو سره باید رغنده وړاندیزونه او حل لارې هم په ګوته کړو داسې چې له واقعیتونو سره اړخ ولګوي. باید مخامخ له له جوړونکي دریځ سره له شورا یا مدني ټولنې سره خبرې وکړو او نظر ورسره شریک کړو او د هغو دلیلونو، ننګونو او ستونزو ته هم غوږ کیږدو.

خو که دا یو شرط نه په ځای کوو، تش نیوکه کوو، بیا کیدای شي، هغه څوک چې کار کوي، که تشې هم لري کیدای شي زموږ په نیت شک وکړي او نظر مو له پامه وغورځوي. دا په ټولنه کې بې باوري رامنځته او له هیڅ چا سره مرسته نه کوي. که له ټولنیزې میډیا لکه فسبوک او نورو څخه سم کار واخیستل شي کیدای شي د ځینو ازمویل شوو او غوره لیکوالانو څخه سمه زده کړه وشي. نن سبا پوهان باور لري  چې بحث که په سړه سینه وشي، د بحث ګډون کوونکي بیله کره معلوماتو یو په بل له تهمتونو تیر شي،  مخکې له مخکې خپل فکرونه محدود نه کړي، لمړی په خپل دریځ او بیا د نورو خلکو په اندونو او نظریو په جوړونکې فضا کې سوال او شک وکړي، ومني چې کیدای شي خپل استدلال یې سم نه وي یا لږ تر لږه شک وکړي چې هسې نه چې حقیقت به چېرې په منځ کې وي، باید خلکو ته په غور غوږ ونیسي او د حقایقو په لټه کې وي. که دا کار وکړي له بحث څخه به هم خوند واخیستل شي او هم به حقایق روښانه شي. خو که بیله پوره معلوماتو، ټولو اړینو شرایطو پیژندلو، د بلې خوا له دریځونو د پوره خبرتیا پرته بحث یو طرفه کانال وي، هغه بحث نه یوازې کومه ګټه نه لري بلکه وخت ضایع کوي او عقدې رامنځته کوي.

همدارنګه، که د مدني ټولنو، شوراګانو، فکري مرکزونو او نورو سازمانونو د کار، ودې او خدمتونو په هکله موږ د رغنده او جوړونکي بحث څخه ګټه پورته کړه، غونډو او مجلسونو ته ورغلو، مرسته مو ورسره وکړه، که موږ ځان پاک خلک بولو یقین دی چې د ځان سره به ځینې هم فکره او ملګري هم پکې و مومو. کله چې موږ دا کار وکړو نو شته تشې به هم راته ښې څرګندې شي، په واقعیتونو به لکه څنګه چې دي هغسې په سوچه توګه سم پوه شو. د دې ویره به هم نه وي چې په منفي افکارو کې راګیر شو، ښو او بدو ته په یوه کچه بد نه وایو او په خلکو به بیځایه تهمتونه نه پورې کوو. که موږ له لرې قضاوت او پریکړې کوو، په خلکو او ټولنو د معامله ګرو نومونه ږدو، د ګډ کار مخه د تل لپاره ډب کوو.  خپله لاس په کار کیدل که د هر مشروع لامل له مخې نه شو کولای چې بل چا، کومې ټولنې، شورا او سازمان ته د همکارۍ لاس ورکړو او ځانته پوله هم نه جوړو، بانې نه کوو، نو باید پخپله لاس په کار شو او په هغو برخو کې د خپلو خلکو خدمت وکړو چې تر نورو یې ښه کولای شو. سمه به نه وي چې د یوې سیمې د خلکو ډېرې قومي شوراګانې او مدني ټولنې وي او موخې او فعالیتونه یې د یو شانته وي، خو که شتون ولري نو باید د وحدت هڅې یې وشي، که پوره وحدت نه شي کولای زه فکر کوم، دا امکان شته چې د ټکر په ځای له یو بل سره په همغږۍ کې د ګډ کار لارې ومومي. خو دا په دې اړه لري چې څوک څه غواړي، د راتلونکي په هکله یې پوهه او نیت څه دی او څومره په انکشاف او د ټولنو په پایدارۍ پوهیږي.

که موږ د خپلې سابقې، مسلک او یا نورو ځانګړتیاوو له مخې له کومې شورا سره همغږي کیدای نه شو، کولای شو له هغو ټولنو سره چې فرهنګي، کلتوري، رسنیز او ښوونیز کارونه کوي یو ځای شو. قومي شوراګانې په ځینو خاصو ستونزو تمرکز کوي او د هغوي د تشکیل او ګډون کوونکو د مطالعې له مخې یو شمیر مهم خو بیا هم محدود کارونه کولای شو، موږ له دې شوراګانو د هرڅه تمه نه شو کولای. هغوی کولای شي چې د سیمې او قوم ستونزې له چارواکو سره شریکې کړي، منازعات حل او په ټولنیزو مسئلوکې له خلکو سره ونډه واخلي، د نورو ډلو لکه د ځوانانو، فرهنګیانو او راز ګروپونو سره مرسته وکړي او نور. خو فرهنګی ټولنې او فکري مرکزونه بیا باید بیله اجندا و لري او کیدای شي چې د کارپوهانو او هم د شوراګانو په مرسته ځینې خاصې تخنیکي او پرمختیايي مسئلې را وسپړي او له خپلو خلکو او د هغوی له شوراګانو مرسته وکړي. دوی ټول کولای شي په ګډه د یوه منظم پلان له مخې کار وویشي او خپلې ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ستونزې حل کړي.

محمد عارف رسولي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: