د نکاح تعریف، صفت، رکن او حکم یې
نکاح څه ته وايي؟
نکاح په لغت كې يو ځای كولو او په اصطلاح كې هغه تړون ته ويل كيږي چې له امله يې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي نه د شريعت په چوكاټ كې دننه د خپل غريضه غوښتنو دپوره كولو حق حاصليږي .
د نکاح صفت:
نكاح د اعتدال په مهال سنت مؤكده ,او د ورپسي كړيدو په مهال واجبه ده , خو كه د سړي له لوري په ميرمنه باندې دتيري كولو يا د نه سمبالولو ويره وه نو بيا داسې چاته دنكاح كول مكروه دي.
د نكاح ركن کوم دي؟
ايجاب او قبول دى.
له تړون كوونكو نه چې هر يو يې په لومړي ځل كوم تورى ادا كوي هغه ته ايجاب او له دوهمه لوري د نوموړي توري ځواب وركولو ته قبول ويل كيږي .
د نكاح حكم:
دا دى چې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي څخه تر شرعي چوكاټ لاندې د هر ډول غريضه اړتياوو دپوره كولو اجازه وركول كيږي. او په سړي باندې د ښځې نفقه ,لباس ,او وَلوَر واجبيږي ,او ميرمنه د خاوند له اجازې پرته دباندې تللو حق نلري ,همدا راز حرمت مصاهرت (چې تفصیل يې دمحرماتوپه بیان کې راځي) او د ميراث وړلو حقونه دواړو غاړو ته ور په برخه كيږي .
همداراز په خاوند باندې له يوې نه د ډيرو ښځو په مهال دهغوی تر منځ برابري كول په شپه تيرولو ,لباس او خوراك كې واجبيږي ,همداراز په ميرمنه باندې دخاوند د وربللو په مهال دخاوند خواته ورتلل واجبيږي او د خاوند او ښځې تر منځ په ښه ډول ګزاره كول اړين بلل كيږي , او خاوند ته دهمدې ميرمنې له خور سره نكاح كول د نوموړې ميرمنې تر ژونده پورې حراميږي.