پښتو ګرامر

مصدر

مصدر تعریف:

مصدر په لغت كې سرچپه منبع ته وايي او په ژب ښوونه كې هغه كليمه ده چې د كار كېدلو يا نه كېد لو ا ظهار تري كيږي او د زماني تعلق ورسره نه وي .
لكه :تلل، كتل ، نيول ، او داسې نور : په پښتوكې د مصدر نشه (ل) دى چې دكليمه په پاى كې راځي . 
د مصدر درې ډولونه لري .
۱ � وضعې مصدر يا اصلي مصدر.
۲ � تركيبي مصدر.
۳ � جعلي مصدر.

لومړى(وضعي يا اصلي مصدر)

هغه مصدر ته وايي چې د يوې ځانګړي مانا لپاره وضع شوى وي لكه تلل، وهل ، وژل ، ليدل ، څښل، غوښتل ، رېبل ، خوړل ، او داسي نور.
دوهم (تركيبي مصدر) 

تركيبي مصدر يا غير وضعي مصدرونه :

هغه مصدرونه دي چې د يو اسم په پاى كې د كول يا كيدل په زياتولوسره جوړيږي لكه : كار كول ،ډاډه كېدل، كله كله يواځې د (ول) يا (يد ل) په زياتولو سره جوړيږي لكه: خندول ، جوړيدل .
تركيبي مصدرونو جوړول لپاره كومه ټوليزه (عمومي) لار ( قاعده ) نشته په دوديز ډول ( عموما ) په ځنې اسمونوكې لږ شان بدلون راځي خو دلازمي فعل لپاره (ول) او (يدل) اضافه كيږي .
د اسم بدلول په مصدر باندي په لاندې ډول دي .
۱ – د اصلي مطلق صفت د پاى په توري زور كيږي بيا (ول) ورسره اضافه كيږي اولازمي افعال په لاس راځي لكه:
تلل ـ تللي دي ـ تللي به وي ـ تللي وو ـ ځم به ، ليكونه وليكه ـ ته به ليك وليكې .

ايسار = ايسارول خلاص = خلاصول لږ = لږول 
پاك = پاكول خوشحال = خوشحالول لوړ = لوړول
پټ = پټول ډك = ډ كول مات = ماتول
يخ = يخول نرم = نرمول
تش = تشول ډنگ = ډنگول ياد = يادول
تور = تورول زيات = زياتول
ټول = ټولول ژوبل = ژوبلول
جوړ = جوړول سپين = سپينول
خړ = خړول غوړ = غوړول

او كه چيرې وغواړو متعدي فعلونه لاس ته راوړو د مطلق صفت په آخر كې ( يدل) ورسره اضافه كيږي لكه:خنديدل، وليدل، لړ زيدل .
يادونه: څو محدود متلق صفتونه شته چه ځنېيواځې لازمي فعل او له ځنو تورو يې يواځې متعدي فعلونه لاسته راځي. لكه: راشه درشه ، راشه درشه كول .
۲ � د صفت هغه اسمونه چې دري يا څلور توري لري او يو تورى (و) يا(ي) وي د جمعې د جوړولو لپاره دا (و) يا (ي) په الف بدليږي.
د مصدر دجوړولو لپاره پورتنى (واو) او (ي) له منځه ځي يا حذف كيږي او د پورتنۍ قاعدي لاندي راځي.لكه :
موړ = ماړه = مړول = مړيدل
دروند = درنول = دريندل
كوږ = كاږه = كوږول = كوږيدل 
تريخ = ترخه = تريخول = تريخيدل
۳ � دجمعې اسمونه په پاى كې (كول) او (كېدل) اضافه كيږي لكه :
اوبه = اوبه كول = اوبه كېدل.
اوږه = اوږه كول = اوږه كېدل.
بوره = بوره كول = بوره كېدل.
چاپ = چاپول = چاپ كېدل .

دريم (جعلي مصد ر)

هغه كليمې ته وايي چې د مصدر مانا وركوي خو نور فعلونه ترې انشقاقيږي او هم يې په پاى كې د مصدر نښه يانې (ل) نه راځي .
دا مصدرونه د اسم يا صفت د اضافه كولو سره مينځ ته راځي او نښې يې دادي (يا ، زړه، نا زړه، وړتيا، كمزورتيا.
ميئن ، مينتوب
والي ، پلن ، پلنوالى ، سپك ، .
ولې ، تربوره ، تربور ولي ،توكم ، توكم پالنه ، ميلمه ، ميلمستيا ،….
پيژند ( تعريف )، پيژند گلوي ، ورور، ورورگلوي …..
يادونه: كله كله د پاړسي له صفتي اسمونوڅخه ورسته (ي ) وركول كيږي ، نرم ، سخت ، سختي ، څرخ ، نه څرخي .
دمصدر ډولونه د جوړښت له پلوه په دوه دى :
– (تام او ناقص ، يدل مصدرونه ) .
۱ � تام مصدر � هغه مصدرته وايي چې د فعلونوټولې له صيغې څخه جوړيږي لكه: رايه ، تا رايه وركړه ، ته به رايه وركړې ، ته رايه وركوې ، تاووژل ، ته به ووژني .
۲ � ناقص مصدر � هغه مصدر ته وايي چې دفعلونو ټولې صيغې ترې جوړيږي او د ځينو صيغو لپاره له بل مصدر څخه كار اخيستل كيږي. لكه: 
تلل،تللي دي ، تللي به وي ، تللي وو ، ځم به ، نه به ځم .

مصد ر د مانا په لحاظ په دوه ډوله دى: ( لازمي ، متعدي ).

اول – لازمي او متعدي .

۱ : لازمي : لكه : راغلل ، هغه راغى ، خندل ، ته به خاندې .
۲ : متعدي : هغه مصدرونه ته وايي چې له فاعل سر بيره ( علاوه )مفعول ته هم اړه لري .
مفعول: لكه : ليكل ، هغه وليكل . 
– خوړل ، هغه ډوډي خوري . 

دوم – پای کې (یدل)

هغه تركيبي مصدرونه چې په پاى كې (يدل) وي كه چيري د صفت يا له اصلي كامې څخه وروسته اضافه شي مضارع لاس ته راځي (بېلېدل) .
غايب واحد : هغه بېل شي.
جمع : هغوى بېل شي.
حاضر : غورځنګ دې بيل شي ، رڼا او ملګرې يې بېل شي .
جمع : دوي بېل شي ، هغوى بېل شي .
مخاطب واحد:  ته بېل شې ، دابيله شي . 
جمع : تا سو بېل شئ ، دوي بېل شي .
متكلم : زړګيه ! زه بيل شم ، ته بېله شه .
جمع: مونږ بېل شو ، مونږ بېلې شو.

//بینوا ویبپاڼه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: