هر څه کې خیر وي | کیسه

وایی چي په یو کلې کي یو سپین ږیرې یو سپین آس درلود چی دهغه پواسطه یی خپل روزي پیدا کوله، یوه ورځ یی آس ځنګل ته وتښتید او ورک سو.
ګاونډیان یې د تسلیت په موخه د سپین ږیرې کور ته راغلل او ویی ویل چي زیات خواشیني یو ،مګر سپین ږیری ورته ویل چی هر کار کی یو خیر سته.
څو ورځی وروسته د سپین ږیری آس لس نور وحشی آسونه یی ځان سره د ځنګله څخه راویستل، بیا ځل یی ګاونډیان راغلل او ویل یی ډیر خوښ سولو آس مو راغی او نور آسونه هم ورسره دي.
 سپین ږیري ویل هر کار کی د انسان خیر او شر وي.
آسونه څخه یي يو د سپین ږیري د زوي پښه ماته کړه، بیا یی ګاونډیان سپین ږیري ته د تسلیت او ډاډ ورکولو په موخه راغلل، سپین ږیري ویل خفه کیږی مه په ده کی به مو خیر وي.
 دوی ورځی وروسته د ښار څخه فوځیان راغلل
 او د کلې ټول ځوانان یی جنګ ته د عسکری په موخه بوتلل
د سپین ږیريزوی یي د دې له وجې پریښود چی پښه یی ماته وه
نکته : هر څه پیښې چي مونږ په ژوند کی ورسره مخ کیږو په ظاهره توګه به زموږ په نزد خوندور او په زړه پوری نه وی، ولی په حقیقت باندی يي الله تعالی پوهیږي او دا چی خیر به وی که شر ،د هغه په حکمت الله ج عالم دی او بس همدومره بسنه کوي چی په هر حالت کي دهغه په رضا باندي خپل رضایت وښیو او هیڅکله الله سبحانه و تعالی هیر نه کړو ځکه چې الله تبارک و تعالی زموږ سترګو د بڼو څخه هم راته نږدي دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب