مس کالونه (نابریالئ اړیکې)؛ اذان

د ساینس او ټکنالوژئ پدې هیرانونکې او پرمختللې دور كې، مونږ کولای شو چې هغه نابریالى اړیکې چې زمونږ دوستانو، خپلوانو او نورو را سره ټینګې کړې وې په اسانۍ سره وګورو…
تر هغې خوب نه راځې چې هره هغه چا ته چې نابریالۍ اړیکه یې نیولې زنګ ونه وهو او ځان ورسره په خبره پوه نه کړو. هيڅكله هم هغه تیلیفوني اړیکې چې مونږ ته اړینې او مهمې وي، په اسانئ سره له لاسه نه ورکوو او حتما ورته ځواب وایو. آیا همداسې نده؟

د الله پاک د کور څخه د مؤذن اړیکه:

مګر کله مو هم د حی علی الصلاة یا حی علی الفلاح هغه غږ او اړیکې (اذان) ته ځواب ورکړى چې زمونږ په چم، ګاونډ او کلي كې زمونږ د څښتن یعنې الله تعالی له کوره تل اوریدل كېږې؟
دغه اړیکې او غږونه هره ورځ پنځه ځلې اوریدل كېږې خو زیاتره وخت بې ځوابه پاتی كېږي.
نه خو دې اړیکو او غږونو (اذانونو) ته ځواب ورکوو او نه یې عزت کوو. آیا دا کومې اړینې او ضرورې اړیکې دي او که نه؟
هر څوک يې په ځواب پوهیږي، که مونږ ته نن یا سبا دغه اړیکه اړینه او ضروري نه بریښي، نو د قیامت په ورځ خو به یې په قدر او ضرروت پوه شو. راځئ لږ له ځان سره فکر وکړو.
آیا دا اړیکې له لاسه ورکول پکار دي؟
آیا مونږ ته پکار ده چې د مؤذن دغه غږ او اړیکه هره ورځ یو له بل پسې له لاسه ورکړو.
دغه اړیکه او غږ د هغه ذات دی چې زمونږ څښتن، واکدار، ساتونکى او عظیم رب دی.
لږ غور او فکر پرې وکړئ؟
ژباړه: حبيب الله زيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب