نیورون او اندوکراین سیستم

نیورون(Neuron)

د دماغ بېلابېلې برخې له ځانګړو حجرو څخه جوړې شوې دي. دا حجرې د نیورون يا عصبي حجرو په نامه يادېږي. اټکل شوې ده چې په هر دماغ کې په منځنۍ توګه سل بيليونه حجرې موجودې دي. نیورون له نورو ژونديو حجراتو سره شباهت لري؛ خو توپير يې په دې کې دی چې له يو بل سره اړيکې جوړوي. دا ارتباطي نقطې د ساينپس synapse په نامه يادېږي. دا هغه اړيکې دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې په پایله کې رامنځته کېږي او له نیورونونو سره د معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي. سره له دې چې ټول نيورونونه يو ډول نه دي. څرنګه چې نیورونونه خورا فعال دي او خورا چټک ارتباط ټينګوي، له دې کبله مختلف شکلونه او جسامتونه لري. نیورون لاندې برخې لري:

  1. حجروي جسم Cell Body

حجروي جسم سایتوپلازي کتله ده، د نیورون دا برخه سایتوپلازم، هسته او حجروي غړي لکه مایتوکاندریا او ګلجي باډي لري.

  1. دندرایت Dendrites

دندرایت له یوناني کلمې دندرون څخه اخيستل شوې دی، چې د ونې په معنا ده. دا کوچني پروتوپلازمیک تارونه دي، د اخېستونکو په توګه کار کوي او حجروي جسم ته پيغام رسوي.

  1. اکسون Axon
  2. اوږدې پلازمیکي رشتې دي، چې د دندرایت مخالف خوا د حجروي جسم څخه راوتلې وي. اکسون نسبت دندرایتونو ته غټ وي، له حجروي جسم څخه پیغام اخلي او نورو حجرو ته یې لېږدوي.

د نیورون ډولونه

د دندې له مخې نیورونونه په درې ډوله دي:

  1. حسي نیورون Sensory Neuron

دا نیورونونه له حسي غړو څخه پيغامونه اخلي او مرکزي عصبي سیستم ته یې استوي.

  1. حرکي نیورونونه Motor Neuron

دا نیورونونه پيغام له مرکزي عصبي سیستم څخه د عملي کولو غړوEffectors  پورې رسوي.

  1. منځني نیورونونه Associative Neuron

دا نیورونونه مغز او حرام مغز کې شتون لري. دنده یې له حسي او حرکې نیورونونو سره اړیکې ټینګول دي. دا ډول نیورونونه د یو نښلوونکي پل په څېر کار کوي.

عصبي تنبه

که د یو چا لاس ناڅاپه په تودې بخارۍ ولګېږي؛ نو څه ډول غبرګون ښکاره کوي او ولې؟

ویلای شو چې د لاس پوستکی اخذې لري. د بخارۍ د تودوخې په واسطه تنبیه کېږي. تنبه د حسي نیورونونو په واسطه دماغ ته ځي. په هغه ځای کې له درک کېدو وروسته د نښلوونکو نیورونونو په واسطه انګېزه د حسي نیورونونو څخه حرکي نیورونونو ته لېږدول کېږي. د حرکې نیورونونو پای د لاس له غړو سره نښتی وي. انګېزه د لاس غړو ته رسوي، غړي ځان ټولوي او له تودوخې څخه لرې کېږي. نو ویلی شو چې د لاس د سوځېدو څخه تر دماغ او له دماغ څخه  لاس تر غړو پورې درې ډولو (حسي، منځني او حرکي) نیورونونه برخه اخلي.

ساینپس او د عصبي انګېزې لېږدونه

کله چې یوه انګېزه یا پیغام د دندرایت د اخذو په واسطه واخيستل شي، لومړی حجروي جسم او بیا اکسون ته لېږدول کېږي. سیاله په ټول نیورون کې د برقي پيغام په بڼه حرکت کوي. په هغه ځای کې چې د یو نیورون اکسون د بل نیورون دندرایت سره یوځای کېږي، یوه کوچنۍ خالیګاه وجود لري چې د Synaptic cleft په نامه یادېږي. په هغې کې انتقالوونکي نیورونونه د Neuro transmitter په نامه یو ډول کیمیاوي توکي څڅوي، نومول شوي توکي د اخيستونکو نیورونونو د دندرایتونو په واسطه اخيستل کېږي او برقي پيغام منځته راوړي. د دوه نیورونو (انتقالوونکي نیورون او د پيغام اخيستونکي نیورون) د نښلېدو ځای د پيغام د انتقال په وخت کې د ساینپس په نامه یادېږي. د یادونې وړ ده چې ساینپس مورفولوژیکي ارتباط نه دی بلکې فزیولوژیکي پیوند دی، یعنې د عصبي انګېزې په وخت کې یې اړیکې ټینګې کړې وي او بیا له منځه ځي.

هورمونونه او د فعالیتونو همغږي

هورمون یوناني کلمه ده چې د تحریک په معنا ده یا هورمون پيغام رسوونکي یو ډول کیمیاوي ماده ده، چې د تنظیموونکي مرکز یعنی د داخل څڅوونکې غدې په واسطه څڅول کېږي د بدن د فعالیتونو لپاره د وینې په واسطه د هدف حجرو ته رسول کېږي. هورمون لاندې څلور اصلي دندې لري:

  1. د مثل تولید تنظیمول
  2. د تولید، مصرف او انرژۍ زېرمې ترمنځ د همغږۍ منځته راوړل
  3. د بدن ټینګ او استوار ساتل
  4. د بدن څخه د بهر محرکونو په مقابل کې د عکس العمل د سرته رسولو لپاره د بدن مجبورول

د اندوکراین سیستم (Endocrine System)

د انسان د بدن جوړښت ډېر پېچلی دی او په بېلا بېلو سیستمونو کې ډول ډول غړي فعالیت کوي. د دې لپاره چې د غړو ترمنځ همغږي رامنځته شي او ژوند په ښه توګه ادامه وکړي، دوه سیستمونه د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم دي چې یو يې عصبي سیستم او دوهم يې د اندوکراین سیستم دی. اندوکراین سیستم د بدن فعالیتونه د هورمون په نامه د کیمیاوي موادو په وسیله تنظیموي، چې د عصبي سیستم په پرتله د دغه سیستم د عمل چټکتیا لږه ده.

د پورته انځور یوې خوا ته عصبي نیورون لیدل کېږي، چې له اکسون څخه يې عصبي پیغام په نښه شوې حجرې ته انتقالېږي او بلې خواته يې د اندوکراین غده ښکاري، چې هورمون د وینې د رګونو له لارې په نښه شویو حجرو ته استوي.

اندوکراین غدې او هورمونونه

د اندوکراین سیستم د یوزیات شمېر کوچنیو غدو مجموعه ده، چې د بدن په ټولو برخو کې خپرې شوې دي. نوموړې غدې د هورمون په نامه توکي ترشح کوي. هورمون کیمیاوي مواد دي، چې د اندوکراین په حجرو کې تولید او د وینې په وسیله د بدن په ټولو برخو کې حرکت کوي؛ تر څو تر پام لاندې حجرې ته ورسېږي. هغه حجره چې هورمون پرې اغېزه کوي د هدف د حجرې په نامه یادېږي. هره حجره یوازې د یو ځانګړي ډول هورمون پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي.

د اندوکراین غدې ځانګړي نلونه او سوري نلري بلکه د وینې د رګونو په وسیله د بدن مطلوبو برخو ته رسېږي. د اندوکراین برخلاف د ایګزوکراین غدې دي، چې کانالونه لري او خپل ترشحات د بدن مطلوبو برخو ته رسوي لکه د خولو غدې، لعابیه غدې او هضمي غدې. او ځينې يې بیا هم اندوکراین او هم اګزوکراین دي لکه د پانګراس غدې. د اګزوکراین برخه د غذایي موادو د هضم لپاره انزایمونه ترشح کوي، په داسې حال کې چې د اندوکراین برخه دوه ډوله هورمونونه ترشح کوي، چې په بدن کې د ګلوکوز کچه تنظیموي.

د هدف حجرهTarget Cell

هورمونونه اختصاصي عمل کوي یعنې یوازې د هدف پر حجرو باندې تاثیر کوي. هورمون د خپل عمل لپاره د بدن خاصو برخو ته د وینې د رګونو په وسیله لېږدول کېږي؛ ترڅو خاصې حجرې د یو بېروني یا داخلي عامل پر مقابل کې عکس العمل ته وهڅوي.

په بدن کې د ګلوکوز د سطحې تنظیم

هغه هورمون دی چې په وینه کې د ګلوکوز کچه تنظیموي یعنې د اړتیا په وخت کې په وینه کې د ګلوکوز کچه ټیټوي. دغه راز انسولین ځیګر تحریکوي چې ګلوکوز په ګلایکوجن یا حیواني نشایستې بدل او زېرمه یې کړي. د ګلوکاګون هورمون د انسولین پر خلاف د اړتیا په وخت کې د ګلوکوز کچه لوړوي. په دې ډول چې نوموړی هورمون په ځیګر کې زېرمه شوي ګلایکوجن په ګلوکوز تبدیلوي او د ځیګر حجرې مجبوروي؛ ترڅو هغه ګلوکوز چې د ګلایکوجن په بڼه زېرمه شوي وو، آزاد کړي.

که چېرې د انسولین مقدار لږ شي، په وینه کې د ګلوکوز اندازه زیاتېږي او د شکرې ناروغي رامنځته کوي. چې په لومړنیو وختونو کې د خاص غذايي رژیم او ورزش په وسیله کنترولېږي؛ خو که ونشي نو بیا مریض ته د انسولین پیچکارۍ ورکول کېږي؛ ترڅو د انسولین کچه کنترول شي.

د پورته ذکر شویو دوه ډوله هورمونونو عمل او عکس العمل د یو بل متضاد فیډ بیک یو ښه مثال دی یعنې یو د ګلوکوز سطحه ټیټوي او بل د اړتیا پر وخت په وینه کې د ګلوکوز سطحه جګوي.

د کلسیم د سطحې تنظیم

په وینه کې د کلسیم د سطحې لوړوالی د تایروید غده تحریکوي؛ ترڅو د کلسي تونین په نامه هورمون تولید کړي. نوموړی هورمون د دې سبب کېږي چې د کلسیم په چټکۍ سره د هډوکو په نسجونو کې زېرمه شي او په وینه کې د کلسیم سطحه راټیټه کړي. له کلسیم څخه د مختلفو مقصدونو لپاره ګټه اخيستل کېږي، د بېلګې په توګه: د کلسیم ایونونه د عضلې د انقباض لپاره او له حجرو څخه د یو شمېر موادو په خارجولو کې رول لري. د پاراتایروید هورمون په درې طریقو د کلسیم د سطحې په لوړوالي تاثیر کوي. لومړی د هډوکو حجرې تحریکوي؛ ترڅو د هډوکو انساج مات کړي او په وینه کې کلسیم ازاد شي. دویم پښتورګی اړباسي چې د کلسیم ایونونه له یوریا څخه جذب کړي. درېیم د پاراتایروید هورمون د ویټامين D اندازه، چې  په بدن کې جوړېږي، لوړوي. ویټامين D د کولمو لپاره اړین دي؛ ترڅو د کلسیم ایونونه جذب کړي. کلسیم د وینې پرړ کېدو، د هډوکو او غاښونو جوړښت او د عضلاتو د نورمال فعالیت لپاره ډېر اړین دي. 

د نخاميې غده (Pituitary Gland)

نخامیه د اندوکراین یوه غده ده چې غټوالی يې د چڼې د یوې دانې په اندازه دی. نخامیه غده د هورمون د تولید او ترشح لپاره د اندوکراین د نورو غدو په تحریک او کنترول کې مهمه اغېزه لري او د نورو غدو په پرتله ډېر هورمونونه تولیدوي.

نخامیه غده مختلف هورمونونه جوړوي، چې له جملې څخه يې یو مهم هورمون د ودې هورمون دی. د ودې هورمون د بدن د ودې لامل ګرځي او د بدن پر ټولو حجرو باندې اغېزه کوي؛ خو هډوکي او عضلې د هغې اصلي هدف دي. د ودې هورمون په خوب کې زیات ترشح کېږي او وینې ته رسېږي. د عمر په زیاتېدو سره د دې هورمون ترشح کمېږي. د ودې او غټېدو په وخت د نوموړي هورمون تر حده زیاته ترشح د غیر نورمالې ودې او د جیګوالي لامل ګرځي. له ټاکلي حد څخه لږه ترشح د لږې ودې سبب ګرځي او د ټيټې ونې پاتې کېدو لامل کېږي.

د ودې د هورمون ترڅنګ د نخامیه غده لاندې څو نور مهم هورمونونه ترشح کوي:

پرولکتین هورمون

دغه هورمون د پروتین تولید زیاتوي همدارنګه د حامله ګۍ په وخت کې او له هغې وروسته د شيدو د تولید او د تیو د انکشاف لامل ګرځي.

د تایروید تحریکونکی هورمون

د تایروید هورمون د فقاریه حیواناتو ټول انساج اغيزمنوي. د تایراید غده د غاړې د مخه او د حنجرې په مخ کې واقع ده او د H په بڼه لیدل کېږي. د تایراید غده داسې هورمونونه جوړوي چې د بدن د میتابولزم چټکتیا تنظيموي. که په خوړو کې د ایودین اندازه لږه شي، د تایراید غدې حجم زیاتېږي او دغه حالت د جاغور په نامه یادېږي. کله چې ایودین کم شي؛ نو د تایراید غده خپله ساحه پراخوي؛ ترڅو ډېر ایودین پيدا کړي او له دې کبله پړسېږي. د دې لپاره چې په دې ناروغۍ اخته نشو، باید په خپلو خوړو کې ایودین استفاده کړو. په ماشومانو کې د تایراید د هورمون کمښت د ذهني او فزیکي ودې د درېدلو لامل ګرځي او په لویانو کې د دې هورمون کمښت د ګنګسیت او د پوستکي د وچوالي لامل ګرځي. که په لویانو کې دا هورمون زیات شي، په خوب کې د عصبانیت او بې نظمۍ لامل ګرځي. د تایراید د هورمونونو له ډله څخه یو د تایروکسین هورمون دی چې له خوړو څخه د انرژۍ ازادول کنترولوي. که چېرې د تایراید غده له ټاکلې کچې څخه د تایروکسین هورمون زیات شي؛ نو د میتابولزم د عملیې د سرعت  سبب ګرځي او زیاته انرژي تولیدېږي، چې د بدن د تودخې د لوړوالي لامل ګرځي او خوله راولي.

د ادرینوکورټېکو تروپیک هورمون

د دې هورمون مهمه دنده د ادرینال د غدې یا کورتکس تحریک کول دي. دا غدې د هر پښتورګي دپاسه نښتي دي او مختلف هورمونونه ترشح کوي. لکه چې په شکل کې وینی دا غدې له دوو مرکزي او قشري برخو څخه جوړې شوي دي. د مرکزي برخې هورمون، چې د ادرینال په نامه یادېږي، د ډار، هیجان یا د جګړې او د تېښتې په وخت کې، مثلاً له امتحان څخه یو څو شېبې مخکې ترشح کېږي، چې د زړه ضربان او تنفس زیاتوي او د رنګ د تغیر لامل ګرځي. دا هورمون د ډار په وخت کې د ګلوکوز کچه ډېروي او د بدن د ځواک د زیاتېدو لامل ګرځي.

د فولیکل تحریکوونکی هورمون

دا هورمون په جنسي غړو اغېزه کوي، د مذکر او مونثو ګمیتونو انکشاف او د جنسي غدو ( په نارینه کې د خصیې او په ښځینه کې تخمدانونو) فعالیت تنظيموي. تخمدانونه او خصيې ګامیتونه جوړوي او هغه هورمونونه ترشح کوي، چې تکثري سیستم او جنسي ځانګړتیاوې تنظيموي. په ښځو کې تخدانونه استروجن او پروجسترون هورمونونه او په نارینه کې خصیې ټیسټوسټیرون (Testosterone) هورمون ترشح کوي. په ښځو کي استروجن هورمون د هغوی د بالغېدو او د ښځینه صفاتو د منځته راتلو لامل ګرځي او په داسې حال کې چې پروجسترون رحم د امیدوارۍ لپاره چمتو کوي او د بدن تودوخه تنظیموي. که چېرې په ښځو کې پروجسترون هورمون لږ شي، ښځینه ځانګړتیاوې یې په نارینه ځانګړتیاوو بدلېږي او په ښځو کې د ږیرې د ودې لامل ګرځي. همدارنګه په نارینو کې که تستو سترون د بلوغ په وخت کې کم تولید شي؛ نو ښځینه صفتونه يې غالب کېږي. د نارینه غږ نری او تیونه يې رامنځته کېږي. جنسي غدې یواځې تر بلوغ کار نه کوي بلکه کله چې د نارینه او ښځینه جنسي غړي، یعنې تخمدانونه او خصيې په فعالیت پیل وکړي، په شخص کې ځینې ځانګړتیاوې، لکه د بدن په ځینو برخو د وېښتانو راوتل لکه ږیره، برېت او د تناسلي غړیو په شاوخوا وېښتان، د تخرګ لاندې او پر ټټر وېښتانو راختل. د دې ترڅنګ د تناسلي غړو د غټېدو لامل ګرځي. هغه هورمون چې په نارینو کې د ټسټوسټرون او په ښځینو کې پروجسترون او استروجن د ترشح لامل ګرځي، د لوټینایزنګ په نامه یادېږي.

د نخامیه غدې وروستۍ برخه

دوه ډوله هورمونونه څڅوي، یو یې د اوکسي توسین په نامه یادېږي، چې د زیږون په وخت کې حمل اسانوي، دویم هورمون چې د نخامیه غدې له وروستۍ برخې څخه څڅول کېږي، چې د Vasopressin په نامه یادېږي، د ادرار ضد په نوم پېژندل شوی دی او په پښتورګو کې د اوبو بیا ځلې جذب تحریکوي.

هایپوتلاموس Hypothalamus

هایپوتلاموس د دماغ یوه کوچنۍ ساحه ده چې د عصبي سېستم او اندوکراین فعالیتونه همغږي کوي. هایپوتلاموس د بدن زیاتې دندې لکه د تودوخې درجه، د وینې فشار او د انسان سلوک کنترولوي.

تمرین

لاندې څو ځوابه سوالونو ته سم ځواب په نښه کړئ.

  1. لاندې عضلې غیر ارادي دي:
  2. د زړه عضلې  B. د ژبې عضلې
  3. ښويې عضلې په لاندې غړي کې شتون لري:
  4. زړه B. معده
  5. د انسان سکلیټي عضلې د بدن څو فیصده وزن جوړوي؟
  6. ۶۰٪ B. ۵۵٪        C. ۴۰٪
  7. عضلې له کوم ډول حجرو څخه جوړې شوې دي؟
  8. استورک B. الیاف‌

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ. 

  1. د انسولین کموالی د …………….. د ناروغۍ سبب ګرځي.
  2. …………… هارمون ګلایکوجن په ګلوکوز بدلوي.
  3. …………. هارمون په معده کې د مالګې د تیزابو د تولید سبب ګرځي.
  4. ……………. هارمون رحم د امیدوارۍ لپاره چمتو کوي.
  5. د ………….هورمون په بدن کې د کلسیم اندازه کنترولوي.
  6. . په ښځو کي………… هورمون د هغوی د بالغېدو او د ښځینه صفاتو د منځته راتلو لامل ګرځي.
  7. . د ………….هورمون په خوب کې زیات ترشح کېږي.

حل

څلور ځوابه حل

  1. لاندې عضلې غیر ارادي دي:
  2. د زړه عضلې B. د ژبې عضلې
  3. ښويې عضلې په لاندې غړي کې شتون لري:
  4. زړه B. معده
  5. د انسان سکلیټي عضلې د بدن څو فیصده وزن جوړوي؟
  6. ۶۰٪ B. ۵۵٪        C. ۴۰٪
  7. عضلې له کوم ډول حجرو څخه جوړوې شوې دي؟
  8. استورک B. الیاف‌

د تش ځایونو حل

  1. شکر
  2. ګلوکاګون
  3. ګسټرین
  4. پروجسترون
  5. پاراتایراید
  6. استروجن
  7. ودې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب