هولي یا د رنګونو جشن او اختر HOLI

هولي د هندوانو يو لرغونی اختر او جشن دی چې په زړو تاريخي متونو کې د هوليکا په نوم هم ياديږي. مؤرخين عقيده لري چې هولي په پخوانيو زمانو کې په اريائيانو کې رواج درلود. د هولي د جشن لمانځل ان د حضرت عيسی(ع) د زيږيدو څو پيړۍ د مخه لرغونوالی لري.

دا چې د هولي جشن په څه ډول را مينځ ته شو په دې اړوند ډول ډول اساطيري کيسي او نکلونه شته. داسي ويل کيږي چې په ډيرو لرغونو زمانو کې په هندوستان کې چې په هغه وخت کې د بهارت په نامه ياديده يو پاچا چې هیرانکاشیاپ نوميده او ډير مغرور سړی و خلک ديته اړ ايستل چې د ده عبادت وکړي، خو د ده زوی چې پراهلاد نوميده دده پر خلاف د ويشنو لمانځنه او عبادت کاوه چې دده پلار د خپل زوی پراهلاد دا عمل دده د امر نه سرغړونه وبلله او غوښتل يې چې خپل زوی مړ کړي. دده پلار څو څو ځلي کو ښښ وکړ چې خپل زوی له مينځه يوسي، خو هرځل به په دې کار کې له ناکامۍ سره مخ کيده. په پای کې يوه ورځ پاچا ډير لرګي را ټول او لوی اور يې بل کړ او خپلې خور ته يې چې هوليکا نوميده او شيطان فطرته ښځه وه او جادو يې تعويذ يې په غاړه کې و امر وکړ چې دده زوی له ځانه سره په اورکې واچوي، هماغه و چې دده زوی يې له ځانه سره د اور مينځ ته بوت، خو جادو يي تعويذ کار ونکړ، هوليکا په اور کې وسوځيده او ستي شوه، خو د پاچا زوی وژغورل شو.

دا جشن په حقيقت کې پر شيطان او تيارو او باطل باندې د بري ورځ هم ګڼله کيږي. له همدې کبله دی چې خلک د هولي د جشن نه يوه شپه دمخه د پاچا د شيطان فطر ته خور هوليکا مجسمه چې د بدۍ سمبول ګڼل کيږي جوړوي او بيا يو ستر اور بلوي او دغه مجسمه په هغه اور کې سوځوي.
همدا راز ويل کيږي چې هولي د کرشنا او رادها د ميني په خا طر هم لمانځل کيږي،چې خلک د غه جشن پر يو بل باندې د رنګونو په اچولو او د خو شاليو په کولو سره لمانځي.

هولي چې د خلکو تر مينځ د يو ځای کيدو او خوشاليو جشن دی هر کال د مارچ په مياشت کې په ډيرو ولولو او پر تمينو مراسمو سره لما نځل کيږي. ځکه چې د ژمی موسم مخ په خلاصيدو او د پسرلي موسم پيل کيږي. خلک د سهار چایو تر څښلو وروسته رنګونه په وچ ډول او يا هم د اوبو سره ګډوي او په هره کوڅه ،کلي او بانډه کې خلک د ګاونډيانو او خپلو خپلوانو کورونو ته ځي او په يوه او بل باندې رنګونه شيندي . با يد وويل شي چې خلک په دغه ورځ معمولا سپينې جامې اغوندي .

هولي نه يوازې په هندو ستان کې ،بلکې په نورو هيوادونو لکه نيپال،پا کستان،بريتانيا او د امريکې په متحده ايالتونو کې هم لمانځل کيږي. د هندو ستان په ټولو ښارونو کې دغه جشن د هندوانو له خوا په ګډه لمانځل کيږي په تيره بيا د غه ورځ د هند د سينمايي لو بغاړو او باليووډ کار کوونکي په پرتمينو مراسمو سره لمانځي. د هولي د جشن مراسم په فلمي نړۍ کې د لومړي ځل له پاره د راج کپور له خوا پيل شول چې بيا په وروستيو وختو کې د هند نامتو فلمي اداکار اميتا بچهن او ميرمن جيا بچهن له خوا د يوه دوديز جشن په تو ګه هر کال لما نځل کيږي. د هولي د جشن نه يوه يا دوه اونۍ د مخه په بازارونو او مارکيټونو کې ډول رنګونه چې سره، شنه، زر غون او ګلابي وي خرڅيږي.

هولي جشن رنګونه
هولي جشن رنګونه

د هولي رنګونه :

١-ګلال : ګلال معمولا د سرو ګلانو نه چې وچ شوي او بيا ټکول شوي او ميده شوي وي جو ړيږي.
٢- لال چندڼ : دلال چندڼو يا سره چندڼو لرګی چې زموږ خلک يې صندل بولي خو شبويه او سو ر رنګ لري چې د انسان د پو ستکي له پاره هم ډير ګټور دی . د هولي د جشن په وخت کې دلال چندڼو د لر ګي دوه کا چغي پوډر په پنځه ليټرو او بو کې اچول کيږي.
٣- نيم : نيم چې په سنسکرت کې يې نيمبا بولي د هند وانو له پاره يوه سپيڅلې ونه ده چې د نيم د وچو پا ڼو نه هم د هو لي په رنګونو کې کار اخيستل کيږي.
٤-کوم کوم : چې د کور کمن او زعفر انو نه جو ړيږي او د هندوانو له خوا په مندرونو او عبادتځا يو نو کې استعما ليږي. دسرو کوم کو مو نه سيندور جوړوي چې ښځې يې د خپلو و يښتانو په هغه بر خه کې اچوي چې د سر ويښتان پکې په دوو بر خو ويشل کيږي.د کوم کوم پوډر هم د هو لي په ر نګو نو کې استعما ليږي .
خو با يد وويل شي چې د هو لي هغه ر نګو نه چې په کيمياوي ډول جو ړيږي د رو غتيا له پاره ډير تاوان لري او ډول ډول نا روغۍ او تنفسي پر ابلمو نه پيد اکوي.
لنډه داچي د هولي يا رنګو نو اختر ډير د خو شاليو ډک او زړه راښکونکی جشن دی چې د خلکو تر مينځ د يووالي او دوستۍ مزي ټينګوي.

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب