بریا او ناکاميژوند راز

وخت، او ارزښت يې

وخت د انسان ژوند دی، که وخت يې ضايع کړ، خپل ژوند يې ضايع کړ. وخت په منډه روان دی او بيرته راګرځول يې ناشوني دي. انسان يوازې د وروستۍ سلګۍ پر وخت دغه ارزښت درک کولی شي. همدا لامل دی چې د وخت په اړه خبره ځانګړی خوند لري.
سره له دې چې د وخت او د مسلمان په ژوند کې د هغه د ارزښت په اړه کتابونه او ويناګانې خپرې شوي، مګر زه هيله لرم چې په دې اړه به بيا، بيا خبره کول بې ګټې نه وي.

غواړم د دې موضوع په اړه په لاندې ډول وغږيږم:

۱- د وخت اهميت.
۲- د وخت د ضياع هغه ډولونه چې خلک فکر کوي له وخت څخه ګټه اخيستنه ده.
۳- د وخت د لاهو کيدنې لاملونه.
۴- هغه لارې چارې چې له وخت څخه د ګټې اخيستو په لاره کې مرسته کوي.
۵- د وخت د تنظيمولو مهارت
۶- وخت په څه شي ارزښتناک کيږي؟
۷- له وخت څخه د ګټې اخيستنې په ډګر کې د پخوانيو بيلګې.
۸- هغه شيان چې وخت ضايع کوونکي ګڼل کيږي مګر اصلاً ضايع کوونکي نه دي.

لومړی: د وخت ارزښت

۱- وخت د الله جل جلاله يو له هغو نعمتونو څخه دی چې په خپلو بنده ګانو يې لورولی.
وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ (۳۳) وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (۳۴) ابراهيم
((او هغه لمر او سپوږمۍ ستاسې له پاره مسخرکړل چې د قانون تابع چلېږي. او شپه او ورځ يې ستاسې له پاره مسخر کړل. او هغه ټول هغه څه تاسې ته دركړل چې تاسې وغوښتل. كه تاسې وغواړئ چې د الله نعمتونه وشميرئ؛ نو شمېرلى يې نه شئ. حقيقت دا دى چې انسان ډېر بې انصافه او ناشكره دى))

۲- الله جل جلاله په وخت او د وخت په بيلابيلو برخو قسم کړی:
(والعصر- سورة العصر:۱ قسم دی په زمانې (يا د مازيګر په وخت))
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ ﴿۱﴾ وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ (۲)- الليل
((قسم دی په شپه كله چې هغه خوره شي، او په ورځ كله چې هغه روڼه شي))
(والضّحی- سورة الضحی:۱ قسم دی په څاښت (رڼا ورځې))
(والفجر، الفجر:۱ قسم دی په سهار))

۳- له هغو څلورو پوښتنو څخه چې د قيامت په ورځ له انسان څخه کيږي، دوه يې د وخت په اړه دي:
“لن تزول قدما عبد يوم القيامة حتی يسأل عن أربع خصال: عن عمره فيما أفناه، و عن شبابه فيما أبلاه…” رواه البزاز والطبرانی باسناد صحيح.
د قيامت په ورځ به انسان تر هغه ګام پورته نه کړي تر څو چې ترې د څلورو خويونو په اړه پوښتنه نه وي شوي: او هغه دا چې ژوند يې په څه کې تير کړی؟ او ځواني يې په څه کې زړه کړې؟…

۴- د اسلامي شعائرو له پاره ټاکل شوي وختونه په خپله د وخت ارزښت په ډاګه کوي: د پنځو لمونځونو هر يوه له پاره جلا، جلا وخت دی، نه مخکې ترې روا دی، او نه (بې شرعي عذره) وروسته. همداراز روژه، زکات، حج او نور.

دوهم: د وخت د ضياع هغه ډولونه چې خلک فکر کوي له وخت څخه ګټه اخيستنه ده

۱- د ورځپاڼو، او مجلو په لوستلو کې زياتوالی: په بې هدفه توګه له يوې څخه زياتې ورځپاڼې ګوري او يا هم يوه ورځپاڼه ګوري خو سر تر پايه يې لولي که څه هم چې ډير محتويات يې د ده اړوند نه وي.

۲- په هرې راديو او هر تلويزون کې د خبرونو او تحليلونو تعقيبول.

۳- له خلکو سره بې ګټې خبرې کول: په تيليفون کې، له مسجد څخه له وتلو وروسته، له خلکو سره د مخامخ کيدو پر وخت.

۴- د تيليفون زياته کارونه، که څه هم چې ګټه نه ور ته کوي: تيلفون ته لاس کړي، له يوه سره خبرې وکړي، له بل سره خبرې وکړي او په همدې ډول لګيا وي. ښايي له يوه کس سره خبرې دومره نه اوږدوي، خو دا چې له ګڼ شمير کسانو سره خبرې کوي (مجموعي وخت يې ډير ضايع کوي).

۵- له دوستانو او ملګرو سره په ليدنه ډير وخت تيرول.

۶- ډېر چکر وهل: ډير چکرونه وهي او ښايي ټوله اوونۍ يې له چکرونو ډکه وي که څه هم چې بې ګټې، او يوازې د ساتيرۍ له پاره وي.

۷- په ښکار کولو وخت تيرول.

۸- ډير سفرونه کول.

۹- ډيرې ترانې اوريدل.

۱۰- ډير بې ګټې بحثونه کول: مثلاً په يوې ناستې کې يوه موضوع رامخې ته کيږي يو وايي چې ولې دا موضوع مطرح شوه او بايد نه وی مطرح شوې او بل ترې دفاع کوي. موضوع مطرح شوه او ختمه شوه نو بې ځايه مناقشو ته څه اړتيا.

۱۱- د بې ګټې کتابونو لوستل يا د داسې کتابونو لوستل چې د ځينې نورو په پرتله وروستيتوب لري: لکه د شعر، کيسو او نورو ورته کتابونو ډير لوستل.

۱۲- له سهار لمانځه وروسته پرته له کومې مخکې جوړې شوې نقشې څخه خوب کول. ځينې خلک له دې کبله په دغه وخت کې ويده کيږي چې خپل مهال ويش يې په کارونو ډک کړی وي او دې ته اړ وي چې بايد په دغه وخت کې ويده شي، مګر ځينې نور بيا د لټۍ له کبله پکې ويده کيږي.

۱۳- د مباحو ويديويي فلمونو ليدل، لکه د پوهنتوني غونډو، مراسمو او نورو.

۱۴- د ځينو نويو لوبو کول چې ډير وخت نيسي، لکه کمپيوټري لوبې او نور.

۱۵- پر يوې موضوع د غږيدنې له پاره ناسته راغوښتل کيږي او له خپله حقه زيات وخت نيسي: ښايي د زيات وخت د نيولو لاملونه د تيليفوني اړيکو ځوابول، يا له نابللو ميلمنو سره جوړ په خير کول، له موضوع څخه وتل، موضوع ته له وړاندې پلان نه جوړول او د هغه څه/چا نه مشخصول چې بحث به پرې کيږي/کوي. په دې توګه ناسته له ماسخوتن څخه تر شپې ناوخته پورې اوږديږي په داسې حال کې چې له يادو ستونزو پرته په لنډ وخت کې بشپړيدی شي.

۱۶- د خيال پلاوونو وهل: لکه په موټر کې چې سپور شي (يا پر لارې روان وي) او له ځان سره چورت شروع کړي چې کاشکې داسې يا هاغسې وای، يا مې دا يا هغه تر لاسه کړي وای، يا مې دا شی يا هاغه شی اخيستی وی، یا داسې څه راکړل شوي وای يا هاغه هدف ته رسيدلی وای.

درېيم: د وخت د لاهو کيدنې لاملونه

۱- د ايمان کمزوري چې په خپل وار دا ستونزې زيږوي:

أ- د نفسي غوښتنو منښته: چې زړه يې کوم مباح کارونه غواړي، په هغو کې ډيروالی راولي. مثلاً که له ښکار سره يې ليوالتيا وي، له اړتيا زيات يې کوي، په پرله پسې توګه يې کوي، او وختونو ته يې ژمن پاتې کيږي چې ترې تير نه شي. که زړه يې سفرونو او چکر ته کيږي، هغه ډيروي او ډير وخت پرې لاهو کوي.

ب- د هيلو اوږدوالی: حسن بصري وايي: “ما أطال عبد الأمل الا أساء العمل” [تفسير القرطبي]. يعنې انسان اوږدې هيلې نه دي لرلي مګر دا چې کار ترې خراب شوی.
ابن القيم وايي: “اضاعة القلب من ايثار الدنيا علی الآخرة، و اضاعة الوقت من طول الأمل” [الفوائد]. زړه له دې کبله ضايع کيږي چې دُنيا ته پر آخرت برتري ورکړي، او وخت د اوږدو هيله له کبله ضايع کيږي.

۲- د وخت د اهميت نه درک کول: ابن مسعود وايي: “ما ندمت علی شيءٍ ندمي علی يوم غربت شمسه نقص فيه أجلي ولم يزد فيه عملي”. په هيڅ شي دومره نه يم پښيمانه شوی لکه په هغې ورځې چې لمر يې ولويږي (ختمه شي)، اجل مې پکې رانږدې شي، او (ښه) عمل مې پکې زيات نه شي.
حسن بصري وايي: “أدرکت أقواماً ان أحدهم أشح علی عمره منه علی درهمه” [شرح السنة للبغوي]. داسې خلک مې وليدل چې په خپل وخت له پيسو ډير بخيل وو (ډير پام يې پرې کاوو).

همداراز به ويل کيدل چې من علامة المقت اضاعة الوقت د بدبختۍ له نښو څخه يوه د وخت ضايع کول دي.

د وخت د اهميت په هکله لنډه خبره وشوه، ان شاءالله ځينې هغه بيلګې به هم راوړل شي چې نيکانو به څنګه خپل وختونه غنيمت شميرل.

۳- بې نظمي او له خوشکيتوب او دمې سره مينه.

۴- د پلان جوړونې نشتوالی: مثلاً يو څوک يوې غونډې/ناستې ته راځي او په دې نه پوهيږي چې دی به څه پکې کوي.

۵- کم همتي.

۶- ناوړه بيلګه: له داسې خلکو سره ناسته پاسته کوي چې خپل وختونه وژني.

۷- له کوچنيتوب څخه ناسمه روزنه: د وخت پر غنيمت شميرلو د کوچني نه روږدي کول.

۸- عادتونه: لکه له مازيګر وروسته يا نورو وختونو کې چای ته پلتۍ وهل.

۹- د وخت پر تنظيمولو نه پوهيدل.

۱۰- د دې مينه چې هر څه بايد په خپله وکړي او بل هيچا ته هم هيڅ کار ور نه کړي.

۱۱- د بيلګه توب او په کارونو کې د بشپړتوب شوق لرل، داسې چې د دې د باوري کولو هڅه کوي چې هر څه په تول پوره دي او څنګه چې غوښتل شوي وو، هماغسې شوي.

۱۱- ښايي لامل يې له نورو پورې اړه ولري:

أ- يو ملګری در ته راځي او در څخه غواړي چې د کوم کار له پاره ور سره ملتيا وکړې سره له دې چې ستا له ملتيا هيڅ ګټه نه اخلي، بلکې هسې در سره عادت شوی او د وخت تيرولو په موخه دې له ځان سره بيايي.

ب- له مخکې اخيستل شوې وعدې پرته دې ليدنې ته راځي او ناسته اوږدوي.

ج- زنګ در ته وهي او بې اړتيا خبرې اوږدوي.

د- وعدې ځنډوي يا په ټاکلي وخت نه ور ته راځي.

۱۲- ښايي لامل يې ستا له وسه پورته وي لکه د لارې ګڼه ګوڼه، هغه ځای ته د واټن ليرېوالی چې بايد ورشې (لکه د کوم شي د اخيستلو له پاره چې ليرې تګ ته اړ يې، يا کومې وينا يا درس ته تلل غواړې او بايد ډير واټن ووهې چې په لويو ښارونو کې ډير وخت نيسي).

څلورم: هغه څه چې له وخت څخه د ګټې اخيستنې په برخې کې مرسته کوي

۱- انسان بايد د الله تعالی له خوا څارل کيدنه او د انسان د کوچنيو او سترو عملونو شميرنه تل احساس کړي. کله چې يو څوک الله تعالی پر ځان کتونکی وګڼي، د الله له طاعت پرته په بله څه کې يوه دقيقه هم نه تيروي، پاتې خو لا دا چې په ګُناه کې يې تيره کړي. ځينو نيکانو ويلي: “د داسې چا په هکله نه يم خبر شوی چې يو چا دې د جنت او دوزخ په هکله اوريدلي وي او بيا دې داسې ساعت پرې راغلی وي چې د ذکر، لمانځه، تلاوت يا نيکو کارونو په وسيله يې پکې د الله تعالی منښته نه وي کړي”.

۲- د وخت د اهميت پيژندل: ابن الجوزي په صيد الخاطر کې ويلي: “ينبغي للانسان أن يعرف شرف زمانه وقدر وقته فلا يضيع منه لحظة من غير قربة”. انسان ته ښايي چې د خپل وخت قدر او عزت وپيژني چې هيڅ شيبه يې هم د الله له طاعت پرته په بل څه کې تيره نه کړي.

۳- په ځان کې د لوړ همت پالل او ځان له وخت څخه په ګټې اخيستنې روږدی کول.

۴- د هغو هدفونو مشخصول چې تر لاسه کول يې غواړي.

۵- د وخت وژونکو له ناستې پاستې څخه ډډه کول.

۶- په هر شي کې د بې ګټې شيانو پريښودل: يعنې په مباحاتو کې د ډيروالي پريښودل.

۷- له هغو کسانو سره ناسته پاسته چې وخت غنيمت شميري.

۸- په دې د خوښۍ احساس کول چې له وخت څخه د ګټور توليد په برخې کې کار واخيستل شي (کله چې کوم ګټور کار تر سره کړې، د خوښۍ احساس پرې کوه).

۹- په هغو کارونو کې تنوع رامينځ ته کول چې تر سره کوې يې څو له کار څخه ستړی نه شې.

۱۰- د هغو کسانو په هکله لوستل چې له وخته ګټه پورته کوي او هم يې له وخت څخه د ګټې اخيستنې د څرنګوالي په هکله مطالعه کول. (قيمة الزمن عند العلماء).

۱۱- ځان په يوه مشخص عادت نه روږدي کول بلکه سړی بايد باور ولري چې کولی شي خپل ورځني معمول ته څنګه يې چې زړه وي، بدلون ورکړي.

۱۲- له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل، لکه کمپيوټر، بيلابيل تيليفونونه او نور.

۱۳- د بدلون پر اړينتوب بشپړ باور درلودل.

۱۴- دُعا کول چې الله تعالی له وخت څخه د ګټې اخيستنې وس در کړي.

۱۵- په دې پوهيدل چې په بدلون راوستلو کې ستونزې را مينځ ته کيږي.

پنځم: د وخت د تنظيمولو مهارت

معمولاً پر انسان هغه کارونه ډيريږي چې تر لاسه کول يې غواړي، او ښايي د دې پر عکس ځينې کسان ځان له هر کار څخه اوزګار مومي. ځکه نو د وخت تنظيمول د دواړه ډوله خلکو له پاره مهم دي. د لومړي له پاره له دې کبله چې خپل کارونه منظم کړي او که ټولې نه وي، خپلې زياتره موخې تر لاسه کړي، او د دوهم له پاره له دې کبله چې خپل وخت په ګټورو کارونو ډک کړي.

په دې ځای کې له ما دا هيله مه لرئ چې له سهار ويښيدو نيولې تر شپې ويده کيدو پورې کارونو جدول مو مخې ته کيږدم، ځکه چې دا ډول جدول هر انسان په خپله د ځان له پاره جوړوي او هر څوک په دې ډير ښه پوهيږي چې کوم شی ور ته ګټور دی او څه بايد وکړي. مګر سره له دې به هم له ځينو هغو ټکو يادونه وکړم چې د وخت د تنظيمونې په برخې کې به يې په پام کې نيول بې ځايه نه وي. له دې ټکو څخه چې څه شی در ته مناسب ښکاره شول، ويې منه، که نه په پلي کولو يې مکلف نه يې ځکه چې دا زما افکار دي او د سمتوب او تيروتنې دواړو امکان لري.

هغه لاري چاري د وخت په تنظيمولو کې مرسته کولی شي:

۱- د کارونو د جدول ليکل: کله چې اوزګار يې او نه پوهيږې چې څه وکړې، او کله چې ډير بوخت يې او نه پوهيږې چې له کوم کاره پيل وکړې او څنګه يې پای ته ورسوې، بايد د هغو کارونو يو جدول جوړ کړې چې په هغې ورځې کې يې تر سره کول غواړې. په دې جدول کې بايد هر څه چې لاس ته راوړل يې غواړې، ذکر کړې. که هغه د قران کريم يادول وي، د علم زده کړه وي، د کوم چا ليدل وي، يا له شخصي دُنيوي چارو څخه کومه چاره يا بله څه وي.

۲- کله چې دوه کارونه سره په ټکر کې وي او نه پوهيږې چې کوم يې وکړې نو:

أ- لومړی تر ټولو مهم (أهم) او بيا مهم کار وکړه او لږ مهم تر ټولو وروسته پريږده. خطيب البغدادي وايي: “العلم کالبحار المتعذر کيلها، و المعادن التي لا ينقطع نيلها فاشتغل بالمهم منه فانه من شغل نفسه بغير المهم أضر بالمهم”. علم نه تلل کيدونکی درياب، او نه ختميدونکی کان دی، نو ځان پر مهم بوخت کړه. چا چې ځان په غير مهم بوخت کړی، مهم ته يې زيان اړولی.

ب- پر هغه چې پای-نيټه يې نږدې وي له هغې مخکې پيل وکړه چې پای-نيټه يې ليرې وي: ښايي د يو کار وخت تنګ وي او بل کيدی شي چې په بل وخت کې وشي، نو پر هغه کار پيل وکړه چې وخت يې تنګ او د بل په پرتله بيړنی وي، ان که په داسې صورت کې هغه بل کار تر دې ډير مهم هم وي. ځکه چې که د وخت له پلوه تنګ کار دې لومړی وکړ او د وخت له پلوه پراخه کار دې وروسته وکړ، دواړه کارونه دې تر سره کړل چې مطلوب کار دی. يو مثال يې د اذان تکرارول او د قران کريم تلاوت دی چې په دې ځای کې د اذان د تکرارولو له پاره د قران کريم تلاوت بس کيږي.

همدارنګه که داسې دوه کارونه وي چې د يوه کول يې له همدغه مشخص وخت پرته په بل کې ستونزمن وي او بل هر وخت کيدی شي، نو په لومړي کار پيل وکړه. د دې يو مثال د قران کريم له مخې د تلاوت کول او د ياد کړي قران کريم تکرارول دي. مثلاً ته اوس په مسجد يا کور کې يې او لږ وروسته د کوم کار له پاره په موټر کې ځې، نو لومړی د قران کريم له مخې تلاوت وکړه او د حفظ تکرار په موټر کې د تګ وخت ته وځنډوه. ځکه چې د قران کريم له مخې تلاوت له پاره قران کريم ته کتل اړين دي چې په موټر کې نه شي کيدلی.

يا که په کور کې کوم کار در په غاړه وي، مثلاً د کوم څه شي جوړول، او پوهيږې چې د دې له پاره له پلورنځيو څخه د ځينو وسايلو اخيستنې ته اړتيا ده او پلورنځي به مثلاً د ماسپخين له اذان څخه تر مازيګره پورې تړلي وي، نو آيا د اړينو وسايلو له پيرنې پرته به په کار پيل کوې تر څو چې در باندې د ماسپښين اذان وشي او که د وسايلو د اخيستلو له پاره به ځې څو د ماسپښين د دمې له وخت څخه په ګټې اخيستنې اړوند کار تر سره کړې. دا ډول کارونه زمونږ په ژوند کې ډير پيښيږي.

۳- په دې پوه شه چې هر وخت خپل کارونه لري: دې ته تل پام کوه چې مناسب کار ته مناسب وخت وټاکې، ځکه چې ځينې کارونه دي چې بايد په سهار کې تر سره شي، د بيلګې په توګه حفظ، او ځينې داسې دي چې بايد په مازيګر يا کوم بل وخت کې تر سره شي، نو ځکه د هر کار له پاره هسې وخت وټاکه چې ور سره مناسب وي.

د ځينو خلکو د تازه والي وخت مازيګر وي، مګر په داسې کارونو يې تيروي چې تازه والي ته اړتيا نه لري لکه د چا ليدل. پر ځای کار دا دی چې د تازه والي وخت دې کوم ګټور کار ته وباسې او بيا د چا ليدنې ته ورشې، په دې توګه به دې هم د ليدنې اجر تر لاسه کړی وي او هم به دې خپل بدن ته دمه او تفريح ورکړې وي.

۴- اضافي وختونو ته پام کوه: اوزګار وختونه مه لاهو کوه او په داسې کارونو کې يې ولګوه چې الله تعالی ته پرې نږدې کېږې.

۵- دا تل په ياد ولره چې هيڅ وخت به هم اوزګار نه شې: دا باور دې د کارونو له ځنډولو او کار ته له نن سبا کولو څخه ساتي او دې ته دې اړ کوي چې د هرې ورځې کار په اړوندې ورځې کې تر سره کړې.

۶- په موټر کې د سپريدنې او ورته نورو وختونو څخه ګټه واخله: د موټرو د ګڼې ګوڼې له وختونو چې لاره بنده وي، يا په الوتکې کې د سفر وخت په ګټورو شيانو ډک کړه. کولی شې له دې وخت څخه د قران کريم د حفظ د تکرارولو له پاره ګټه واخلې. تل بايد در سره په موټر يا جيب کې قران کريم موجود وي چې د اړتيا پر وخت ور ته مراجعه وکړی شې. کولی شې له دغو وختونو څخه له قران کريم پرته نورو زده کړيو شيانو په تکرارولو کې هم ګټه واخلې. يا ښايي په دې وخت کې ذکر وکړې، يا کومې ګټورې فيتې ته غوږ ونيسې، يا که انتظار اوږد وي، لکه په روغتونونو يا دفتري کار کې خپل نوبت ته د انتظار وخت، کولی شې کوم کتاب پکې ولولې.

۷- د کارونو له پاره د وتلو وختونه وسپموه: وخت په وخت د کارونو د تر سره کولو له پاره د وتلو اړتيا پيښيږي، په دې صورت کې هڅه وکړه چې، د امکان په صورت کې، له يوه څخه زيات کارونه سره يو ځای کړې او په يو وار وتلو يې تر سره کړې. په دې توګه کولی شې د څو واري وتلو د مخنيوي له لارې خپل وخت وسپموې.

۸- ځان پر يوه کار دومره مه ستړی کوه چې بيخي ودريږې. رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره ښه فرمايلي چې: “خذوا من العمل ما تطيقون فان الله لا يمل حتی تملوا”- متفق عليه. له عمل څخه د خپل وس په اندازه واخلئ، ځکه چې الله تعالی نه ستړی کيږي، مګر تاسې ستړي کيږئ.

۹- ځان ته خامخا يو څه دمه ورکړئ: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “وان لجسدک عليک حقاً…” رواه البخاري. بدن دې پر تا حق لري.
أبو الدرداء ويلي: “اني لأستجم قلبي بشي ءٍ من اللهو ليکون أقوی لي علی الحق” [بهجة المجالس للقرطبي. ۱ /۱۱۵]. زه خپل زړه ته په يو څه شي ځکه تفريح ورکوم چې د حق له پاره را ته پياوړی شي.

علي بن أبي طالب ويلي: “روحوا القلوب ساعة بعد ساعة فان القلب اذا أکره عمي”. زړونو ته وخت په وخت دمه ورکړئ، ځکه چې زړه د زور په کارونې سره ړنديږي.
۱۰- هغه شيان تل په ياد ولره چې له وخت څخه د ګټې اخيستنې په برخې کې مرسته کوي.

شپږم: وخت په څه شي ګټوريږي؟

تر ټولو غوره شی چې وخت پرې ګټوريږي، د الله تعالی طاعت او هر هغه څه دي چې انسان پرې الله ته نږدې کيږي. که څه هم چې له مباح کارونو څخه خلاصی نه شته، مګر که په دې نيت وشي چې له انسان سره د الله تعالی په طاعت کې مرسته وکړي، هيله ده چې الله به يې د نيکيو په تله کې واچوي. ځينې هغه کارونه چې بايد د انسان په شخصي برنامه کې موجود وي، په لاندې ډول ياديږي، مګر مخکې ترې دوو ټکو ته پام را اړول غواړم:

۱- د دې اړتيا نه شته چې ټول هغه څه چې يادونه ترې کوم، بايد په شخصي برنامې کې موجود وي، ځکه چې ځينې له دغو پر ځينو نه لازميږي. د دې معنی دا نه ده چې واجب کارونه پريښودل کيدی شي، واجب خو پر ټولو لازم دي، مګر ځينې کارونه شته چې ټول خلک ور ته اړتيا نه لري.

۲- په کار ده چې د دغو کارونو تر مينځ انډول وساتل شي او هر کار ته هومره حق ورکړي، چې وړ يې دی.

ځينې له هغو کارونو چې وخت پرې ګټوريږي، په لاندې ډول دي:

۱- د الله تعالی لور ته بلنه: د الله د دين لور ته د بلنې غوره والی په ګڼ شمير قرآني ايتونو او نبوي حديثونو کې ذکر شوی:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ [آل عمران: ۱۰۴] ((په تاسې كښې بايد څه خلك ارومرو داسې وي چې د نيكۍ لوري ته بلنه وكړي، په ښو امر وكړي او له بدو منع وكړي كوم خلك چې دا كار وكړي هماغوى به بريالي شي))
لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ ۚ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُسْتَقِيمٍ [الحج: ۶۷] ((مونږ د هر امت له پاره د عبادت يوه كړنلاره ټاكلې ده چې هغوى يې پيروي كوي، نو اى محمده! هغوى دې په دې باب له تا سره جګړه نه كوي. ته د خپل رب لوري ته بلنه وركړه دا باوري ده چې ته پر سمه برابره لاره يې))
قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ [يوسف: ۱۰۸] ((ته دوى ته په ډاګه ووايه زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم، زه پخپله په پوره رڼا كښې خپله لاره وينم او زما ملګري هم، او الله پاك دى او له مشركانو سره زما څه اړيكه نشته))
“لأن يهدي الله بك رجلاً واحداً خير لك من أن يكون لك حمر النعم” [رواه البخاري]. دا چې الله تعالی ستا په وسيله يوه انسان ته هدايت وکړي، تا ته له سرو اوښانو څخه غوره دی.

۲- د قرآن کريم يادول او د علم زده کړه.

۳- له نيک ټولي سره تړاو: “من أراد بحبوحة الجنة فليلزم الجماعة فان الشيطان مع الواحد وهو من الاثنين أبعد” [رواه الترمذي وقال: حسن صحيح]. څوک چې د جنت مينځ غواړي، نو له جماعت (د حق لارې ته بلونکې ډلې) سره دې يو ځای شي، ځکه چې شيطان له يوه سره دی، او له دوو ليرې دی.

۴- له مور او پلار سره نيکي کول: عن ابن مسعود قال: سألت النبي صلی الله عليه: أي العمل أحب الی الله تعالی؟، قال: “الصلاة علی وقتها” قلت: ثم أي، قال: “بر الوالدين” قلت: ثم أي، قال: “الجهاد في سبيل الله” [متفق عليه]. ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې وپوښتل چې کوم کار الله تعالی ته تر ټولو غوره دی؟ ويې فرمايل: “په خپل وخت لمونځ کول”، ومې ويل: بل؟ ويې فرمايل: “له مور او پلار سره نيکي کول” ومې ويل: بل؟ ويې فرمايل: “د الله په لاره کې جهاد کول”.
۵- خپلوي پالل: عن أبي هريرة أن رسول الله صلی الله عليه وسلم قال: ” من کان يؤمن بالله واليوم الآخر فليکرم ضيفه، ومن کان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه، و من کان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً أو ليصمت ” [متفق عليه]. ابو هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: څوک چې په الله او د آخرت په ورځې ايمان لري نو د خپل ميلمه عزت دې وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځې ايمان لري نو خپلوي دې وپالي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځې ايمان لري نو ښه خبره دې وکړي يا دې غلی شي.

۶- لوستل او مطالعه کول: لوستل هغه بوختيا ده چې هغه خلک ور ته هوسيږي چې همدا يې بوختيا وي او د خير او ګټې په لارې کې يې په کار اچولې وي. په مطالعې د انسان علم، ثقافت او شخصيت جوړيږي، او چې کله خبرې کوي، عالمانه خبرې کوي.
پخوا به مسلمانانو مطالعې ته ډير اهميت ورکاوو: د زهري ښځه د خپل ميړه له مطالعې ګيله منه وه او ويل به يې چې: “ان هذه الکتب أشد علي من ثلاث ضرائر” [شذرات الذهب ۱، ۶۳] دا کتابونه را باندې له درېوو بنو زيات سخت تماميږي.

۷- سفرونه: له سفرونو څخه د علم د تر لاسه کولو، د الله لور ته بلنې او د خير د خپرونې په برخې کې ګټه اخيستل په کار دي. بله دا چې په سفرونو کې معمولاً داسې کارونه په برنامې کې نيول کيږي چې انسان يې په کور کې نه شي تر سره کولی. په کار ده چې له سفرونو څخه د صبر، زغم، او د ورځني معمول د ماتولو په برخې کې ګټه واخيستل شي. سفر د غير ملتزمو ځوانانو د بلنې ښه فُرصت دی. که څه هم چې له سفرونو څخه هدف زړه ازادول وي، مګر دا بايد د سړي پر برنامې غالب نه شي.

۸- له نيکو ځوانانو سره د زړه آزادونې ناستې: خو په دې شرط چې د شريعت په چوکاټ کې وي.

خپل وخت د هغو بيلابيلو عبادتونو په کولو سره چې انسان پرې الله ته نږدې کيږي، ګټور کړه وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ [الحجر: ۹۹] ((او تر هغه وروستي ساعت پورې د خپل رب بندګي كوه چې د هغه راتګ يقيني دى)) يعنې د مرګ تر وخته د خپل رب عبادت وکړه.

اووم: له وخت څخه د ګټې اخيستنې څو بيلګې:

۱- يوه سړي عامر بن عبد قيس ته وويل چې ما ته خبره وکړه، هغه وويل: لمر ودروه.

۲- أبويوسف د ځنکدن په حال کې وو او له خپل شاګرد سره يې پر فقهي مسئلې بحث کاوو.

۳- د ليکلو پر وخت د محمد بن سلام البيکندي قلم مات شو، يو کس ته يې وظيفه ورکړه چې ووايي قلم په يوه دينار، له هر لوري پرې د قلمونو باران شو.

۴- سليم الرازي به له ځان سره د وختونو په هکله حساب کاوو او هيڅ وخت به يې نه پريښود چې بې ګټې تير شي.

نورې هم ډيرې بيلګې شته چې ليوال کسان کولی شي په دې هکله د عبد الفتاح أبو غدة کتاب (قيمة الزمن عند العلماء)، چې په پښتو ژبه هم ژباړل شوی، وګوري.

اتم: هغه شيان چې ځينې يې د وخت ضياع بولي، مګر داسې نه دي:

۱- د الله دين ته بلنه: کله چې يو څوک له يوه ځوان سره په خبرو څه وخت د الله دين ته د بلنې په موخه ولګوي، او فکر کوي چې دا يې د وخت ضياع ده او په کار ده چې د دې پر ځای علم لاس ته راوړي يا قران کريم حفظ کړي، تيروتی دی.

۲- سفرونه/چکرونه: که سفرونه ډير شي، دا د وخت لاهو کيدنه ده، مګر که د معقول په چوکاټ کې وي، ګټور دي او (که مناسبه برنامه ور ته جوړه شي) د وخت ضايع کوونکي نه دي.

۳- د نيکو خلکو په ټولنې کې ګډون کول: څ،ک دا ګُمان کوي چې دا د وخت ضايع کول دي، او ګوښه والي ته غوره توب ورکوي څو يې د ده په ګُمان وخت وسپمول شي، تيروتی دی او دا يې هير کړي چې له نيک جماعت څخه د ليريوالي له کبه کيدی شي بې لارې شي.

۴- زړه آزادول: کله چې له بريده واوړي، د وخت لاهو کول دي، مګر که د منطقي بريدونو د ننه وي، مطلوب کار دی او د وخت ضياع نه بلل کيږي.

۵- له خپلې کورنۍ سره کښيناستل او له هغوی سره زړه خواله کول: “وان لأهلك عليك حقاً” يعنې کورنۍ دې هم پر تا حق لري. مګر دا نيک کار هم بايد پر انسان دومره برلاسی نه شي چې د خير له ډيرو کارونو يې پر ځای کښينوي.

۶- د الله له پاره ليدنې: ځينې ور ته د وخت د ضايع کوونکي په سترګه ګوري. مګر داسې نه ده، بلکې د الله له پاره د یو مسلمان ليدلو ته تګ غوره او نيک کار دی، خو سره له دې يې هم ډيروالی او بې ګټې اوږدونه يې ناسم کار دی.

۷- له ميلمه سره زړه خواله: په ځانګړې توګه هغه چې کله، کله در ته راځي. ځينې خلک له يو چا سره د مخامخ کيدنې پر مهال د زړه تنګوالي ښکارندويي کوي او د هغه په ګُمان يې د وخت د ژغورنې په موخه بيلتون ته بيړه وي. هو، که چيرې ميلمه هر وخت راخوشې وي، بيا دا ډول چلن بې ځايه نه دی، مګر که کله، کله او د لنډ وخت له پاره راځي، خامخا يې بايد عزت وشي. له ميلمه سره په ورين تندي مخامخ کيدل او د هغه له کبله د تنګوالي احساس نه کول، د ميلمه په عزت کې راځي. “چا چې په الله او د آخرت په ورځې ايمان راوړی وي، د ميلمه عزت دې وکړي”. همداراز شونې ده چې له ميلمه سره د ناستې له وخته ګټه واخلې. مثلاً پر يوې علمي مسئلې ور سره غږېږې، يا يې د ځينو ځانګړو چارو په هکله (چې هغه پکې ماهر وي) له نظرونو او تجربو څخه ګټه اخلې. که دا يو هم نه وي کيدی شي چې هغه ته ګټه ورسوې او د هغه له راتګ څخه د هغه د بلنې له پاره کار واخلې. ان که ډير نيک انسان هم وي، ښايي چې ستا هغه ته خير ور ورسيږي او له دې کبله ستا اجر په برخه شي.

په پای کې ای وروڼو!
له هغو نعمتونو څخه چې ډير خلک ترې بې پروا دي، اوزګار وخت دی. “نعمتان من نعمة الله مغبون فيهما کثير من الناس: الصحة والفراغ” [رواه البخاري]. د الله له نعمتونو څخه دوه نعمتونه دي چې ډير خلک پکې تاوانيان دي: روغ صورت او اوزګار وخت.

ابن حجر (په فتح الباري ۱۱/ ۲۲۹) کې وايي: “من استعمل فراغه و صحته في طاعة الله فهو المغبوط، ومن استعملها في معصية الله فهو المغبون؛ لأن الفراغ يعقبه الشغل، والصحة يعقبها السقم”. چا چې اوزګارتيا او روغتيا د الله په طاعت کې وکارول، هغه نيکمرغه دی، او چا چې په ګُناه کې وکارول، هغه بدمرغه دی؛ ځکه چې له اوزګارتيا وروسته بوختيا راځي، او له روغتيا وروسته ناروغتيا.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه مبارک حديث کې چې فرمايي پنځه شيان له پنځو مخکې غنيمت وګڼه، راغلي چې اوزګارتيا له بوختيا مخکې غنيمت وشميره [رواه الحاکم …].

د اوزګارتيا نعمت، لعنت ګرځي په ځانګړې توګه چې ځواني او شتمني ور سره يو ځای شي.

او هغه څه چې خواشينوونکي دي، د لټۍ، دمه خوښونې او ميږه توب خپريدنه ده، په داسې حال کې چې مونږ نن ورځ د بل هر وخت په پرتله زيار او منډو ترړو ته ډيره اړتيا لرو.
هغه څه چې دلته مو پام اړول ور ته غواړم، د رخصتيو له وختونو او بل هر اوزګار وخت څخه ګټه اخيستنه ده. ښځې بايد په ځانګړې توګه له خپلو اوزګارو وختونو ګټه واخلي او بايد په ګټورو کارونو يې تير کړي، ځکه چې ښځې عادتاً د نارينه وو په پرتله ډېر اوزګار وختونه لري چې لوستې او نالوستې دواړه بايد ګټه ترې واخلي. لوستې ښځې کولی شي چې د مطالعې او ګټورو معلوماتو د تر لاسه کولو له لارې ګټه ترې واخلي، او نالوستې يې د غږيزو او انځوريزو فيتو د اوريدنې او ليدنې له لارې.

له مطالعې سره د مينې پيدا کولو لاره:

۱- د لوستلو پر وخت پوره پاملرنه کول.
۲- پر هغه څه عمل کول چې لولي يې.
۳- د هغو شيانو لوستل چې ليوالتيا ور سره لري، او په دې برخې کې پړاويزتوب په پام کې نيول.
۴- د لوستنې په برخې کې د پخوانيو د همت په هکله ځان خبرول.
۵- د مطالعې له پاره د مناسب وخت او ځای غوره کول.
۶- په مطالعې کې تنوع په پام کې نيول.
۷- دُعا کول.
د کار د ځنډولو او نن سبا کولو درملنه:
۱- ته د دې ضمانت نه شې کولئ چې سبا ته به ژوندی يې.
۲- که سبا ته ژوندی هم يې، له خنډونو نه شې تښتيدی، او خامخا ور سره مخ کيږې.
۳- هره ورځ خپل، خپل کارونه لري او هر وخت خپل، خپل مسؤليتونه.
۴- کار ځنډونه سړی تيارخور اموخته کوي.
له څښتن تعالی څخه غواړم چې مونږ ټول له هغو کسانو څخه وګرځوي چې له خپلو وختونو ګټه اخلي او د دې وس راکړي چې په داسې کارونو يې ولګوو چې الله ته پرې نږدې شو.
وصلی الله وسلم علی سيدنا محمد و علی آله و اصحابه أجمعين.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: