مصنوعي وینه

د ویني سرچینې لږې دي حتی په ښو شرایطو کې هم له شپږو یا اوه هفتو څخه زیات نه ساتل کیږي، لدې نه علاوه ویرسونه کیدای شي د ویني ورکوونکي شخص څخه ویني اخستونکي شخص ته انتقال شي ،د ایډز په انتقال کی هم همدغه مورد مشاهده شوی ، همدارنګه په مذهبي لحاظ ځینی کسان وینی اخستنې ته حاضر ندي .
څرنګه چی د وینې اصلي دنده انساجو ته د اکسیجن ورکول دي،نو هغه مایع چی ددې دندې په تقلید وتوانیږي کولای شي چی د وینې پایښت لرونکي او نه ککړوونکې ځای ونیسي .
وینه اکسیجن د هیمو ګلوبین (اوسپنه لرونکې پروتین) په وسیله چی په سرو کرویاتو کې شتون لري جذبوي،وینه کولای شي په بدن کی د ۲۰ملي لیتره اکسیجن په حدودو کې د هرو ۱۰۰ملي لیترو په وسیله حمل کړي(۲۰٪ حجمي)،فلورنشن شوي هایدروکاربنونه لکه پرفلورو دکالین او پر فلورو ترای بیوتایل امین کولای شي چی ۵۰٪ حجم د اکسیجن په ځان کی حل کړي.
د اکسیجن حلیدل په دغه اندازه چی حتی موږک هم اکسیجن څخه مشبوع شوو فلورو کاربنونو په مایع کی د تنفس کولو توان لري ، بی لدی چی کوم خطر ورته ورسیږي.همدارنګه کبان هم پکی لامبو وهلی شي. فلورو کاربنونه په مستقیم ډول د وینې جریان کې نشو کارولې ځکه چی غیر قطبي ده چی اوبو سره نشي مخلوط کیدای ولی کولای شو چی په وینه کی د اکسیجن د انتقال لپاره یی د ایملشن په ډول په کار یوسو،همدغه اوس داسې تي لرونکي شته دي چی کولای شي ژوندي پاتی شي پداسی حال کی چی د هغوی هیموګلوبین د فلوروکاربنونو په وسیله تعویض شوي وي، د بیلګی په ډول معلومه شویده چی هغه سپیان چی د فلوروکاربن- اوبو یو ایملشن ۲۵٪ د هغوې د وینې د ۷۰٪ په عوض وکارول شي په دغو شرایطو کې هم کولای شي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
زیات وخت کیږي چی په داوطلبو انسانانو باندې دغه ډول څیړنې روانې دي په۱۹۸۹ کال کی یو درملیزه نوې کارونه ددغه ډول وینې لپاره تصویب شویده، که چیرې پایلې په همدغه ډول روانې وي نو کولای شو چی انتظار وکړو چی د عضوي کیمیا پوهان د پرفلورو کاربن نوي مالیکولونو په سنتیز بریالي شي چی د مصنوعي ویني په ډول وکارولی شي
ع .میرزاخیل

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب