مېږی؛ د مېږیانو په اړه نادر معلومات

داچې زمونږ ټولنه په هیڅ حال له مېږیانو څخه خالي نه ده . نو آیا مونږ څومره دهغو په اړه معلومات لرو؟ راځئ چې په دې لیکنه کې یې ولولو .

د مېږیانو شکل

  • د مېږیانو شکل له دوه ملي میتر څخه تر ۲۵ ملي متر پوري رسیږي.
  • د مېږیانو سرونه دهغو د بدنونو سره په پرتله کولو سره ډېر زیات غټ وي.
  • نس یې د هګۍ په شکل خو بغلونه یې زیات نري او باریک وي.
  • د مخ لورته دوه نېښونه غوندي شیان لري ، چې پرې چیچل کوي ؛ زیات درانه شیان ورباندي پورته کوي ؛ غارونه پرې کیندي او د شیانو په ژوولو کې ترې کار اخلي.

د مېږي سر

  • د مېږي سر پر دماغ مشتمل وي ، چې په مټ سره یې هغه کولی شي ، د یو شي په باب فکر وکړي او پر داسي سترګو مشتمل وي چې په هغه سره لیدل کولی شي.

خو د مېږي دید بې انتهاء کمزوری وي ، ځکه چې د مېږي اکثره وخت تر خاورو لاندي په تیاره کې تېريږي ، چې د سترګو په نظر باندي خورا منفي اغیز کوي .

د مېږي اثر پر ټولنه

  • مېږی حشرات خوري
  • دی خپله د نورو حشراتو لپاره مهم خوراک دی
  • خاوري سره اړوي ، چې په هغه کې بیا هوا داخلیږي
  • د ګلونو بېخونه اکثر اړوي چې پر ګل یې ښه مثبت اثر لویږي

د مېږیانو واده

  • د مېږیانو پر واده کولو باندي یوازي دهغو ښځينه پاچا قدرت لري او دغه پاچا د نورو مېږیانو په پرتله زیات غټ وزرونه لري او کله نا کله دغه پاچا خپله هم د نورو وزر داره مېږیانو سره واده کوي.

د مېږیانو هګۍ

  • ښځینه مېږیاني هګۍ هم اچوي ، چې د یوې د هګیو شمېر ملیونونو ته رسیږي.

بیا الله تعالی دغو مېږیانو ته دا توان ورپه برخه کوي ، چې دغه خپلي هګۍ له هر ډول وایروس او جراثیم څخه خوندي وساتي ، تر څوهیڅ مکروه شی ورته ونه رسیږي .

د مېږیانو پښې

  • د مېږیانو پښې پر بې شمېرو وړو وړو ورېښتانو مشتملي وي ، چې هغه له هر ډول ضرر څخه خوندي ساتي.

میږیان ټولي شپږ پښې لري ، چې په مټ یې تلل هم کوي ، بدن پرې صفا کوي او د خپلي غذاء تنسیق او تنظیم پرې کوي .

د مېږي خوله

  • مېږی خوراک د خوړلو سره سم یو سائل او مائع شکل ته تبدیلوي. په خوله کې یې داسي څه شته چې کلک شیان د هاضمې ځای ته له تللو څخه منع کوي ، تر داسي چې دغه کلک شیان یې په خوله کې تر یوې مودې پوري پراته وي

د مېږي قوت

  • مېږي د دومره وزني شیانو پر پورته کولو باندي قدرت لري ، چې خپله د مېږي له وزن څخه شل کرته زیات دروند وي.

تر ټولو اوږد عمره مېږی

  • د ځمکي پر سر تر ټولو اوږد عمره مېږی په ۱۹۹۸م کال کې په امریکا کې په یو غار کې وموندل شو، چې عمر یې تقریبا ۹۲ ملیونه کاله و او د ډاینوسور له زمانې څخه یې ژوند کاوه.

 

your ads

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب