ژوند رازشخصیت

ولې ډیر وخت د یو بل خبرې په اسانۍ سره نه شو درک کولای؟

ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده یوازې عربي ژبه چې د قران ژبه ده له نورو ژبو بهتره ده کنه نور کوم خاص تقدس پکې نشته، ضرور هم نه ده چې یو سړی په دې افتخار وکړي چې زما ژبه دا ده او یا زه په دې ژبه خبرې کوم، بس دا زما فوقیت دی بلکې فوقیت فرق په تقوا سره کیږي چا کې چې تقوی او د ایمان ګیچ یې زیات وي عابد، اسلامي ارزښتونو ته وفادار او د اسلام نه صحیح فهم ولري دا بهتر خلک دي کنه د ژبې په وسیله څوک نه پورته کیږي.

خو د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ د نورو ژبو زده کړه ضرور ده، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث مبارک ژباړه ده چې وایې ( که غواړئ چې د بعضو خلکو د شر نه په امان کی شئ د هغوی ژبه ذده کړئ) فصاحت او بلاغت په ژبه او خبرو کولو کې دا هم یو خاص الهي رحم دی وجه یې داده چې افهام او تفهیم زر صورت نیسی.

دا چې ولې افهام او تفهیم صورت نه نیسي دوه عمده لامله دي:
ډیر کله یو تن کوشش کوي چې خپله خبره په هر شکل چې وي ناستو خلکو ته انتقال کړي له مختلفو طریقو او روشونو نه استفاده کوي تر دې پورې چې دغه ویناوال یا (Presenter ) پریزنتر داسې فکر وکړي چې هغه څه چې ما غوښتل هغه مې تر سره کړل او خپله ټوله خبره مې مخاطبینو (Audiences) ته درسته ورسوله او لکه روښانه لمر په شکل مې هر څه ورته واضح کړل ، نور د ناستو خلکو سر په خبره خلاص شو خو شیبه وروسته چې ګوري داسې یوه پوښتنه به درنه وکړي چې هک پک حیران به شې چې دې سړي خو لکه چې هیڅ نه وي اوریدلي او دی ټول ورکشاپ یا برنامه کې ویده وو چی زه خپله دې صورت حال سره ډیر مخامخ شوی یم.

دوه لامله دي چې افهام او تفهیم صورت نه نیسي
اول: یا خو د ویناوال او د ناستو خلکو ترمنځ معیار، تله او مستوي برابره نه وي نو په دې صورت کې هم افهام او تفهیم صورت نه نیسي، لږ به یې تفسیر کړم چې واضح شي کله کله یو تکړه استاد چې حتی دکتورا ولري په یو پوهنتون کې درس ورکوي خو چې کله د ارزیابي کمیټه یې درس او درس د ویلو طریقه ارزیابي کوي او معمولا د شاګردانو نه پوښتنه کوي نو د ماستر او لیسانس نه سر نه ټکوي بلکې د همدغې دکتور نه سر ټکوي چې بس مونږ دده په درس نه پوهیږو نو همدا وجه ده چې دلته د دکتور استاد او شاګرد په مستوي کې لوی فرق دی سره ددې چې شاګرد به د لیسانس نه پورته د ماسترا په کچې کې وي. کله کله خو ځینې استادان یو بل عظیم مشکل هم لري چې بعضې وختونه د خپلې پوهې، استعداد او د لیاقت دنیا ته ننوځي او غواړي چې اظهار یې وکړي داسې میتډالوژی به شروع کړي چې بیا پرې د شاګرد سر نه خلاصیږي ځکه مستوا اصلا برابره نه ده دا یو مشکل او یو لامل دی.

دوهم: دوهم لامل یې دا دی چې کله کله مستوا برابره وي ټول شرایط مساعد وي خو بیا هم افهام او تفهیم (Communication) صورت نه نیسي وجه یې دادی چې په خپله د ویناوال په خبرو کې ابهام،عموض او جمود موجود وي هغه په دې معنا چې ویناوال یا پریزنتر د څه وجوهاتو له امله اصلا نه غواړي چې خبره درسته انتقال شي یا هغه څه چې دده په زړه او ذهن کې د هغې په انتقال نه پوهیږي چې څنګه یې ناستو خلکو ته انتقال کړي چې په دې صورت کې هم مشکل رامنځ ته کیږي.

نو زما په نظر دا دوه صورتونه دي چې افهام او تفهیم درست صورت نه نیسي.

خلیل الرحمن عمرزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: