مه ناهيلی کيږه!

ډير ځله داسې پېښيږي چې يو ځوان (هلک يا انجلی) د حرامو ښکار کيږي، ګناه کوي، اماره نفس يې هم په پرلپسې توګه د ګناهونو پر لور راکاږي، او په ناهيلي توګه د توبې او بدلون له تکل څخه لرې پاته کيږي.  پداسې وختونو کې بايد له ناهيلتوب څخه کار وانخستل شي او خپل ځان پخپله د تباهی کندې ورپريوتلو ته پرينږدي. د يادولو وړ ده چې که انسان د هر ډول ګناهونو مرتکب شي او بيا په رښتينولی سره توبه وباسي، الله (ج) يې توبه قبلوي او ګناهونه يې ورته بخښي، الله (ج) فرمايي:
) قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ) [سورة الزمر: ۵۳] ژباړه: ای پيغمبره! هغو بندګانو ته مې ووايه کومو کسانو چې پر خپلو ځانونو تيری کړی دی، چې د الله له رحمت نه مه ناهيلي کيږئ، په يقيني توګه الله ټولې ګناوې بخښي، هغه بخښونکی او مهربان دی.

هیله نبات ارواپوهنه
دلته د بيلګې په توګه له يوې رښتينې توبې څخه يادونه کوو، وګوری چې څنګه په رښتينولی توبه وباسي او دخپل رب پر لور راګرځي:
د حضرت محمد (ص) ځيني ياران له اسلام  راوړلو  څخه وړاندې پر زنا کولو عادت وو، خو کله چې يې زړونو ته د اسلام روښنايي ښکته شوه، په خپلو نفسي غوښتنو پياوړي شول او د الله (ج) لوړپوړي فرمان ته يې لبیک ووایه. د نمونې په توګه د مرثد بن ابی مرثد (رض) ژوند ته ځير کيږو، الله (ج) فرمايي:
) الزَّانِي لاَ يَنكِحُ إلاَّ زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لاَ يَنكِحُهَا إِلاَّ زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (
[سورة النور: ۳] ژباړه: زناکار نکاح نکوي (يا نه دې کوي) مګر له زناکارې سره ، يا له مشرکط سره، او له زناکارې سره نکاح نکوي ( يا نه دې کوي) مګر زناکار يا مشرک، او دا حرامه کړای شوېده پر مؤمنانو.
مفسرين د پورتني آيت د شان نزول په اړوند داسې وايي:
يو تن د مرثد بن ابی مرثد (رض) په نوم، له مکې څخه مدينې ته ځينې بنديان وړل، په مکه کې د عناق په نامه يوه بدکاره ميرمن چې پخوا د مرثد ملګرې وه، شته وه، نوموړې ښځې چې مرثد هلته وليده ورته يې وويلې: « راځه! نن شپه له ما سره تيره کړه!». مرثد (رض) ورته وویلې: « ای عناق! الله (ج) زنا حرامه کړېده!». پدې خبره عناق چيغې کړې: « ای په خيمو کې شته خلکو! دغه سړی غواړي ستاسې بنديان مدينې ته يوسي!». مرثد (رض) وايي: « کله چې مدينې ته ورسيدم، حضرت محمد (ص) ته نژدې ورغلم او ترې مې وپوښتل: ای د الله رسوله! خوښه مو ده چې زه له عناق سره نکاح وکړم؟ خو حضرت محمد (ص) هيڅ ځواب رانکړ، تر دې چې دا آيت نازل شو:
) الزَّانِي لاَ يَنكِحُ إلاَّ زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لاَ يَنكِحُهَا إِلاَّ زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (
نو  بيا صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: « نه! ورسره نکاح مه کوه».
همدارنګه، يوې بلې بيلګې ته هم متوجه شی:
ابوهريرة (رض) وايي: حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: «بَيْنَمَا كَلْبٌ يُطِيفُ بِرَكِيَّةٍ، كَادَ يَقْتُلُهُ العَطَشُ، إِذْ رَأَتْهُ بَغِيٌّ مِنْ بَغَايَا بَنِي إِسْرَائِيلَ، فَنَزَعَتْ مُوقَهَا فَسَقَتْ لَهُ بِه فَغُفِرَ لَهَا»
ژباړه: يو سپی له ډېرې تندې د اوبو په لټه د سا پر چاپير ګرځيده، نژدې و چې له تندې هلاک شي، د اسرائيلو يوې بدلمنې ميرمن وليد او وپوهيده، خپل بوټ يې راواخست، پرې يې له سا اوبه راويستلې او سپي ته يې ورکړې، ياده ميرمن له همدې امله وبخښل شوه.
ګرانه ورورکه او درنې خورجانې! شیطان وياړي او  تل پدې هڅه کې ده چې انسان د توبې پر وړاندې ناهيلی کړي، او ګناهونه يې لکه د يو تلپاتي داغ په څير وروښيي چې هيڅکله نه پاکيږي، له همدې امله د توبې کولو اراده په يو ډول بې باکی بدليږي چې انسان د توبې او بدلون له تکل څخه لرې ساتي..
د پخوانيو او اوسني امت ډيرو مؤمنانو  له ايمان راوړلو وړاندې شراب څکل او ډير نور بد کارونه يې هم کول خو کله چې يې زړونه د ايمان په وړانګو روښانه شول، په خپلو نفسي غوښتونو يې برلاسي ومونده او د خپل رب فرمان ته يې د مننې سر ټيټ کړ.
نفسي غوښتنې او جنسي غريزي يواځې د ځوان نسل ستونزه نده، بلکه د الله (ج) ډير نيک بنده ګان هم ربړوي، او ډير ځله يې شهوت تر نورو ډير وي، خو برسيره يې بيا هم پياوړي کیږي. پر همدغه بنسټ ويلی شو چې پر نفسي غوښتنو د پياوړي کيدو او برلاسی لباره لوړې ارادې او قوي همت ته اړتيا ده.

سرچينه: IslamTape.com
ژباړه: خاکسار (وقار)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب