هیر شوی سنت : په دسترخوان یو ځای غذا خوړل

له وحشي بن حرب رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې اصحابو کرامو رضوان الله علیهم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چي مونږ  غذا خورو خو مړیږو نه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایا تاسو غذا یو بل څخه یوازي خورئ؟ هغوی وویل : هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ? “فَاجْتَمِعُوا عَلَی طَعَامِکُمْ، وَاذْکُرُوا اسْمَ اللهِ عَلَیْهِ، یُبَارَکْ لَکُمْ فِیهِ”.)د غذا خوړلو په وخت کي سره یو ځای کیږي او د الله تعالی نوم په ژبه اخلی تر څو برکت پکي کيښودل شي .(سنن ابي داود و ابن ماجه )

امام طبراني رحمة الله علیه په دي الفاظو دا روایت را نقل کړی ” کُلُوا جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا، فَإِنَّ طَعَامَ الْوَاحِدِ یَکْفِی الِاثْنَیْنِ”.  ( یو ځای غذا وخورئ ، بیل بیل يي مه خورئ ، د یوه نفره غذا به د دوو نفرو لپاره کفایت وکړي ).معجم الأوسط.

امام ابن بطال رحمة الله علیه ددي حدیث په شرحه کي وايي :  د برکت له اسبابو څخه یو هم دادی چي په دسترخوان یو ځای خوراک وکړئ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم او یارانو يي له ډیرو لارو څخه د یوځای کیدلو ترغیب کړی او له بیلوالي څخه يي منع کړي ده ، په هر فرصت او مناسبت کي يي د مسلمانانو د یو ځای والي لپاره ډيره هڅه کړي ،  یو له هغو څخه هم د خوراک په وخت کي په دسترخوان را ټولیدل دي ، لکه څنګه چي په پورته حدیث شریف کي ذکر شوي .

په دسترخوان را یو ځای کیدل او له خوراک مخکي د الله تعالی نوم اخستل د برکت باعث ګرځي ، همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي ددي برکت تاثیر یوازي په غذا او د انسان په جسم نه وي بلکي د اجتماعي روابطو د ښه کیدلو سبب هم ګرزي ، هغه روابط اګر که د کورنی تر منځ  وي او یا هم د خپلوانو .

لیکوال: شفيق ريان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب