مسواك وهل

مسواك وهل هغه سنت دى چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورباندي ډير زيات تاكيد كړيدى، چې وايي: كه زما په امت باندې دا سخته نه تمامېدلى، نو د هر لمانځه لپاره به مې په مسواك وهلو ورته امر كړى وو. رواه البخاري و مسلم
كه يو مسلمان وغواړي نو دا سنت په شپه او ورځ كې له شلو ځلو څخه زيات هم ژوندي كولى شي، چې په هر ځل به يې د خواږه پيغمبر صلي الله عليه وسلم پيروي كړې وي.
1.    د هر اوداسه پر مهال
2.    د هر فرض لمانځه د دريدلو پر مهال
3.    د سنت لمنځونو پر مهال
4.    د اشراق يا د څاښت د لمانځه پر مهال
5.    د وتر د ادا كولو پر مهال
6.    كورته د ننوتلو پر مهال: دا ځكه چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم به كور ته ننوتلو، نو لومړى به يي مسواك وهلو.
7.    د قران كريم د تلاوت د پيل كولو پر مهال
8.    د خولي د بد بويۍ وركولو او پاكولو پر مهال
د دې سنت د ژوندي كولو ګټې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: مسواك وهل د خولې پاكوالى  او د الله تعالې رضامندي ده.

ژباړه: سيد مصطفى حماس

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب