پاسپورت څه شي دي؟ ډولونه يې او ولې اړين دي ؟

پاسپورت يو رسمي او قانوني سند دي چې د هر هيواد تبعه يې کله چې وغواړي خپل هيواد د يو بهرني هيواد لپاره پريږدي په اختيارکې ولري پا په واک کې ولري .

او د همغي هيواد چې د هغي د سفر هدف دي په پاسپورت باندي د ويزي په صادرولو لاس رسمي ولري د سفارت خاني د قونسلي برخي له طريقه په هغه هيواد کې هغي ته د داخليدو اجازه ورکويپاسپورت په نړيوالي عرصه کې د يو هيواد د اتباع پېژند پاڼه ده يا د پېژندپاڼي حيثيت لري متبوع هيواد مکلفيت لري چې د هيواد څخه بهر د خپلو اتباعو څخه چې د همدي سندله مخي پېژندل کېږي قانوني ملاتړ وکړي اوتبعه حق لري چې د هيواد څخه بهرکه د کومي ستونزي سره مخامخ کېږي د خپل پاسپورت سره يوځاي د خپل دولت سفارت خاني ته او د هغي په نه موجوديت کې نړيوالي مرجع ته د مرستي لپاره مراجعه وکړي.

د افغانستان د پاسپورت قانون دويمه ماده: 

د تعريف په ځاي دغه سند داسي تعريف کړي دي.
( پاسپورت رسمي سند دي چې د ددي قانون د احکامو له مخي د باصلاحيته مرجع لخواد هيواد اتباعو ته د مسافرت په هدف بهر ته (خارج) ته او هيواد ته د بيرته ستنيدو لپاره ورکول کېږي.
د پورته ذکر شوي تعريف څخه داسي ثابتيږي چې پاسپورت يوازي د هيواد څخه د خارجيدو سند نه دي بلکې د هغي لرونکې په اعتبارسره کولاي شي دوباره خپل هيواد ته راستون شي. 

د پاسپورت د قانون څلورمه ماده:

د پاسپورت د اړتيا دليل داسي بيان کړي دي :
(لمړي فقره : هغه اشخاص چې د افغانستان څخه خارج او يا افغانستان ته داخليږي مکلف دي چې د دي قانون او د نړيوال تعامل له مخي د پاسپورت او يا د مسافرت د تيريدو سند لرونکې وي .)

بناًء هرکله چې تاسي وغواړي هيواد د خارج لپاره پريږدي او يا هم هيواد ته داخل شي بايد رسمي سند(پاسپورت او يا د عبورسند) ولري او هغه د خارج کېدو په وخت کې او يا هم د داخليدو په مهال سرحدي مسؤلينوته وښايي لکه څنګه چې دغه موضوع په دويمه فقره کې پورته ماده کې داسي صراحت لري: (شخص مکلف دي چې د خارجيدو او يا داخليدو په وخت کې سرحدي مهمونقاطويا د هيود د نړيوال هوايي ميدان کې خپل پاسپورت او د مسافرت د تيريدو سند مربوطه مؤظفينوته ارائيه کړي.)څرنګه چې پورته مطالعه شو چې څوځلي د تيريدو سند(عبورسند) سره مخامخ شوي شايد تاسي ته سوال پيداشوي وي چې د پاسپورت څخه علاوه بل دغه د تيريدو سند به څه وي؟

د تيريدو سند(سند عبوري)

د پاسپورت د قانون له مخي چې په دويمه فقري نهمي (9) ماده کې داسي راغلي دي .:
(د خارجي تبعه د يو علت په اساس يي خپل پاسپورت دلاسه ورکړي وي او قصداً غير قابل استفاده يې ورڅخه کړي وي د هغه متبوع هيواد په افغانستان کې ديپلوماتيکه نماينده ګي يا قونسلګري ونه لري د دغه قانون د دويم نمبر ضميمي له مخي د تيريدو سند ورکول کېږي .

بناً څرنګه چې د ذکر شوي قانون څخه په ګټه اخيستلو پوه شوي د تيريدو سند يوازي خارجيانو ته يابهرني تبعه ته چې په قانوني شکل افغانستان ته داخل شوي اورسمي سنديعني خپل پاسپورت يي دلاسه ورکړي وي دغه سندصرف د يوځل لپاره د معينه قيمت په بدل کې د پاسپورت رياست لخوانه صادريږي چې د هغي له مخي سرحدي مؤظفين هغي ته د هيواد څخه د خارجيدلو اجازه ورکوي .

پاسپورت

د پاسپورت ډولونه

څرنګه چې پورته ذکر شو چې پاسپورت يو رسمي سند دي د يو هيواد اتباع د خپل هيواد څخه خارج ته د سفر په منظور ورکول کېږي چې د هيواد څخه خارجيږي او يا هيواد ته داخليږي .

دغه په سند کې د قانون په اساس بناً په رسمي برخو(درجو) افرادياخلک په مختلفو انواع تقسيم شوي دي .

دغه تقسيم بندي د هيواد د پاسپورت د قانون د دريمي مادي په اساس په لاندي ډول قرارلري .

الف: ديپلوماتيک پاسپورت

ب: خدمتي پاسپورت

ج: تحصيلي پاسپورت

د: عادي پاسپورت

هـ : سوداګريز پاسپورت

الف: ديپلوماتيک پاسپورت

څرنګه چې اداري سيستم د خدماتود عرضه کولو په منظور د هيوادونو او حکومتونو هر اداري نظام يود بل سره تفاوت لري، چې په ځيني هيوادونو کې چې بروکراسي په کې کمه او د اړتيا وړ اسناد د ښاريانو(اوسېدونکو) ته په اسانۍ سره صادر کېږي يا ورکول اما په بعضې اداري نظامونوکې دغه لړۍ ډيره طاقت لرونکې  وي هم د اداری لپاره او هم د ښاريان و لپاره د سرګردانۍ سبب ګرځي يا سردرد پېداکوي ولې د فساد کوونکو لپاره بيا د سؤ استفاد ه کولو ښه زمينه برابروي .
متاسفانه زموږ هېواد يو د هغه هېوادونو د جملې څخه دی چې په اداري نظام کې يې نسبتاً پيچېده ګي شتون لري شايد مسؤلين د نوموړي ستونزې اصلي دليل د اوږد مهاله خپرونې (برنامي)، فساد اوجعلي اسنادو زياتوالي مخنيوي  يعنې جعل کاري او نور په ګوته کړي .
تر دا مهاله د مختلفو دلايلو له جملي څخه يو هم د کافي سواد نشتوالې ،د عامه پوهاوي لپاره د يو درست او واضح سيستم نشتوالي ، ښاريانو ته د دولت د خدماتود پروسي پروړاندې ستونزي دي او هغوي نه پوهيږي چې هغوي د يو رسمي سند يا پاسپورت د اخيستلو لپاره کوم ځاي ته مراجعه وکړي ،
اوسني سنديا پاسپورټ چې په يو فصل او څو برخو کې ترتيب شوې د هيواد د نافذه قوانينو په نظرکې نيولو سره پراخ شوي او په هيواد کې د اداري سيستم د پروسي او څو لنډي لارښووني په ځيني مواردو کې وليکل شي او د ښاريانو لاس ته ورسيږي.
شايد علاقمند اوسي تر څو پوه شي چې د ديپلوماتيک پاسپورت مستحقين څه ډول افراد وي او د کومي اداري لخوا صادريږي . د پاسپورت قانون په دوهم فصل لسمي او يوولسمي مادي ستاسي دغي سوال ته داسي ځواب ويلي دي.

لسمه ماده:

ديپلوماتيک پاسپورت د نړيوالي موازني له مخي د بهرنيو چارو وزير په امضاء ياهغه شخص چې د بهرنيو چارو وزير هغه ته صلاحيت ورکړي وي صادريږي .څرنګه چې د پورته مادي په متن کې واضح اوروښانه راغلي چې د بهرنيو چارو وزير په امضاء صادريږي همدارنګه د هغي اداري اسناد هم د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي امورو د رياست له خوانه طي مراحل کېږي .د دغه قانون په يوولسمه ماده کې مشخص شوي دي چې کوم اشخاص د ديپلوماتيک پاسپورت مستحقين دي .

يوولسمه ماده:

۱)  ديپلوماتيک پاسپورت د مسافرتونو په ټولو انواع کې لاندې اشخاصو لپاره صادريږي.

۱- اميرالمؤمنين او د مقام يار او دوست

۲- دوزراو رئيس ،معاونين او دوزيرانوشورا غړي

۳- د ملي شورا د مجلسونورئيسان

۴- د ستري محکمي رئيس او معاونين

۵- د ديپلوماتيکو نماينده ګيو او قونسلګريو رئيس او غړي او د افغاني پوځي منصبداران

۲)  ديپلوماتيک پاسپورت لاندې اشخاصو ته صرف د عين رسمي مسافرت پرمهال صادريږي .

۱- د ملي شورا غړي
۲- د ستري محکمي غړي
۳- ولايتونو واليان او د کابل ښاروال
۴- لوړرتبه مامورين او يا هغه مامورين چې په لوړو رتبوکې او يا د هغي څخه لوړې دندې اجراکوي.
۵- هغه افسران چې د تورن جنرالي رتبه لري او د تورن جنرال په بست کې او يا د هغي څخه په پورته دنده اجراکوي.
۶- هغه اشخاص چې د رسمي چارو د ترسره کولو لپاره مؤظف کېږي د مربوطه اداري د تقاضا په اساس او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په تشخيص .
۷- د دغه مادي د(2) فقري مندرج اشخاص ،په غير رسمي مسافرتونو کې خدمتي پاسپورت صادريږي.

او وپوهيدو چې د ديپلوماتيک پاسپورت مستحقين څوک دي او دغه پاسپورت د کوم ځايه صادريږي.

اګر چه په يوولسمه ماده کې په واضح ډول سره د ديپلوماتيک پاسپورت لپاره واحد شرايط اشخاص مشخص کړي وه ولي غواړم چې يوه موضوع ووايم چې د پاسپورت اوسني نافذه قانون د طالبانو د دورې دي د هيواد پارلمان تر اوسه پوري نورو د قانونګذاري د مصروفيتونو په سبب او همدارنګه خپل داخلي مسايل خپله په بهتره توګه رسنيو له طريقه د هغي شاهدان ياست د پاسپورت نوي قانون يي نه دي تصويب کړي پداسي حال کې چې د کورنيو چارو وزارت مسؤلين وايي چې د پاسپورت قانون مسوده يي د عدليي وزارت په واک کې ورکړي تر څو ملي شورا ته يي وليږي په همدي خاطر امارتي اصطلاحات په اميرالمؤمنين په شان په هغي کې ليدل کېږي چې په جمهوري نظام کې هماغه رئيس جمهور دي .

ب: خدمتي پاسپورت

خدمتي پاسپورت هم د پاسپورتونو د ډولونو څخه پوري چې د قانوني صلاحيت له مخي د بهرنيو چارو وزارت صادرولي شي . چې د قونسلي چارو رياست د اسنادو طي مراحلومسؤليت لري .

د پاسپورت قانون څوارلسمه مادي په دريم فصل کې دا نوعه پاسپورت دا ډول بيانوي.(خدمتي پاسپورت د رسمي مسافرتونو په هدف د امارتي وظايفو کې مخکې وړل او په خارج کې غير رسمي مسافرتونه ،د بهرنيو چارو د وزير د معاون په امضاء او دياهغه شخص چې هغي ته يي صلاحيت ورکړل شوي دي لاندي اشخاصو ته صادريږي .

۱- د دغه قانون د يوولسمي مادي مندرج متقاعد اشخاص.

۲- د هغه اشخاصو لپاره چې د رسمي چارو د ترسره کولو په غرض د دولت د تجويز په اساس خارج شي.

۳- د هغه شخص لپاره چې د دولت په تجويزپه علمي او تربيتي مجالسو کې (کنفرانسونه) او سيمينارونو کې او د هغي په شان نورو کې ګډون وکړي .

۴- د امارتي برحال متقاعد دريمه رتبه مامورينو لپاره او هغي څخه پورته او هغي معد دل په مسلحه قواو کې چې دحج د فريضي د ادا کولو،د عمري ادا کولو،د مبارکېنودزيارت کولو او د معالجي لپاره يا د سياحت لپاره سفروکړي.

۵- د مريضانو لپاره، معيوبين، او د مسلحه قواو او معلولين او يا هغه اشخاص چې د هيواد حريم څخه په دفاع کې معلول يا معيوب شويدي او د معالجي لپاره د هيواد څخه بهرکې برابريږي .

۶- د هغه اشخاصولپاره چې په ورزشي فعاليتونو کې دګډون په موخه ،هنراونوروفرهنګي فعاليتونود دولت لخوا خارج کې برابر شي.

۷- د يوشميرهغه خصوصي متشبثين او ملي تجاران چې د رسمي هئتانو په ترکېب يوځاي خارجيږي.

۸- د دولتي تصد يو مامورينو او مختلف او خصوصي شرکتونولپاره چې د دولت په اجازه اوغوښتنه خارجيږي .

۹- بعضي اشخاص د ادارو رسمي معرفي کېدو څخه وروسته بهرنيو چارو وزارت مربوطه .

څرنګه چې په پورته ډول ذکر شو هغه اشخاصو لپاره چې رسمي مسؤليت اوذکر شوي شرايطوسره ونلري د هغوي لپاره دا ډول پاسپورت نه ورکول کېږي يا نه صادريږي.

ج: تحصيلي پاسپورت

د اډول پاسپورت څرنګه چې نوم يي دي هغه اشخاص چې د تحصيل لپاره د هيواد څخه بهرسفرکوي د دي مستحق ګڼل کېږي . هرکله چې تاسي برحال محصل ياستي د مربوطه پوهنتون د تصميم په اساس او لوړو زده کړو وزارت د تائيد په اساس کله چې د هيواد څخه خارج د تحصيل د دوام لپاره د تحصيلي بورسونو څخه د استفادي لپاره مستحق وګڼل شي بايد د پېژندپاڼې مکتوب د لوړو زده کړو وزارت کې د بهرنيو چارو د اړيکورياست څخه او يا هم د بلي اداري چې وزارت دغه مسؤليت هغوي ته ورکړي وي خپل ځان سره ولري .

ممکن دغه پېژندپاڼې دلوړو زده کړو وزارت د نوم رسان له لاري د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو ادرس ته وليږي اوکه تاسي بايد دغه مکتوب د قونسلي چارو رياست او يا يو بل رياست چې د هغي نوم د عنوان په شکل ذکر شوي وي تر څود هغه تحصيلي پاسپورت له مخي ستاسي لپاره صادرکړي.

د تحصيلي پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره د مربوطه اداري د رسمي مکتوب څخه علاوه تاسي بايد د تذکري يوه کاپي، (3) قطعي عکسونه چې شاته پرده يي سپين رنګ او4\4 په اندازه وي دځان سره ولري .

او که چېري تاسي برحاله محصل نه وي د تحصيلي بورسونوله طريقه د بورسونود ازمويني دلاري بريالي شوي ياست تر څو خارج ته د تحصيل لپاره سفروکړي پدي صورت کې هم بايد پېژندپاني دلوړو زده کړو وزارت له لارې او يا هم هغه اداره چې تاسي د هغي له لاري د تحصيل د ادامي لپاره مستحق ګڼل شوي د خپل ځان سره ولري د دي څخه بغير د دي نه نشي کولاي تحصيلي پاسپورت ترلاسه کړي.

د پاسپورت د قانون د اتلسمي مادي له مخي

(تحصيلي پاسپورت د تحصيل په هدف کثيرالمد ت يا طويل المد ت د مربوطه ادراي د پېژندپاڼې په اثر د بهرنيو چارو وزارت له طريقه دوزير د معاون په امضاء او يا شخص چې هغي ته صلاحيت حق ورکړل شوي صادريږي.) تحصيلي پاسپورت د خدمتي پاسپورت برخلاف زماني مودي مشخص اندزه يي نده معلومه دغه موضوع د همدي قانون په نوولسمي ماده کې په دي ډول راغلي (د تحصيلي پاسپورت د اعتبارموده د تحصيلي موسسود تصديق په اساس او يا د ديپلوماتيکو نماينده ګي نماينده د تائيدله مخي ياپه خارج کې د افغاني قونسلګري يا د بهرنيو چارو وزارت ترتحصيل ترختم پوري معياد وي.)

بنا کله چې تاسي مکتوب تصديق او خپل پېژندپاڼه د عنوان په شکل د بهرنيو چارو وزارت ته ليږي بايد پدي نکته باندي دقت او فکر وکړي چې د هيواد څخه خارج ستاسي د تحصيل معياد څومره  د تحصيل معياد څومره وخت په برکې نيسي تر څود هغي له مخي ستاسي د پاسپورت د اعتبار موده معياد او وټاکل شي .

د مربوطه اداري د تصديق قانون يا ديپلوماتيک نماينده ګي د هيواد د پاسپورت د تمديد په مورد معتبرګڼل ولي که د ابتداء څخه دقيق اوسي د تحصيل پرمهال د هغي د تمديد لپاره د درس څخه نه پاتي کېږي د هغي نه علاوه خپل د تحصيل څو ورځي رخصتي صرف د پاسپورت د تمديد کې تيريږي.

ماخذونه
۱. تابان ، بسم الله ، انټرنيټ .
۲. www.google.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب