نور چرګ له پخلي مخکې مه وينځئ

نور چرګ له پخلي مخکې مه وينځئ

مخکې به مو چرګ له پخولو مخکې په اوبو ښه پرې مينځه ترڅو زموږ په نظر ميکروب ترې لرې شي، او پاک چرګ وخورو، خو طبي سرچينې دې پايلې ته رسيدلي: چې چرګ بايد د پخولو نه مخکې ونه وينځل، ځکه دې سره پخلنځي کې مېکروب نشريږي، او د فائدې څخه يې ضرر ډېريږي، او زياتوي ځينې خلک چرګ له پخولو مخکې په سرکه او ليمو باندې مېنځې چې داکار هم د څيړونکو له نظره د ميکروب نشرولو يو سبب ګڼل شوی لدې هم بايد ځان وساتل شي.

د دې مينځلو له کبله چې پخلنځیي کې کومه بکتريا نشريږي هغې ته د کامپېلو باکتريا وايې، او دا د غذاګانو زهرجن کېدو اصلي لامل دی. او د چرګ مينځلو سره دا بکتريا انسان لاسونو، جامو، او د پخلنځای نورو سطحو ته انتقاليږي.

د دې بکتريا څخه د سخت اسهال او نورې ورته ناروغيو د پيدا کيدو ويره شته دی.

نو خيرن چرګ وخورو؟!

د دې لارښوونې له منلو ډېرو انکار کړی او د شک په سترګه ورته ګوري، او دا يې زړه نه غواړي چې ـ د دوی په نظر ـ چټل چرګ وخوري، خو ښه لاره دا ده چې د حلالولو او سپينولو وخت کې چرګ ډېر خيرن نکړای شي، او بله دا چې څېرړونکي وايې: د پخلي پر مهال بايد دا چرک پوره پوخ کړای شي ترڅو شته ميکروب يې ووژل شي او لمينځه لاړ شي.

خو د ځينو زړه بيا هم دا نه اخلي، که ضرورو يې مينځې نو ښايې چې د پخلنځي نه لرې، يا خاورين ځای پرمينځي ترڅو يې بکتريا خاورو سره لمينځه لاړه شي او نورو غذايې موادو ته ونه رسيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب