ویټامین ‌بی د سږو سرطان د کموالی سبب کیدلای شی؟

د اروپا یو تحقیقاتی اداری دی ته اشاره کړی ده چه په وینه کی د ویټامینبی د زیاتوالی کولای شی
د سږو سرطان د کموالی سبب شی حتی د هغو خلګو لپاره هم کوم څوک چی تمباکو څکوی.

د هغو تحقیقاتو په نتیجه کی چه پر۴۰۰سوه نفروباندی ترسره شول، دا وښودله
چه د ویټآمین بی ۶ او د امینو اسیډ میتایونین(amino acid methionine)استعمال
کولای شی تر۵۰٪ په سلوکی د سږو سرطان د ناجوړی د کموالی سبب شی
همدارنګه ویټامین په وچو میوو، مایانو او غوښو کی پیدا کیدلای شی.

څیړونکی وایی چه دا به د وخت څخه مخکی وی چه ثابته کړای شی چه همدارنګه ویټآمین سل په سلو
کی د سږو سرطان مخنیوی کوی.
اوهمدارنګه څیړونکی زیاتوی چه په وینه کی زیات مقدار ویټامین د ښه ژوند ضمانت کوی.
که څه هم د سرطان د نړیوالی څیړنی اداری دفتر وایی چه په دی برخی کی لا نوری څیړنی هم روانی دی.
او سرطان د ناروغیو د څیړنو نړیواله ټولنه وایی چه ددی معنی دا نده چه د ډیرو ویټامین بی
خوړونکی خلګ باید سګریټ وڅکوی.

 

او څیړونکی وایی چه دا څیړنی په هغو خلګو باندی ترسره شوی چا چی مخکی سګریټ څکول او اوس یی پریښی وو او دوهمه کټوګوری هغه خلګ وو چاچی هیڅ سګریټ نه وو څکولی.

سږی
سږی

خو بغیر ددی څخه چه دا ذکر شی چه څوک سګریټ څکوی اوکه نه خو دا ثابته ده
چه په وینه کی د ویټامین بی۶ زیاتوالی په سږو کی د سرطان د کموالی سبب کیدلای شی.
څیړونکی وایی چه ۸۹۹د سرطان د ناروغانو څخه ۱۲۹ناروغانو په وینه کی ویټامین بی۶زیات وو نسبت ۴۰۸مریضانو ته چه د هغوی په وینه کی د ویټامین بی۶مقدارکم وو.
د سرطان د نړیوالو څیړنو د دفتر رئیس وایی چه راتلونکی څیړنی په دا وښی چه تر کومه حده پوری
ویټامین بی۶ د سږی د سرطان د مخنیوی سبب کیدلای شی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب