سرطان Cancer ناروغي څه شی دی؟

سرطان Cancer

یو ژوندی موجود هغه وخت خپل ژوند ته په ښه توګه ادامه ورکولی شي کله چې د ده د بدن ټولې حجرې له طبیعي قانون او مقرراتو سره سم خپل فعالیتونه لکه وده، تکثر او داسې نور سرته رسوي. بعضې وخت د بدن ځینې حجرې دغه قوانین ماتي او په خپل سره توګه ډیرښت کوي، آن تر دې چې په کوم جسم کې دا حجرې شتون لري د هغه د لمنځه وړو او مړینې لامل کېږي.

کله چې په حجرو کې د تکثر عمل ډیر چټک شي او د کنترول وړ نه وي. دا کار د سرطانې حجرو د منځته راتګ سبب کېږي. د حجرو دغه غیر منظم او چټک وېش کیدای شي چې په ارثي توګه اخستل شوی وي او یا هم خارجي عوامل لکه اکسری او التراوایلټ شعاع ګانې،

تمباکو، کیمیاوي مواد او ویروس ددې د رامنځته کیدو لامل شوي وي. ډیری شواهد دا ښایي چې یواځي یو فکتور د سرطان رامنځته کیدو لامل نه کېږي بلکې څو فکتورونه یوځای د یو حجرې د غیر منظم او چټک وېش لامل ګرځي، چې د سرطاني حجرو د رامنځته کیدو لامل کېږي.کله چې په هغه جینونو کې میوټیشن رامنځته شي کوم چې د حجروي وېش لپاره پروتین کوډ کوي نو دغه حجري بیا په نورمال ډول وېش نه شي کولی او د سرطان سبب ګرځي.سرطان د چنګاښ معنا لري. سرطانې حجرې کولی شي د وینې جریان او لمفاوي سیستم له لارې د یاد بدن نورو برخو ته داخل شي او حیاتي فعالیتونه مختل کړي. په عادي ډول سرطاني حجرې د T حجرو په واسطه له منځه ځي، خو په ځینو وختونو کې د T حجرات نشي کولی هغه له منځه یوسي. نو له دې کبله د سرطان د ناروغۍ لامل کېږي. د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره زیات کوښښ شوی دی او اوس هم روان دي، مثلا په دې وختونو ک ېد سرطان په ناروغۍ اخته یو شمېر خلک د جراحۍ د عمل یا د

وړانګو او ځانګړو درملونو په واسطه تداوي کېږي. وړانګې او درمل د سرطاني حجرو وده ورو کوي.

ایدز )HIV (AIDS Human immune virus یا Acquired immune deficiency syndrome ایدز د نړۍ په کچه یوه ډېره

your ads

خطرناکه ویروسي ، ساري او مزمنه ناروغي ده چې د انسان د بدن معافیت او دفاعي سیستم له منځه وړي.په ایدز د اخته ناروغ بدن بلآخره دومره کمزورئ کېږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له لاسه ورکوي او له منځه ځي .د ختیځې آسیا او افریقا په ډېرو هېوادونو کې دا ناروغي له صحي پلوه لومړۍ درجه ستونځه ګڼل کېږي خو د الله په فضل په افغانستان کې د دیني اعتقاداتو او باورونو له امله ددې ناروغۍ کچه کمه ده .

سرطان ناروغي

که څه هم دقیق اطلاعات په لاس کې نه شته خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه صحي راپور کې په دې ناروغۍ د اخته خلکو شمېره کابو صفر وه . د WHO یا د نړۍ د روغتیایي سازمان د راپور له مخې په ۲۰۰۲ م کال کې په افغانستان کې د ایډز د ناروغۍ کچه یواځې لس تنه تثبیت شوې وه خو اوس ویل کېږي کابو زر تنه د ایدز په ناروغۍ اخته خلک تر اوسه پېژندل شوي او ښایي له ۳ تر ۱۰ زرو کسان په دې ناروغۍ په ټول افغانستان کې اخته وي . د افغانستان د روغتیایي سر چینو د راپور په اساس د پیژندل شویو په ایدز ککړو کسانو تر ۹۰ سلنه زیات ېې هغه کسان دي چې په نورو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي او بیا افغانستان ته راغلي او یا ېې هم لږ تر لږه نورو په تیره ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه درلودلي دي .ډاکتران وایي له دې امله چې د افغانستان ډېرئ خلک د ایډز ناروغۍ په اړه لازم معلومات نه لري دا ناروغي په هیواد کې نوره هم خپریدلئ شي په تیره دا چې په افغانستان کې کابو یو نیم لک بهرني عسکر هم شتون لري او ډېر افغانان په یوه نه یوه ډول له هغوی سره ارتباط لري.

د ۲۰۰۵ م کال د شمېرنو له امله په ۱۹۸۳ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له پیژندل کیدو تر ۲۰۰۵ م کاله ۲۵ میلیونه خلکو د دې ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړئ ؤ او په دې کال کې ۴۶ میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته ؤ .په ۲۰۱۰ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له امله د یتیم شویو ماشومانو شمېر هم ۲۵ میلیونه کسانو ته رسیدلئ ؤد ۲۰۰۵ م کال د شمېرنو له مخې یواځې په پاکستان او ایران کې کابو دوه لکه تنه په دې ناروغۍ اخته ؤ.د شمېرنو په اساس هره ورځ په ټوله نړۍ کې ۸۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سرطان

ډاکتران وایي په دې ډول ناروغي ځکه نه انتقالېږي چې ډېر کم شمېر ویروسونه انتقالېږي او د سالم کس بدن د هغه د له منځه وړلو توان لري. د خولې په لاړو کې هم د ویروسونو اندازه کمه ده او په مچې کولو ، ستړي مشې کولو ،یو ځای کیناستلو ، پرنجي ،په یوه حوض کې لمبیدلو، اوښکو ،خولو ،لاړو، غایطه موادو او ادارار له لارې نه خپریږي. د وینې د انتقال پر وخت باید ډېر احتیاط وشي او تر څو وینه ډاډمنه نه وي باید ناروغ ته تطبیق نه شي .په افغانستان کې د وینې له تطبیق وړاندې وینې ورکوونکي ته څلور معاینې چې د ایچ آی وي ، تور ژیړي یا ایچ بې ایس ، ایچ سي وي چې دا هم یو ډول خطرناک ژیړئ دئ او سفلیس ناروغۍ په کې شاملې دي معاینه کېږي .له دې امله چې وینه د ناروغیو د انتقال مور ده باید په انتقال کې ېې هم پوره پام لرنه ولرو .همداراز په ایچ آی وي د ککړو میندو سالم ولادت ماشوم ته له مور نه د ایچ آي وي د انتقال کچه کموي.

پر ځان د اسلام د مبارک دین د احکامو عملي کول تر هر څه ډېر د ایډز د ناروغۍ د خپریدو مخنیوئ کوي .ځکه اسلام یواځې له خپلې میرنې سره د جنسي اړیکو اجازه ورکړې او له بل پلوه ېې ځوانان هم نکاح کولو ته هڅولي چې په دې توګه د ناروا جنسي اړیکو امکانات کمیږي .له بلې خوا اسلام جنسي اړیکو ته هم اخلاقي اصول وضع کړي او د مخدره توکو او نشه ایي موادو استعمال ېې هم منع کړئ دئ .له دې امله چې ایچ آی وي د ټولنې د ناروغۍ نوم لري او په ټول کې یوه ټولنه ګواښي اسلام په نیکیو امر او له بدیو د منعې اصول لري چې که په سم ډول اجراء شي د ټولنې د ټولو ناخوالو تر ټولو اغیزمنه لاره ده .له بلې خوا د اسلام له نظره د هر کس ژوند او بدن د هغه په لاس کې یو الهي امانت دئ چې هغه ېې په

ساتلو مامور شوئ چې باید په سم ډول ترې ګټه واخلي او د ناوړه ګټې اخیستنې حق ترې نه لري . موږ باید په دې پوه شو چې زموږ هر غړئ ، بدن ، عقل ، پوهه او استعدادونه الهي امانتونه دي چې موږ باید په سالم ډول ترې ګټه واخلو او که هغه په ناروا چارو مصرفوو اویا زموږ د غفلت او بې پروایۍ له امله زیانمنیږي له موږ څخه به ېې په اخرت کې په اړه پوښتنه کېږي .په اسلام کې ځان وژنه د بل مسلمان د وژنې په اندازه ګناه او عذاب لري اسلام تل په روغتیا او سالم بدن ټینګار کړئ او د روغتیا غوښتنې دوعا ېې غوره دوعاء بللې ده .له بل طرفه موږ باید د اسلام په رڼا کې د جنسي مسئلو د پوهیدو په برخه کې شرم ونه کړو .ځکه زموږ بې ځایه شرم زموږ د بې خبره پاتې کیدو او خدای

ناخواسته په کندو کې د لویدو لامل ګرځي . د بخاري او مسلم یو حدیث شریف دئ چې وایي د انصارو ښځې بښل شوې ځکه هغوی د خپلو دیني زده کړو په برخه کې شرم نه کاوه .په اسلام کې د واده هدف اوموخه پاک لمني او د سترګو ښکته اچول ښودل شوي دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب