نو انسانیت داسې وي؟

وايې: نوم یې ریزه ګله وو، د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکې وه ، د دماغي ستونزو له امله خپلې کورنۍ له کوره ایستلې او شړلې وه .

دې ښځې وروسته د کندز ښار ته پناه یوړه ، د ښار په کوڅو، دوکانو ، یو ځای او بل ځای به یې شپې تیرولې.
په دې لیونتوب کې هم د وحشت او دهشت په لوی ښار کې ورباندې نږدې سلګونه ځله جنسي تیری کیږي ، له همدې امله ۵ ځله حامله شوې ده ، چې درې ماشومان یې مخکې له وخت څخه دنیا ته مړه راوړي او دوه اولادونه یې ژوندي او پر خپل وخت پیدا شوي دي.

په ژوندیو اولادونو کې یې یو ورڅخه اوبو غرق کړ او له خپلې لیونۍ مور څخه بیل شو او بل زوی یې له لوږې په یوه خونه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

وایي چې د خپل زوی مړ جسد یې نږدې یوه اونۍ له ځانه سره ساتلی وه او چاته یې نه ورکاوه چې خاوروته یې وسپاري

بالاخېره ریزه ګله د خوب په حالت کې ده او د زوی مړ جسد یې په پټه خلک ورڅخه وړي او د ښخولو بندوبست یې کوي ، کله چې ریزه ګله له خوبه ويښیږي نو چیغې وهي ، په لارو او کوڅو کې د خپل مړ ماشوم لټون پیلوي خو ، بیا یې نه ویني.

هغه د خپل ژوند (۱۱) نور کلونه هم د انسانانو په شکل کې د وحشي ځناورو په منځ کې تېروي

انسانیت

ماشومان یې په لارو کوڅو کې په تیږو او ډبرو ولي او یوه ورځ یې د کوم ماشوم لخوا د ډبرې په ویشتلو سره یوه سترګه هم له منځه ځي او د تل لپاره وړندیږي.

بالاخیره ریزه ګله د زیات یخ او ناروغۍ له امله مړه کیږي او د تل لپاره ددې نامرده ، بې رحمه او ناځوانه دنیا او خلکو څخه د حق داعي ته لبیک وایي.

د ریزه ګلې د ښخولو لپاره د کندز له ښاروالۍ څخه مرسته غوښتل کیږي تر څو د تکفین بندوبست ورته برابر کړي ، خو ښاروالي له دې کاره په شا کیږي.

وروسته د سیمې یو غیر مسؤل قوماندان د هغې د جنازې او تکفین کار په غاړه اخلي او خاورو ته یې سپاري.

دا مو د ټولنې هغه دردونکې کیسه ده چې ، موږ ټول ورباندې باید خجالت وباسو او د یوې بېوزلې او لیونۍ خور په حق کې باید ځانونه پړه وګڼو. افسوس افسوس…

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب