ولې باید له ریاضي سره مینه ولرو؟

ځواب:
۱-ریاضي را زده کړل:
چې منفي په منفي کې مثبت کیږي…نو مه ناهیلی کیږه، ستونزې پسې ستونزه مانا راحت دی.

۲-ریاضي را زده کړل:
چې ځینې معادلات او سوالونه نه حل کیږي، نو په ژوند کې هم چې کوم شي ته لاسرسی ناممکن وي، په قصه کې یی مه اوسه.

۳-ریاضي را زده کړل:
چې له یوې خوا نه بلې خوا ته اوختلو سره قیمت تغیر کوي. نو که په ژوند کې په کومو خواصو چې خلک ستا ملاتړ کوي او تا ستایی، نو ته بل خوا مه ځه، که نه برعکس کړنې سره به مخامخ شې.

۴-ریاضي را زده کړل:
چې صحیح نتیجې ته رسیدل له یوې څخه په زیاتو طریقو امکان لري…نو دا ګمان مه کوه چې یواځې ته په حقه یې او څوک چې ستا خلاف دي ټول په نا حقه دي.

۵-ریاضي را زده کړل:
چې هر مجهول یو قیمت لري…نو هغه څوک چې نه يې پیژنې کمتر یې مه ګڼه.

۶-ریاضي را زده کړل:
چې یو څه شی شته چې بې نهایت نومیږي…نو خپل فکر مه محدودوه.

۷-ریاضي را زده کړل:
چې د منفي عددونو ارقام چې هر څومره لوړیږي قیمت یې هومره کوچنی کیږي…نو هغه خلک چې ځان په نورو اوچت ګڼي، هر څومره چې ددوي لویي زیاتیږي د الله په نزد او د خلکو په نظر هومره ښکته غورځیږي.

۸-ریاضي را زده کړل:
چې هر متحول یو داسې قیمت لري چې صحیح نتیجه ورڅخه اخیستل کیږي…نو خپل متحولونه داسې وټاکه چې د خوښې نتيجې ته پرې ورسیږې.

۹-ریاضي را زده کړل:
چې که په کومه عملیه کې سهوه یا غلطي وکړې، نو غلطې نتیجې ته رسېږې، خو په بیا ځلې هڅو سره کولاې شې چې سمې نتیجې ته ورسېږې، نو په ژوند کې هم همداسې باید وشي، تر څو په بیا ځلي هڅو سره بریالي شو.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب