ټولنهستونزې او حل لارې

هر څه د خلکو لپاره، ولې؟

تر څو چې په حرامو يا مکروه کارونو اخته شوي نه ياست د خلکو له خبرو  مه ويريږئ!  ځکه چې خلک پرته له خبرو کولو بل کار نه لري.  هغوی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته چې خاتم الانبيا وو ليونۍ او ساحر ويلی. خلک پريږدئ هر څه چې يې زړه غواړي ودې يې وايي. تر څو چې الله جل جلاله  له تاسې نه راضي اوخوښ وي، د خلکو نارضايتۍ او ناخوښۍ ته ارزښت مه ورکوئ!!

ليکوال: استاد علي طنطــاوي
ژباړن: ډاکټر سيدافتخار سادات.

د رواجونو بندګي

ما په موټرکې د نه تللو عادت اخيستی. که په لمر کې د تللو توان ولرم نو په سيوري کې نه ځم که د لبنان د  ميزان لمر وي او که د هندوستان د سرطان. پرون هوا صافه او ګرمه وه، د غاړې دستمال مې خلاص کړ او په جيب کې مې کېښود. په لاره کې مې يو له دوستانو نه وليد. ډير احترام ور ته لرم خو يو له عاداتو څخه يې چې هغه رسم او رواج ته ډير ارزښت ورکوي نه خوښوم. ځکه دی رسم او رواج ته دومره ارزښت ورکوي لکه يوعابد يي چې خپل دين ته ورکوي او دومره د خلکو د رضا لپاره هڅه کوي لکه يو زاهد يي چې د الله جل جلاله رضا حاصلولو ته کوي. همدا لامل وو چې پرون په سلام اچولو کې ورته لږ دوه زړی وم. تر څو چې هغه له غصې نه ډک زما په لور راغی او ويې ويل: تا څنګه وکړای شول داسې کار وکړې؟
زه ناکراره شوم او ومې ويل: څه کار مې کړی؟ د ځواب ورکولو په ترڅ کې مي خپل افکار راټول کړل ترڅو پام وکړم چې کوم بدعت خو به مې په اسلام کې نه وي پيداکړی. له کوم بدعت نه خو به مي پيروي نه وي کړي؟ اوکه کوم بل جنايت مي کړی چې دي سړي زه پري ليدلی يم؟ په پای کې مې هيڅ خبره ذهن ته رانغله. ما ورته وويل: اوس ووايه چې څه مي کړي؟ زما په باره کې در ته څه ويل شوي؟ آيا کوم دروغجن او فاسق در ته کوم خبر راوړی؟  ويې ويل: ستا په اړه چا ماته هيڅ نه دي ويلې. زه يي په خپلو دواړو سترګو ګورم . زما جيب ته يي اشاره وکړه او ويې ويل: هغه څه دي؟ ما وويل: د غاړې دستمال دی. ويې ويل څنګه بې له هغه په لاره روان يې؟ دا له يوه وکيل سره نه ښايي چې د غاړې دستمال يې په غاړه نه وي. خلک به ستا په هکله څه وايي!؟ له هغه سره د خبرو کولو نه وروسته مي فکر وکړ چې مونږ هر کار د خلکو لپاره کوو. مونږ په غاړه کې  د دي ځوړند پړي (نکټايي) سره د اوړي په دې سخته ګرمۍ کې خپله غاړه زندۍ کوو او د خلکو لپاره ځانونه په ستونزه کې اچوو. تر څو خلک څه ونه وايي.

د ښځو جيګ پوندي سينډل

زمونږ ښځې خو داسې نري تل لرونکي لوړ بوټان په پښو کوي چې مزل کول پکې په رسۍ باندې ګرځيدلو نه ډير ستونزمن دی، او کوم چې په خپل وار د پښو د غړو د درد او د پوندو د کلکوالي سبب کيږي. او دا لا څه کوې چې مزل پکې څومره ګران دی؟ آيا کولای شئ چې لس قدمه د پښو د ګوتو په څوکو ولاړ شئ؟  څه فکر کوئ چې د دغو بوټانو پښو کول چې کوم ځانګړی ښايست هم نه لري، دڅه لپاره دي؟ يوازې او يوازې د خلکو لپاره!

ډيسکو کالي
يوه ورځ مې په برېښنايي ريل کې يوه ميرمن وليده چې  سره له دي چې چوکۍ تشې وې او سره د ډيرو غوښتنو هم  نه کښيناسته. کله چې ځير شوم ګورم چې يوه عجيبه تنګه جامه  يې اچولې چې له کبله يې نه کښېناستی شي او نه ګرځېدای. دا داسې معنی لري لکه  په پښو کې چې يې د اوسپنې درانه ځنځيرونه اچولي وي. نو ځکه خو يې نه شو کولی چې د ريل له پاتښو نه را پورته شي او په چوکۍ کښيني. اوس پوښتنه داده چې د څه لپاره يې ځان په داسې کړاو ککړ کړی وو؟ ځواب ښکاره دی. يوازې او يوازې د خلکو لپاره!

زلموټي د هندارې مخې ته
يا هغه ځوان چې په ډير هنر او توجه سره يې د خپلو ويښتانو په جوړولو نيم ساعت  د هيندارې مخ ته تير کړی وي او ټوله ورځ دې ته ځير وي چې خدای مه کړه چې کوم باد را وانه لوزي او ويښتان يې ګډوډ نه کړي. يا دا چې غونډه ورځ يي سر خارښ کوي، په ځان تکليف تيروي خو حتی د ګوتو په څوکو هم خپل سر نه ګروي چې د ويښتانو سټايل يي خراب نه شي. دا ځوان ولې داکار کوي؟ يوازې او يوازې د خلکو لپاره! ځکه چې د ښه والي معيار خلک دي.

د ښځو سينګار
د کور د ميرمنې د کور وسايل، مهرباني او لطف او صفا، ټول د خلکو له پاره دي. دا ميرمن له ميلمنو سره په ښه طراوت او تازه ګۍ او په خندانه خوله او نرمۍ چلن کوي، مګر له خپل خاوند سره په وچه لهجه او په تريو تندي. پټه دې نه وي چې خاوند يې هم همداسې خوی لري. او دا خو لاپريږده چې د ميرمنې ټول زينت او سينګار هم د خلکو له پاره دی. عجيبه خو لا دا ده چې کله نوموړې ميرمن له کوره وځي نوځان داسې سينګار کړي لکه د يوې ناوي په شان. تر ټولو غوره جامې واغوندي او کوبکو عطر ووهي. مګر ميړه غريب پرته له ببرو ويښتانو او له قهره ډک مخ ، او له لاسونو نه د سوزيدلو پيازو له بوی پرته بل څه نه ګوري. ميړه هم له خپلې ښځې سره همداسې دی.

د کور ميرمن د ميلمه په کوټه کې په رنګينو دسترخوانونو، قيمتي کاسو او زينتي ګلانوسره ميلمه ته ښه راغلاست وايي. د ميلمه د خوب کوټه د منظمو کټونو او رنګارنګو پردو لرونکې وي. په داسې حال کې چې د کورنۍ خپل کټونه له اوسپنو نه جوړشوي وي چې د سړي ملا ماتوي. ځان ټوټه ټوټه کوو، سر او پښې په عذاب کې اچوو.  دا د څه لپاره؟ دا ټول دخلکو لپاره. ځکه چې د ښه والي معيار زمونږ په وړاندې خلک دي.

د لور واده

کله چې غواړو خپله لور د خپل اصلي کور په لور وليږو نو د لور او د هغې د خاوند مصلحت ته نه ګورو او د هغو دواړو خوشبختۍ ته ارزښت نه ورکوو. زمونږ ټول فکر او سوچ يواځې همدې ته وي چې د واده مراسم څه ډول تر سره کړو او په څه ډول د خلکو خوښه تر لاسه کړو. د هلک د خصوصياتو او اخلاقو په اړه هيڅ معلومات نه ترلاسه کوو، يوازینی فکر مو د ولور او مهر په اړه وي تر څو خلکو ته وښيو چې زمونږ لور دومره ډير ولور او جهيز اخيستی. وروسته بيا د جهيز په اړه خبرې کوو تر څو خلک وګوري او ووايي: ماشاالله، څومره يو کامل جهيز!! اکثراً د واده د جشن او مراسمو د لګښتونو په اړه خبرې کوو او په داسې مسايلو يو له بل سره سيالي هم کوو. دا ټول يوازې او يوازې د خلکو لپاره! او د هغوی د خوښۍ لپاره!!

له دې سره سره هم خلک نه راضي کيږي
د ناوې د جوړې بيه چې يوازې د يوې شپې لپاره ترې ګټه اخستل کيږي کله هم پنځوس زرو ته رسيږي. او د کاليو بکس يي هم له شل نه نيولې تر پنځوس زرو پورې رسيږي. دغه اضافې او چټي لګښتونه د څه لپاره؟ د ناوې د استفادې لپاره؟ د ثواب لپاره؟ د ګټې لپاره؟ نه، نه، دا ټول يوازې اويوازې د خلکو لپاره او بس. له دې ټولو مصارفو سره سره هم خلک نه راضي کيږي. ځکه که ته هر څومره ډېر لګښت وکړې، بيا هم ځينې نور شته چې له تا نه ډېر لګښت کوي او خلک بيا وايي: دا څه واده دی؟ دا څه بکس دی؟ د پلاني سړي واده له دې نه ډير لوی اوښه وو، او د پلاني بکس له دې نه ډير قيمتي وو!
د مړي مراسم هم د واده د مراسمو پشان وي. هر څوک له بل سره د سيالۍ لپاره ډير مصارف کوي. کاشکې چې دا اور يوازې د ناوې د کور يا د مړي په کور پوري محدود وای. دا خو داسې اور دی چې  لمن ېې ديرشو نورو کورنيو ته هم غځيږي.

له خپلې بړستنې سره پښې ولې سمې نه غځوو؟
د کور سړی کوښښ کوي او شپه او ورځ حساب کوي چې دکور مصرف له خپل مياشتني ديرش زره معاش سره برابر کړي ترڅو دمياشت په آخره کې باقې نه شي. غواړي چې پښې له خپلې بړستنې سره وغځوي. که سر پټوي پښې يې لوڅيږي او که پښې پټوي نو سر يي لوڅيږي. لنډه دا چې په همدې ډول خپل روزګار پرمخ وړي.
اوس دا حالت  تصور کړئ چې د ميرمنې د ماما د ښځې ترور له دنيا نه تشريف وړی دی. ميرمن له لارې راګرځي او له ميړه بيچاره نه فوراً بي له ځنډه شل زره روپۍ د مشکي لباس د اخيستلو لپاره اخلي. سړی بيچاره وايي: متاسفانه زما مياشتنی عايد د دې اضافه خرچيو اجازه نه راکوي. ميرمن په ژړا پيل کوي او وايي: زه نو اوس څنګه د ماما د ښځې د ترور  مړي ته لاړه شم؟ خلک به زما په اړه څه وايي؟! او دغه ځوانيمرګه چې ميرمن يي  په غم کې ډوبه ده  يوه ۷۹ کلنه انجلۍ وه چې شپږ کاله کيږي چې ليدلې يې هم نه ده. مګر کيسه هماغه هميشنۍ کيسه ده، خلک به څه وايي!؟
که ستا د رئيس د ښځې زوی شوی وي نو هرومرو به له خپل مياشتني عايد څخه چې ستا د وچې ډوډۍ د اخيستلو له پاره هم بسوالی نه کوي، څه کم کړې او يوه ډالۍ واخلې، او که نه نو خلک به څه وايي؟!
او که ته په مدرسه کې د درسي موادو په برابرولو بوخت اوسې، او که په مغازه يا پلورنځي کې له مزدورانو سره په حساب مصروف يې، يا دا چې په بستر کې د بيمارۍ او د مرګ په حال پرتې لور په پالنه بوخت يې، اويا هم په کوم بل مهم کار مشغول اوسې اوپه دې وخت کې يو بيکاره او چټي سړی ناڅاپه را پيداشي او ستا لوري ته راشي تر څو تا سره يو څو دقيقي خبرې وکړي. ته نبايد ورته ووايې: کار لرم او نه شم کولای له تا سره واوسم. خو له بده مرغه ته يې نه شې ځوابولی ځکه چې ته پوهيږي چې خلک به ستا په هکله څه وايي!

اوکه همسايه يا باجه دې يو پيسه دار وي او ته د دولت يو غريب مامور، که هغه زمکه يا د کور کوم قيمتي سامان اخلي نو ته هم بايد پيسي پيدا کړې او هغه واخلې او ورسره سيالي پوره کړي. که دا پيسې له هرې لارې وي پيدا کوې به يې. که په غلا وي اوکه په غارت، که نه نو د خلکو له خولې نه څنګه ځان بچ کوې؟
که پلانی سوداګر يا بډای سړی يوه ميلمستيا وکړي چې ته هم پکې بلل شوی وې او هغه ميلمنو ته د طاووس په غوښې او د بلبل په ژبې هرکلی کړی وي نو ته هم بايد هماغسې ميلمستيا وکړي. که نه نو خلک به ستا په هکله څه څه نه وايي!!

لنډه دا چې ناسته اوپاسته دې، خوراک او څښاک دې، د کور فرش او لګښت دې ټول بايد د خلکو له غوښتنو سره سم وي. يعني څنګه چې هغوی غواړي، اګر که ته جسماً اوروحاً له منځه ولاړ شې او ځان په هلاکت او بدبختۍ کې واچوې، که نه نو خلک به پيغور درکوي. خلک هماغه خلک دي او له هماغه خوی او عادت سره!
نو ای خلکو! کله به وکړای شو چې د ځان لپاره ژوند وکړو؟ کله به د شرعې او عقل په چوکاټ کې ژوند وکړو؟ کله به داسې هوښياران  پيدا شي چې  دغه روحي اوجسمي ځنځيرونه اوانحصار مات کړي؟
قسم په خدای جل جلاله زه له دغو کارونو څخه يوه ته هم اهميت نه ورکوم. هغوی ته يوه لحظه هم اجازه نه ورکوم چې زما په ژوند کې مداخله وکړي. هغو کسانو ته چې اوريدونکي غوږونه لری وايم چې لومړۍ دې د خپل دين پيروي وکړي او له حرامو څخه دې ځان وژغوري او دويم دا چې د خپل عقل دې تابع شي او هر څه چې ور ته ښه ښکاري ودې يي کړي. خپلې پښې دې د خپلې بړستنې په اندازه وغځوي. د خپلې اړتيا په اندازه دې لګښت وکړي او له اسراف نه دې ځان وژغوري که څه هم چې پيسه داره هم وي؟

نو د خلکو مه منئ، څه چې وايي ودې وايي
تر څو چې په حرامو يا مکروه کارونو اخته شوي نه ياست د خلکو له خبرو  مه ويريږئ!  ځکه چې خلک پرته له خبرو کولو بل کار نه لري.  جلال آل احمد وايي: ((د بني آدم شخوند خبرې دي)) هغوی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته چې خاتم الانبيا وو ليونۍ او ساحر ويلی. خلک پريږدئ هر څه چې زړه يي غواړي ووايي، او تر څو چې الله جل جلاله  له تاسې نه راضي اوخوښ وي، د خلکو نارضايتۍ او ناخوښۍ ته ارزښت مه ورکوئ!!

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: