هغه ځای چې زموږ خوځښت کنټرولوی

نه، که هغه ونه درید، موږ به یی دټنډې له وېښتو ونیسو، یوه دروغجنه خطاکاره وچلی.  (العلق ۱۴-۱۵)

د”ناصية کاذبة خاطئة” کلمه په دې آیت کې ډیر عجیب دی . ننیوڅېړنو ښوولی چې دماغ دوچولی په برخه کې دځانګړو دندو دتنظیم مسؤلیت لری . دغه دندې چې څوارلس سوه کاله مخکې په قرآن کې ورته اشاره شوې یواځې شپېته کاله مخکې پوهان پرې پوه شوی. یو کتاب چې داناتومی اوفیزیولوژی بنسټونه نوم لری داسې لیکی:
“دیوه هوډ لپاره وړاندوینه اوهڅونه ددماغ په م خکینی برخه کې چې په انګرېزی کې ورته  (Prefrontal area, frontal lobe) وایی صورت نیسی اوددماغ په همدغه ځای کې دیرغل کوونکو کړونو مرکز هم قرار لری. نو همدا وچولی دی چې  دښې یا بدې کړنې یا دریښتیا اودروغو ویلو دپلان جوړونې ځای دی.
په ډاډ سره ویلو شو چې پورتنی آیت ددماغ همدغې برخی ته اشاره کوی چې په دې وروستیو شپېتو کلونو کې موندل شوی دی.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب