هرڅه مې هیريږي، څه وکړم؟

د انسان ماغزه:

وزن یی ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۰ ګرامه دی، اوږدوالی یې په متوسطه توګه ۱۶۷ ملي متره دی، پلن والی یې په متوسطه توګه ۱۴۰ ملي متره دی.

تقريباً ۹۳ ملي متره اوچت والی لري او د انسان د بدن د ټول وزن ۲ فيصده جوړوي خو دا يوه ستره معجزه ده، چې الله پاک زمونږ د هر يوه په بدن کې ايښې ده. په خوب او ويښه کې راسره وي. که ډېره وړه ستونزه ورته پېښه شي ټول کارونه مو ګډوډ او خرابېږي او يا په عقلي او جسمي ناروغيو باندې اخته کېږو، دماغ یا ماغزه هغه لويه الهي معجزه ده، چې مونږ يې په واک کې لرو، ډېری وخت يې په جهل، اندېښنو او ناوړه فکرونو باندې مصروفوو، او ظلم ورباندې کوو.
یا هم پام ورته کوو او په ښه غذا او سم تفکیر او صبر او حوصله مندۍ په کړنو هغه غښتلي کوو.
ددې معجزې د سترو دندو څخه يوه هم د معلوماتو، تجاربو او هغو حقايقو چې مونږ يې زده کوو او درک کوو، ساتنه او حفظول دي. چې دې ته ذاکره ويل کېږي ا. چې نن وخت کې ډېر انسانان د هغې له کمزورۍ څخه شکایت لري، د ځينو نومونو يا ځايونو له هېرې سره مخ کېږي.
ته کله خپلې عينکې لټوي، هغه به ستا د پوزې په سر وي، یا د يو کس چې دوې ورځې مخکې دې ليدلي وی نوم هېر کړی، کله د کور کليانې درنه هېرې وي چې کوم ځای دې ايښې.
ولې کله چې دا ستونزه ډېر وار درته پېښه شي او د ژوند، ورځې چلند دی، خلط او ګډوډ شي، په دې وخت کې پکار ده، چې لږ د ځان سره سوچ وکړي او ددې ستونزې عاجله درملنه پيل کړي.
ډېره ښه او جالبه دا ده، چې ته کولی شې په ډول ډول وسايلو خپلې حافظې ته غښتلتيا را وګرځوي.

ولې مونږ شيان هېروو؟

ډېری پوهان وايي: د معلوماتو د اخستلو او زده کړې پر مهال د ښې توجه او دقيق ترکيز نشتوالي په مهال د هېرې لامل ګرځېدلای شي. او په پايله کې په حافظه کې  معلومات په ناسمه توګه زېرمه شي، او د اړتيا په صورت کې سره له دې چې هغه معلومات را سره په حافظه کې وي نشو کولای هغه راياد کړو.
کله کله داسې کېږي، يو شخص غواړي يو څه هېر کړي، حافظه ورځنې خالي کړي، خو په دې نه توانېږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې دغه شی د خپګان او غم پورې تړلی وي، خپله حافظه هڅوي، چې هېر يې کړي ولې نه کېږي،  کله عاطفي، صحي يا د ژوند شخصي اسباب هم ددې لامل ګرځي ، چې يو شی له حافظې څخه  نه شي هېرېدلای.
د معلوماتو په زېرمه کولو په سمه توګه بريالي نه شو، يو شی په جزيي توګه په حافظه کې زېرمه شي، په پوره ډول زېرمه نشي، نو بيا په بېرته را يادولو کې د ستونزې سره مخ شو.

څرنګه کولای شو پر ((هېره) برلاسی او غلبه پيدا کړو؟

د هېرې په اړه چې ښه اغېزناکه او مرستدويه وسيلی ګرځېدای شي، هغه د الله ډېر ذکر او تسبېح ويل دي، الله پاک فرمايلي:
((إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لأقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا (٢٤)) (کهف۲۴).
همدا راز په کار او شي کې بسم الله ويل او له شيطان څخه الله ته پناه وړل هم ښه وسيله شمېرل کېږي، الله پاک فرمایي:
(..فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ (٤٢)) يوسف.
دقيق کېدل، ترکېز او يو شي ته  پوره توجه اساسي رول لري او د هېرې په ضد د يو شفر او کلي په توګه کارېدلای شي. دا کار يو لړ تجربې او تمرين ته اړتيا لري تر څو په سمه توګه ورسره عادت شو.
پورته توجه د معلوماتو د درستی زېرمه کوله او بيا د اړتيا په وخت رايادولو لپاره ښه وسیله ګرځېدلای شي.
ځکه پوهان وايي د دوو ذهني کارونو په يو وخت کې سرته رسول سم او درست کار نه دی.
دماغ ته په دوامداره توګه تمرين ورکول په دې توګه چې هغه د يو مشکل شي سره هر وخت مخ شي د يو نوی شي يادول يا يوه نوې آله په کارول. يا د ځينو لوبو، چې ډېر دقت او ترکيز ته ضرورت لري، سرته رسول. ځني پوهان وایی باید هڅه وشي کله کله په ليکلو کې لاسونه بدل شي، یعنې که ښي لاس باندې عادت وي په چپ لاس ځينی کلمات وليکه او که په چپ عادت وي په ښي ځني کلمات وليکه.
کوم حواس چې مونږ يې لرو، د حافظې په غښتلتيا کې مهم رول لري، مونږ کولای شو، ځني معلومات د يو خاص رنګ، بوی، لمس کېدونکی شي سره وتړو او بيا يې خپله حافظه کې ثبت کړو، د اړتيا پر وخت هغه په همدې توګه بېرته راياد کړو،.
معلوماتو ته يو خاص شکل ورکول، چې تعامل ورسره آسان وي، بيا يې په حافظه کې ثبتول.
دا ځانته معلومه کړو، چې د معلوماتو د حفظولو ښه اواغېزناکه لاره کومه ده، ځکه هر يو خپله ځانګړې طريقه کارولای شي، خو چې کومه اغېزناکه ده، دا بايد معلومه شي، ځني، د اورېدلو له لارې ښه بريالي وي، ځني د ليدلو له لارې دا کار په آسانۍ کولی شي. ځني معلومات په يوه کوچنۍ تخته ليکي او ځانته يې يو ځای کې ځوړندوي، په دې توګه هغه ښه حفظوي.
نظم او ترتیب مونږ ته ښه ډېره ګټه رسولای شي. مونږ چې خپل شيان په الماريو کې په نظم ږدو د اخستلو په وخت ستونزې سره نه مخ کېږو، همدا راز د معلوماتو په نظم او ترتیب سره ذخيره کول او زېرمه کول د اړتيا په وخت آسانۍ سره را يادولی شو.
د سمعي (اورېدلو) او بصري (ليدلو) ځني آلاتو څخه د معلوماتو د ثبت او يادولو لپاره هم ښه ګټه پورته کولای شو، لکه واړه کتابونه، د ثبت وسایل، موبايلونه، وړې ورقې او کتابچې بيا يوځاې کې ايښودل تر څو يو کار را په یاد کړي.
د يو کار يا يو شي ښه یا د ساتلو لپاره هغه له ځان سره تکرارول هم مفيد ثابتېدي شی. مثلاً ځان سره داسې ويل، چې فلانی کتاب مې په فلانۍ المارۍ کې کېښود او داسې نور.
د اشخاصو يا پېښو تړل او ارتباط ورکول د مشهورو ځايونو او يا مشهورو اشخاصو سره چې ستا په ذهن کې تيار ثبت وي، هم به دې اړه ډېر مفید ثابتېدلای شي.
لوستل په سمه توګه د حفظ او يادولو په عمليه کې ډېر مهم اثر لري. کله د کلماتو د هېرول سبب دا وي چې هغه موسم نه وي ليدلی او ښه مو نه وي لوستلی.
ژوند او خواړه د صحي لارښوونو او اصولو په رڼا کې سرته رسول او داسې غذا خوړل چې ښه او د حافظې لپاره ګټور وېټامينونه په کې وي، اساسي بلل کېږي، د ډېرو غوړيو څخه ډډه کول. اوبه او مايعات په پرېمانه پيمانه کارول ځکه خوشکيت ((وچوالی)) پر حافظه مستقيم اغېز لري، سپورټ کول او په منظمه توګه حرکات سرته رسول د وينې په دوران کې مهم تاثير لري او مناسبه اندازه اکسېجن د جسم مختلفو برخو ته چې دماغ هم په کې شامل دی رسول کېږي.
د تشويش او رواني مشکلاتو سره ښه تعامل کول او د هغې تر اغېز لاندې نه راتلل چې زمونږ ژوند کې د هغو اثرات پاتې نه شي.
هغه مواد چې په بدن کې د شريانونو د بندېدو لامل ګرځي او په نتیجه کې اکسېجن کموي او وينه جسم ته سمه نه رسېږي داستعمال څخه په کلکه ډډه کول.
د دماغ تقويه او غښتلي کول د نويو معلوماتو په لوستلو يا يو کورس اخستلو او يا هم د يو پروګرام په سرته رسولو هم ډېر اغېزناک تمامېږي.
ښه اورېدل او پوره غوږ نيول هم يوه مهمه وسيله ده، چې مونږ کولای شو، پر هېره باندې غلبه او برياليتوب لاسته راوړو، هغه کس چې په توجه او اهتمام غوږ نيسی او چپ وي معلومات ښه اخستلای شي او ذخيره کولای شي.

په آخر کې:

کله کله هېره يو الهي نعمت وي او غواړو چې يو شی هېر کړو، او کله نه غواړو هېره راته پيدا شي غواړو خپله ذاکره غښتلې او قوي کړو او ويې ساتو.
خو يوه هېره او نسيان دی، چې ډېر کوشش وکړو له هغې څخه ځان وساتو، بلکه ورسره جګړه وکړو او خپل ژوند کې هغې ته لاره ورنه کړو..
الله پاک فرمايلي:
… قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى(طه ۱۲۲- ۱۲۶ ايتونه.)

محمد يونس ابراهيمي

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب