افغانستان تاریخ

مېرویس خان، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی

د هوتکي دور پلازمینه او د کندهار د زاړه ښار تاریخي کلا (د نارنج ماڼۍ):

خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او په دې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د دیوان بیگي دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار او د تورو تر سیوري لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷) . د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل [۱۱]. مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چارواکو، خانانو او ملایانو د ناتار او د ملا ماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی . له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول [۱۲] کروسینسکي یو لهستاني یا پولندي کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وواو هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې [۱۳]

کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي : مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ….. شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي [۱۴]. وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه.

خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل: له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. …. د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو [۱۵]. په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه.

د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی [۱۶]. مېرویس خان له دغې مذهبي فتوی سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله [۱۷]. مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې.

په مانجه کې جرگه او د پاڅون پیل:

کله چې مېرویس خان کندهار ته را ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه [۱۸]. له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو [۱۹]. له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي. ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) [۲۰].

مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی:

مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي[۲۱]. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سید جمال الدین افغاني د تتمة البیان فی التأریخ افغان دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړﺉ. [۲۲]. پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي. [۲۳] او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز).

ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول [۲۴].

د مېرویس خان پر لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته ، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت [۲۵]. صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده [۲۶] .

مېرویس خان یو ستر ولسي ، جگړیال او مبارز شخصیت وو او له سیاسی اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو ،او دواکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبروو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې [۲۷] او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي:

برسر مرقد ما چون گذرى همت خواهکه زيارتگه مردان جهان خواهد بود

اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .

افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. [۲۸] د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو [۲۹]. له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي [۳۰]. بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: