ژوند رازستونزې او حل لارې

ویښتیا!

کله چې انسان د خپل ژوند پر وړاندې د ستونزو دنګ او لوړ غرونه وویني. په ذهن یې د ناهیلیو او بې وسیو تورې لړې را خورې شي، خپل عزم او اراده له لاسه ورکړي او د مشکلاتو پر وړاندې ماته وخوري خو د بشري تاریخ په پاڼو کې د داسې نومیالیو او ننګیالیو د ژوند او مبارزې بېلګې هم خوندي دي، چې په لوستلو یې د انسان غوني ځېږه کېږي.

که په اوسنيو او یا لږ وړاندې وختونو کې د اسلامي امت او مسلمانانو حالاتو ته نظر وکړو او یا هم که په عمومي ډول له مسلمانانو څخه د اسلامي نړۍ د اوس او راتلونکي په اړه پوښتنه وکړو، نو ډېری به ناهیله کوونکي ځوابونه راکړي، اما اسلامي نړۍ په اوسني او تېر تاریخ کې د داسې نومیالیو زامنو کیسې او داستانونه لري، چې هر فصل او هره پاڼه یې انسان ته د امیدونو، ارمانونو او پرمختګ دروازې پرانیزي.

یاد میړني نه یواځې دا چې د طاغوت او استعمار پر وړاندې تسلیم شوي نه دي، بلکې د مبارزو او د ملتونو د ویښولو توغ او ناره یې اوچته کړې ده.

دغو اوسپنیزو ارادو ته د طاغوت ځواکونه ګوته په غاښ پاتې شوي دي.
د شهید امام حسن البناء (رحمه الله) خاطرې لولم د خاطرو هره کرښه یې له ځان سره د مبارزو او غورځنګونو قافلې لېږدوي او مسلمانانو ته د زغم او حرکت پیغام ورکوي.

کله چې موږ د شهید امام (رحمه الله) ویناوې او د هغه له ویناوو او بیانونو څخه مرتب شوي کتابونه لولو، داسې فکر کوو، چې د اسلامي امت دې دردیدلي مبارز او نومیالي دا هر څه د نن ورځې او اوسنیو شرایطو لپاره ویلي دي.
هو ځکه چې د هغه وخت او اوس ستونزې او کړاوونه یو ډول دي. هغه وخت چې اسلامي نړۍ او مسلمانان له کومو جنجالونو سره مخ وو اوس هم ډېر تغییر نه دی په کې راغلی.

نن ورځ د ګڼو نورو ستونزو او مشکلاتو تر څنګ چې مسلمانان رنځ ترینه وړي هغه د بې دینۍ او روشنګرۍ په نامه هغه ډلې او جریانونه دي، چې له بېلابېلو لارو غواړي مسلمانو ځوانانو ته شکونه او شبهې پیدا کړي د اسلام له اصیل روح او مسیر څخه یې لرې کړي.

دلته هم د شهید امام حسن البناء (رحمه الله) د یوې خاطرې لنډیز را اخلم، چې په یاد لنډیز کې د عقل د آزادۍ او روشنګرۍ په نامه د بې دینۍ د خپرېدو او د مختلفو ډلو ټپلو جوړیدو ته په کې اشاره شوې ده.

« هغه مهال چې د کوڅه ډبۍ او د عقل د آزادۍ په نوم څپې د ځینو خلکو په نظریاتو او فکرونو کې زور واخیست وروسته بیا د هغوئ په چلند او اخلاقو کې د شخصي آزادۍ په توګه را څرګنده شوه.

دغه څپه د بې دینۍ او بې سرۍ یوه ځواکمنه څپه وه، چې پر وړاندې یې هېڅ شي د مقاومت تاب نه درلوده او د ژوند پېښو، اوضاع او حال هغې ته پیاوړتیا ورکوله.

د مصر پوهنتون ورو ــ ورو د یو ملي پوهنتون څخه په یوه دولتي پوهنتون واوښت، ډېرو محصلینو داسې ګڼله چې پوهنتون باید له دين او ټولنیزو رواجونو سره مبارزه وکړي، څو وکولای شي هغه یو بې مذهبه پوهنتون ونوموي؛ همدارنګه زیار ایستل کېده چې لوېدیځ مادي فکر قرار ــ قرار خپور شي.

د قاهرې په ډېرو لویو کورونو کې سالونونه جوړ شول ترڅو داسې مفکورې او نظریات تر غور او تبادلې لاندې ونیول شي او له دغو مفکورو سره ځوانان او نور قشرونه بلد شي.»

نن ورځ که په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه خپل ګران هېواد افغانستان ته ځیر شو له همداسې یوه حالت سره مخ یو.
د روشنګرۍ په نامه غونډې او جریانونه جوړیږي او د غرب مادي ځپلي تمدن لارویان بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي او لکه څنګه چې شهید امام حسن البناء (رحمه الله) لیکي، د بې سریو سنګرونه د ځواکمنیدو او غوړیدا په حال کې ؤ، زموږ په وطن کې هم نن ورځ دا سنګرونه او جریانونه د خپریدو په تکل کې دي.

لکه څنګه چې شهید امام حسن البناء (رحمه الله) دغو کړنو او فعالیتونو نا آرامه کړی ؤ همداسې نن ورځ ددې ویاړلي وطن هر زلمی باید بیداره او ویښ و اوسي، یواځې ځیرکتیا هم کوم ځای نیولای نه شي، بلکې د عمل اړتیا لیدل کېږي، ترڅو ویښ ځوانان په خپلو ناستو او خپلو لیکنو سره د لوېدیځ ځپلو فکرونو د پرمختګ او خپریدو مخه ډپ کړي او په خپلو فعالیتونو سره د ځوانانو افکار روښانه او خپلو مسؤولیتونو ته یې متوجې کړي او که نن داسې ونه شي سبا به ډېره ناوخته وي او راتلونکي نسلونه به له یوه فکري ناورین سره مخ وي.

لیکوال: رحیم الله حریفال

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: