مرګ، میراث او اړوند

میراث پوهنه یا علم الفرایض | پېژند، فضیلت، میراث برخې او وېش

د علم الفرائض پېژند:

تعريف: الفرائض د فرضه جمع ده، فرض ټاکل شوي او واجب شوي ته وايي کوم چې الله تعالی پر خپلو بندګانو فرض کړي وي په اصطلاح کې علم الفرائض يا علم المواريث هغه علم دی چې د ميراث د تقسیم او حسابولو څخه بحث کوي.

فائده: هر وارث ته د خپلې ټاکلې برخې سپارل.

حکم: فرض کفايي دی کچېرې په يوه سيمه او علاقه کې د چا زده وي د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي مګر که د هيڅ چا نه وي زده ټول ګناه کار دي.

د علم ميراث فضيلت:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تعلموا الفرائض وعلموها الناس فإنه نصف العلم وهو ينسى وهو أول شيء ينزع من أمتي (الترمذي و ابن ماجه).

ژباړه: د ميراث علم زده کړئ او هغه نورو خلکو ته هم ور زده کړئ ځکه چې د ميراث علم نيم علم دی او دا علم ژر هيرېږي او دا اولين شی دی چې زما د امت څخه به جلا کيږي.

په اسلام کې د میراث ډیر ارزښت او اهمیت دی، د حدیث مطابق هم میراث ته نیم علم ویل شوي او ميراث ځکه نيم علم دی چې دا نور ټول علوم د انسان په ژوند پورې اړه لري مګر علم ميراث د انسان په مرګ پورې اړه لري.

همدارنګه فرمايي: العلم ثلاث: آية محكمة، أو سنة قائمة، أو فريضة عادلة…(ابو داود و ابن ماجه).

ژباړه: علم درې قسمه دی: محکم آيتونه، قائم سنت، عادلانه ميراث.

دغه پورتني حدیث کې هم علم درې ډوله ویشل شوی چې په کې عادلانه میراث ښودل شوی، نو د علم په دومره لوی سمندر کې درېیمه برخه د میراث ده، دا هم د اسلام د مقدس دین حقانیت دی چې میراث ته یې دومره ډیر اهمیت او قدر ورکړی.

ابن مسعود روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: قرآن زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ، علم ميراث زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ ځکه چې زه وفات کیږم او زما د امت څخه علم پورته کيږي داسې وخت به راشي چې دوه کسان به د ارث په باره کې اختلاف لري ولی څوک به نه پيدا کيږي چې د هغوی سره کومک وکړي (رواه الحاکم).

په دغه حدیث کې هم د میراث د علم ډیر تاکید او ارزښت باندې خبرې شوي، چې هر کس یې باید دا زده کړي او خلکو ته یې هم ور زده کړي تر څو میراث په سمه توګه وویشي او حقوق یې ادا کړل شي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابه کرامو کې په علم ميراث کې عالمترين کس زيد بن ثابت رضی الله عنه ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي:

زما د امت تر ټولو مهربانه کس ابوبکر صديق رضی الله عنه دی او زما د امت (د کفر او ناروا پر وړاندې) سخت ګيره کس عمر رضی الله عنه دی او حيا ناک کس عثمان رضی الله عنه دی او د حلال او حرام په مسائلو کې تر ټولو عالم معاذ بن جبل رضی الله عنه دی او ډير د قرآن تلاوت کوونکی ابی ابن کعب رضی الله عنه دی او په علم ميراث کې تر ټولو پوه زيد بن ثابت رضی الله عنه دی او هر امت يو امين کس لري ددې امت امين کس ابوعبيده بن جراح رضی الله عنه دی ( سنن ابن ماجه اسناده حسن و صححه ابن حبان و الحاکم).

دلته هم یو له مهمو او ارزښتمنو شیانو څخه میراث هم ده چې حضور صلی الله علیه وسلم د حضرت زید بن ثابت نوم اخستی، چې دی په علم میراث کې تر نورو صحابوو ډیر پوه وو.

تاسو وګورئ چې اسلام هر خپل او خپلوان او نږدې خپلوانو ته د میراث او برخې حق ورکړی دی.

په اکثرو حالتونو کې ښځه دخپلې نارينه جوړې (لکه خور د ورور) په پرتله نيمايي برخه په ميراث وړي خو دا حالت تل سم هم نه دى. کچېرته له مړ شوي شخص څخه هيڅ اصول او فروع پاتې نه وي او يوازې اخيافي ورو او خور ور څخه پاتې وي نو په دې حالت کې دوی هر يو د مړي په ميراث کې شپږمه برخه ميراث وړي. کچیرته له مړ شوي شخص څخه اولادونه پاتې وي او مور او پلار يې هم ژوندي وي نو په دې حالت کې د مړ شوي شخص مور او پلار برابر يعنې شپږمه برخه مال په ميراث وړي. په ځانګړو حالاتو کې داسې هم کيږي چې يوه ښځه د نارينه په پرتله دوه چنده ميراث اخلي. کچيرته يوه ښځه مړه شي او اولادونه، ورونه او خويندې ترې پاتې نه وي او يوازې مېړه، مور او پلار يې ژوندي پاتې وي نو په دې حالت کې مېړه د ښځې په مال کې نيمايي ميراث حق لري، مور يې درېيمه برخه او پلار يې شپږمه برخه ميراث په برخه وړي چې په دې حالت کې ليدل کيږي چې ښځه (مور) د نارينه (پلار) په پرتله دوه چنده ميراث ترلاسه کوي. دا سمه ده چې په ډېرۍ حالاتو کې ښځه د نارينه په پرتله نيمايي مال په ميراث وړي او ددې حالتونو بېلګې په لاندې ډول دي:

لور د ځوی په پرتله نيمايي ميراث په برخه وړي:

کچيرته له مړي څخه اولاد پاتې وي، نو ښځه اتمه برخه او مېړه څلورمه برخه مال په ميراث وړي.

کچيرته له مړي څخه اولاد نه وي پاتې، نو ښځه څلورمه برخه او مېړه نيمايي مال په ميراث وړي.

کچيرته له مړي څخه هيڅ اصول (چې له چا څخه زيږېدلى وي) او فروع (چې څوک ترې زيږېدلى وي) پاتې نه وي نو په دې حالت کې د خور برخه د ورور د برخې نيمايي ده.

په دې هکله چې ولې د اسلام سپيڅلي دين په ډېرو حالتونو کې د نارينه برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځولې ده، ډېر دلايل شته د مثال په توګه په اسلام کې د ښځې پر اوږو باندې هيڅ ډول مالي بار نشته او ټول مالي بارونه او مسؤليتونه د نارينه په اوږو بار دي. مخکې تر دې چې ښځه واده شي نو د هغې ټولې اړتياوې لکه د اوسيدلو ځاى، خوراک، څښاک او جامې د هغې د پلار يا ورور پر غاړه وي او کله چې واده شي نو بيا دا ټول مسؤليتونه د هغې د مېړه يا ځوى پر غاړه شي. دا چې اسلام نارينه د ټولې کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو مسؤل ګرځولى دى نو له دې لپاره چې نارينه وکولى شي دا مسؤليتونه ترسره کړي ځکه يې په ميراث کې برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځول شوې ده. راځئ چې يو عملي مثال وړاندې کړو:

فرض کړئ چې يو سړى مړ شو او يو لک او پنځوس زره افغانۍ ترې پاتې شوي. نوموړى شخص يو ځوي او يوه لور لري چې ځوي ته يې يو لک او لور ته يې پنځوس زره افغانۍ په ميراث رسيږي خو ځوي بايد د خپلې کورنۍ مالي مسؤليتونو ته هم اوږه ورکړي. تاسې داسې وګڼئ چې ځوی شا او خوا اتيا زره روپۍ د وخت په تېرېدو سره د خپلې کورنۍ لپاره لګوي خو لور يوه پيسه هم نه لګوي نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې څوک ډېر مال په ميراث وړي؛ لور چې پنځوس زره افغانۍ لري او که ځویچې شل زره افغانۍ لري؟

د اسلام مقدس دين د نر او ښځې مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي:

د ښځې او نر ترمنځ چې په ځینو حقونو او دندو کې فرق ورکړل شوي دی دا فرق د فطري اختلافاتو په نظر کې نيولو سره شوی دی چه دا اختلافات په قطعي توګه په ښځه او نر کې موجود وي.

نر او ښځه په حقونو او دندو کې (په کوموکې چه د فطري اختلاف په وجه فرق لري) هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر او ښځی فطري جوړښت سره مساوي شي آيا د ښځی يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای شي؟ نه

قرآن کریم داسې فرمایي: لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا (٧) شته نارينه ؤ لره (هم لوى وي که واړه) نصيب د دوى له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو او شته ښځو لره (هم لويې وي که وړې) نصيب (برخه) له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو له هغه (مبلغه) چې لږ وي له دې ماله او که ډير وي؛ نصيب (برخه) مقرر کړې شوې (له طرفه د الله نه).

تفسير: د حضرت رسول اکرم (ص) له زمانې څخه پخوا دا رسم و چې لويو او وړو نجونو او نابالغو هلکانوته به يې مېراث نه ورکاوه، او يوازې هغو نارينه وو ته به ميراث رسېده او وارثان به ګڼل کېدل چې لويان او د دښمنانو د مقابلې او مقاتلې لياقت به يې درلود، چې په دې نسبت وړو يتيمانو ته له ميراث څخه هېڅ شى نه ورکاوه کېده، نو د دوى په نسبت دا آيت نازل شو، چې خلاصه يې داسې ده: (د مور او پلار او نورو خپلوانو له متروکه مال څخه نارينه وو يعنې زامنو لره اعم له دې چې وړوکى وي يا زلمى د دوى برخه رسيږي او ښځو لره يعنې لوڼو ته اعم له دې چې وړوکې وي يا پيغلې د مور او پلار او نورو خپلوانو له ترکې څخه د دوى برخې ورکولى کېږي او دا برخې ټاکلې شوي دي، هغه متروکه مال لږ وي که ډېر، د هغو ورکول ضروري دي، په دې سره د جاهليت د بد رسم ابطال وشو او د يتيمانو او نورو د حقوقو حفاظت يې وفرمايه، او د دوى د حق تلفۍ مخه يې بېخي ونيوله.

بل ځای فرمایي: وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلا مَعْرُوفًا (٨)

او کله چې حاضر شي قسمت (ميراث) ته خاوندان د خپلوۍ (چې وارثان نه وي) او يتيمان او مسکينان نو روزي ورکوئ تاسې دوى لره له هغه (ميراثه) او ووايئ تاس دوى ته خبر معروفه (خوږه معقوله).

تفسیر: يعنې د ميراث د تقسيم په وخت کې چې ټول خپلوان او د کور کهول غړي يو تربله سره ټول شي، که له دې خپلوانو څخه ځينې داسې وي چې هغوى ته ميراث نه رسيږي يا يتيم او محتاج وي نو دوى ته څه خواړه ورکړئ! او رخصت يې کړئ! يا له موقع سره مناسب کوم شى له ترکې څخه ورته ورکړئ! ځکه چې داسې سلوک مستحب دى، که د ميراث په مال کې د خوراک وړ شى نه وي يايې موقع نه وي لکه چې هغه د يتيمانو مال وي او مړي وصيت هم نه وي کړى، نوله دې خپلوانو سره ښې مناسبې او معقولې خبرې وکړئ! او رخصت يې کړئ! يعنې په پسته ژبه سره له دوى څخه معذرت وغواړئ! او داسې ورته ووايئ چې (دا مال د يتيمانو دى او مړي وصيت هم نه دى کړى نو ځکه موږ مجبور يو چې له تاسې څخه معذرت غواړو) ددې سورت په ابتداء کې بيان وشو چې ټول خپلوان درجه په درجه د سلوک او مراعات مستحق دي او يتيمان او مساکين هم، او که کوم قريب يتيم يا مسکين هم وي نو د هغه مراعات ښايي چې لازيات وشي! نو ځکه د ميراث د تقسيم په وخت کې هغوى ته حتى الوسع څه نه څه ورکول ښه دي، او که له هېڅ لوري هغه وارث نه وي نوښايي چې له ښه سلوک څخه بې برخې نشي.

بل ځای فرمایي: وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا (٩)

او ودې ويريږي (د يتيمانو پر ضياع) هغه وصيان که پريږدي دوى پس له (مرګه) خپل اولاد ضعيفان (نو) ويريږي به دوى په دغو (اولادونو چې وروسته له موږ به دوى هم همداسې شي) پس ودې ويريږي دوى له الله څخه او ودې وايې دوى ته خبره سمه خوږه.

تفسير: په اصل کې دا ارشاد د يتيم د (ولي) او (وصي) لپاره دى، نورو ته هم درجه په درجه ښايي چې ددې خبرې خيال وساتي، مطلب دا چې هر سړي سره دې دا اندېښنه وي: (نه چې زما له مرګه وروسته زما له اولادې سره څه سخته معامله وکړل شي) نو ددې لامله تاسو لره هم ښايي چې له يتيمانو سره همغسې معامله وکړئ چې تاسې يې خپلو زامنو ته پس له مرګه غواړئ او له الله تعالى(ج) څخه وويرېږئ! او له يتيمانو سره سمې ښې خوږې خبرې کوئ! يعنې هسې معامله له دوى سره وکړئ چې په هغې باندې د دوى زړه مات نه شي او نه دوى ته څه تاوان ورسيږي، بلکې تل ترتله د هغوى د اصلاح، ښېګڼې، تعليم، تربيې، تاديب او تهذيب خيال ولرئ! (او قريب الموت مريض ته نصېحت وکړئ چې په وصيت کې له اصرافه او د ورثې د حقوقو له تضييع نه ځان وساتئ او د شهادت کلمه او توبه په خوله کې ورکړئ! او د ترکې او د قسمت حاضرينو سره ښه د انسانيت او مېړانې وضعيت وکوئ!)

بل ځای فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا (١٠)

بېشکه هغه کسان چې خوري دوى مالونه د يتيمانو په ظلم سره (بې له شرعي اذنه) خبره داده چې خوري دوى په (ډکو) ګيډو خپلو سره اور؛ او ژر به ورسيږي (ننه به وځي) دوى اور سخت ته.

تفسير: په سابقه وو متعددو آيتونو کې د يتيمانو د اموالو په نسبت د راز راز احتياط کولو حکم شوى دى او د دوى په مال کې خيانت کول سخته ګناه وښوول شوه، اوس په آخر کې د يتيم په مال کې په خيانت کولو باندې د شديدو وعيدو بيان فرمايي، او هغه حکم لاپسې مؤکد کوي چې هرهغه څوک چې د يتيم مال بلا استحقاقه خوري هغه خپله ګېډه د جهنم له اوره ډکوي، يعنې د هسې خوراک انجام به داسې کېږي، او دا يې په آخره جمله کې راښکاره کړه.

بل ځای فرمایي: يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (١١) حکم کوي تاسې ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسې کې چې شته نارينه لره (له ميراثه) په مثل د برخې د دوو ښځو، نو که وو دا (اولاد خالصې) ښځې پورته له دوو څخه (يادوې) نو (شته) دوى لره دوه ثلثه (دوې دريمې برخې) د هغه مال چې پريښى وي (مړي) او که وه دا (مولوده لور) يوه نو هغې لره نصف (يعنې نيمايي د ترکې دى)؛ او شته مور او پلار دده (مړي) ته له پاره د هر يوه له دې دواړو سدس (شپږمه برخه) له هغه مال چې پريښى وي (مړي) که وي مړي لره ولد (ځوځات)، نو که نه وي ده لره ولد (ځوځات) حال دا چې ميراث اخلي له ده (مړي څخه يوازې) مور او پلار دده نو ده مور دده لره ثلث (دريمه برخه د ترکې او نور ټول د پلار دي). نو که وي مړي لره وروڼه (يا خويندې) نو شته مور دده لره سدس (د ترکې شپږمه برخه) پس له (اداء کولو د) وصيت څخه چې وصيت وکړي ميت په هغه سره يا پس (له اداء کولو) ددين څخه): پلرونه ستاسې او زامن ستاسې نه پوهيږئ تاسې چې کوم يو له دوى زيات نږدې دى تاسې ته له جهته د نفعې، (دا برخې فرض شوي دي) مقرره برخه له (جانبه) د الله؛ بېشکه چې الله دى ښه عالم (په ټولواحوالو) ښه حکمت والا چې هر کار په تدبير او مصلحت سره کوي.

تفسیر: يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ

پاس د مړي د اقاربو د وراثت ذکر وشو او د دوى د برخو د تقرر او تعين په نسبت يې اجمالي اشاره فرمايلې ده، اوس د اقاربو او د دوى د برخو تفصيل ښوول کېږي او پخوا له هغه څخه د يتيمانو په حق کې د تشديداتو او تاکيداتو ذکر کېده، چې له هغه څخه دا خبره هممعلومه شوه که د مړي په اقاربو کې کوم يتيم وي نوښايي ددې يتيم په برخه ورکولو کې ډېر زيات احتياط او اهتمام وکړى شي، چې د عربو له قديم رسم سره موافق د دوى د محروميت له ميراث څخه سخت ظلم او لويه ګناه ده، اوس په اقاربو کې له ټولو څخه پخوا داولادونو د حِصو بيان فرمايي: که د کوم ميت په اولاده کې هلک او نجلۍ دواړه وي نو هغوى ته د ميراث ورکولو دا قاعده ده چې يو هلک ته به د دوه نجليو حصه ورکوله کېږي، مثلاً که يو هلک او دوې نجونې وي نو نيمايي مال هلک ته او بله نيمه يې هغو دوو نجونو تهورکول کېږي، او که يو ځوى او يوه لور ترې پاتې وي نو دوه ثلثه هلک ته او يو ثلث نجلۍ ته ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ

يعنې او که د کوم مړي په اولاده کې يوازې ښځې يعنې لوڼې پاتې شي او ځوى نه وي ترې پاتې، نو که دا نجونې له دوو څخه زياتې، يا دوې وي، نو دې ته د پلار نيمايي ترکه ور رسيږي.

تنبيه: (للذکر مثل حظ الانثيين) په ذيل کې دا راڅرګنده شوه چې يوې نجلۍ ته له يوه هلک سره يو ثلث ور رسيږي، نوله دې څخه معلومه شوه چې يوې نجلۍ ته به له بلې نجلۍ سره په طريق الاولى يو ثلث ور رسيږي، ځکه چې د هلک حصه د نجلۍ له حصې څخهزياته ده، نو کله چې د هلک په سبب ددې برخه له يوه ثلث څخه کمه نه شوه نو د بلې نجلۍ له سببه به څرنګه هغه برخه لږ کېداى شي؟ کله چې د دوو نجونو حکم په پخواني آيت کې معلوم شوى و نو ځکه په دې کې له دوو څخه د زياتو لوڼو حکم هم راښيي چې چاتهداسې کومه شبهه پيدا نه شي کله چې د دوو لوڼو حق د يوې نجلۍ له حق څخه زيات دى نوښايي د دريو او څلورو او د ډېرو برخې به له هغه زيات وي، حال دا چې خبره داسې نه ده بلکې کله چې لوڼې له يوې څخه زياتې وي، درې وي که لس، که زياتې، هغو ټولوته به همغه دوه ثلثه ور رسيږي.

فائده: د اولاد د وراثت دوه صورتونه په آيت کې ذکر شول:

١ ـــ دا چې هلک او نجلۍ دواړه نوعه اولاد موجود وي.

٢ ـــ دا چې يوازې لوڼې ولري او دا دوه صورتونه لري: چې يوه لور وي يا له يوې زياتې وي، نو اوس يوازې يو صورت پاتې دى چې يوازې هلکان ولري، نو د هغه حکم دادى چې: ټول ميراث به هغوى ته ور رسيږي، اعم له دې چې يو وي که ډېر.

تفسیر: وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ

اوس د مور او پلار د ميراث صورتونه بيان فرمايي:

د اول صورت خلاصه داده چې که د ميت اولاده ځوى يا لور وي نو د ميت مور او پلار ته دده له ترکې څخه هر يوه ته سُدس يعنې شپږمه برخه ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ

د دوهم صورت خلاصه داده: که ميت هېڅ اولاد ونه لري او يوازې مور او پلار يې وارث وي نو د هغه مور ته يو ثُلث يعنې دريمه ور رسيږي، يعنې نور پاتې دوه ثلثه د هغه پلار ته ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ

دريم صورت دادى: که د ميت له يوه څخه پورته وروڼه او خويندې وې، که سکني وي، که د پلار له لوري يا د مور له لوري او اولاد هېڅ ونه لري نوپه دې صورت کې دده مور ته سدس (شپږمه برخه) ور رسيږي، يعنې پاتې ټول د هغه پلار ته پاتې کېږي، ورور اوخور ته هېڅ نه ور رسيږي، که يو ورور يا يوه خور ولري نو مور ته يو ثلث او پلار ته دوه ثلثه ور رسيږي، لکه چې پاس په دوهم صورت کې ذکر شو.

تفسیر: مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ

يعنې هومره چې د وارثانو برخې ذکر شوې دي، دا ټولې د ميت د وصيت او د هغه د قرض د ادا کولو څخه وروسته وارثانو ته ورکولى کېږي، او د واراثانو حق فقط په همغومره مال کې کېږي چې د وصيت او قرض د مقدار څخه وروسته پاتې کېږي.

او نصف (نيمايي) او ثلث (دريمه برخه) او نور له همدې پاتې مال څخه مراد دى، نه له ټول مال څخه.

تنبيه: د ميت مال دې اول دده په ګور او کفن کې ولګول شي! څه چې له هغه څخه پاتې شي، له هغه څخه دې دده پور ورکړ شي! څه چې دده له قرض څخه پاتې شي له هغه څخه تر يوه ثلثه (دريمې برخې) پورې دې د مړي په وصيت کې صرف کړى شي! وروسته لهګور او کفن او قرض او پس له وصيت څخه د مال په ثلث کې؛ په پاتې متروکه کې ټول وارثان سره شريکان دي! او هغه ترکه پر دوى باندې وېشله کېږي.

تفسیر: آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا

په دې آيت کې يې دوه ډوله ميراث بيان کړ: د اولاد ميراث او د مور او پلار، اوس فرمايي: څرنګه چې دا خبره تاسې ته معلومه نه ده چې له کوم يوه څخه به تاسې ته نفع او څومره نفع دررسيږي؟ نو ځکه په دې کې تاسو ته نه ښايي چې څه مداخله وکړئ، هرهبرخه او حصه چې الله تعالى (ج) چاته مقرره کړې ده، د هغه رعايت وکړئ! ځکه چې الله تعالى (ج) پر هر شي باندې ښه خبردار او لوى حکمت والا دى.

بل ځای فرمایي: وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ (١٢)

او شته تاسې ته نيم د هغه مال چې پريښى دى ښځو ستاسې که نه وي دې ښځو لره ولد (ځوځات) نوکه وي دې ښځو لره ولد (ځوځات) نو تاسې لره شته (څلورمه) برخه له هغه ماله چې پريښى وي دې ښځو پس (له ادا کولو) د وصيت نه چې وصيت کړى وي (دې ښځو) په هغه سره يا (پس له اداکولو د) دين څخه (چې وي په دې ښځو) او شته دې ښځو لره څلورمه برخه له هغه ماله چې پريښى وي تاسې که نه وي تاسې لره ولد (ځوځات) نو که ؤ تاسې لره ولد (ځوځات) نو دى دې ښځولره ثمن (اتمه برخه) له هغه ماله چې پريښى وي تاسې پس له ادا کولو د وصيت چې وصيت کوئ تاسې په هغه سره يا پس له ادا کولو د دين (چې وي پر تاسې اى ميړونو!) او که ؤ يو سړى چې ميراث ترې وړل کيږي کلاله (بې ولده بې والده) يا ښځه وه (همداسې کلاله) حال داچې وي دې مړي لره (يو اخيافي) ورور يا (اخيافي) خور پس شته هر يوه لره له دې (اخيافي) ورور او خوره سدس (شپږمه برخه د ترکې)، نو که وو (وروڼه خويندې د کلالې ) زيات له دغه (يو ورور او خور څخه) نو دوى (ټول) سره شريکان دي په ثلث (دريمه برخه د ترکې) کې وروسته له (اداء کولو د) وصيت چې وصيت کولى شي په هغه سره يا پس (له اداء کولو) د دين په دې حال کې چې (نورو ته) نقصان ونه رسوي (په دې وصيت کې) وصيت کوي الله تاسې ته وصيت له (جانبه) د الله؛ او الله ښه عالم دى (په ټولو احوالو) ډير تحمل والا (په تاخير د عقوبت له پاره دانابت).

تفسیر: وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ.

اوس د زوجينو بيان کاوه شي، چې مېړه لره دده د ښځې له مال څخه نيمايي ور رسيږي، که دا ښځه اولاد ونه لري، اوکه اولاد ولري، اعم له دې چې يو ځوى يا يوه لور يا ډېر زامن او لوڼې، له دې مېړه څخه، يا له بل مېړه څخه ولري؛ نو مېړه ته ددې له مال څخه ربع(څلورمه) برخه وروسته له ورکولو د پور او وصيت څخه ور رسيږي.

تفسیر: وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ.

او همداسې ښځې لره چې مېړه يې اولاد ونه لري، ددې د مېړه له مال څخه ربع (څلورمه برخه) ور رسيږي، که اولاد لري، اعم له دې چې له همدې ښځې څخه وي که له بلې ښځې څخه، نو ښځې ته ثمن (اتمه برخه) ددې د مېړه له هغه مال څخه ور رسيږي چې د وصيتاو قرض له ادا کولو څخه وروسته پاتې وي، له هرقسم مال څخه نغد وي که جنس، وسله وي که ګېڼه، سراى وي که باغ، پاتې شو د ښځې مَهر هغه له ميراث څخه جلا او په قرض کې داخل دى، دا ټول دوه صورتونه لري، لکه چې د نارينه د ميراث صورتونه هم همدا دوهو.

مسئله: پاته دې نه وي، چې که کوم خاوند خپلې ښځې ته بائن طلاق ورکړي په دغه ورځ يا دوهمه ورځ ناروغ شو او د هغې ښځې لپاره یې د ١\٣ وصت وکړ په دغه صورت کې دې ته ١\٣ برخه رسيږي البته دې ته ميراث نه بلکې وصيت ويل کيږي.

(۱) وکذا في شريفيه، ص: ١٧

(۲) (وَإِنْ طَلَّقَهَا ثَلَاثًا بِأَمْرِهَا أَوْ قَالَ لَهَا اخْتَارِي فَاخْتَارَتْ نَفْسَهَا أَوْ اخْتَلَعَتْ مِنْهُ ثُمَّ مَاتَ وَهِيَ فِي الْعِدَّةِ لَمْ تَرِثْهُ) لِأَنَّهَا رَضِيَتْ بِإِبْطَالِ حَقِّهَا وَالتَّأْخِيرِ لِحَقِّهَا.العناية، ج:٥، ص:٣٨١

تفسیر: وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ

له دې ځايه د (اخيافي) ورور او خور د ميراث ذکر دى چې يوازې په مور کې سره شريکان وي، نو ښايي وپوهېږئ! چې د پلار او ځوى د پاتې کېدلو سره ورور او خور ته هېڅ نه ور رسيږي، هو! که والد او ولد نه وي نو ورور او خور ته به ميراث ور رسيږي،ورور او خور په درې ډوله دي:

١ ـ سکني چې په مور او پلار کې سره شريکان وي، چې دوى ته (عيني) وايي.

٢ ـ (علاتي) چې يوازې په پلار کې سره شريکان وي.

٣ ـ (اخيافي) چې يوازې په مور کې سره شريکان وي.

په دې آيت کې د (اخيافي) ذکر دى، لکه چې د متعددو اصحابو کرامو (رض) په قرائتونو کې د (وله اخُ او اُخْتُ) څخه وروسته د (مِن الام) کلمه په تصرېح سره شته، او په دې باندې د ټولو اصحابو (رض) اجماع ده چې په دې ځاى کې له (اخ) څخه اخيافي ورور مراددى، ددې آيت مطلب دادى چې هر هغه ميت نارينه وي که ښځه چې مور او پلار او لور او ځوى هېڅ ونه لري او يوازې يو (اخيافي) ورور يا خور ولري نوله دې دواړو څخه هر يوه ته سدس (شپږمه برخه) ور رسيږي، او د نارينه او ښځې يعنې د (اخيافي) ورور او خوربرخه برابره ده، او هېڅ زيادت او کمي پکې نشته پاتې شوه دوه ډوله ورور او خور يعنې (عيني) او (علاتى) نو ددې دواړو حکم لکه د اولاد داسې دى، په دې شرط چې د مړي پلار او ځوى هېڅ نه وي، مقدم (عيني) دى، که هغه نه وي نوبيا (علاتى) دى.

د (النساء) د سورت په آخر کې ددې دواړو د ميراث ذکر هم راځي

فائده: د (کلالې) دا تفسير چې کړى شوى دى (چې د هغه پلار او ځوى نه وي) دا ټول سره مني، مګر زموږ امام ابوحنيفه رحمه الله د نيکه او لمسي نفي هم ورسره کوي، او وايي کوم حکم چې په پلار او ځوى باندې مرتب کېږي عيناً همغه حکم پر نيکه او لمسي باندې هممرتب کېدونکى دى، او د حضرات صحابه وو (رض) له وخت څخه راهيسې دا اختلاف د علماوو په منځ کې دوام لري.

تفسیر: فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً

يعنې که (اخيافي) ورور او خور له يوه څخه زيات وي نو دوى ټولو ته همغه يو ثلث (دريمه برخه) په ميراث ور رسيږي، او په ړومبني صورت کې هغه سُدس (شپږمه برخه) او په وروستني صورت کې هغه (ثلث) چې ورکاوه کېږي، له وصيت او قرض څخهوروسته څه مال چې باقي پاتې کېږي له همغه څخه دا (ثلث) يا (سدس) ورکاوه کېږي، او وصيت هلته صحيح او پر ميراث باندې مقدم کېداى شي چې په هغه کې د نورو څه زيان نه وي او دا زيان دوه صورتونه لري:

١ – دا چې له يوه (ثلث) څخه يې د زيات مال وصيت کړى وي.

٢ – دا چې دهغه وارث له پاره چې هغه ته له ميراث څخه هم برخه ور رسيږي څه وصيت وکړي، په دې دواړو صورتونو کې وصيت صحيح نه دى، هو! که ټول ورثه هغه وصيت سره ومني نو ښه! که نه؛ هسې وصيتونه ټول مردود دي.

فائده: څرنګه چې له وارثانو څخه اندېښنه وه چې د ميت له ترکې څخه به د ميت وصيت او پور ادا نه کړي بلکې ټول مال به د خپلو ځانونو له پاره وساتي نو ځکه يې له ميراث سره هرځلې د وصيت او د دين د حکم تاکيد بيان کړ، او کله چې وصيت تبرع او احساندى او ډېر ځله يو معين سړى ددې مستحق نه وي اوله دې سببه د هغه د ضائع کېدلو احتمال قوي و نو ځکه يې د اهتمام او احتياط له امله په هر ځاى کې له دَين (پور) څخه د وصيت ذکر د مخه فرمايلى دى، حال دا چې د وصيت درجه له دَين څخه وروسته ده، لکه چېپخوا تېره شوه (يعنې لکه چې هېڅوک د دين په اداء کولو کې غفلت نه کوي همداسې دې په وصيت کې هم نه کوي)! او هم وصيت د مورث حق دى، لکه تجهيز، او تکفين، پرته له وراثت او دَين څخه چې هغه د نورو حق دى نو له دې حيثيته به وصيت له دين څخه مقدموي، اګرکه له بلې وجهې دين په وصيت باندې وړاندې دى، او دلته چې د (غيرمضار) قيد زيات شوى دى همدا قيد به په نورو سابقه ځايونو کې هم معتبر وي.

تفسیر: مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

هغه ميراثونه چې ددې رکوع له شروع څخه تردې ځايه پور بيان شوي دي پنځه دي:

١ ـــ ځوى، لور . ٢ ـــ مور او پلار، ٣ ـــ مېړه، ٤ ـــ ښځه، ٥ ـــ اخيافي ورور او خور.

همدې پنځو ته ذوى الفروض يعنې د معلومو برخو خاوندان وايي (په استثنا د ځوى چې عصبه دى) ددې پنځو واړو د ميراث احکام يې بيان کړل، په پاى کې يې د تاکيد په ډول وفرمايل چې: دا حکم د پاک الله (ج) دى او تعميل يې ضروري دى او الله (ج) ته هر شىمعلوم دي چې کوم يو اطاعت کوي او کوم يو غاړه غړوي؟ او کوم يو په ميراث، وصيت او دَين کې له حق او انصاف سره سم کار کوي او کوم يو بې انصافي کوي او ضرر رسوي؟ اوپه دې خبره دې هېڅوک ونه غوليږي چې د ظلم او بې انصافۍ په سزا کې ولېتاخير کېږي؟ ځکه چې د الله تعالى (ج) حِلم هم ډېر کامل دى.

فائده: ښايي وپوهېږو چې پرته له (ذوى الفروضو) څخه چې دهغو ذکر په همدې رکوع کې تېر شو يو بل قسم وارث هم دى چې هغه ته (عصبه) وايي او هغو لره کومه معينه برخه لکه نصف (نيمايي) او (ثلث) دريمه (او ثلثان) دوه برخې له درې برخو (او ربع) څلورمهبرخه (او سدس) شپږمه برخه او نور نه ده مقرر بلکې هر هغه شى چې له (ذوى الفروضو) څخه فاضل پاتې شي هغه به دوى ته ورکاوه شي، مثلاً که يو مړى (عصبه) لري او له (ذوى الفروضو) څخه کوم يو نه وي نو د هغه ټول مال (عصبه) ته ور رسيږي او که (ذوىالفروض) او (عصبه) دواړه وي؛ نو اول (ذوى الفروضو) ته دهغوى حق ورکاوه شي، که له هغوى څخه څه ترکه پاتې شي نو هغه (عصبې) ته وررسيږي او که ترې پاتې نشو (عصبې) ته هېڅ نه ور رسيږي، او اصلي (عصبه) هغه دي چې نارينه وي ښځه نه وي او ددهاو د مړي په منځ کې د ښځې واسطه هم نه وي او د دوى درجې څلور دي:

١ ـــ ځوى او لمسى.

٢ ـــ پلار او نيکه.

٣ ـــ ورور او وراره.

٤ ـــ تره اود تره ځوى يا دده لمسى.

که څو تنه (عصبه) موجود وي نو ميراث همغو عصبه وو ته ور رسيږي چې مړي ته نږدې وي، لکه د لمسي په مقابل کې ځوى او د وراره په مقابل کې ورور وړاندې دى، نوبياد (اخيافي) او (علاتي) په مقابل کې (اعياني) مقدم دى، ددې څلورو واړو په استثناء په اولادهاو وروڼو کې له نارينه سره ښځه هم (عصبه) کېږي، يعنې له ځوى سره لور او له ورور سره خور هم (عصبه) کېږي، دا اصلي عصبه نه دي بلکې غير اصلي دي، پرته له اولاده او وروڼو څخه د نورو نارينه وو سره ښځې نه عصبه کېږي، مثلاً د تره ځوى (عصبه)دى مګر له ده سره د تره لور (عصبه) نشي کېداى.

فائده: ددې پاس ذکر شويو قسمونو يعنې (ذوى الفروضو) او (عصبه وو) څخه علاوه زموږ د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد دريم قسم وارث (ذوى الارحام) هم شته، يعنې داسې قرابت لرونکي چې دده او د مړي په منځ کې دښځې واسطه وي، چې نه (ذوى الفروض) وي اونه (عصبه) لکه لمسى، نيا، خوريی، ماما، ترور، توړۍ، او د دوى اولاده، کله چې له کوم مړي څخه نه (ذوى الفروض) او نه (عصبه) هېڅ يو نه وي پاتې؛ نو د هغه ميراث (ذوى الارحامو) ته ور رسيږي، ددې تفصيل د فرائضو په کتابونو کې مذکور دى.

بل ځای فرمایي: تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (١٣) دا (د يتيمانو، ميراثونو، وصيت او د دين تير شوي حکمونه) حکمونه د الله دي؛ او هر څوک چې ومني حکم د الله او د رسول دده نو داخل به کړي الله دغه (مطيع په هسې) جنتون وکې چې بهيږي له لاندې د (ماڼيو او ونو د) هغو ويالي هميشه به وي (دوى) په دې (جنتونو) کې؛ او دا (ننوتل جنت ته) مراد موندل (برى) دى ډير لوى.

د معتدي او تیري کوونکي په هکله هم الله سبحانه وتعالی فرمایي: وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ (١٤) او هر څوک چې نافرماني کوي د الله او د رسول دده او وځي له حدودو د الله نو داخل به کړي (الله) دغه (معتدي) اور ته چې هميشه به وي (دى) په هغه (اور د دوزخ) کې او (شته) ده ته عذاب ډير سپک کوونکى.

تفسير: يعنې دا پخواني ټول ذکر شوي احکام (چې د يتيمانو حقوق، وصيت، او ميراث دي) د الله (ج) مقررې کړي ضابطې او قاعدې دي، هر هغه څوک چې اطاعت کوي او د الله (ج) احکام مني چې په هغو کې د وصيت او ميراث حکم هم شامل دى نو د هغه لپاره تل جنت دى او هر هغه څوک چې سر غړوي او د الله تعالى (ج) له حدودو څخه بېخي خارجيږي (يعنې حلال يې حرام او حرام يې حلال ګڼي) نو هغه له ذلت او خوارۍ سره تل د جهنم په عذاب کې پاتې کېږي.

اسلام د ټولنې د هر وګړي حق خوندي او بیان کړی، یو له دغو خلکو چې ډېر مستحق او وړ دي هغه یتیمان دي دهغو په اړ قرآن داسې فرمایي: وَآتُوا الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا (٢) او ورکړئ (اى د يتيمانو اولياؤ!) يتيمانوته مالونه د دوى (پس له رشده) او بدل مه اخلئ تاسې خبيث (بد، حرام مال) په طيب (ښه، حلال مال!) او مه خورئ تاسې مالونه د دوى (يعنې د يتيمانو ګډ) له مالونو خپلو سره (اى وليانو! او وصيانو!)؛ بېشکه دا (د يتيمانو د مال خوړل) ده ګناه لويه.

تفسير: د يتيمانو اولياوو او سرپرستانو ته حکم دى، هر کله چې هغوى بالغ شي؛ نو د هغوى مال دې پرې وسپاري! او د (توليت) او سرپرستۍ په وخت کې دې د يتيمانو يو ښه شى نه اخلي! او نه دې په معاوضه کې خراب او ښکته شى د هغه په مال کې شامل کړي! او نه دې د هغوى مال له خپل مال سره ګډ کړي! چې ويې خوري، مثلاً (ولي) لره اجازه شته چې د يتيم خواړه له خپلو خوړو سره مشترک او شامل کړي، مګر دا خبره ضروري ده چې د يتيم مال ته دې څه نقصان ونه رسوي! او داسې دې ونه شي چې د شرکت په پلمه د يتيم مال وخوري، او ورڅخه استفاده وکړي، ځکه چې د يتيم د مال خوړل لويه ګناه ده، ښايي له دې امله به د يتيم حکم په هغو احکامو کې چې په ارحامو پورې تعلق لري مخکې ذکر شوى وي چې يتيم د خپلې بېکسۍ، بې سروسامانۍ، مجبورۍ، بېچارګۍ او بې وزلۍ له سببه رعايت، سرپرستۍ، او مهربانۍ ته زياته اړه لري، د همدې اهتمام له جهته په تبديل او شرکت سره د يتيم د مال خوړل ممنوع ګرځول شوي او په راتلونکو متعددو آيتونو کې هم د يتيمامو په نسبت څو احکام ارشاد شوي دي، چې له هغوى څخه ددې اهتمام اهميت لا په ظاهر او باهر ډول سره معلوميږي، او دا ټول احکام او تاکيدات د ټولو يتيمانو په حق کې دي، هو! هغه يتيم چې قرابت او خپلوي لري، دده په باره کې زيات تاکيد شوى دى، او همدا شان نزول ددې آيتونو د ربط سبب دى، چې له عرف او عادت سره هم موافق دى، ځکه چې د يتيمانو (اولياء) غالباً هغه کسان وي چې د هغوى سره زياته خپلوي لري.

له دغو آیتونو ښکاره معلومیږي چې اسلام د میراث په هکله او عادلانه وېش په اړه چې څومره واضحه تګلاره لري د نړۍ بل هیڅ قانون او کتاب ورته رسېدای نشي، اسلام او قانون د میراث په هکله اوس ډېر کتابونه او مضامین لیکل شوي حتی د نړۍ په سطحه د مختلفو ادیانو پیروانو هم د اسلام د اقانون د میراث ستایلی او دایې یو مکمل قانون یاد کړی، که تاسو د عیسویانو او نور ادیانو د میراث وېش یا نور حقوق ولولئ نو درته جوته به شي چې د هغوی قوانین ډېرې نیمګړتیاوې لري، په همدا عصري او پرمختللې امریکا کې ډېرې لږ ښځې یا پیغلې به وي چې یو ځل به یې واده کړی وی بلکه په ملیونو داسې پيغلې او ښځې شته چې یو دوه یا حتی درې میړونه یې طلاق کړي هلته ښځه هم د طلاق ورکولو حق لري او په مال کې نیمه شریکه هم ګڼل کیږي، کومې ستونزې چې په کفري نړۍ کې د میراث په اړه شتون لري هغوی یې هیڅ حل نلري او خپله که امریکایان دي او که اروپایان یا نور کفار دوی ټول په دغه برخه کې ډېرې ستونزې لري او خپله اقرار کوي چې د دوی قوانین په دغه برخه کې بلکل پاتې راغلي. ښه چې د کفری نړۍ پوه خلک او د هغوی مبلغین او قانون جوړونکي د اسلام په اړه مثبت نظرونه لري او وایې چې اسلام د ژوند یو کامل نظام او د ژوند بشپړ قوانین لري خو متاسفانه هغه خلک چې ځانته مسلمانان هم وایي د اسلام په اړه ناسمې لیکنې او ناسم دریځ غوره کوي.

اخځلیکونه:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کابلی تفسیر

آنلاین اسلامي لارښود

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: