اسلاماسلامي نړۍ او امت

مودودي: اسلامي قوانين پلي کولی د مسلمانانو د مشکلاتو د حل يواځينۍ لار ده (مرکه)

يادونه:
(دا مرکه، د بي بي سي لندن استاځي، وليم کرالی، په ۲۵ نومبر ۱۹۷۵ کې، غرمه ۱۱ بجې له مولانا سيد ابوالاعلی مودودي رح سره تر سره کړې، نوموړې مرکه د منشورات خپرنيزې ادارې، د (اسلام دورِ جديد کا مذهب) تر عنوان لاندې، د رسالې په بڼه هم خپره کړې ده. په پښتو ژباړې کې يې، درې پوښتنې، چې د سر دوه يې، د پاکستان له قوانينو پورې ځانګړې وې او وروستۍ پوښتنه يې، د هند د حالاتو په اړه وه، نه دي ترجمه شوي).

ژباړه: ډاکټر وحيد الله مصلح

بي بي سي:

تاسو، له ژوند پورې تړلې، هرې اداره کې، اسلامي تعليم او تربيه لازمي کړې ده، ليکن پوښتنه دا ده، چې د يو نوي دولت، ژوند به پر اسلامي اصولو څرنګه چلېږي؟

سيد مودودي:

مونږ، په دې ثابتولو کې، کلونه لګولي دي، چې يو نوی دولت په مکمل ډول، د اسلام پر اصولو چلېدی شي. او يوازې چلېږي نه! بلکه ثابتېدای شي، چې پر اسلامي اصولو رامنځته شوی دولت، له نورو ټولو دولتونو، ډېر کامياب او بهتر دی. لکه څنګه، چې زمونږ کوښښ يوازې دا نه دی چې مونږ يوازې په پاکستان کې اسلام نافذ کړو او ووايو چې د اسلام پر بنسټونو يو نوی دولت چلېدای شي، بلکه مونږ دا هم غواړو چې ووايو، د دې نوي دولت په کتو سره، به د نړۍ نور عصري دولتونه، دا خبره ومني، چې دا دولت له هغوی څخه، ډېر بهتر او لوړ دی. د اسلامي دولت اصول، پر نورو ټولو سياسي نظامونو لوړ دي. د نړۍ په مسلمانو هېوادونو کې، يو عنصر موجود دی، چې د اسلام پر حقيقي اصولو عمل کول غواړي.

بي بي سي:

تاسو، پخوانۍ طريقې ته، ولې بېرته ستنېدل (go back) غواړئ؟

سيد مودودي:

تاسو، چې وويل، مونږ ولې، پخوانۍ طريقې ته بېرته ستنېږو؟ نو په دې کې، دا د (go back) لفظ غلط دی. اصل خبره دا ده، چې د انسان لپاره، چې د خدای له اړخه کوم هدايت راغلی، هغه پخوانی هم دی او نوی هم.

خدايي هدايت، کوم وخت او ځای ته، پابند نه دی، بلکه، دا يو ازلي او ابدي شی دی، له همدې امله د (go back) لفظ استعمالول بې معنا دی.
Truth is always truth, it can not be old or new, at any time and at every place it is truth.
ريښتيا همېشه ريښتيا وي، دا زړېدای او نوي کېدای نه شي، په هر وخت او هر ځای کې، دا ريښتيا وي.

بي بي سي:

د اسلامي قانون ځينې خواوې، مثلاً د جنايي قانون (Criminal Laws) په اړه، په عصري ذهن کې، ځينې اعتراضونه او شکونه ميندل کېږي، د دې زمانې، نويو مسلمانو دولتونو، هم دغه قوانين ترک کړي دي، ښايي تاسو به اتفاق وکړئ، چې دا جنايي قوانين په اصل کې، د منځنيو پېړيو ټولنې لپاره وضع شوي وو او دا قوانين د موجودې ټولنې، لپاره ډېر نه شي موزون کېدلی. اوس د جرم او سزا په اړه، تصورات هم تبديل شوي دي، له همدې امله دا معامله، د مذهبي نقطهء نظر، په نسبت تر ډېره ټولنيزه ده. ايا تاسو، په دې بدلې شوې زمانې کې، د دې زمانې، د تبديل شويو رويو پر عکس، نوموړي قوانين د هغو په پخوانيو بڼو، نافذول غواړئ؟

سيد مودودي:

ته چې کومه (نوې زمانه) يادوې، ستا څه خيال دی، چې په دې لړ کې، په امريکا او اروپا او په مسلمانو هېوادونو کې، چې پر اسلامي قوانينو يې عمل پرېېښی، د جرم د ارتکاب اندازه (Crime Rate) په لوړېدو ده او که کمېږي؟ ستا څه خيال دی؟

بي بي سي:

په ډېری هېوادونو کې دا په لوړېدوه ده.

سيد مودودي:

زمونږ د پنجاب په باره کې، چې د پوليسو کوم راپور اوسمهال (۱۹۷۵) کې خپور شوی، په دې کې، ويل شوي دي، چې يوازې په يوه مياشت کې، دوه سوه قتلونه تر سره شوي، او د جرم دا رفتار تر پخوا ډېر زيات دی، په امريکا او نورو پرمختللو هېوادونو کې، د جرمونو د رفتار په باره کې، ته په خپله ښه پوهېږې، چې اوسمهال هغه څومره په تېزۍ، پر مخ ځي؟ اوس پوښتنه دا ده، چې ايا په ټولنه کې د جرمونو شتون کوم ښه کار دی؟

بي بي سي:

ښه نه دی!

سيد مودودي:

د دې صاف مطلب دا دی، چې ستاسو موجوده جنايي قوانين (Criminal Laws)، دپه يو مسلمان هېواد کې، چېرته، چې اسلام تر يوه حده نافذ شوی، يعنې پر غلو اسلامي جنايي قانون نافذ شوی دی، نو هلته غلا ختمه شوې ده. هلته دا کيفيت دی، چې که ته خپل سامان پر سړک پرېږدې او لاړ شې، او درې ورځې وروسته، بېرته راشې، نو هغه به تا ته هملته لاسته درشي، او چا به ورته لاس هم ور وړی نه وي. که تاسو خپل کور خلاص پرېږدئ او لاړ شئ، او څو اونۍ وروسته ورته بېرته راشئ نو د کور څومره سامان، چې وو هغه به ټول ومومئ. کوم شخص به کور ته، داخل شوی هم نه وي. دا يوازې د دې پايله ده، چې په سعودي عربستان کې، د دې سزاګانو پر نفاذ څو لاسونه غوڅ کړای شوي دي، او له دې امله هلته غلا پای ته رسېدلې. نو ايا د څو مجرمانو په لاس غوڅولو سره، د غلا ختمول بهتر کار دی او که دا بهتره ده، چې زندانونو ته د مجرمانو په لېږلو سره، هغوی عادي مجرمان وګرځول شي؟ جرمونو د خاتمې لپاره، په مکمل ډول ناکام شوي دي، يوازې دا نه، بلکه د هغو د زياتولو موجب ګرځي. د دې برعکس په يو مسلمان هېواد کې، چېرته، چې اسلام تر يوه حده نافذ شوی، يعنې پر غلو اسلامي جنايي قانون نافذ شوی دی، نو هلته غلا ختمه شوې ده. هلته دا کيفيت دی، چې که ته خپل سامان پر سړک پرېږدې او لاړ شې، او درې ورځې وروسته، بېرته راشې، نو هغه به تا ته هملته لاسته درشي، او چا به ورته لاس هم ور وړی نه وي. که تاسو خپل کور خلاص پرېږدئ او لاړ شئ، او څو اونۍ وروسته ورته بېرته راشئ نو د کور څومره سامان، چې وو هغه به ټول ومومئ. کوم شخص به کور ته، داخل شوی هم نه وي. دا يوازې د دې پايله ده، چې په سعودي عربستان کې، د دې سزاګانو پر نفاذ څو لاسونه غوڅ کړای شوي دي، او له دې امله هلته غلا پای ته رسېدلې. نو ايا د څو مجرمانو په لاس غوڅولو سره، د غلا ختمول بهتر کار دی او که دا بهتره ده، چې زندانونو ته د مجرمانو په لېږلو سره، هغوی عادي مجرمان وګرځول شي؟ هغوی، چې له زندانه خوشې شي، نو بيا به غلا کوي او بيا به زندان ته ځي، حقيقت دا دی، چې ستاسو موجوده جنايي قوانين، د جرمونو پالنه کوي، ليکن مونږ د اسلامي قوانينو په نافذولو سره، جرمونه پای ته رسولی شو. ايا دا بهتره ده، چې مونږ جرمونه ختم کړو او که دا بهتره ده، چې جرمونه دې تر سره کېږي او د هغه د موثر مخنيوي کوم تدبير دې نه رامنځته کېږي؟

بي بي سي:

د عصري ټولنې حالات او بڼې ډېرې بدلې شوي دي. د جرم او سزا تصور بدل شوی دی. د ماضي په اسلامي دولت او د موجوده دور په دولت کې، غټ فرق برسېره شوی… د شکاګو او نيويارک په څېر د غټو غټو ښارونو کيفيت او جوړښت بالکل سره بېل دی. له همدې امله، د يو محدود ښاري نظام لپاره، که چېرې اسلامي سزاګانې ګټورې هم وې، خو موجودو سترو سترو ښارونو لپاره، به دا څرنګه په درد وخوري، په داسې حال کې چې په دوی کې، د جرمونو ترسره کول تر يو حده پورې، فطري خبره ده او په دوی کې د سزاګانو عملي نفاذ کوم آسانه کار هم نه دی؟

سيد مودودي:

ستا خيال دا دی، چې د شکاګو او نيويارک په څېر غټو غټو ښارونو کې اجتماعي ژوند (Social Life)، داسې دی، چې هلته د جرمونو تر سره کول يو فطري شی دی، له همدې لپاره، د دې حالت د خاتمې لپاره، د لاس غوڅولو په څېر سزاګانو نفاذ غير مترقي خبره ده او ستا په خيال دا عملاً ممکن هم نه ده. ليکن زما خيال دا دی، چې دا کېدای شي، او که يوازې پر غلو د لاس غوڅولو قانون جاري شي، نو د نيويارک او شکاګو په څېر ښارونو او بلکه په ټوله امريکا کې، د غلا ارتکاب کمېدای شي. خو مکمله خاتمه يې، يوازې په هغه صورت کې امکان لري، کله، چې ټول سياسي او ټولنيز نظام، پر اسلامي خطونو قايم شي، ليکن د اسلامي سزاګانو په نتيجه کې، په دې کې کمی واقع کېدای شي.

مونږ په دې خبره پوره باور لرو، چې د اسلام وړانديز شوې سزاګانې، په ټولنه کې جرمونه په مکمل ډول بندولی شي، او مونږ غواړو، چې په پاکستان کې، د ژوند بشپړ اسلامي قانون جاري او اسلامي جنايي قوانين نافذ شي، بيا به مونږ دنيا ته وايو، چې دلته جرمونه څرنګه ختم شوي دي. که مونږ ته، د دې موقع په لاس راشي، چې په پاکستان کې، صحيح اسلامي نظام قايم کړو، نو عملاً به دنيا ته ثابته کړو، چې پر اسلامي بنيادونو، يو عصري دولت چلېدای شي او په ډېرې بهترې طريقې سره چلېدای شي. او دا، چې د اسلام پر بنسټ، يوه داسې ټولنه رامنځته کېدای شي، چې له جرمونو پاکه او د امن او امان زانګو وي.

بي بي سي:

د روايتي اسلامي قانون دا اړخ داسې دی، چې د نن انسان د هغه په منلو کې درنګ کوي، او د دې وجه دا ده، چې د نوي ذهن لپاره، دا يو وحشيانه فعل معلومېږي، چې پر کوم جرم دې، د يو شخص لاس غوڅ او هغه دې له يوې عضوې محروم شي… د همدې لپاره د منځنيو پېړيو يو نظام که هر څومره په خپل ځای کې ګټور وو، په نوي دور کې يې رواجول څه عجيب غوندې معلومېږي.

سيد مودودي:

زما په خيال، ستاسو موجود تمدن، چې تاسو ورته نوی تمدن وايئ، څومره همدردي، چې له مجرم سره لري، همدومره همدردي، يې له هغو خلکو سره نه شته، چې جرم پرې تر سره شوی.Mawdudi 1

مثلاً د يو شخص بچی، څوک اختطافوي او بيا ورته خبر ورکوي؛ چې دومره ميليون ډالر ماته راکړه، نو بچی به دی تر لاسه کړې او که نه قتل به يې کړو. او ځينې وختونه داسې کوي هم. نو ستا څه خيال دی، چې ددغسې خلکو په نيولو سره، که دوی ته سخته سزا ورکول شي، مثلاً لاس يې غوڅ شي، يا يې څټ ووهل شي، نو ايا دا به يو وحشيانه فعل وي؟ يعنې ستا په اند، موروپلار له خپل اولاده محرومول يو وحشيانه حرکت نه دی، خو د دې جرم مرتکب ته، د هغه د جرم سزا ورکول وحشيانه او ظالمانه فعل دی. ستاسو ټوله همدردي، له هغه شخص سره ده، چا چې پر يو مجرمانه او غير انساني فعل سره، خپل ځان د سزا وړ ګرځولی او د هغه شخص په اړه، بې احساسه يئ، چې د ظلم او سخت زړه توب نښه ګرځېدلی.

مونږ دا وايو، څوک چې په ټولنه کې، د جرم په ترسره کولو سره امن او امان مونږ دا وايو، څوک چې په ټولنه کې، د جرم په ترسره کولو سره امن او امان لوټوي، هغه د دې مستحق دی، چې داسې سخته سزا ورکول شي، چې نورو ته عبرت وي او هغوی د دې ډول جرم د ارتکاب جرائت ونه کړي. يعنې زمونږ له نظره، سزا يوازې سزا نه ده، بلکه هغه د جرم د مخنيوي يوه ذريعه هم ده او د جرم حوصله هم ماتوي، زمونږ همدردي له مجرم سره نه، بلکه له همغه شخص سره ده، چې پرې جرم تر سره شوی دی، او له هغې ټولنې سره ده، چې د جرم په تر سره کولو سره په کې د نا امنۍ او بې تحفظۍ کيفيت پيدا شوی دیلوټوي، هغه د دې مستحق دی، چې داسې سخته سزا ورکول شي، چې نورو ته عبرت وي او هغوی د دې ډول جرم د ارتکاب جرائت ونه کړي. يعنې زمونږ له نظره، سزا يوازې سزا نه ده، بلکه هغه د جرم د مخنيوي يوه ذريعه هم ده او د جرم حوصله هم ماتوي، زمونږ همدردي له مجرم سره نه، بلکه له همغه شخص سره ده، چې پرې جرم تر سره شوی دی، او له هغې ټولنې سره ده، چې د جرم په تر سره کولو سره په کې د نا امنۍ او بې تحفظۍ کيفيت پيدا شوی دی.
دا اوس څو ورځې مخکې، چې په امريکا کې د آغلې هرسټ، واقعه پېښه شوه، هغه به تاته معلومه وي. کومو خلکو، چې هغه تښتولې وه، هغوی هغه دومره له جرمونو سره اشنا کړه، چې پر بانک يې ډاکه واچوله او نور جرمونه کوي او ګرځي. ستاسو له نظره دغه خلک ډېر متمدن او کلتوري دي، ليکن که دغو خلکو ته کومه سخته سزا ورکول شي نو دا فعل غير متمدن دی.

بي بي سي:

د دې باوجود… د دې خبرې منل ډېر مشکل دي، چې ټولنه دې دومره غير متمدنه، او غير مترقي قبوله شي او په هغې کې دې دغسې سختې سزاګانې رايج شي، کومې چې تاسو بيانوئ؟

سيد مودودي:

اصلي خبره دا ده، ستاسو په ټولنه کې، چې کوم جرمونه کېږي، تاسو ورسره سوله کړې او ورسره ژوند تېرول غواړئ، داسې، چې تاسو غواړئ، چې ستاسو په ټولنه کې دې خلک قتلېږي هم، د اختطاف پېښې دې هم وي، شوکې دې هم کېږي، د خلکو په کورونو کې دې پر اطمينان ساه اخېستل هم مشکل وي، او له جرمونو څخه د کوم يوه د ختمولو په خاطر دې کوم سخت اقدام هم نه کېږي. ځکه، چې دا ستاسو په خيال د تمدن ضد دی، او په دې سره د موجوده دور متمدن انسان توهينيږي، په نيويارک کې دا مهال حالت دا دی چې که د شپې پر وخت د چا دوست دروازه وټکوي نو هغه له دې وېري دروازه نه خلاصوي، چې راتلونکی به حتماً شوکمار وي، د دغسې وېري او ترهې په منځ کې تاسو ژوند تېروئ. او دغسې حالت سره تاسو روغه (Compromise) کړې، او د بدلولو لپاره يې تاسو تيار نه يئ. ستاسو خيال دا دی، چې دا کارونه دې هم وي، او د دې په شتون کې دې تاسو ماډرن او متمدن هم اوسئ. ليکن که د دغه جرم او وېري ژوند د بدلولو په موخه کوم سخت قدم پورته کېږي نو هغه ستاسو په خيال د منځنيو پېړيو په لور ستنېدل دي.

ليکن مونږ دا غواړو، چې که مونږ ته موقع په لاس راشي، نو مونږ به د اسلامي قوانينو په رايجولو سره دنيا ته وښايو، چې په دې ډول يوه سوليزه ټولنه (Peaceful Society) منځته راځي. دغه ټولنه به متمدنه هم وي، ماډرن هم او د امن او دا چې مونږ اسلامي نظام ته قايل يو، او په دنيا کې يې د قايمولو غوښتونکي يو، لامل يې دا نه دی، چې هغه زمونږ پخوانی ديني يا ملي نظام دی، او په دې بنا مو ګنې ورسره مينه ده، بلکه هغه خو مونږ د دې له امله منو، چې سراسر يو معقول او عادلانه نظام دیسلامتۍ زانګو هم. د دې تر قيام وروسته به ستاسو دا ټول تش په نوم نوي تصورات او نظريات يوازې پخوانۍ کيسې وګرځي. دا چې مونږ اسلامي نظام ته قايل يو، او په دنيا کې يې د قايمولو غوښتونکي يو، لامل يې دا نه دی، چې هغه زمونږ پخوانی ديني يا ملي نظام دی، او په دې بنا مو ګنې ورسره مينه ده، بلکه هغه خو مونږ د دې له امله منو، چې سراسر يو معقول او عادلانه نظام دی. او دا بيخي د انصاف سره سمه او معقوله خبره ده چې ټولنه دې له جرمونو پاکه کړای شي. زمونږ په نزد هغه ټولنه ډېره بده ټولنه ده، چې په دننه کې يې جرمونه پالل کېږي او د خلکو د همدردۍ تمرکز پر مجرم وي، نه پر هغه چا چې د جرم ښکار ګرځېدلی وي.

بي بي سي:

په کومو هېوادونو کې، چې مسلمانان اقليت دي، او هلته اسلامي قوانين نافذ نه وي، بلکه په کې سيکولر نظام ميندل کېږي. په دې هېوادونو کې به د مسلمانانو طرزعمل څه وي، په داسې حال کې چې هغوی پر غير اسلامي قانون باندې يقين نه لري. ايا هغوی به ددغسې حکومت پر ضد کوم اقدام کوي؟

سيد مودودي:

نه، که مونږ په کوم غير مسلم دولت کې اوسو، نو مونږ به په نوموړي دولت کې کوښښ کوو، چې د سوليزو جمهوري ذريعو له ليارې د خلکو خيالات تبديل کړو، او په دلايلو سره هغوی د ژوند د اسلامي نظام معقوليت او برترۍ ته قايل کړو. په دې طريقې سره، چې کله مونږ د اکثريت خيالات او ذهنونه تبديل کړل او خلک مو د ژوندانه اسلامي نظام ته قايل کړل، نو د دې اکثريت پر بنا به د هغه ځای نظام تبديل کړو. ښکاره ده، چې دا خبره د جمهوري نقطهء نظره بالکل درسته ده. مونږ د دغسې دولت په دننه کې له غير جمهوري ليارو کوم انقلاب نه رامنځته کوو.

بي بي سي:

آيا ستاسو په خيال د جمهوريت په اسلامي اجتماعي فلسفه کې ګنجايش ميندل کېږي؟

سيد مودودي:

هو، خو د لويديزې نظريې سره سم نه، په لويديزې سياسي فلسفه کې د اعلی اقتدار (ستر واک)، مالک خلک دي، ليکن په اسلام کې اعلی اقتدار له الله تعالی سره دی.

د دې بنسټيز توپير سره سره، زمونږ حکومتي نظام به داسې وي، چې په هغه کې به د دولت مشر د خلکو په اکثريت رايو ټاکل کېږي، د خلکو استاځي به د هغوی په رايو انتخابېږي، او پارلمان به په دغو منتخبو استاځو مشتمل وي. هيڅ حکومت به د ولس له خوا تر سلب اعتمادولو وروسته قايم نه شي پاتې کېدی. تر دغه حده جمهوريت مونږ سره موجود دی. داسې چې د الله تعالی د اعلی اقتدار په منلو سره به، د حکومت سېستم، په جمهوري طريقو سره د الله تعالی احکام او قوانين نافذوي، خلک به په خپله مقتدر اعلی (ستر ځواک) نه وي.

بي بي سي:

آيا دا مهال پر دې ماناګانو کوم صحيح اسلامي جمهوري دولت ميندل کېږي؟ يا په نزدې ماضي کې داسې کوم دولت موجود وو؟

سيد مودودي:

که فرض کړو، چې په کوم مسلمان هېواد کې دا ډول اسلامي جمهوري نظام موجود نه دی، نو د دې مطلب دا نه دی، چې د اسلام دولتي جمهوري تصور او د حکمرانۍ قانون نيمګړی دی، بلکه دا حالت د هغو خلکو د غلطيو پايله ده، چې مسلمانان هم ځانته وايي او د اسلام جمهوري نظام نه رايجوي. لکه څنګه چې زمونږ کوښښ دا دی، چې مسلمان چې چېرته هم دی، هغه دې تش په نوم مسلمان (Professing Muslims) نه اوسي، بلکه عملي مسلمان (Practicing Muslim) دې وي.

بي بي سي:

تاسو به په اوسني دور کې، د حکومت نظام په کومو خطونو دروئ؟

سيد مودودي:

که تاسو د جماعت اسلامي منشور (Manifesto) مطالعه کړئ، نو په پوره ډول به درمعلومه شي، چې مونږ د حکمرانۍ پر اسلامي اصولو څنګه يو جمهوري حکومت قايموو، او د دې ښکاره ځانګړتياوې به څه وي.

بي بي سي:

يوه بله مهمه مسئله په ټولنه کې د ښځې مقام او حيثيت دی، په دې معامله کې اسلامي ارزښتونه، د لويديزې صنعتي پرمختللې ټولنې له ارزښتونو سره په قطعي ډول مختلف او متضاد دي. ستاسو څه رايه ده، آيا د نوې زمانې په بدلېدونکو حالاتو او د نوي تمدن د ارزښتونو په رڼا کې، د ټولنې دننه د ښځې په اړه د اسلام له نظره کوم پرمختياپالې بدلون ممکن دی؟

سيد مودودي:

ګوره، ستاسو په خيال کې، چې کوم نوی تمدن او عصري کلتور دی، تاسو داسې ګڼئ، چې د تمدن او ثقافت همدغه يو معيار (Standard) دی. پر دې معيار تاسو هر بل تمدن او ثقافت تلئ، خو مونږ هغه نه منو، تاسو چې خپل کوم تمدن او کلتور عصري ګڼئ او ډېر صفتونه يې کوئ، مونږ داسې ګڼو چې دا يو وروسته پاتې (Backward) او زوړ شی دی، چې ستاسو ټوله ټولنه او ستاسو ټول تمدني نظام تباه کوي. مونږ نه غواړو چې دا “عصري کلتور” خپلې ټولنې ته راوړو او هغه هم تباه کړو.

ستاسو نوی تمدن همدا دی که نه، چې خپل کورنی نظام مو ختم کړی، تاسو، چې په ټولنه کې مېرمنو ته کوم مقام او مرتبه ټاکلې ده، نتيجه يې دا راوتلې، چې تاسو د ښځو اخلاق هم برباد کړل او د نارينه و هم. تاسو خلک د اخلاقي مونږ خپله ټولنه له ټولو هغو بديو څخه پاکول غواړو، چې ستاسو په عصري ټولنه کې ميندل کېږي. زمونږ په نزد پرمختګ بل شی دی او د تش په نوم عصري ټولنې بد عادتونه او بڼې بل شی. مونږ پرمختګ ته قايل يو او ضرور به يې کوو، ليکن په هغه طريقه نه، چې تاسو يې کوئ، مونږ دا ناسم ګڼو. د دې پر ځای به مونږ پر خپلو اصولو، تعمير او پرمختګ کوو او دا به په صحيح معناو کې تعمير او پرمختګ وي.ژورو بېخ ته غورځولي. آيا تاسو غواړئ، چې مونږه هم دغې ژورې ته وغورځېږو؟ مونږ دېته تيار نه يو. مونږ خپله ټولنه له ټولو هغو بديو څخه پاکول غواړو، چې ستاسو په عصري ټولنه کې ميندل کېږي. زمونږ په نزد پرمختګ بل شی دی او د تش په نوم عصري ټولنې بد عادتونه او بڼې بل شی. مونږ پرمختګ ته قايل يو او ضرور به يې کوو، ليکن په هغه طريقه نه، چې تاسو يې کوئ، مونږ دا ناسم ګڼو. د دې پر ځای به مونږ پر خپلو اصولو، تعمير او پرمختګ کوو او دا به په صحيح معناو کې تعمير او پرمختګ وي.

بي بي سي:

آيا تاسو ګڼئ، چې د مېرمنو ځای د کور دننه دی، او د هغوی د اجتماعي ژوند ټولې معاملې به د هغوی د مېړونو پورې مربوطې وي، او هغوی به له نورو سړيو سره اړيکې نه شي لرلی، په دغه صورت کې به تاسو دا هم نه خوښوئ چې مېرمنې دې ډاکټرانې او يا معلمانې شي؟.

سيد مودودي:

هو، د اسلامي ټولنيزو اصولو له مخې د مېرمنې مقام د هغه کور دی او په دې کې د نارينه حيثيت د سرپرست او قوام دی. البته تر کومه، چې د ښځو د تعليم، ډاکټرۍ، معلمۍ او يا بل شي د جوړېدو پوښتنه ده، نو مونږ يې نه يوازې سم ګڼو بلکه ضروري يې بولو.

مونږ خپلو خوېندو ته عالي تحصيل ورکوو، ليکن تر اعلی ترين تحصيل وروسته بيا هم مسلمانه ښځه داسې ګڼي، چې د هغې د کار اصلي دايره د هغې کور دی. که زمونږ مېرمنې ډاکټرانې هم شي هغوی به د مېرمنو درملنه کوي او په دې ډول به ښځې نه اړکېږي، چې له نارينه و نه درملنه وکړي.

مونږ دا غواړو، چې مېرمنې عالي تحصيلات وکړي، معلمانې او پروفيسرانې شي، تر څو دوی زمونږ اولادونو ته اعلی تعليم ورکړای شي. مونږ دا نه غواړو، چې زمونږ مېرمنو ته دې نارينه تعليم ورکړي. لکه څنګه، چې زمونږ په هېواد کې داسې بې شمېره کالجونه شته، چې يوازې مېرمنې په کې درس وايي او د ټولو علومو او فنونو تعليم هم ورکوي. دوی ساينس هم زده کوي او نور عصري علوم هم. په همدې ډول که په نورو څانګو کې اړتيا وي نو مونږ پر خپلو مېرمنو عالي تحصيلات تر سره کوو. ليکن د دې ټولو شيانو تر څنګ څنګ، مونږ دا اصول هيڅکله نه بدلوو، چې د مسلمانې مېرمنې اصلي ځای د هغه کور دی. له مسلمانې ښځې، چې مونږ کوم کار اخلو، هغه به د نوموړې د کوردننه او د ښځو د ټولنې په داخل کې اخلو.

بي بي سي:

لکه څنګه، چې تاسو وويل، دا درسته ده، چې په لويديزې نړۍ کې، کورنی نظام د انتشار ښکار ګرځېدلی، ليکن د اسلامي قانون دا اړخ هم د ملاحظې وړ دی، چې په کې د طلاق په واسطه د واده تړون ختمول ډېر آسانه دي. په ځانګړي ډول د موجوده کورني قانون (Family Laws) نه مخکې خو همداسې وه. آيا دا کار د مېرمنو د نه تحفظ لامل نه ګرځي؟

سيد مودودي:

په طلاق کې له اسانۍ سره سره، تاسو کتلی شئ، چې په مونږ کې د طلاق اندازه ډېره کمه بلکه د نيشت برابره ده، په داسې حال کې، چې په لويديزو هېوادونو کې دا اندازه ډېره زياته ده. هلته کورنی نظام په مکمل ډول تباه شوی ، ما د لويديزې ټولنې او لويديز تمدن دغه حالت په خپلو سترګو کتلی دی.
په مونږ کې خو چرته کله دا واورېدل شي، چې کوم شخص خپلې ښځې ته طلاق ورکړی او پر دې مونږ حيرانېږو، چې داسې ولې وشول؟ په دې ډول نو طلاق په مونږ کې د آسانتيا سره سره عملاً لږ ميندونکی او نادر (Rare) شی دی. ليکن ستاسو چې کوم حالت دی، هغه ته په خپله ښه پېژنې، چې هلته طلاقونه څومره ډېر واقع کېږي.

بي بي سي:

په لويديزه ټولنه کې، د طلاقونو دغه ډېرښت د مېرمنې لپاره کومه غټه ستونزه نه ده. ځکه نوموړې په اقتصادي لحاظ آزاده او د نارينه محتاجه نه ده. په داسې حال کې، چې په اسلامي ټولنه کې ښځه په دې موقف کې نه ده؟

سيد مودودي:

تاسو ته معلومه نه ده چې مسلمانه مېرمن له خپل پلار څخه ميراث اخلي، له خپل مېړه او خپل اولاد څخه هم ورته برخه رسېږي. په دې ډول نو، چې هغې ته په هر شکل کومه برخه رسېږي هغه يې په خپله څښتنه ده او د هغې مېړه، پلار، زوی او يا بل کوم شخص يې ترې نه شي محرومولای. په همدې شکل يوه مسلمانه ښځه کاروبار کولای شي، او په هغو ادارو کې کار هم کولای شي چې د کار دايره يې په مېرمنو پورې محدوده ده. په دې ترتيب چې نوموړې، پر معقولې طريقې کومه اقتصادي آزادي لر ي، هغه مونږ منو، ليکن مونږ داسې اقتصادي آزادي سمه نه ګڼو چې په پايله کې يې ښځه بيخي آزاده شي او ټولنه له طلاقونو ډکه شي، لکه څنګه چې په لويديزې ټولنه کې ميندل کېږي. په کومه ټولنه کې چې د طلاق اندازه (Divorce Rate) دغومره ډېره شي هلته به د هغو اولادونو څه حشر وي، چې مېندو يې طلاقونه اخېستي وي. د طلاق په اخېستو سره کله د يو شخص سره واده وکړي، بيا له بل سره او بيا له بل سره، او هلته د اولادونو حال دا وي، چې ولي او وارث يې نه وي. ستاسو نوی نسل ولې پر جرمونو روږدی کېږي او تنکيو ځوانانو (Teen-Agers) کې مو جرمونه ولې غټه ستونزه ده؟ د دې لامل له دې پرته بل څه نه دی، چې په تاسو کې طلاقونه په کثرت سره پېښېږي، او د دې په پايله کې کورنی نظام درهم برهم او تباه شوی. تاسو کتلی شئ چې په تاسو کې مجرم تنکي ځوانان زياتره په کورني لحاظ له بربادو کورنيو راووځي، خو تاسو ومنئ، چې دغسې خبره د خدای فضل دی په مونږ کې تقريقاً ناشونې ده. او دا به ډېره شاذ او نادره، کله پېښه شوې وي چې د کومې کورنۍ د طلاق په نتيجه کې دې اولاد مجرم شوی وي. نو په دې لحاظ سره مونږ خپل ځان له لويديزې ټولنې څخه ډېر زيات بهتر او د غبطې وړ موقف کې ګڼو. او دا شی د اسلام د هغو ټولنيزو اصولو پر بنسټ دی چې زمونږ په ټولنه کې لا تر اوسه شته او پابندي يې کېږي.

بي بي سي:

په دې باره کې مو څه خيال دی،آيا په تصنيفي کار کې د تاريخي څېړنې نوي اصول غوره کېدای شي؟

سيد مودودي:

تاسو چې د تاريخي تحقيق او مطالعې د کوم عصري سيسټم حواله ورکوئ، زما خيال دا دی، چې د دې په مقابل کې چې زمونږ کومه څېړنيزه طريقه ده، نو د عصري تحقيقي پوهانو خيال ته هم نه ده راغلي. په مونږ کې چې په کومه طريقه روايات څېړل او پلټل کېږي او تر ډېر لټون وروسته قبلېږي، د دې اهتمام په هيڅ دوره کې د تاريخ سترو سترو علماوو نه دی کړی. زمونږ په نزد د رواياتو د درستوالي لپاره د عقلي معيار پر اندازه کولو سربېره يې اسناد څېړل کېږي. کله چې دا ثابته شي چې سند يې په مکمل ډول متصل دی، او په کې کوم څوک غايب او يا کمزوری نه دی نو په دغسې حالت کې دغه روايتونه منل کېږي. د احاديثو او سيرت په کتابونو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب شوي ټول روايتونه د تحقيق په دغه طريقه اندازه کېږي او بيا يا قبلېږي او يا ردېږي. ستاسو موجوده تحقيقي پوهان د تحقيق له دې شکل سره بيخي نااشنا دي.

بي بي سي:

زه ستاسو ډېر منندوی يم، چې د خپل قېمتي وخت ارزښتناکه شېبې مو مونږ ته راکړې. دا زما لپاره يو اعزاز دی. زه اوس له تاسو اجازه غواړم، ډېره ډېره مننه، د خدای په امان.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: