هستوي تېزابونه (Nucleic Acid)
هستوي تېزابونه (Nucleic Acid) د ۱۹ پېړۍ په پای کې فرېدرېک مېشر وښودله چې د هستوي تېزابو توکي له پروټين سره يوځای د حجرې په داخل کې شتون لري چې دا هستوي مواد له نورو پروټينونو څخه توپير لري، نو له دې کبله يې ورباندې د هستوي تېزابونو نوم کې+ود. هستوي تېزابونه هغه مرکبات دي، د نورو ماليکولونو له يوځای کېدو څخه چې نوکليوتايد (Nucleotide) په نامه يادیږي، منځ ته راغلي دي او په ټولو حيواني او نباتي حجرو کې پيداکېږي.
ويلی شو چې هستوي تېزابونه د حجرې ټول حياتي اعمال؛ لکه: وده، د مثل توليد، د پروټين تشکيل، او د مېتابولېزم نورې عمليې کنترولوي. څړېنو ښودلې ده چې د نباتي او حيواني نوکليک اسيد جوړښت يوشان دی او برخلاف هغه څه چې له نامه څخه يې معلومېږي دا مواد يوازې د هستې په دننه کې وجود لري، بلکې د حجرو په سايتوپلازم کې هم شتون لري. نوکليک اسيدونه په دوه ډوله دي: يو RNA او بل يې DNA دی چې د نوکليوټايد په نامه له کوچنيو ماليکولونو څخه منځ ته راغلي دي.
يا په بل عبارت نوکليو تايدونه د نوکليک اسيد د جوړښت بلاکونه دي. دواړه ډوله هستوي تېزابونه په خپلو ماليکولونو کې پنځه کاربنه قند لري. قند يې ريبوز دی، نو له همدې کبله په دواړو هستوي تېزابونو کې د ريبوز (Ribose) کلمه ذکر شوې ده او په همدې نامه نومول شوي دي، لکه: رايبونوکليک اسيد Ribo Nucleic Acid) RNA) او ډي اوکسي رايبونوکليک اسيد Deoxyribo Nucleic Acid يا (DNA). سربېره په ريبوز قند د هستوي تېزابونو په ترکيب کې دوه ډوله نور ماليکولونه وجود لري چې يو يې فاسفيت ځروپ او بل يې نايتروجن لرونکې قلوي ماليکولونه دي.
هغه قلوي ځانې، چې د DNA په جوړښت کې وجود لري عبارت دي له: ادنين (A)، ځوانين (G)، سايتوزين (C) او تايمين (T). په RNA کې د تايمين قلوي پرځای يوراسېل (U) وجود لري. دهستوي تيزابونو د جوړښت په باره کي به په راتلونکو درسونو کي معلومات تر لاسه کړي.
بايد پوه شو چې د يو ژوندي موجود ټولې حجرې د DNA ټاکلې اندازه لري، خو د RNA اندازه توپير کوي. په ځينو حجرو کې د RNA اندازه زياته وي. هغه حجرې چې د RNA زياته اندازه لري، زياته اندازه پروټين جوړوي.