مطالعه د روح لپاره غذا ده
په عمومي توګه د زدکړې او تعلیم ذرایع مدرسې او ښونځي دي، خلق هلته ترهغې لوست وکړي، زده کړې وکړي چی لوی – لوی عالمان، پوهان او ادیبان شي، پرته له دې چې دا مدرسه یا پوهنتون لوی اویا کمکی دی.
هو! ظاهرا همداسي معلومېږی چې فلاني په لویه مدرسه او یالوی پوهنتون کې زدکړې وکړې ځکه لوی عالم اوادیب شو.
خو نه! دا سمه خبره نه ده سمه اوصحیح خبره داده چې کله هم له انسان څخه لوی عالم اویا ادیب وغیره جوړېږي دا په زیاتو ویلو اولیکلو پورې اړه لري، داسې نه ده چې ده په کومه ستره مدرسه او یا ښونځي کې زدکړې کړي دي ځکه لوی عالم اویا لوی ادیب ترې جوړ شوی دی.
که داسې وي بیا باید چې موږ د یوې مدرسې او یا یوه پوهنتون کسانو کې د علمی کمښت او کمزورتیا توپیر نه وای لیدلاي خو نن دا توپیر موږ په سترګو وینو او دا زموږ ورځنۍ تجربه ده.
هو! دومره خبره ضرورده چې په لویه مدرسه او یا لوی پوهنتون کې زدکړه کول د ده په فکري پیاوړتیا باندې تاثیر غورځوي.
د لویانو د عظمت راز پدې کې دی چې کوم څه دوی ته په مدرسو او یا ښونځیو کې ورښودل کېږي په هغې باندې بسنه نه کوي بلکې پوره ـــ پوره مطالعه او کوښښ کوي، تر څو خپلې پوهې ته پراختیا ورکړي او معلومات یې زیات شي.
کوم څه چې په مدرسو اویا ښونځیو کې زده کېږي دا د علم او پوهې ابتدا ده، دا د علم او پوهې انتها نه ده، دغه پوهې ته ابتدایی پوهه ویلای شو، دا پوهه ستا د راتلونکي کامیابۍ اوبریالتوب لپاره د پاوړۍ حیثیت لري، تاته ستا د راتلونکي طرز اوطریقه درښایي او دغه پوهه تاته هغه لار د رښايي چې په خپل زیار او کوښښ سره په راتلونکې کې له تا څخه لوی سړی جوړ شي.
لویانو دغه راز پېژندلی او کشف کړی دی، ځکه نو دوی هیڅکله هم د رسمي زدکړې څخه وروسته خپله زدکړه نه پرېږدي، دوی پوره – پوره مطالعه کوي اوله دې لارې نه خپلې پوهې ته ځلا ورکوي او ځان تر اوچتو مرتبو رسوي، دوی په دې ویاړي چې ټول عمر یې په زده کړه کې تېر شي.
د مدرسې او ښونځي زده کړه که انتهایي زدکړه وای نو نن به په نړۍ کي دغه ټول کتابونه نه وای موجود، چې پر بېلا بېلو موضوعاتو او فنونو لیکل شوي دي.
دغه خبره نن موږ او تاسو بالمشاهده ګورو چې د مطالعي په برکت د انسان په ځان پوهولو اوځان خبرۍ کې پرمختګ راځي، معلومات یې زیاتېږي.
په مخکيني دور کې دا خبره منل شوې ده چې د مدرسو او ښونځیو د تعلیمي نصاب څخه علاوه خارجي مطالعه هم ډېر اهمیت لري او اوس هم دا یو منل شوی حقیقت دی چې هیڅکله ترې څوک انکار نه شي کولای.
په لومړیو کې د انسان ذهن د ټيپ ريکارډ په څير وي هغه څه چې تا پکې ثبت کړي وي هغه ترې را وځي لیکن وروسته بیا په دواړو کې داسې توپیر راځې چي: ټیپ هغه غږونه او هغه څه چې تا پکې ثبت کړي وي هغه را نقل کوي خو ذهن بیا پراختیا پیدا کوي او هر څه زده کوي اوثبت کوي يې، ویدې شوي وړتیاوې ویښې کړي، د غور او فکر عادت پیدا کړي او کله هم چې څوک څه وایي نو نه یواځي هغه څه چې يې اورېدلي دي او یا کوم چا ویلي دي را نقل کړي بلکې ډېر داسې څه هم را نقل کوي، چې یواځې د ده د غور او فکر نتیجه وي.
په ننۍ نړۍ کې په مختلفو موضوعاتو باندې بېشمیره کتابونه او رسالې لیکل شوي او موجودې دي او هره ورځ څه نه څه نورې هم ور زیاتېږي دا ځکه چې د مطالعې سره مینه زیاته شوې ده.
له دې سره – سره چې مطالعه زموږ په علم کې زیادت راولي او رڼا پیدا کوي زموږ د ذهني سکون او خوشالتیا لپاره یوه تر ټولو غوره اله هم ده.
رښتیا يې ویلي دي چې:
«مطالعه د روح لپاره غذا ده»
په دې کې شک هم نشته او دا خبره بالکل سمه ده او هیڅوک ترې انکارهم نه شي کولی خو! د دغه غذا د انتخاب په برخه کې باید چې له پوره فکر، دقت او هوښیارۍ نه کار واخیستل شي.
څرنګه چې دجسمي روغتیا لپاره ناوړه اوبې کاره غذا تاوني او ضرر رسونکې ده، همدا شان مخکې له مخکې نه د روح لپاره د غذا په انتخاب کې دا خبره په نظر کې لرل ضروري دي، چې کومه غذا چې زه یې د روح لپاره انتخابوم پدې کې د روح د روغتیا اجزاء دي او که د روح لپاره نقصان رسونکي اجزاء له ځانه سره لري.
دغه انتخاب کوم معمولي انتخاب نه دی، د روحي غذا په سم انتخاب پورې زموږ د راتلونکي جوړښت او پرمختګ تړلی دی، څنګه چې د ناوړه غذا استعمال جسم د ناروغۍ اومرض په لورې دعوتوي همدا شان د روح د غذا په ناسم انتخاب سره انساني روح ناسمې او کږې لارې ته انسان دعوتوي، له همدې امله د خپل روح لپاره د سالمې غذا په انتخابولو کې له پوره غور، دقت او زیرکتیا څخه کار اخیستل ضروري دي، د دواړو تر منځ یواځې دومره توپیر دی چې د یوه په ناسم انتخاب سره بدن ناروغېږي او د دوهم ناسم انتخاب د روح او ضمیر د ناروغۍ سبب کېږي چې دغه ناروغۍ د ټولنې لپاره ډېره خطرناکه ده.
لیکنه: طالب العلم عبدالصمد (شاکر)