ژوند رازښځه او اسلام

هغه رازونه چې هوښيارې ښځې پرې پوهيږي!

 پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه سم درک لري، دوي تل د خپله زړه خبرو ته غوږ نيسي او له هغه څه خبريږي چې د دوي په ذهن، بدن، او احساساتو کې جريان لري.

هوښيارې ښځې پوهيږي چې:
۱- په ځان باندې باید باور، د نفس عزت او په نفس باندې اعتبار ولري.
۲- زړه سواندې، پرېکړه کوونکې، خلاقې، نظارت کوونکې او هوښيارې وي او ترهرڅه نه مهم دا چې وکولای شي د ځان کمزوري او قوي ټکي وپېژني.
۳- وکړای شي د هغه خلکو پر وړاندې، چې د کړنو(فعاليتونو) خنډ یې ګرځي او يا غواړي چې د دوي کړنې ترخپل کنټرول لاندې راولي څنګه څه ډول ځان ژغوري.
۴- د پرېکړې کولو وړتيا ولري د نورو خلګو ګټورو وړانديزونو ته غوږ ونيسي خپلې نظريې وړاندې کړي او وکړای شي چې د خپلې پرېکړې څخه ملاتړ او يا ننګه وکړي.
۵- د دې پر ځای چې د نورو خلګو د منلو(تاييد) په تمه اوسي ښه دا دي چې د نورو د درناوی د جلبولو په تمه اوسي.
۶- د دې له پاره چې نورو ته وښایي چې یوه ښه ښځه یو انسان ده او د نورو کسانو په څېر خپلو مسؤلیتونوته ژمنه ده.
۷- خپل ځان دې وپېژنئ او ځان ته درناوی وکړي، او ددې احساساتو سره د خپل ځان او د خپل ژوند واک په خپل لاس کې واخلي.
۸- د ارزښتونو او وړتياوو څخه يو روښان مفهوم راوباسي او هېڅکله خپل وړتيا د تاوتريخوالې سره غلط نه کړئ.
۹- هره ورځ دې په خپل ژوند کې بدلون او پرمختګ راولي.
۱۰- د خپل ژوند د لومړيتوبونو څخه باخبره واوسئ او وپوهيږي چې د هغوي له پاره ژوند لنډ دی او نه ښايی چې خپل وخت او انرژي په بې ارزښتونو څيزونو باندې تېره کړئ.
۱۱- نهيلي شرايطو باندې سترګې پټې کړي او پوه شي چې د “بهبود(ښه والی)” په لاره مزل کوي او يو څوک شته چې وکړای شئ تکيه پرې وکړئ يانې “پخپل ځان”.
۱۲- ددې پر ځای چې د نورو د خوشاليو له پاره هڅې کوي د ځان د خوشاله کولو له پاره دې هم هڅې وکړی.
۱۳- ځان ځاني او ځان خوښونې دې پريږدئ او هغه بحثونو او خبرو اترو ته دې ځان چمتو کړئ چې د دوي پر توقعاتو او غوښتنو باندې بحث کيږي.
۱۴- په دې دي پوه شي چې چې دوي کاملې نه دي او همدا نيمګړتيا د دوي ښکلا لا زياتوي او دا هم درک کړي چې دا يو ناممکنه کار دي چې يو انسان په هر برخه کې پياوړي او ځواکمن واوسي.
۱۵- وروسته د هر ناکامي څخه دې بېرته راپورته شي، تجربه ترلاسه کړي او پرمختګ وکړي او خپله تجربه هم له نورو سره شريک کړي.
۱۶- د ځېنو مخالفتونو سره وکړای شي چې خپلې اړتياوې بيانې کړي.
۱۷- انعطاف منونکي دې واوسي خو ماته دې نه مني.
۱۸- نورو له پاره دې يوه بېلګه او يوه الهام بښونکي کس واوسي.
۱۹- د ژوند په تولو پړاونو کې دې پر خپل خدای پاک باور ولري ان په هغه سختو شرايطو کې چې د ژوند څخه هيڅ ښه درک نه شي حس کولي.
۲۰- ځانونه به ګټورو مالوماتو باندې سمبالې کړي د واقعيتونو او خرافاتو ترمنځ دې توپير وکړای شي.
۲۱_ عاقلانه فکر دې ولري، عاقلانه رفتار دې ولري او تل دې په ياد ولري چې “ښځه” د خدای پاک یو با ارزښته مخلوق دی.

دلمړيتوب نه په مننه

ژباړه: محبوبه اکبر

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: