پاکه مینه – شعر

شعر

لوی جوهر دی هر انسان ته پاکه مینه
ستر عزت او عالي شان دی پاکه مینه
لوی څښتن مې په لویۍ کې مینه و کړه
لوی صفت د لوی سبحان دی پاکه مینه
دا نړۍ د پاکې مینې نه پیدا شوه
د جهان د مینې مور ده پاکه مینه
لوی جوهر د انسانیت په محور ګرځي
د انسان د ژوند مدار دی پاکه مینه
اکبري په مینه ناکو خدای مین کړم
لوی سرمشق او هم ایمان مې پاکه مینه

عزت الله اکبري

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب