ولې خدای جل جلاله خپل اسم ذات (الله) ښکاره کوي؟

دا مسلمه خبره ده چې الله جل جلاله دې ته اړیتا نلری چې، خپل مبارک نوم ښکاره کړی، خو وبل لورته لکه څرنګه چې د حضرت آدم علیه السلام څخه نیولی بیاتراوسه او بیا تر قیامته پورې به داسې انسانان وی چې دالله نافرمانی به کوی، که په نړۍ کی دشرک اوبت پرستۍ وتاریخ ته وګورونوداسلامي تاریخ په زرینوپاڼو کی داراته معلومیږی چې بت پرستی دحضرت آدم علیه السلام څخه وروسته دحضرت شیث علیه السلام دوفات څخه پیل کیږی، دهغه راهیسی داشرک ودې اندازی ته ورسیدی چې انسانانو(مشرکینو)دبنی نوع انسان عبادت پریښوداووحیواناتوته ئې مخه کړه،اوځینوخوبیا حیوانات هم پریښودل اووجماداتوته ئې سرپه سجودایږدی، سُبحان الله په اوس وخت کی داسی انسانان شته چې لمرخپل معبودبولی، څوک وسپوږمۍ ته سرپه سجده پراته دی، څوک دبیزوګانوعبادت کوی، څوک دمارانوعبادت کوی، څوک دشیطان عبادت کوی، څوک دموږکانوعبادت کوی، څوک دونوعبادت کوی، څوک دستورعبادت کوی، څوک دملائیکوعبادت کوی، څوک دسپوږمۍعبادت کوی، څوک داورعبادت کوی، څوک دسمندروعبادت کوی اوداسی نور…. ایاداانسانان نه دی؟ عقل نلری؟ خوراک اوڅیښاک نه کوی؟ تعلیم نلری؟ دښه اقتصادخاوندان نه دی؟ بلکې هرڅه لری اوپه هرڅه پوهیږی لکن خدای جل جلاله دداسی خلکولپاره خپل اسم ذات په مختلفوڅیزونوکی ښکاره کوی، چې یوځل بیاورته وښیی چې یواځی اویواځی الله جل جلاله برحق معبود دی اوبس، که چیری دی انسانانوفکرکولای نوپه ټوله نړۍ کی به دشرک ټغرټول وای، اوس زه درته دنړی دمذهبونوپه هکله څه معلومات درکوم، چې دویکفیډیاڅخه می رااخیستی دی چې داخبره به ښه جوته شی چې ولی الله جل جلاله خپل مبارک نوم (الله)اودخپل حبیب نوم (محمدصلی الله علیه وسلم ) په انسانانو، ډبرو، ونو، میوو، سبزیجاتو، وریځو، ماهیانو اونورو… کی ښکاره کوی.

دټولی نړۍ نفوس (۷،۵) بلیونه دی، چې په دې ټوله نفوس کی دنړۍ ۴۳٪ سلنه ئې عیسایان دی، داټول په دې عقیده اوباوردی چې حضرت عیسی علیه السلام دخدای ځوی دی نعوذباالله،اوخدای دی، نعوذباالله داټول شرک کوی، ایاپه اوسنی وخت کی عیسایان یوغټ طاقت نه دی؟ ددوی اقتصاد، فوځی نظام، تعلیم، اوپرمختګ ترټولوزیات دی،نوبیاولی حضرت عیسی علیه السلام دخدای ځوی اویاهم خدای بولی؟ ایادوی عقلونه نلری؟ ایادوی وځانوته پوهان، تعلیم یافته، روشنفکران اود نړۍ پرمختلی قوم نه وایی؟ که داسی ده نوولی دالله جل جلاله سره شرک پیداکوی؟ دوی واسمانواومځکوته نه ګوری چې چاپیداکړیدی، اودوی په دې هم ښه پوهیږی چې حضرت عیسی علیه السلام زموږپه شان یوانسان ؤ چې خوراک ئې کاوه، څیښاک ئې کاوه چې ددوی مقدس کتاب بایبل هم ورباندی ګواه دی،چی حضرت عیسی علیه السلام انسان اوبشرؤ داچې دوی کاڼه، دی حق نه اوری، ګونګیان دی حق نشی ویلای اوړانده دی حق نشی لیدلای نوځکه الله جل جلاله داسی معجزی په هروخت کی ورته ښکاره کوی. چې الله جل جلاله یودی شریک نلری اومحمدصلی الله علیه وسلم دهغه اخیری پیغمبردی.
دنړۍ (۱۶٪) سلنه خلک چې دټولوشمیر (۱۱۰۰۰۰۰۰۰۰) یوولس سوه میلیونه دی، مطلق دخدای دوجودڅخه منکردی، الله اکبر الله اکبر الله اکبر، داهغه خلک دی چې غیرمذهبی خلک دی، لکه ماده پرستان، طبعیت پرستان، کمونستان اوداسی نور… داخلک په دې آنددی چې انسان دواښه په شان رالوی شواوبیادواښه په شان ولاړی، نه اخرت شته اونه خدای شته نه حساب اوکتاب شته اونه هم دوږخ اوجنت شته، داهم هغه خلک دی چې لوړلوړطاقتورخلک دی، په تخنیک کی ښه پرمختللی دی، په تعلیم کی هم مخ په لوړه دی، نوکه دوی صرف خپلو بدنو ته کتلی وای دوی به دااعتراف کړی وای چې خدای جل جلاله شته، خواوس دوی هم کاڼه، هم ګونګیان اوهم ړانده دی، نوځکه الله جل جلاله داسی معجری ښکار کوی.
(15.48%) هندوان دی، چې ټوله شمیرئې (۹۹۹۸۰۰۳۵۸) کیږی، په نړۍ کی شتون لری، دهندوانوعجبه عقیده ده، څوک ئې درې خدایان منی، څوک ئې (۳۰۰)، منی، څوک ئې (۳۰۰۰) څوک ئې (۳۰۰۰۰۰۰) دری میلیونه اوڅوک ئې وهرشی ته خدای وایی، نعوذباالله، هندوان هم لرغونی تاریخ لری، ښه تهذیب لری، په اوسنی وخت کی تعلیم اوژواک ئې نسبتا ښه دی، خوددی باوجوددوی پرواحدخدای جل جلاله باندی ایمان نلری، اوشریکان ورته نیسی، داولی؟؟؟ دهمدی خلکولپاره الله جل جلاله دامعجزی ورښکاره کوی چې دوی فکروکی چې الله جل جلاله یودی اوبل دده په مثل نشته، داهرڅه دده مخلوقات دی اودی ئې خالق دی.

(35.4%) سلنه مسلمانان دی چې شمیرئې (۲۸۱۹۳۱۴۰۰۰) کیږی په نړۍ کی شتون لری، که څه لږدعقل په سترګوورته وکتل شی نودابه جوته شی چې په نړۍ کی په سلوکی (۳۵) کسان خدای جل جلاله منی چې واحداولاشریک دی، اوکیدای شی چي په دې مسلمانانوکی اغاخانیان هم ګډون ولری، داځکه چې دوی هم وځانوته مسلمانان وایی اوحال داچې دوی اغاخان خدای بولی اوله اسلامه وتلی ډله ده، بهایان به هم پکښی وی، داځکه چې بهایان هم عبدالبهاء خدای د ځان بولی اوله اسلام وتلې ډله ده، احمدیان هم ځانونه مسلمانان بولی کیدای پکښی وی، داځکه چې دوی دفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم درسالت اونبوت څخه منکردی او نه ئې منی نوځکه دوی له اسلامه وتلې ډله ده، اوکیدای سی داسی ډیری له اسلامه وتلې ډلی پکښی وی، اوحتی ځینی هم پکښی دی چې محمدصلی الله علیه وسلم خدای بولی اوداسی نور… نوکه دغه (۳۵) سلنه ښه وکتل شی نوډیرلږکسان به پاتی شی چې موحدین به وی اونورټول مشرکان دی اوله دینه وتلی خلک اویاهم هغه کسان دی چې خدای نه منی، نوځکه خدای داسی معجزی ښکاره کوی.

د(۷-۱۰٪) پوری بودایان دی، چې بودامعبودبرحق بولی اودهغه عبادت کوی، اوحال داچې دهغه داسی څه ښکاره فلسفه هم نشته، اونه ئې په دین کی کوم عبادت شته بلکې پریوڅواخلاقی ټوټوباندی مشتمل دی اوبس، داهم الله جل جلاله په وحدانیت نه منی، نوځکه الله جل جلاله داسی معجزې ښکاره کوی.
یادونه: زماسره دالله جل جلاله اودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم دنومونو په سوونوانځورونه دی، چې ماپرفېس بوک باندی هم خپاره کړیدی، اوپه دې انځورونوکی داسی هم شته چې په کورونوکی په کامروباندی اخیستل شوی دی ، اوځینی حتی موږپخپله اخیستی دی چې هیڅ شک اوشبه پکښی نشته.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب