ژوند رازکاري ژوند او مدیریت

نورو ته د قناعت ورکولو مهم مهارتونه

په دې ليکنه کې غواړو نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال يو لړ مهمو مهارتونو ته ستاسې د درنو لوستونکو توجه راواړوو، په همدې هیله چې تاسې ته ګټور او ستاسې د پام وړ وګرځي.

پر نورو خلکو باندی داغېزې شيندلو لپاره بايد څو مهم مهارتونه په پام کې ونيسو تر څو وکولی شو په خورا حکمت او برياليتوب سره نورو ته قناعت ورکړو، چې ددغو مهمو مهارتونو څخه يو څو دادي:

لومړی مهارت:پخپل ځان او خپل فکر ټينګ باور ولرئ

نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال تر هر څه د مخه د خپل زړه څخه شکوک لرې کړئ او په بشپړ اطمئنان سره نورو ته قناعت ورکړئ. ستاسې د کاميابۍ راز په همدې کې نغښتلی دی چې تاسې پر خپلې وينا باندې بايد لومړی پخپله کوټلې باور ولرئ، بيا نورو ته قناعت ورکړئ.

مخکې له دې چې بل څوک له يو ناروا کار څخه منع کړۍ، لومړی له ځان څخه وپوښتئچې: زه پخپله د دې کار د روا والي او حراموالي په اړه څومره پوهه لرم؟ زما دا خبره له قرآن کريم او نبوي سپېڅلو آحاديثو سره څومره موافقت لري؟ ځيني وايي: یيو چا خبره کوله، له فلاني څخه مې واورېدل…دا او دېته ورته نورې خبری هيڅکله هم د باور وړ نه دي، ځکه که چېری تاسې ته يو څوک ووايي: ددې دواء په خوړولو سره د انسانعمر 60 كاله زیاتيږي. آيا تاسې به ېې ورسره ومنۍ ؟

نو په ورځيني ژوند کې نور خلک هم له تاسې څخه لومړی کره او ثابت شوی خبره غواړي او بيا درسره قناعت ته کيني. په عمومي توګه يو بل چا ته د قناعت ورکولو او د هغه په ناسم او منحرِف فکر کې د بدلون لپاره درې مداخِل(د ننوتلو لاری) شتون لري چې کولی شو مونږ ترې استفاده وکړو(2):

1:د ايمان له لاری: ته کولی شې چې د قرآني آياتونو او د قدرمن پيغمبر( صلی الله عليه وسلم) د مبارکو آحاديثو په رڼا کې هغه ته قناعت ورکړې او ورته څرګنده کړې چې دا کار ناروا دی او که روا؟البته دېته په مستقيم ډول د يوې موضوع ثابتول وایي او دا مو هم بايد په ياد وي چې د کومو نبوي آحاديثو څخه چې مونږ خبری کوو بايد قطعي الدِّلالةِ او ثابت شوي وي(يعنی موضوعی(جوړ شوي ) او ضعيف حديثونه نه وي).

2: د شخصي تجرو له لاری: همداراز ته کولی شې چې د خپلو شخصي تجربو، لوستنو او د خپلو تحقيقاتو په رڼا کې هغه ته قناعت ورکړې او يو لړ وثيق (دقيق) او باوري عقلي دلائل ورسره شريک کړې.

3: د انساني کرامت له لاری: کله کله هم ځيني کارونه د انساني کرامت او سليم فطرت سره ټکر لري؛ نو کله چې زمونږ انسانيت له مونږ څخه ددې غوښتنه کوي چې دا ډول پرېوتي کارونه بايد تر سره نه کړو؛ نو د يو مسلمان په صفت خو بايد ترې ځان وژغورو، ځکه مسلمان يو داسې شخص ته ويل کيږي چې عزت او غيرت او ټولنيز حيثيت لري؛ نو بيا ولې يو داسې کار تر سره کړي چې د نورو پر وړاندې سپک او حقير معلوم شي او مسلمان د نورو انسانانو د حقوقو پايمالونکی شخصيت نه، بلکه ساتونکی شخص دی.

د صالحه خلکو سره د ځان مقايسه کول:

نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال دا هم ورته ويلی شو چې ته ځان د اسلام د لوړو امامانو، صحابه کرامو او نورو صالحه خلکو سره مقايسه کړه؛ نو پوه به شې چې ستا دا کار څومره سم يا بالکل ناسم دی.

دويم مهارت: د نورو خبرو ته ښه غوږ ونيسئ او وينا ېې مه ورپرېکوئ

که څه هم چې د نورو خبرو ته تل په توجه سره غوږ نيول يو ستړې کوونکی کار دی او په ځان کې ددې عادت ژوندي کول به زياتې مودې ته اړتيا ولري، ولې ستاسې دا کار به له دې څخه ډېر غوره وي چې يو سوء تفاهم(ناسم پوهاوی) رامنځ ته شي، ځکه چې د نورو د خبرو پرېکول کله کله د هغوي په فکر او اعصابو کې ګډوډي رامنځ ته کوي او ناسم پوهاوي ته لاره هواروي.

آیا غواړی چې يو ښه اورېدونکی انسان جوړ شي؟

د ښه اورېدونکي د جوړېدلو لپاره لاندی څو مهمو ټکو ته پام وکړئ:
1: د نورو د زړونو د ښکار کولو لپاره هڅه وکړئ چې د يوې اونۍ لپاره له ځان سره داسې هوډ وکړی چې د هيچ چا خبری به په هيڅ حالت کې نه پری کوۍ(مګر دا چې وينا ېې په صراحت سره د اسلامي شريعت سره ټکر ولري؛ نو پدې صورت کې چوپ پاتې کېدل ګناه ده).

2: هڅه وکړئ چې د نورو د وينا له خلاصېدلو سره سم خپلې خبری پيل نه کړئ، بلکه ښايي چې خپلهوينا له لږ ځنډ څخهوروسته پيل کړئ تر څو تاسې ډاډمن شئ چئ د هغه وينا پای ته ورسېدله(تقريبا 15ثانيې په پام کې ونيسئ) او که چيری تاسی هم کوم نظر ولرئ؛ نو ښه به وي چې د هغه د وروستي نظر په اړه خپلې څرګندونې پيل کړئ.

3: د هری ورځې په پای کې له ځان سره محاسبه وکړئ چې نن مو څو ځلې د نورو خبری مخکې له بشپړېدو پری کړيدي او څو ځلی مو د ورځې په اوږدو کې وکولی شول خپل احساسات په کابو کې راولۍ؛ نو د خپل دې کار شمېر ځان ته معلومه کړئ.

4:نورو ته هيڅ کله هم د دې لپاره غوږ مه نيسئ چې وروسته ېې بيا خبری رد کړی.

5:جزئيات له پامه وغورځوئاو يواځې مهم ټکي پخپل ذهن کې ځای پر ځای کړئ.

درېیم مهارت: نرمه لهجه او ښه کلمات وکاروئ

لومړی پر خپل ځان پوره باور ولرئ چې زه نورو ته کولی شم قناعت ورکړم، البته پام مو وي چې نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال تر هر څه د مخه بايد د تندې لهجې او زيانمنو خبرو څخه ځان وژغورئ، بلکه په درندو الفاظو، لطافت(نرمۍ) او خوږو خبرو سره د هغوي پام د ځان په لوري راواړوئ، ځکه غوره وينا د نورو زړونو ته لارې باسي او همداراز نورو ته د درندو لقبونو استعمال د هغوي پر روحياتو باندې ډېر ښه تاثير پرې باسي.

د خبرو پر ځای خبری:

نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال دا لاندې کليمې مه استعمالوئ تر څو ستاسې خبرې پر نورو ښه تاثير وکړي:د مثال په توګه:

1:ورته مه وايه چې: ستا نظر غلط دی،يا مثلا: ستا خبره غلطه ده بلکې ورته ووايئ چې: دا هم يو نظر دی او يو څو نظرونه نور هم شته.

2:ورته مه وايه چې: ته په هيڅ هم نه پوهيږې، بلکې ورته ووايئ چې: اجازه راکړئ، زه به ېې درته واضحه کړم.

3:ورته مه وايه چې: ته، بلکې د هغه د توقير او درناوي په خاطر ورته ووايئ: تاسې، ښاغليه، قدرمنه، ګرانه…

4:ورته مه وایه چې: غوږ شه، چپ شه، بلکې پرې ایږدئ چې هغه خبرې وکړي او پرته له دې چې خبرې ېې ورپرې کړئ ښه غوږ ورته ونیسئ.

5:ورته مه وايه چې: بس زه پوه شوم، بلکې ورته ووايئ: آيا ستاسې خبره خلاصه شوله، اوس زما خبره اورئ؟

6:ورته مه وايه چې: آيا په څه باندې پوه شوئ او کنه ؟ بلکې ووايئ: آیا زما خبری واضحې دي؟ خدای دې وکړي چې زما په خبرو ښه پوه شوي ياست.

7:ورته مه وایه چې: دا زما پرېکړه ده، بلکې ووايئ: په دې اړه ستاسې څه نظر دی؟

8:ورته مه وایه چې: ته ډېره لوړه فلسفه وایې، بلکې ووايئ: کېدای شي چې دا مسئله تر دې هم ډېره آسانه وي.

9:ورته مه وايه چې: ډېرو خبرو ته څه ضرورت، بلکې ووايئ: ستا په اجازه ، اوس به اساسي خبرې ته راشو.

10:ورته مه وايه چې: دا هيڅ امکان نه لري، بلکه ووايئ: دا خورا مهمه نقطه ده او ان شاء الله ستاسې لپاره ډېره آسانه ده.

11:ورته مه وايه چې: همدا زما خبره يواځې سمه خبره ده، بلکه ووايئ: ستاسې خبره هم کېدلی شي ډېره مناسبه خبره وي او مونږ له دې پرته بل هر ښه نظر ته هر کلی وايو.

څلورم مهارت:د مخاطب شخص احساسات په پام کې ونيسئ

هڅه وکړئ تر څو اورېدونکی شخص ستاسو له خبرو څخه خوند واخلي او د دې کار لپاره د خبرې کوونکي شخص احساسات او عواطف په پام کې ونيسئ، دا په دې معنی که چېرې خبرې کوونکی انسان ډېر په قهر وي، تاسې مه ورته وايي چې: غصه مه کوئ، په دې حالت کې معقوله به دا وي چې تاسې هم د ځان لپاره جدي حالت غوره کړئ او په بشپړ زغم ورته غوږ ونيسئ او که چيرې مو يو څوک داسې وليده چې زړه ېې خواشينی(خفه)وي؛ نو د زړه خواله ورسره وکړئ او د هغوي د خفګان د لاملونو په اړه ترې پوښتنه وکړئ،تر څو پوه شئ چې کومې ټولنيزي ناخوالې ېې په ژوند کې کړوي، ځکه يو اورېدونکی تر هغه پورې ستا خبرو ته ښه غوږ نه نيسي، تر څو پورې چې تاسې د نورو مشکلاتو او دردونو ته ښه غوږ ونه نيسئ.

پينځم مهارت: مه غصه کوئ او نه هم پر نورو ملنډې وهئ

نورو ته د قناعت ورکولو پر مهال خورا آرام واوسئ، د هغوي په مزخرفاتو(پوچو ويناو) باندې له خورا زغم څخه کار واخلئ، تاسې يو ځل د نوح( عليه السلام) تاريخ ته وګورئ چې څه کم زر (1000) کاله ېې خپل قوم د هدايت لوري ته راوباله او په دې لړ کې ېې هغوي ته د قناعت ورکولو لپاره کلونه کلونه له پوره زغم څخه کارواخست.

د يو مسلمان په صفت، ښه به وي چې دا لوړ انساني افکار او خويونه له خپل پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) څخه زده کړو، لکه يو ځل د مشرکينو له جملې څخه عُتبه ورته راغی او غزېدلې خبرې ېې ورسره وکړې تر څو د حق د لارې څخه ېې واړوي؛ نو ډېرې خبرې ېې ورته وکړې تر دې پورې چې هر کله د هغه خبرې خلاصې شوې؛ نو مهربان پيغمبر( صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: (أفَرَغْتَ يا أَبَا الوليد؟).

اۍ أبوالوليده! آيا ستا خبری خلاصې شولې، ابو الوليد ورته وويل: نعم: يعنې هو، بيا نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم) ورته وويل: اِسمعْ مِنّي… يعنې اوس زما خبره واوره…..دلته تاسې يو حقيقت ته ځیر شئ او هغه دا چې: دا نبوي تګلاره مونږ ته د هغه (صلی الله عليه وسلم) تواضع او د همدې خبرې ښودنه کوي چې د دعوت په خپرولو کې هر دعوتګر ورور بايد د ټولنې د جاهلانو او ناپوهانو پر وړاندې د ډېر صبر څخه کار واخلي، که څه هم دا به ډېره سخته وي چې ستا مخالف باطل او په ناحقه وي ولې د دې سره سره ته بيا هم په خورا زغم سره د هغوي ناروا خبرو ته غوږ نيسه، دا ستاسې د لوړ شخصيت څرګندونه کوي.

شپږم مهارت: له شخړو او جنجال څخه ځان وساتئ

د خير لوري ته هر دعوتګر ورور بايد خورا ځېرکه او د قناعت اغېزمنه ژبه ولري، ځکه کله کله نورو قناعت په خصومت (دښمنۍ) باندې بدليږي؛ نو ستاسې قناعت هيڅکله هم بايد جنګونو او سپکو ويناو ته لاره هواره نکړي، بلکه ددې کارونو مخه باید ونيسي.
ستاسې د نېکمرغه او سوکاله ژوند په هيله !


(1): سرچينه: د ( فن الإقناع) کتاب، ليکنه: ناصر الشافعي.
( 2): د همدې کتاب 213 صفحه.

ليکنه: ناصر الشافعي(1)

تلخيص راټولونه: محمد خالد ملکزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: