ځوانان

مسلمان ځوان څه مسوولیت لري؟

لاندې د مشهور عالم اوپياوړی داعي ښاغلی دوکتور يوسف القرضاوي لنډ کتابګوټی دی چې چې عربي نوم يې (واجب الشباب المسلم اليوم) دی او موږ درته په پښتو اړولی.

ژباړن: سيد محبوب شاه ساجد

• دمسلمان ځوانانو په اوسني عصر كې ديني مسئوليتونه:
• مسلمان څوک دى؟
• ځواني د قوت او ځواک دوره ده:
• ځوانان د وحي او رسالت حاملان (وړونکي):
• د ځوانانو له پاره ښې بيلکې او نمونې:
• سرښندوونکى اسماعيل-عليه السلام-:
• پاک لمنى، د حياء څښتن او صديق يوسف-عليه السلام-:
• او زموږ پېغمبر-صلى الله عليه وسلم موږ ته راښودلي تر څو په دې اړوند داسې ووايو:
• د مسلمان ځوانانو څلور ګوني مسؤليتونه:
• لومړى مسؤليت-د اسلام صحيحه پېژندنه:
• دوهم مسؤليت: په اسلام او علم باندې عمل كول:
• دريم مسؤليت: و اسلام ته د دعوت او بلنې مسؤليت:
• څلورم مسؤليت: د دعوت په كار كې د همكارۍ او ورورولۍ مسؤليت:

(ځوانانو د يو کورنۍ، ټولنې، يوه هيواد او ملت د ملا د تير حيثيت لري، که چېري د يوې ټولنې يا کوم هيواد ځوانان د عقيدې، فکر، اخلاقو او جسم له لحاظه جوړ، پياوړي، ځان پېژندونکي او مسؤليت پېژودونکي وي، نو هغه ټولنه او هيواد به له هره اړخه منظم اود هر راز مادي او معنوي پرمختګ نه به برخمن وي او که داسې نه وي، نو هغه ملتونه به د هر راز بدبختيو ښکار او په هر وخت او ځای کې به د هره لحاظه د غليم او استعمار په وړاندې پر کونډو وي. په پورتنيو مواردو کی د هر هيواد او ملت د ځوانانو کمزوري د هغه ملت د ضعف يوه مهمه او اساسي نقطه ده چی د اسلام غليمانو د اسلامی امت د دې ضعيفې نقطې څخه ډېره ګټه پورته کړې ده، اواوس هم په ډېره چټکتيا سره اخته دي (چې زموږ هيواد هم د دې بلا نه خوندی نه شو پاته )او ټول ممکنه وسايل يې په کار اچولي، ډېر  کسان يې ګومارلي تر څو د مختلفو لارو د مسلمان ځوانانو(نارينه ښځينه) عقيده، فکر او اخلاق فاسد اومنحرف کړي، خپل ځان، اسلامی هويت او خپل ديني مسؤليتونه ورځيني هېر کړي دنفس اوشيطان بندګان يې كړي، د خپلو كرغيړنوموخو او شيطاني اهدافو په خاطر يې په پټو سترګو د ځان مقلدين کړي اود استعماري اهدافو په ګټه يې وکاروي.

نو دغو خطرنو ته په پام سره چې نوی مسلمان نسل تهديدوي دا د اسلامی علماوو، مشايخو، دعوتګرو، والدينو او استاذانو اسلامی دنده ده چې مسلمان ځوانان د دې ويجاړونکي ګرداب او ګمراه کوونکي طوفان نه چې د لويديځ له لوري په چليدو دی وژغوري. دوی په اسلامی لارښوونو او اسلامی اخلاقو سمبال کړي، دوی ته خپل اسلامی عقايد، عبادات، معاملات، حقوق ا ود اسلام هر اړخيز نظام په ښه ډول د ا فراط اوتفريط نه پرته په ‌ډېر حکمت اونرمۍ سره وروښيي.
د دوى استعداد ونو ته بايد درناوی وشي، د دوى وړتياوي بايد او پر کارو لويږي، د دوى (ځوانان) پوښتونو ته بايد جواب وويل شي او هر څه د دوى په ژبه ورته وړاندې شي. د دوی به زړونو کې د خپلو مقدساتو لکه: الله تعالی-جل جلاله-، قران کريم، پېغمبر-صلی الله عليه وسلم-، د هغه اصحاب-رضي الله عنهم-او نورو سلف صالح رح سره مينه اومحبت پياوړی شي…
دا ليکنه چې ستاسو په وړاندې ده، دمشهور عالم اوپياوړی داعي ښاغلی دوکتور يوسف القرضاوي ليکنه ده چې عربي نوم يې (واجب الشباب المسلم اليوم) دی. او موږ د دې له پاره چې پښتانه ځوانان هم ګټه ترې واخلي، د پښتو ژباړې هڅه کړې، الله تعالی-جل جلاله-دي يې راڅخه قبوله او د استفادې وړ وګرځوي.) (ژباړن) (امين).

د مسلمان ځوانانو په اوسني عصر كې ديني مسئوليتونه:

الحمد لله رب العالمين والصلاة و السلام على اشرف الانبياء والمرسلين. اما بعد:
((رب شرح لي صدري، ويسرلي امري واحلل عقدة من لساني، يفقهوا قولي))[سورة طه:٢٥-٢٨].
يانې: (( اې ربه زما! پرانيزه او ارته کړه سينه زما، او اسان کړه ما ته دغه مهم کار (چې تبليغ دى) او پرانيزه غوټه له ژبې زما تر څو خلک مې په خبرو وپوهيږي د تبليغ په وخت کې.
اې الله-جل جلاله-! اې د ﺁدم او ابراهيم-عليهم السلام-روزونکې! فايده من علم راته راکړې او د زده کړي علم څخ-دنيا او اخرت-ګټه رانصيب کړې، علم او پوهه مو نوره هم را زياته کړې او هر وخت ستا ثناء وايو؛ د دوزخ او دوزخيانو له حالاتو څخه تا ته پناه دروړو.
زما نننۍ خبرې په د اوسني عصر يانې-انترنيټ او ارتباط په عصر-کې د ځوان مسلمان نسل د ديني دندو او مسؤليتونو په اړوند وي.
په عامه توګه د ځوانۍ مفهوم له خلکو سره يو څه؛ خو د يو مسلمان ځوان په حيث ځواني بل مفهوم لري:
مسلمان ځوان (د خپلې عقيدې او ټولنې) په وړاندې ډېرې دندې او مسؤليتونه لري کوم چې د وخت او ځاى له غوښتنو سره سم بدلون مومي.
نو راځئ په راتلونکو کرښو کې وګورو چې د نوې عصر مسلمان ځوان د خپلې عقيدې او ټولنې په وړاندې کومې دندې او مسؤليتونه په غاړه لري؟

مسلمان څوک دى؟

مسلمان هغه څوک دى چې د دې (موجوده مخلوقاتو او کائناتو) او د دغې هستۍ اساس او د يو تلپاتې رسالت درلودونکى دى. مسلمان د الهي شريعت وارث او د نورو پېغمبرانو نه د راپاتې ميراث وراث دى کوم چې ټول د اسلام په دين کې د ژوند د کړنلارې او دين په عنوان ښودل شوې دي. يا په بل عبارت کومې لارښوونې چې په پخوانيو ﺁسماني دينونو کې موجودي وې د اسلام په سپيڅلي دين کې را خلاصه او ځاى پر ځاى شوي دي. هغه دين د کوم (دين) په تکميلېدوچې الله تعالى پر خپلو بندګانو ته د نعمت او احسان په ډول پېروزوينه کړې ده.

لکه چې الله تعالى فرمايي:
((اليوم أکملت دينکم و أتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام دينا))[سوره المائده:٣].
يانې: ((نن ورځ مکمل او پوره کړ ما تاسې ته دين ستاسې (اصولاً او فروعاً) او پوره مې کړ پر تاسې اې مؤمنانو! نعمت (د دين په اکمال) اوغوره کړ ما تاسې ته اسلام له جهته د دين (ډېر پاکيزه په ټولو اديانو کې).
مسلمان دى چې دغه (الهي، سپيڅلي او پاک) رسالت پر غاړه اخلي: دا رسالت د حضرت محمد-صلى الله عليه وسلم-او د قرﺁن کريم رسالت دى او د تل له پاره پاتې رسالت دى.

ځواني د قوت او ځواک دوره ده:

د ځوانۍ دوره، د توان دوره، د ژوند د راز د ګړنده ثمر بښونکو هڅو دوره، ځکه ځواني د ژوند منځنۍ مرحله ده او د هر شي منځنۍ برخه د هغه شي غوره برخه وي. د ورځې پ نيمايي کې چې لمر د ﺁسمان منځ او زړه ته ورسيږي، رڼا او تودوخه يې زياته او پوره شي. په دې اساس ويلاى شو چې د ځوانۍ مرحله د انسان په ژوند کې د مېړانې، خوځښت، بيدارۍ او تازګۍ مرحله ده. په هم دې دليل د انسان د ژوندانه ډېره مهمه مرحله شمېرل کيږي.
ځواني د ورکړې او بخشش او د ستونزو او مشکلاتو په وړاندې د صبر، استقامت او پايدارۍ مرحله ده.
هم دا لامل دى چې د ﺁسماني او الهي دعوتونو بلونکي، حاميلين او ملاتړي ټول ځوانان وه.

ځوانان د وحي او رسالت حاملان (وړونکي):
الله-جل جلاله-د موسى-عليه السلام-د يارانو په اړوند موږ ته داسې فرمايي:
((فما ﺁمن لموسى الاذرية من قومه على خوف من فرعون وملئهم أن يفتنهم….))[سوره يونس: ٨٣].
يانې: ((نو ايمان نه و راوړى (لومړى) پر موسى باندې مګر څو اولادو(ځوانانو) له قومه د ده سره د وېرې له فرعونه او د مشرانو د دوى له دې نه چې دوى و نه ښويوي.))
د اصحاب کهف (د سمڅي د يارانو) پا اړوند فرمايي:
((نحن نقص عليکم نباهم بالحق إنهم فتية ﺁمنوا بربهم و زدناهم هدى))[سوره کهف:١٢].
يانې: ((مو ږ قصه کوو تا ته خبر حال د دوى په حقه سره بېشکه دوى داسې ځوانانو او ځلميان دي چې ايمان لري په رب خپل او زيات کړي و موږ دوى له جهته د هدايت. يانې د ايمان څخه زياته درجه يې ورته ورکړه چې د اولياوو درجه ده.))
الله تعالى-جل جلاله-د بت ماتوونکي ابراهيم-عليهم السلام-په اړه موږ ته داسې خبر راکوي چاچې د لوى بت نه پرته نور ټول بتان مات کړه هغه يې په دې نيت پرېښود چې مشرکان ورته د پېښې ل ليدلو نه وروسته مرجعه وکړي.
الله تعالى د د غو بت پرستو مشرکانو د خولې نه داسې فرمايي:
((قالوا سمعنا فتنى يذکرهم يقال له ابراهيم))[سوره انبياء:٦٠].
يانې: ((وويل ځينو کفارو چې اوريدلي وو موږ له يوه ځوان (ځلمي) څخه چې يادول به يې دا بتان په بدۍ سره چې ويلى شي د ته ابراهيم.
يانې د هغه ځوان نوم ابراهيم دى. دا په دې مانا چې ابراهيم-عليه السلام-د عمر له لحاظه ځوان او د ځوانۍ په مرحله کې و.

د ځوانانو له پاره ښې بيلکې او نمونې:

په قرﺁن کريم کې د ځوانانو په اړه ډېر څه ويل شوي دي چې د فضايلو او پاکۍ ځليدونکي نمونې دي:

سرښندوونکى اسماعيل-عليه السلام-:
قرﺁن کريم موږ ته د اسماعيل-عليه السلام-په اړوند خبر راکوي، د هغه فداکاره، اخلاصمن او د الله تعاى امر ته تسليم ځوان بيان داسې کوي؛ چې هغه تنکى او مبارک ځوان د خپل ګران پلار سره کعبې شريفې ته نژدې د (سعى) نومي ځاى ته ورسيدل، ابراهيم-عليه السلام- د الله تعالى په امر اسماعيل-عليه السلا-ته د هغه د ذبح کولو وړانديز کوي، هغه (اسماعيل-عليه السلا-) په خپله اراده او اختيار د الله تعالى امر ته غاړه ږدي او خوشحاليږي چې د الله تعالى د امر او فرمان د تر سره کېدو له پاره خپل سر قربانوي!
((فلما بلغ معه السعى قال يا بنى إني أرى في المنام اني أذبحک فانظر ما ترى قال يا بت افعل ما تؤمر ستجدني إن شاء الله من الصابرين))[سوره صافات:١٠٢].
يانې: ((پس کله چې ورسيد اسماعيل سره د خپل پلار حد ته د سعى وويل: ابراهيم اې زويه! بېشکه زه پر له پسې وينم په خوب کې داسې چې بېشکه زه ذبحه کوم تا پس ته هم نظر وکړه چې څرنګه مصلحت کڼې؟ وويل: اسماعيل اې پلاره زما! وکړه ته هماغه چې حکم يې در باندې شوى دى ژر ده چې و به مومې ما ته که اراده فرمايلې وي الله تعالى له صبر کوونکو نه.
ډېره جالبه دا ده، چې هغه داسې وويل:
زما په اړه چې هر دستور له ځانه سره لري تر سره يې کړه! بلکې داسې يې وويل: د الله-جل جلاله-فرمان تر سره کړه! په دې مانا چې خپل ځان يې يا د نه کړ، بلکې خپل ژوند او وجود يې د الله-جل جلاله-د فرمان په مقابل کې هيڅ وباله هغه وخت يې خپل پلار ته داسې وويل: هر دستور چې الله تعالى له لوري لري هغه تر سره کړه او په دې اړه زما څخه پوښتنه مه کوه.

پاک لمنى، د حياء څښتن او صديق يوسف-عليه السلام-:
قرﺁن کريم موږ ته د يوسف-عليه السلام-په نوم د يو بل ځوان خبرې کوي: دا هغه ځوان دى چې جنسي شهوت او لذت په خپل ټول قوت او جاذبې سره هغه ته وړاندې شو؛ خو هغه په ډېره مېړانه او پوره ايماندارۍ سره د هغه څخه انکار وکړ. دا په داسې حال کې چې د قبول ټول اسباب ورته مهيا وه او هغه ځاى د ټول نړۍ د انسانانو د سترګو نه پټ او پناه و؛ خو يوسف-عليه السلام-په دې خبره پوره ايمان درلود چې قادر، عالم او بصير خداى تعالى په هر ځاى کې ليدونکى دى.
ښکلى او ښائسته ځوان د ځوانۍ د قدرت او تازګۍ په مرحله کې، غريب ځوان-چې هيڅوک نه پېژني تر څو د خپلو کارونو په خاطر تر ملامتيا لاندې ونيول شي-مجرد دى واده هم نه لري تر څو د ده پاک لمنې د واده او زوجې په واسطه وساتل شي او دى (يوسف-عليه السلام-)د نورو ښځو څخه بې نيازه کړي. او هغه ښځه چې دى يې ځان ته رابللى و فاسده، عادي او بازازۍ ښځه نه وه، بلکې د لوړ مقام او عزت څښتنه وه. هغه د پاچا مېرمن وه او يوسف-عليه السلام-د هغوى په کور کې د ننه خدمتګار! په کوم امتحان کې چې يوسف-عليه السلام-راښکيل شوى و عارضي او د يوې لحظې ﺁزموينه او فتنه نه وه، بلکې هغه سهار او ماښام وخت او ناوخته په کې راګير و، علاوه پر دې هغه د پاچا مېرمن وه چې دى يې ځان ته رابللى و او خپله غوښتنه يې ور څخه په اشاره او کنايه هم نه وه مطرح کړې، بلکې له پېل څخه يې ورته ښکاره ويلي وه چې:
((هيت لک)) را وړاندې شه!
مګر يوسف-عليه السلام-په ډېر ښکاره او صريح ډول له دې کار څخه ډډه او بېزاري وښوده اوداسې يې وويل:
((معاذ الله! انه ربي أحسن مثواى انه لايفلح الظالمون))
يانې: ((وويل يوسف پناه نيسم په الله تعالى پورې چې بېشکه مالک او خاوند زما دى چې ښه يې کړې ده ساتنه زما بېشکه شان دا دى چې نېکي نه مومي ظالمان (چې د نېکۍ پر ځاى بد يا زنا کوي).
کله چې د پاچا مېرمن و نه توانيده چې يوسف-عليه السلام-ځان ته را مات کړي نو يې د تهديد لاره غوره کړه او د نورو ښځو په وړاندې يې په تهديد ډوله لهجه داسې وويل:
((ولقد راودته عن نفسه فاستعصم و لئن لم يفعل ماﺁمره ليسجنن وليکونا من الصاغرين قال رب السجن أحب إلى مما يدعونني إليه والاتصرف عني کيدهن أصب إليهن وأکن من الجاهلين.))[سوره يوسف:٣٢-٣٣].
يانې: ((او بېشکه ما دى خپل ځان ته را اړولو؛ خو خپل ځان يې رانه وساته او بچ کړ او که چېري يې ونه کړ ده هغه څه چې زه يې ده ته وايم نو ضرور به زنداني کړل شي او ضرور به وي د ذليلو خلکو نه. نو وويل يوسف: اې ربه زما! بندي خانه ماته ډېره ښه ده ما ته له هغه کاره چې بولي دا ښځې ما هغه ته.))
يوسف-عليه السلام- د دوو ستونزو له منځه د يوه مشکل د اختيار چانس درلود هغه دا چې، يا به يې په دين کې مصيبت مانه چې عبارت له ناوړه عمل څخه وه او يا به يې د دنيا مصيبت ګاله چې هغه زندان و؛ خو دغه ايماندار ځوان د دنيا زندان په ځان ومانه تر څو يې دين ته نقصان او زيان و نه رسيږي نو داسې يې وويل:
((رب السجن أحب إلى مما يدعونني إليه…….))
يانې: ((نو وويل يوسف: اې ربه زما! بندي خانه ډېره خوښه ده زما له هغه کاره چې بولي دا ښځې ما هغه ته.))

او زموږ پېغمبر-صلى الله عليه وسلم موږ ته راښودلي تر څو په دې اړوند داسې ووايو:
((اللهم لا تجعل مصيبتنا في ديننا ولاتجعل الدنيا أکبر همنا ولا مبلغ علمنا.))
يانې: ((اې الله! امتحان او مصيبت مو په دين مه ګرځوه او دنيا مو لويه غوښته او د علم اخري موخه مه ګرځوه.))
دا ځوانان وه، ريښتيا مسلمان ځوان بايد هم دغسې وي. ځوانان تل د قوت سرچينې پاته شوې دي او د رسالتونو او نهضتونو درانه مسؤليتونه هم دوى پورته کوي.
هم دا ډول زموږ د پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-ملګري (اصحاب کرام) اکثره ځوانان وه. اولين راشد خليفه حضرت ابوبکر صديق اکبر-رضي الله عنه-چې د عمر له لحاظه پر زياتو اصحابو کرامو مشر و د مسلمانيدو په وخت کې د اته دير٣٨ کالو و. حضرت عمر فاروق-رضي الله عنه-لس کاله د حضرت ابوبکر صديق-رضي الله عنه-څخه کشر و، حضرت علي-رضي الله عنه-چې په کومه ورځ اسلام راوړ عمر يې د لسو کلونو څخه کم و. داسې ډېراصحاب کرام وه چې د مسلمانيدو په وخت کې د خپل عمر دوهمه لسيزه کوې وه، الله تعالى د دوى ټولو نه راضي وي. له دې کبله د مسلمان ځوان مسؤليتونه او دندې د خپل دين او اسلامي امت په وړاندې ډېرې دي. په ځانګړې توګه په اوسني عصر کې. نو ځوانان بايد خپل ځان و پېژني او په دنيا کې خپل رسالت ته اماده او ور څخه خبر اوسي.

د مسلمان ځوانانو څلور ګوني مسؤليتونه:

په اوسني عصر کې مسلمان ځوانان څلور اساسي مسؤليتونه لري چې زموږ د لانديني بحث موضوع به وي.

لومړى مسؤليت-د اسلام صحيحه پېژندنه:
بې له شکه د مسلمان ځوان د څلورګونو مسؤليتونو څخه لومړنى مسؤليت دا دى، چې هغه د اسلام دين په سمه توګه وپېژني او ور باندې پوه شي، ځکه چې د عمل نه وړاندې پر هغه عمل پوهه او علم ضروري دى. د دې له پاره چې مسلمان ځوان د خپل دين څخه خبر شي بايد د اسلام حقيقت په ښه توګه وپېژني، دا ځکه، چې ځينو خلکو د اسلام سره جفا کړې ده، داسې شيان يې اسلام ته د دين په نوم داخل کړې چې اصلاً د اسلام سره هيڅ ربط او تړاو نه لري او د اسلام د دين څخه يې ځيني اساسي احکام او لارښوونې حذف کړې دي.

په تېرو وختونو کې ځينو خلکو په اسلام کې داسې شيان ور اضافه کړل چې د الاسلام څخه نه وه چې په پايله کې يې د اسلام ښکلې او روښانه څېره لکه داره کړه او سوچه توب يې ورکړ کې. خلکو خواره-واره بدعتونه او داسې شيان چې د هغو د اثبات او حقانيت په اړه الله-جل جلاله-هيڅ دليل نه دى راليږلى، د بدعت حسنه او (زيادة الخير، خير) د ښه کار ډېروالى خير دى تر عنوان لاندې قبول او ور اضافه کړل! دا په داسې حال کې چې د الله تعالى رسول-صلى الله عليه وسلم-په دين کې د هر ډول زياتي او بدعت ورګډينې څخه موږ په ټينګه منع کړې يو، دا ځګه، چې کوم شى په ځان کې ډېروالى او اضافه توب قبلوي هغه بيا لږوالى او نقصان هم مني؛ خو کامل شى نه ډېروالى او نه کموالى مني. الله-جل جلاله-خپله دا دين پوره او کامل نازل کړى دى او په هغه کې د هيچا ډېروالى او کموالى نه مني، لکه چې فرمايي:
((اليوم أکملت لکم دينکم و أتممت عليکم نعمتي و رضيت لکم الاسلام دينا))[سوره مائده:٣].
يانې: ((نن ورځ مکمل او پوره کړ ما تاسې ته دين ستاسې او تمام (پوره مې کړ) پر تاسې اې مؤمنانو! نعمت د دين په اکمال او غوره کړ ما تاسې ته اسلام له جهته د دين.))

هغه خلک چې غواړي پر دين باندې نوي شيان ور اضافه کړي ګو يا دوى (نعوذ بالله) غواړي په دې کار سره د الله تعالى-جل جلاله-د کار نيمګړتياوي لري او پوره کړي!!! د دوى (بدعتيانو) په ګمان دين ناقص دى او دوى يې د نويو شيانو په اضافه کولو سره بشپړوي چې دا ډېر ناوړه او د ګمراهۍ کار او ګمان دى.
هم دا لامل دى چې رسول-صلى الله عليه وسلم-موږ له هر زيادت څخه منع کړې يو او فرمايلي يې دي:
((إياکم و محدثات الامور، فان کل بدعة ضلالة))
يانې: ((تاسې په دين کې د نوي شي او خبرې د پيدا کولو څخه ځان وساتئ، (ځکه چې په دين کې هر نوى کار بدعت دى) او هر بدعت ګمراهي ده.))
او فرمايلي يې دي: ((من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد.))
يانې: ((چا چې زموږ په دين کې داسې نوې خبره او نوى کار ايجاد کړ چې هغه له دين څخه نه وي نو هغه مردود او نا منظور دى.

د اسلام په سپيځلي دين کې بدعت او نوى والى مردود او د نه منلو وړ کار دى؛ خو په هم دغه نړيوال دين کې د دنيوي کارونو په اړوند نوښت او نوى والى د تائيد وړ او منلى کار دى.
په تاسف او خواشينۍ سره کله چې د مسلمانانو حال او اوضاع بدلون وموند او پر مسلمانانو باندې د انحطاط او وروسته پاته والي دور راغى د دې پر ځاى چې د دنيا په کارونو کې يې په اختراع او نوي والي لاس پورې کړى واى په دين کې يې په نوي والي او بدعتونو لاس پورې کړ، په دنيوي ژوند کې د هيڅ ډول پرمختګ او ترقۍ خاوندان نه شول چې په نتيجه کې د مسلمانانو ژوند د ولاړو ابو په شان وګرځيد! نو ځکه د مسلمان ځوانانو څخه غواړوچې اسلام په سمه او صحيح توګه زده کړي تر څو بيرته و خپلې اصلي او رڼې سرچينې ته وګرځي.

په تېرو وختونو کې يې غوښتل چې پر عقيدوي، فقهي او نورو ديني مسائلو څه نو ي شيان ور زيات کړي؛ خو په اوسني عصر کې ځيني ضعيف الايمان او د پردو مزدوران هڅه او کوښښ کوي تر څو ځيني اساسي او بنسټيز احکام او لارښوونې د اسلام د دين څخه حذف کړي، دوى د داسې يو اسلام غوښتونکي دي چې جهاد و نه لري.
د قاتل، غله، زنا کار او شراب خور له پاره، قصاص، حد، سنګسار، دره وهل و نه لري.

داسې اسلام غواړي چې په هيڅ شرايطو دي طلاق او د څو ښځو درلودل نه وي. داسې اسلام غواړي چې دولت او حکومت و نه لري. د دوى په اند دين او دولت دواړه بېل او جلا شيان دي يانې سيکولاريزم ( د دين او دولت جلاوالى)، د دوى په نظر دين يو شخصي چاره ده او د دولت دارۍ او سياست سره هيڅ ډول تړاو نه لري. (د دغو ناپوهانو ستونزه دا ده، چې اسلام يې پر اوسني تحريف شوې مسيحيت قياس کړى دى) (ژباړن).

دا ټولې هڅې د دې له پاره دي څو د اسلام دين مهمو احکامو او اساسي لارښوونو څخه تش او خالي کړي؛ مګر موږ دغه ټولې هڅې په کلکه سره رد وو او هيڅ زيادت او نقصان د الاسلام په دين کې نه قبلوو، موږ غواړو چې ټول شيان دي پر خپل ځاى وي هر حکم او لارښوونه دي د وړاندې والي او وروسته والي له لحاظه مشخص او مالوم وي، ځکه چې اسلامي لارښوونې او احکام ټول په يوه درجه او مرتبه کې نه دي واقع، بلکې هر يو د خپلې مرتبې درلودونکي دي. په دې مانا چې عقيدوي مسائل د اسلام اساس، بنسټ او پايه تشکيلوي تر هغه وروسته فرايض او واجبات ځاى لري چې د اسلام د ارکانو نه عبارت دي.

((بني الاسلام على خمس: شهادة ان لااله الا الله و ان محمدا رسول الله و اقام الصلاة واتياء الزکاة و صوم رمضان و حج البيت من استطاع اليه سبيلا.))
يانې: ((د اسلام بنياد پر پنځو شيانو دى:
١- د دې شاهدي ورکول چې الله تعالى نه پرته پل معبود نه شته او محمد-صلى الله عليه وسلم د الله تعالى رسول او پېغمبر دى.
٢-لمونځ کول.
٣- زکات ورکول.
٤- د رمضان د مياشتې روژه نيول.
٥- حج کول د هغه چا له پاره چې لار ورته پيدا کړي او وس يې ولري.))
دغه ارکان هم د درجو او مرتبو له لحاظه متفاوت دي.

په اسلام کې عيني فرايض وجود لري چې پر هر مسلمان باندې د هغو اداينه فرض او حتمي ده. هم دارنګه کفايي فرض هم موجود دي هغه داسې: که چېري ځيني مسلمانان هغه تر سره کړي د نورو مسلمانانو غاړې خلاصيږي او که ټول مسلمانان هغه اداء نه کړي ټول ګناه کار دي، د دې نه وروسته د سنتو ځاى او درجه ده چې د هغه جملې څخه يو مؤکد او ټينګ سنت دي چې د هغو پر اداينه ډېر تاکيد او ټينګار شوى دى او د دې وروسته د مستحباتو مرتبه ده چې تر مؤکد سنتو يې درجه ټيټه ده، که چېري يو مسلمان په هغوى (مستحباتو) عمل وکړي د زيادت اجر او ثواب مستحق ګڼل کيږي او که پرېښودل شي رټنه او عذاب باندې نه شته.

په هم دې توګه ديني واجبات او مسائل ټول يو ډول نه دي، بلکې هر يو يې ځان ته ځانګړې مرتبه او ځاى لري.
شرک هم په اکبر(لوى) او اصغر(کوچني) شرک ويشل شوى دى، ګناهونه هم لويه او وړه ګناه يانې کبيره او صغيره ويشل شوې دي.

هغه داسې چې کوچني او وړوکي ګناهونه د پنځه وخته لمونځ په سمه توګه اداءکولو او نورو نېکو اعمالو سره معافيږي.
امام مسلم رح په خپل صحيح کې داسې روايت کړې: ((الصلات الخس، الجمعة الى الجمعة، ورمضان الى رمضان مکفرات لما بينهن اذا اجتنبت الکبائر.))
يانې: ((پنځه وخته لمونځونه، يوه جمعه تر بلي جمعي او يوه د رمضان مياشت تر بلي پورې هغه ګناهونه رژوي، چې د دوى په منځ کې وي؛ خو په دې شرط چې د کبيره ګناه نه ځان وساتي.))
(خو دا خبره دا مانا نه لري چې يو مسلمان دي د صغيره ګناهونو نه ځان و نه ژغوري، بلکې پرهر مسلمان لازمه ده چې د خپل وس په اندازه د کوچنيو ګناهونو نه هم ځان وژغوري، ځکه چې وړوکې او کوچنۍ ګناه د لويو ګناهونو د ارتکاب له پاره مقدمه ده.) (ژباړن)

مګر کبيره او لويه ګناه د سمې توبې نه پرته او ترڅو چې د نورو وګړو حقوق يې خپلو خاوندانو ته نه وي سپارلي نه معافيږي.
هم داسې ځيني شبهات وجود لري چې د حلال والي او حراموالي په اړه يې ستر-ستر علماوو د نظر اختلاف لري، ځيني يې حرام ګڼي او بعضي يې حلال بولي چې د دغو شيانو تحريم د هغو مسائلو غوندې نه دى کوم چې د حرمت په هکله يې ټول علماء متفق دي او حلال والى يې هم هم داسې دى.
مکروهات هم دوه ډوله دي: تحريمي او تنزيهي مکروه.

تحريمي مکروه هغه دي چې حراموته نژدې وي او تنزيهي مکروه هغه دي چې حلالو ته نژدې وي.
دابه ډېر ښه کار وي چې هر شى په خپل ځاى او مقام کې ځاى ورکړو، هغه چې د وړاندې والي حق لري وړاندې او مقدم وبولو او هغه څه چې په وروسته دوهمه او دريمه درجه کې قرار لري پر خپل ځاى يې پرېږدو، د بيلګې په توګه د هغه څه په اړه چې د تنزيهي مکروه په درجه کې قرار لري يا يې په اړه د علماوو تر منځ د نظر اختلاف دى سختي لفظي شخړې او جنجالونه و نه کړو.

هم دا سبب دى چې د دين د اولويتنو او مهمو مسائلو پېژندنه ضروري او اړينه ده.
-د عقايدو بنسټ پر توحيد باندې درول مهمه او ضروري موضوع ده.
-د فرايضو په سمه توګه تر سره کولو کې هيڅ ډول کهالي، سستي، بې باکي او غفلت روا نه دى.
-د کبيره ګناهونو په کلکه او ټينګه ځان ساتل په کار دي.
زموږ موخه دا ده، چې د اسلامي احکامو او لارښوونو د پېژندول په وخت کې بايد اولويتنو او بنسټيزو شيانو ته ډېره توجه وکړو او نورو ته يې وروښيو.
يو دعوتګر بايد د ديني مسائلو اوحکامو خپل منځي تفاوت او سلسله مراتب په سمه توګه و پېژني تر څو د جزئي او فرعي مسائلو پر سر خپل ژوند او د نورو ژوند او وخت ضايع، تريخ او تباه نه کړي.
او په دې خبره بايد پوه شو چې نن ورځ اصلي شخړه او مبارزه د کفر او اسلام تر منځ ده، نه د اسلامي مذاهبو او ډلو د جزئي او فرعي مسائلو پر سر.

د اسلام په زده كړه كې بايد لاندې ټكو ته پاملرنه وكړو:

الاسلام د خپل اصلي پاكو اوصافو سرچينو سره واخلو. يانې د خداى-جل جلاله-كتاب (قرآن) او د پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-وسنتو ته مخه كړو، اصحاب كرامو او تابيعينو-رضي الله عنهم اجمعين-پوهې او درك ته-چې د اسلام په اړه يې درلود-ځانونه متوجه كړو، ځكه چې هغوى په ډېر بهترين وخت او عصر كې اوسېدل او اسلام يې لكه څنګه چې ښايي هماغسې زړه كړى و، هغوى د اسلام پيغام او روح تر موږ ډېر ښه پېژانده او دعمل په دګر كې خو موږ د هغوى د پښو خاورو ته هم نه شو رسېدلاى، په اسلام باندې زموږ عمل د دوى د اعمالو په پرتله داسې دى لكه د ريګ يوه دانه دلوى غره په مقابل كې؛ نو بايد اسلام د هماغه لومړنۍ مدرسې څخه زده كړو، هغه مدرسه چې هيڅ ډول شك او ګډوډۍ هغې ته لاره نه درلوده تر څو پاكه او روښانه څېره يې ور بدرنګه كړي.

بېله شكه په اسلام او مسلمانانو كې د اسرائلياتو، ضعيفو رواياتو، موضوعي احاديثو، افراطي او تفريطي خيالاتو ورګډيدل او وروسته د اسلام بڼه غوره كول د اسلام ښكلې څېره ور بدرنګه كړل، دا ټول د مسلمانانو سره د نورو ملتونو، امتونو، مختلفو ډلو او مذاهبو په ګډه او يو ځاى اوسېدلو په نتيجه كې رامنځ ته شول؛ دا ځكه چې د نورو انسانانو د عقايدو، دود او دستور او افكارو څخه اغيزمنتيا د انسان طبعي او بشري غوښتنه ده.
د دغو او نورو موضوعاتو په اړه بايد د پوهو او مخلصو عالمانو څخه پوره او سم مالومات تر لاسه كړو.
او په دې باندې و پوهيږو لكه څنګه چې امام مالك، عطاء او ابن عباس-رضي الله عنهم-څخه روايت دى چې:
(إن كل أحد يؤخذ من كلامه ويترك إلا المعصوم-صلى الله عليه وسلم-.
يانې: ((د هر چا كلام او خبره د رد او قبول وړ ده ماسوا د معصوم د كلام څخه چې پېغمبر-صلى الله عليه وسلم- دى.
(دا خبره لويو علماوو ته متوجه ده، ځكه هغوى د ديني علم په بركت په ديني مسائلو كې د پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-د خبرې نه پرته د يو چا قول ته ترجيح وركوي او د چا دا پرېږدي، يانې دا د هر كس او ناكس كار نه دى.) (ژباړن).

نو مسلمان ځوان بايد د اسلام څخه سمه پوهه ولري، دا خبره په دې مانا هم نه ده، چې موږ د هرې څانګې د محصل نه دا غواړو چې خپله تحصيلي څانګه پرېږدي او يوازې دي د تفسير، احاديثو او اصولو د كتابونو مطالعه وكړي. موږ د هر چا او ټولو خلكو څخه په دين كې تخصص او دوكتورا نه غواړو؛ خو ځيني كسان بايد حتماً په دين كې تخصص او پوره پوهه ولري.
لوى خداى-جل جلاله-هر څوك پر هغه لاره روانوي چې د د هغه له پاره پيدا شوى وي.
الله تعالى-جل جلاله-داسې فرمايي:
(وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلو لا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين و لينذروا قومهم إذا ارجعوا إليهم لعلهم يحذرون)[سورت توبه:۱۲۲].
يانې: ((او نه دي مؤمنانو داسې چې ووزي ټوله (غذا يا د علم طلب ته په هر وخت كې) نو ولي نه ځي له هرې ډلې له دې له پاره چې پوهه پيدا كړي دغه (راتلونكى) په دين كي، او له پاره د دې چې خبر ورسوي قوم خپل ته كله چې بيرته راشي دوى په لوري د هغوى له پاره د دې چې هغوى ووېريږي د الله تعالى څخه او ځانونه وژغوري د معاصيو.)

په دين كې تخصصي او پوره پوهه درلودل او څېړنه كول كفايي فرض ده، نو ځكه بايد ځيني كسان دغه مسؤليت پر غاړه واخلي تر څو وكولاى شي چې نورو ته يې ور زده كړي او عامو مسلمانانو ته د ديني پوښتنو د جواب او فتوا مرجع وګرځي.
خو دا بيا په هر مسلمان فرض ده چې خپله عقيده وپېژني، حلال او حرام، امر او نهي وپېژني او خپل عبادات، معاملات او اخلاق په سمه او د خداى-جل جلاله-او د هغه د پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-د لارښوونو سره سم تر سره كړي او د الهي احكامو او حدودو څخه تېرى و نه كړي.

او يو ځل بيا ټينګار كوم چې اسلام بايد د خپلو پاكو او ړنو سرچينو او منابعو څخه چې قرآن او نبوي سنت دي زده كړل سي او په دې اړه بايد د افراط او تفريط څخه په كلكه ډډه او پرهيز وشي. ډېر لوى زيان او تاوان چې اسلام او مسلمانانو ته رسېدلى، هغه د افراط او تفريط څخه رسېدلى دى.

موږ د هغه مسلمان ځوان څخه چې په اسلام عمل كوي د دې غوښتوونكي يو چې په درس ويلو كې تر نورو ځان وړاندې او ګړندى كړي او د يوې غوره نمونې په توګه نورو ته دا خبره ثابته او واضح كړي چې د ين د تحصيل، زده كړې او پرمختګ د لارې خنډ نه دى، په دې ډګر كې بايد يو مسلمان ځوان ډېر ځير او متوجي اوسي چې خپل ټول ديني او دنيوي واجبات او مسؤليتونه په خپل ځاى او وخت كې تر سره كړي، او هر كار او هر شي ته د هغه مقام او مرتبې په اندازه ارزښت اواهميت وركړي. درس ويل او په خپلو درسونو كې برياليتوب تر لاسه كول د هر دعوتګر له پاره واجب او ضروري كار دى.
په دې توګه چې د ژوند ټوله ګړنلاره بايد د ديني لارښوونو پر اساس منظم او عيار كړي.
د بيلګې په توګه: يو ځوان بايد د طهارت (اودس پاكۍ) او لمانځه احكام زده كړي، يا د روژې اساسي احكام بايد وپېژني تر څو لمونځ او روژه په سمه توګه اداء كړي او كه چېري د حج د احكامو او مسائلو زده كول ضروري دي او ضرور بايد د حج د مناسكو په اړه يو كتاب مطالعه كړي تر څو دحج د اداء كولو په وخت كې ټول مناسك او اعمال په سمه طر يقه اداء كړي او حتمي نه ده چې ټول خلك دي د حج د مناسكو په اړه تحقيق او څېړنه پېل كړي؛ خو يو ځوان د حج د فريضې د اداينې قصد لري، نو په دې اړه يو كتاب بايد مطالعه كړي.

كه يو څوك غواړي چې عمره تر سره كړي، نو د عمرې د احكامو په اړه بايد مالومات لاس ته راوړي او يو كتاب مطالعه كړي. او كه لوى خداى-جل جلاله-چا ته مال او دارايي وركړي، نو د زكات د وركړې مسائل او احكام بايد زده كړي. او كه سوداګر كوي، نو د رانيول او خرڅولو اصول او د تجارت او بيعو په اړه مسائل بايد زده لكه د سود، پور او داسې نور احكام چې زده كړه يې د هر سوداګر له پاره ډېره اړينه او ضروري ده.
يو مسلمان بايد د ورځني ژوندانه آداب، احكام او مسائل لكه خوارا، څښاك، ليدل، اورېدل، د خلكو سره ناسته-ولاړه او داسې نور هغه كارونه چې د ورځني ژوند په بهير كې ورسره مخامخ كيږي زده كړي تر څو د ناپوهۍ له كبله په حرامو كې ښكيل نه شي يا د ناپوهۍ له امله نور خلك د مباح (روا) كار په خاطر و نه رټي يا مكروه قطعي حرام و نه كڼي، يا صغيره ګناه كبيره و نه ګڼي، يا بر عكس ګمان و نه كړي.

د اسلام هم دغه ډول پېژندنه حتمي او ضروري ده، ځكه اسلام يو داسې دين دى چې اساس او بنسټ يې پر علم او توهې ولاړ دى.
د اسلام دين د نوور د ينونو غوندې نه دى چې وايي:
((پټو سترګو او په مطلقي ناپوهۍ سره يو شي ته عقيده ولره! په پټو سترګو او تړلو غوږونو پيروي او تقليد وكړه! يا د علم او پوهې نه پرته تقوا غوره كړه!
بلكې اسلام داسې وايي:
(قل هذه سبيلي أدعوا إلى الله على بصيرة أنا ومن اتبعني)[سورت يوسف: ۱۰۸].
يانې: ((ووايه (اې محمده! دوى ته) چې دغه (ايمان او توحيد) لاره زما ده چې (ټينګ پر ولاړ يم او) بولم زه ټول خلق طرف د (توحيد) د الله تعالى ته په بيان (او ښكاره دليل) سره هم زه او (هم هر) هغه څوك چې متابعت او پيروي كوي زما.))
نو هر څوك چې د خداى-جل جلاله-د پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-پيرو او امتي وي د هغه دنده او وظيفه هم همدا ده چې په دليل، برهان، پوهې او معرفت به خلك د خداى تعالى دين ته دعوتوي.
الله تعلى فرمايي:
(أفمن كان على بينة من ربه كمن زين له سوء عمله و اتبعوا أهواء هم.)[سورت محمد:۱۴].
يانې: ((آيا څوك چې وي په واضح دليل د خپل رب له طرفه په شان د هغه چا دى چې ښائسته كړى شوې دي ده ته د ده بدعملونه او دوى پيروي وكړه د خپلو نفساني خواهشاتو.))
او فرمايي:
(أفمن شرح الله صدره للاسلام فهو على نور من ربه)[سورت زمر:۲۲].
يانې: ((آيا پس هر هغه څوك چې پرانستلى او ارته كړى وي الله تعالى سينه د ده (قبول د) اسلام ته پس وي به دى په رڼا (هدايت) له (طرفه) د رب خپل.))
بل ځاى داسې فرمايي:
(نور على نور يهدي الله لنوره من يشاء)[سورت نور: ۳۵].
يانې: ((رڼا د (ډيوې) پر رڼا لاره ښيي الله-جل جلاله-نور خپل هغه چا ته چې اراده وفرمايي.))
د عقل او فطرت نور، د وحي او نبوت نور، پر رڼا باندې رڼا!
اسلام هيڅكله نه غواړې چې انسان په توره تياره كې لار ووهي او روان شي يا د نورو انسانانو په دماغ فكر وكړي. اسلام هيڅكله نه غواړي چې يو عاقل مسلمان دى د نجوم ګرانو، فال كتونكو يا شعبده بازانو په خبرو او وړاندوينو پسې روان شي او باور پرې وكړي.

اسلام د مسلمان نه غواړي چې دين په دليل، برهان او علم سره وپېژني او په لارښوونو او تعليماتو يې پوره پوهه ولري او هر كله چې د يو مسئلې په اړه ښه مالومات تر لاسه كړي او دليل يې وغواړي تر څو زړه يې آرام او مطمئن شي. مسلمان دا حق لري چې احكام دلايل وپېژني او په اصل كې د علم مانا هم همدا ده چې انسان حق او حقيقت د دليل سره وپېژني. د دغو مسائلو پېژندل په ځانګړي ډول په اوس عصر كې ډېر مهم او ضروري دي.

ځكه چې هڅې او كوښښونو كيږي تر څو مسلمانان د خپلو ديني تعليماتو او مفاهيمو څخه ناپوه او جاهل پاته شي د كومې مودې نه چې مسلمانانو خپل يواوالى، سياسي قدرت، شان او شوكت، علم او معرفت، تقوا او پرهيزګاري له لاسه وركړي او كر غيړن استعمار په دام كې راګير دي، فقر او غربت يې ملا ما ته كړې، په ديني او او دنيوي چارو كې وروسته پاتې شوې، ځكه نو په اكثره اسلام هيوادو كې درسي كتابونه، مدارس او مكتبونه داسې جوړ او عياريږي چې مسلمان نسل د خپل ديني تعليماتو او لارښوونو نه ليري وساتي  او يوازې د اسلام ظواهر هغه هم تعريف شوې هغوى ته ور زده كړي.
څه موده وړاندې يا اوس هم چې مسلمان ځوان به د كوم مكتب او مدر سې نه فارغ شو نو د اسلام د تاريخ نه به يې د اورپا تاريخ ډېر ښه پېژانده، ناپلئون به يې د حضرت محمد-صلى الله عليه وسلم- څخه ډېر ښه پېژانده او د اسلامي دعوت د دوران په پرتله به يې د فرانسي د انقلاب په اړه ښه مالومات درلودل.

نبوي سيرت به يې يو څو صفحې په ځغاسته او سر-سري توګه مطالعه كاوو! د خداى-جل جلاله-درسول صلى الله عليه وسلم-د اصحابو او يارانو په اړه به يې يوازې د هغوى د اختلافاتو او شخړو تاريخي پېښې لوستلي، د محمد-صلى الله عليه وسلم-د پاكو او سپېڅلي شخصيت د مختلفو اړخونو په اړه يې هيڅ مالومات نه دلودل، نه پوهيدل چې رسول-صلى الله عليه وسلم-څه شى نړۍ والو ته وړاندې كړى!؟

هغه نسل چې په نبوي-صلى الله عليه وسلم-مدرسه كې روزل شوې وو، څه ځانګړتياوي يې لرلي؟ څه دليل چې هغوى دي تر نورو په دنيا او اخرت كې غوره او كامياب شي؟ اسلامي تمدن څنګه رامنځ ته شو؟ او داسې نور؟؟؟؟….
(په خواشينۍ سره نن هم د اكثره مسلمان ځوانانو او د هغو چې لوړې زده كړې يې د لويديځو پوهنتونو كې كړې دي هم دا حالى دى! د اسلام د تمدن، تاريخ، فلسفې او نورو په اړه لږ مالومات لري! او كه يې لري هم هغه يې د مستشريقينو (ختيځ پېژندونكو) د اثارو او ليكنو نه زده كړي دي چې هغه د مختلفو دلايلو پر اساس هيڅكله د غرض نه خالي نه دي.) (ژباړن).
اسلام په داسې وخت او عصر كې هغه رباني، انساني اخلاقي تمدن منځ ته راوړ چې لويديځ وال د علم، پوهې او تمدن نه خبر هم نه وه.

نو بايد اسلام ښه درك كړو، بايد د هغه نه ګرد او غبار لري كړو. دين بايد ښه زده كړو تر څو لومړى خپله د دليل سره عمل پرې وكړو او بيا يې نورو ته ور زده كړو.
د ګمراهانو او لاروركو شبهاتو او شكونه چې په اسلام كې يې پيدا كړې او باطل يې د حق سره ګډ كړى واضح او رسواكړ. هغه تهمتونه او درواغ چې په ناحقه پر اسلام، د خداى-جل جلاله-پر پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-او پر اسلامي امت تړل شوې او ويل شوې رسوا او بيرته يې دوى ته ور ردكړو.حتماً بايد د دين، پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-، قرآن، شريعت، تاريخ اسلامي فرهنګ (كلتور) او امت نه دغه ډول كامل او اصولي شناخت او پېژندنه ولرو تر څو د حق حقوالى او باطل باطلوالى د اسلام د دښمنانو د هيلو او تمې خلاف روښانه او څرګند كړو.
كه څه هم موږ مسلمانانو ته دا نه ښايي چې د اسلام د حقانيت د اثبات په اړه يوازې د فاعي دريځ ولرو، بلكې بايد اسلام ښه وپېژنو او بيا د د ښمنانو سره دليل او برهان په زور مقابله وكړو او تهاجمي بڼه ځان ته غوره كړو، ځكه چې اصلي دلايل زموږ او ستاسې په اختيار كې دي.

په دې مانا چې موږ بايد يوازې د درواغجنانو، دجالانو او هغو شيطان صفتو لكه: ختيځ پېژندونكي(مستشرقين)، د تحريف شوې مسيحيت مبلغانو، ماركسيتانو(كمونستانو) او نورو كفري مزدورانو د تهمتو د رد له پاره يوازې دفاع و نه كړو، بلكې د دوى د غلطو، خرافې او ناوړه عقيدو څخه پرده پورته كړو. او د دوى ناپوهي، ګمراهي، د اسلام سره د دوى بعض او كينه او داسلام اومسلمانو په اړه د دوى غلط، بې اناصافه او غير عادلانه قضاوتونه په خپل دليل او عمل سره ټول بشريت ته واضح او روښانه كړو او د خپلې عقيدې پاكوالى، حقانيت او عظمت ورته څرګند كړو.
(و ما يستوي الاعمى والبصير ولاالظلمات ولاالنور.)[سورت فاطر:۱۹].
يانې: ((او نه برابريږي سره ړوند (كافر) اوليدونكى (مؤمن) او نه تياره (باطل) او نه رڼا (حق).
نو په دې اساس بايد نور خلك خپل دين ته دعوت كړو؛ خو د غه بلنه اودعوت بايد پر سم درك او فهم بناء وي، ځكه دعوتګر بايد د پراخ علم او وسيع فكر په اساس نور خپل دين ته دعوت كړي. نو راشئ چې لوستلو او مطالعې ته مخه كړو! ځكه دا امت د لوستلو او مطالعې امت دى. لومړنى آيت چې د خداى تعالى پر استازي-صلى الله عليه وسلم-باندې نازل شو د (إقرا) يانې ولوله لفظ يې په سر كې و او دوهم ځل بيا تكرار شو الله تبارك و تعالى فرمايي:
(إقراباسم ربك الذي خلق، خلق الانسان من علق، إقرا وربك الاكرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان مالم يعلم…)[سورت العلق:].
يانې: ((ولوله (اې محمده!) په نامه د رب خپل هغه ذات چې پيدا يې كړ انسان له تړل شويو ټوټه وينې نه، ولوله او ستا رب ډېر زيات كريم دى هغه ذات چې ښودلي يې دي په قلم سره انسان ته هغه څه چې هغه نه پرې پوهيده، (هغه امت چې د كتاب نوم يې قرآن دى په خواشينۍ سره نن لوستل او مطالعه نه كوي حتى اكثريت يې د لوستلو نه بې برخې هم دي!
په تېرو وختونو كې مسلمانانو دومره لوستل كول چې حتى د ناروغۍ او مرګ په بستر كې يې د مطالعې او لوستلو نه لاس نه اخيست او دابه يې ويل: ((بيريږم چې د ژوند او عمر يوه ورځ مې داسې تېره شي چې په هغه كې مې هيڅ نه وي زده كړي.))

هغوى په زړښت او بوډاتوب كې هم د علم او پوهې د طلب څخه لاس نه اخيست كله چې به د هغوى نه وپوښتل شوه: چې تر كله غواړې چې علم لاس ته راوړې؟ په جواب كې به يې وويل: ((ترڅو چې ژوندىي يو!)) په رواياتو كې راغلي دي:
(أطلب العلم من المهد إلى الحد)
ياني: ((د زانګو نه تر قبره پورې د علم په لته كې اوسه.))
د يو عالم څخه وپوښتل شوه! چې آيا زاړه او د ډېر عمر خاوندان هم بايد علم حاصل كړي؟ هغه په جواب كې وويل: ((هر كله چې جهل او ناپوهي د ده په زيان او ضرر تماميږي نو علم او پوهه يې د ګټې او برياليتوب لامل ګرځي.
خو اوس داسې زمانه راغلې چې د مسلمانانو اكثريت د لوستلو سره هيڅ آشنايي نه لري، د كتاب سره هيڅ ډول مينه او علاقه نه لري، چې دا ډېر د افسوس ځاى دى. نو اړينه او ضروري ده چې د دې ستونزې او معضل په وړاندې بيرغ اوچت كړو او د دې امت تګ لورى بل او سم لور ته واړوو تر څو لوستلو او مطالعې ته مخه كړي، علم او پوهه تر لاسه كړي او په دې لاره كې انتهايي هڅه وكړي، وخت يې بې ځايه تلف او ضائع نه شي، استعدادونه او وړتياوي يې په ګټورو كارونو كې بوخت او په كار ولويږي.

پخوانيو علماوو ويلي دي: ((علم هيڅكله خپله يوه برخه تاستو ته نه دركوي تر څو تاسو خپل وجود هغه ته ور نه كړئ. يانې تر څو ټولې هڅې، استعداد او وخت د علم د زده كړې له پاره وقف نه كړي د علم د حقايقو نه به برخمن نه شي.
(وما اوتيتم من العلم إلا قليلا)[سورت اسراء:۸۵ ايت].
يانې: ((او نه ده وركړل شوې تاسې ته (برخه) د علم (پوهې) څخه مګر لږ.))
خو آيا يوازې د علم لاس ته راوړل كافي ده؟
آيا دا چې زده كړه وكړو عالمان شو، مسؤليتونه مو پاى ته ورسېدل؟ آيا اسلام زموږ نه يوازې دا غواړي چې فقط فيلسوف، د دين عالم او په دين كې متخصص و اوسو؟ او د دين سره مو رابطه او اړيكه يوازې ذهني وي؟ په جواب بايد ووايو چې نه هيڅكله نه!

دوهم مسؤليت: په اسلام او علم باندې عمل كول:

بلې! اسلام هيڅكله دا نه مني چې مسلمان دي يوازې ديني مالومات تر لاسه كړي، عالي تحصيلات دي تر سره كړي، عالم دي شي او بيا دا ګمان وكړي چې ديني مسؤليتونه يې اداء كړې، هيڅكله نه!
اسلام داسې علم غواړي چې د عمل په مېوه ښكلى او ښايسته وي، نه داسې علم چې ثمره او حاصل يې يوازې بحث او جدل وي، اسلام داسې علم او پوهه غواړي چې پر زړونو او دماغ اغېزه او اثر ولري، داسې علم چې د مسلمان اراده او وجدان په حركت او خوځښت راولي، هغه علم چې په زړونو كې د لوى خداى-جل جلاله-نه ډار او وېره پيدا كړي.
د داسې عالمانو په اړه لوى خداى تعالى داسې فرمايي:
(إنما يخشى الله من عباده العلماء)[سورت فاطر:۱۲۸].
يانې: ((بېشكه هم دا خبره ده، چې وېريږي له الله تعالى څخه له بندګانو د دغه (الله تعالى) پوهنده عالمان.))
داسې علم او معرفت چې انسان تقوا او پرهيزګارۍ ته چمتو كړي. زموږ پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-د داسې علم نه چې هيڅ ګټه نه لري و خداى-جل جلاله-ته پناه و.
(اللهم إني أعوذبك من علم لاينفع، ومن قلب لايخشع، ومن عمل لايرفع، ومن دعوة لاستجاب لها.)
يانې: ((الهي د داسې علم نه چې ګټه نه لري، د داسې زړه نه چې عاجزي اوخشوع نه لري، د داسې عمل نه چې قبول نه شي او د داسې دعاء نه چې مستجابه نه شي په تا پناه نيسم.))
كله چې حضرت عمر بن خطاب-رضي الله عنه-د منافق عالم نه و خداى-جل جلاله-ته پناه وړل د ده نه وپوښتل شول چې: ((څنګه كېداى شي چې منافق دي عالم وي؟)). هغه وفرمايل: ((كله چې په ژبه عالم او پوه وي او په زړه جاهل او ناپوهه وي! روايت دى چې: علم پر دوه ډوله دى: يو هغه د لوى خداى تعالى دليل او حجت دى د آدم-عليه السلام-پر زامنو(انسانانو) او بل هغه علم دى چې په زړه كې وي، چې دا ډېر ګټور علم دى.
الله-جل جلاله-په قرآن كريم كې د هغو كسانو په اړه چې په خپل علم عمل نه كوي د حيواناتو مثالونه راوړي دي، الله تعالى فرمايي:
(مثل الذين حملوا التوراة ثم لم يحملوها كمثل الحمار يحمل أسفارا بئس مثل القوم الذين كذبوا بايات الله والله لايهدي القوم الظالمين.)[سورت جمعه:۵].
يانې: ((مثل د هغو كسانو چې مكلف كړل شوې وو هغوى په تورات (چې عمل پرې وكړي) بيا بار نه كړ هغوى هغوى (تورات يانې عمل يې پرې و نه كړ مثال د دغو كسانو چې علماء د يهودو دي) په مثل د خره دي چې په شاوړي كتابونه او نفع ترې نه شي اخستلاى بد دي مثل د قوم هغه (كسانو) چې دورغ وايي دوى په دلايلو (د قدرت) د الله تعالى او الله تعالى نه ښيي سمه لار قوم ظالمانو ته (كافرانو ته.))
او فرمايي: (واتل عليهم نبا الذي آتيناه آياتنا فانسلخ منها فاتبعه الشيطان فكان من الغاوين، ولو شئنا لرفعناه بها و لكنه أخلد إلى الارض واتبع هواه فمثله كمثل الكلب إن تحمل عليه يلهث أو تتركه يلهث ذالك مثل القوم الذين كذبوا بايتنا فاقصص لعلهم يتفكرون.))[سورت اعراف: ۱۷۵].
يانې: ((او ولوله (اې پېغمبره!) پر دغو (جهودانو يا قوم خپل) خبر او حال د هغه (سړي چې وركړى و موږ هغه ته (علم) د ايتونو خپلو نو راووت (او بې زار شو په كفر او اعراض سره) له هغو ايتونو، نو ورپسې شو شيطان (او تېر يې ايست) نو شو له ګمراهانو او كه اراده فرمايلې واى موږ نو خامخا پورته كړى به واى موږ دى په دې ايتونو سره (مقام ابرارته) وليكن ده مينه وكړه ځمكې ته او متابعت يې وكړ د هوا خپلې نو مثال د ده په شان د سپي دى، چې كه حمل پرې وكړې (يا يې چيغه كړې) نو ژبه راباسي او غاپي او كه يې پرېږدي (هم) ژبه راباسي او غاپي، دغه مثال د هغه قوم دى چې دوى نسبت د دروغو كوي ايتونو زموږ ته، نو بيان كړه (دوى) ته دغې قصې ښايي چې دوى فكر وكړي.))
دا د هغو كسانو داستان وو چې په خپل علم يې عمل نه كاوه، مګر مسلمان لمونځ او د لمانځه احكام زده كوي او بيا لمونځ په سمه توګه پر خپل وخت اداء كوي، مسلمان عاجزي، خاكساري، ريښتنولي، صداقت، سخاء، او داسې نور….زده كوي. او بيا په دغو لارو باندې پوره عمل كوي. د زكات احكام زده كوي او د خپلو مالونو زكات وركوي، حلال او حرام په سمه توګه پېژني او بيا د حرامو څخه ځان ساتي. دحلالو نه ګټه او فايده اخلي.

هم دا مفيد او ګټور علم دى. كله چې يو مسلمان ځان په اسلامي لارښوونو او اسلامي اخلاقو سمبال، ښكلى او د ژوندۍ نمونې په توګه د خلكو په منځ كې څرګند شي، نو په دې وخت كې د خلكو پام او توجه د ده ته ور اوړي نو خلك داسي وايي: ((واقعاً چې اسلامي لارښوونې، آداب او اخلاق ډېر ښكلي او د پيروي وړ دي.))
دا خبره ځكه كوي چې عملاً او په خپلو سترګو ويني چې يو مسلمان د زړه د كومې ځان په اسلامي لارښوونو او اخلاقو سمبال كړى دى، نو خلك حتماً د ده د اخلاقو او د ده دين څخه اغيزمن كيږي. او اسلام هم په دغه ډول په نړۍ كې خپور شوى دى، اسلام په جذابو او شاعرانه ويناوو او مقالو د نړۍ وه هر ګوټ ته نه دى رسېدلى، بلكې د مسلمانانو اسلامي كړنلارې او اخلاقو له لارې و ټول نړۍ ته رسېدلى.

اسلام د تاريخ په اوږدو كې د نورو اديانو غوندې د حرفه يې مبليغانودرلودونكى نه و. ډېر هغه كسان چې د اسلام په تبليغ او خپرېدو كې يې ونډه اخيستې عادي خلك وو، لكه سوداګر، صنعت كاران او داسې نور….
اسلام د حضر موت د سوداګرانو په واسطه اندونيزيا او ډېرو نورو هيوادو ته ور داخل شو. په نژدې تېروختونو كې د جنوبې كوريا يو زيات شمېر خلك د مسلمانانود نېك چلن ت راغېزې او تاثير لاندې راغلل او اسلام يې ومانه. تركي مسلمان سر تېرو هم د كوريا په جګړه كې برخه درلودل. كله چې به د لمانځه وخت شو دغو مسلمانو سر تېرو به خپل ټول كارونه پرېښودل د اوداسه او نظافت وروسته به په ډېر نظم، صف-صف، په ادب او عاجزي د جماعت پر لمانځه ودريدل، كله چې نورو سرتېرو دغه صحنه وليدل، ډېر اغيزمن شول او پوښتنه يې وكړل: ((تاسو څوك ياست؟)) هغوى په جواب كې ورته وويل موږ مسلمانانو يو! بيا يې پوښتل: ((اسلام څه شى دى؟)) هغوى هم د خپلې پوهې په اندازه اسلام ور معارفي كړ، چې په دې توګه په زرګونو خلكو د اسلا سپېڅلى دين ومانه.

اسلام يوازې د نېكو، ښو او ژونديوعملې نمونو او مثالونو په واسطه خپريږي.
نور چي كله د اسلام څېره د مسلمانانو په نېكو اخلاقو او ښه چلن كې وويني، نو د دوى په خاطر د اسلام سره د هغوى مينه پيدا كيږي. په تېرو وختونو كې اسلام په دغه ډول په نړيوالو كې خپور او نشر شوى دى. لوى خنډ او مشكل چې نن ورځ د اسلام په خپرېدو په مخ كې پروت دى هغه د ننني مسلمانانو د بداخلاقۍ او په اسلام باندې د نه عمل كولو په خاطر دى. د اسلام څېره په كتابونو كې ډېره ښكلې او سپېڅلې ده؛ خو كله چې نور ملتونه او خلك د اوسني مسلمانانو بدو كړو او هر اړخيز بد حال ته ګوري نو داسې وايي: ((ولې اسلام خپلو پيروانو ته هيڅ ګټه او فايده نه ده رسولې؟ ولې اسلام د خپلو پيروانو په ژوند كي هيڅ بدلون نه دى راوستلى؟ ولې اسلام پرخپلو پيروانو اغيزمن نه دى؟؟؟!!!او….))
دا په داسې حال كې چې: اسلام او انظباط امر كړى خو اسلامي هيوادونه په بې نظمي او ګډوډي كې د نورو له پاره متل ګرځېدلي.

اسلام د يووالي، همكارۍ او ورورولۍ امر كړى؛ خو اسلامي هيوادونه تيت-پرك او ټوټه-ټوټه دى.
(حتى د هيوادونو په دننه كې په بې اتفاقۍ، قوم پالنې او  ګوند پالنې اخته دي او په دې لار كې د سخت او ناروا تعصب نه كار اخلي…) (ژباړن)

اسلام د ژوند په هر ډګر كې په قوت، طاقت او توان لرلو سره امر كړي يو؛ خو مسلمانان تر ټولو ضعيف او تاتوانه دي! دا ولې؟ اسلام د هر ګټور علم، پر مختګ او ترقۍ په لاس ته راوړلو امر كړى دى.
خو اسلامي هيوادونه د بې علمۍ، بې سوادۍ، بې وزلۍ، فقر او وروسته پاتې والي ښې بيلګې او نمونې دي.
يو لويديځ وال چې د اسلامي كتابونو له لارې د اسلام سره اشنا او مسلمان شوې وو، ډېره هيله يې وه چې اسلام عملاً د مسلمانانو په ژوند كې وويني؛ خو كله چې يو شمېر اسلامي هيوادونو او بيا يې حج ته سفر وكړ، كومې بې نظمۍ، بد اخلاقۍ او د حيرانتيا وړ كارونه يې د حج او نورو سفرونو په دوران كې وليدل نو داسې يې وويل: ((الهې زه ډېر شكر ګزار يم چې د اسلامي هيوادونو د سفر مخكې دي د اسلام په دين مشرف كړم. يانې كه چېري ما داسلام راوړلو وړاندې د مسلمانانو دغه اوسنى حال او اعمال ليدلي واى هيڅكله به مسلمان شوى نه واى!
دا په داسې حال كې چې لوى خداى-جل جلاله-د حج د اداينې په اړه داسې فرمايي:
(فلا رفث ولافسوق ولاجدال في الحج)[سورت بقره: ۱۹۷].
يانې: ((نو نه دى جائز كوروالى د ښځو سره او نه ګناه كول او نه جنګ او جګړې كول د حج په ورځو كې.))
د دې له پاره چې د اسلام ښكلې او څېره لكه داره نه شي نو د اسلامي ټولنې هر غړى او هر ځوان بايد د اسلامي عملي نمونه او د اسلامي امت ژوندي او فعال غړي وي او بايد قرآن كريم په خپلو نېكو اعمالوتفسير كړو. په هم دې خاطر موږ پر كار او عمل ټينګار كوو: هغه عمل چې نېك او خالص وي. اسلام زموږ څخه غواړي چې د الله تعالى-جل جلاله-فرايض او واجبات پرځاى كړو او د منهياتو او منع شويو شيانو نه پر هيز او ډډه وكړو او ټول هغه حقوق او واجبات چې د ځان او نورو په وړاندې پرې مكلف كړې يو، مراعات او پر ځاى كړو مثلاً: لوى خداى-جل جلاله-، د خداى پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-، ټولنه، كورنۍ، مېلمه، خپل نفس او جسم او نور هر يو پر موږ ځانګړي حقوق لري، چې بايد د هر يوه حقوق اداء او پر ځاى كړو. په ژوندانه كې يو دول توازن او هماهنګي وجود لري  چې مسلمان بايد د هغه له پاره هڅه وكړي. (تر څو د ژوندانه په جريان كې د هر چا حق پر ځاى او ژوند يې ښه تنظيم او برابر شي)، ځكه اسلام د منظم او برنامې درلودونكي ژوند غوښتوونكى دى. او د هغه په وسيله د مسلمان ټول رفتار او كړنه صحيح كيږي. او ښه كړنه او عمل په اسلام د سمې پوهې ثمره او يا پايله ده.

د مختلفو وګړو او افرادو كړنې او اعمال په مختلفو مراحلو كې توپير لري. لكه يو متعلم او طالب العلم چې مرحله په مرحله مخ په وړاندې ځي مثلاً د ښوونځۍ نه و پوهنتون تو لوړ ځي. نو اعمال هم همدا ډول مخ په وړاندې ځي، ترقي ګوي او پر يوه حال باقي نه پاته كيږي.

د نېكلو اعمالو په اړه شايد يو مسلمان په ابتداء كې په فرايضو او واجباتو بسنه او اكتفاء وكړي؛ خو وروسته سنت او مستحبات هم پر ځاى كوي او د هغه نه وروسته د شپې لمونځ (تهجد) هم اداء كوي. په هم دې شكل پرمختګ كوي. د منهيتاتو په مورد كې هم همداسې وي، لومړى د محرماتو او حرامو څخه ډډه او پرهيز كوي او وروسته د شبهاتو نه ځان ژغوري او د هغه نه وروسته د مكروهاتو نه ځان ساتي چې په اخر كې د ريښتينو او صادقو پرهيزګارانو په قطار  كې راځي.
(او بيا د هر كار او هرې خبرې په كولو كې د ډېر احتياط نه كار اخلي، په دې خاطر چې د ګناه مرتكب نه شي.)
(ژباړن).
او بل دا چې، يو مسلمان هر وخت بايد ښه او نېك اهداف اوموخې ولري او د خداىى تعالى سره ډېر ريښتينى او صادق و اوسي. دا ځكه، كه چېري اهداف او نيتونه سم وي، نو په اطمنان سره ويلاى شو چې د خوځښت او حركت تګ لورى به هم صاف او روښانه وي.

دريم: و اسلام ته د دعوت او بلنې مسؤليت:

د هر مسلمان دريم مسؤليت د خداى-جل جلاله-دين ته د دعوت او بلنې دنده او مسؤليت دى. يوازې د يو مسلمان د عمل سم والى كافي نه دى، بلكې اسلام د يو مسلمان نه غواړي چې علاوه پر خپل ځان نور هم اصلاح كړي او خلك سمې لارې ته راوبولي، په هم دې خاطر الله تعالى-جل جلاله-د (عصر) په مباركه سوره كې د تباهۍ او زيان څخه د انسان د خلاصون يو شرط دا هم بولي، چې هغه نورو ته د حق او صبر توصيه وكړي او د خداى-جل جلاله-لارې او دين ته يې راوبولي او د نورو نه هم هم دا توصيه قبوله كړي:
(والعصر، إن الانسان لفي خسر، إلا الذين أمنوا وعملوا الصلحت وتوا صوا بالحق وتواصوا بالصبر.)
يانې: ((قسم په زمان، يقيناً چې زيان كې دى انسان، مګر هغه چې ايمان يې وي راوړى او صالح اعمال يې كړې او سپارښتنه يې د حق يوه بل ته كړې او يوه بل ته يې د صبر توصيه كړې.))
مسلمان بايد يوازې په ايمان او صالح عمل بسنه ونه كړي، بلكې حق بايد نورو ته ورسوي او د نورو څخه يې هم قبول كړي. يانې دغه كار (حق او صبر توصيه) بايد برابره وي، ځكه چې د (تواصي) مانا هم همدا ده، نو په دې دليل بايد هر مسلمان خپل ځان د حق په لاره كې اماده او چمتو كړي، او بايد خپل ځان په دې لاره كې په صبر او حوصله سره عادت كړي. په هم دې خاطر الله تعالى-جل جلاله-د حق د رسولو او صبر لارښوونه يو ځاى كړې ده. تر څو دغه دواړه (په حق سره توصيه او صبر) هر وخت يو ځاى وي.
حضرت لقمان حكيم خپل زوى ته د نصيحت په وخت كې داسې وايي: (يبنى أقم الصلوة وامربالمعروف وانه عن المنكر واصبر على ما أصابك إن ذالك من عزم الامور.)[سورت لقمان:۱۷].
يانې: (( اې زما زويه! قائم كړه لمونځ او حكم كوه د نېكۍ او منع كوه له بدۍ نه او صبر كوه پر هغه څه چې تا ته رسيږي، بېشكه دا (صبر كول) كارډېر د همت له كارونو نه دى.))
صبر او حوصله په ځانګړې توګه په اوسني وخت كې ډېر اړين او ضروري دي، الله تبارك وتعالى پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-ته د نبوت د كار په پېل كې داسې فرمايي:
(إنا سنلقي عليك قولاً ثقيلا.)[سورت المزمل:۵].
يانې: ((بېشكه موږ غورځوونكي (اچوونكي) يو پر تا باندې قول دروند (قرآن).))
د خداى-جل جلاله-لارې ته دعوت او بلنه ډېر سخت او ستونزمن كار دى او موږ او تاسې د دې كار وارثان يو(چې خامخا به دې كار ته اوږه وركوو).

او په اوسني وخت كې د دعوت كار د مختلفو خنډونو او موانعو په اساس ډېر ستونزمن دى، هغه لكه: د خلكو دين ته شا كول، د دنيا سره افراطي مينه، د يقين لږوالى، د اخرت هېرېدل يا اخرت ته نه پاملرنه، د خير په لاره كې د ډېرو موانعو شتون او د ګمراه كوونكو شيانو ډېرېدل او نور…نو دعوتګران بايد ډېرو سختيو ته ځان چمتو او ډېرې ستونزې وګالي.
ډېر ځلي يو دعوتګر په دې لاره كې د مختلفو خنډونو سره مخ كيږي، حتى كله-كله خپل كورنۍ كې هم امكان لري چې پلار، ورور، ملګري  او نژدې دوستان د ده د لارې خنډ وګرځي. او په دې لاره كې يې اراده او عزم ورسوست او كمزورى كړي او ورته ووايي: ((ته په دې مسائل څه كار لري؟! آيا غواړې چې زنداني دي كړي؟! دا دې خوښه ده چې تكليف او شكنجه دركړي؟! او يا غواړې چې دا بلا او هغه بلا دې پر سر نازله كړي؟ او داسې نورې خبري؟؟؟؟؟!!!!!)).

او كه دعوتګر ښځينه وي هغه د شرعي حجاب او شرعي لباس په اغوستلو ملامتوي، ملنډې پرې وهي (ورسته پاتې او غير مترقي يې نوموي). تېر كال مې يوه پېغله وليدل چې په پوړني (څادر) يې خپل سر او ګريوان پېچلى او اوږده شرعي جامه يې په تن وه؛ خو سږ كال مې وليدل چې د دوستانو لكه: مور، عمه، خاله، د خاله لور، د عمه لور او نورو د فشار په نتيجه كې يې شرعي لباس غورځولى او بې حجابه شوې و، دا ځكه، چې هغوى د دې په شرعي حجاب او لباس ملنډې وهلې وې!!!

خو مؤمنې او كلكې ارادې څښتنانې ښځې نه يوازې دا فشار ته تن نه ږدي، بلكې هر څومره چې په دې اړه فشار ډېر شي هغوى نور هم د الهي حدودو او حقوقو د مراعتولو په خاطر  ټينګار كوي، په خواشينۍ سره د دغې مسلمانې خور ايمان او اراده ضعيفه او كمزورې شول او د دغو باطلو او فساد اچوونكو خبرو تر اغېزې لاندې راغلل. په اوس وخت كې ډېر عوامل وجود لري چې خلك ګمراه كوي او هغوى د خپل دين څخه لېري كوي. په يو حديث كې يې د پېغبمر-صلى الله عليه وسلم-څخه روايت دى:
(إن القابض على دينه كلقباض على الجمر.)
يانې: (( (په اخره زمانه كې) هغه څوك چې پر خپل دين ټينګ وي داسې وي لكه د اور سكروټه چې يې په لاس كې وي.))
په اوس وخت كې د فساد او فتنې وخت دى، د نېكو او پرهيزګارو خلكو اجر او ثواب د پنځوسو تنو صحابوو كرامو سره برابر دى، په دې اړه د رسول-صلى الله عليه وسلم-څخه وپوښتل شول چې: ((پنځوس تنه زموږ او كه د دوى؟ ان حضرت-صلى الله عليه وسلم-ورته وفرمايل: ستاسو پنځوس تنه!))

او په بل روايت كې راغلي دي چې پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-خپلو ملګرو ته وفرمايل چې: ((تاسو نېك عمله ملګري لرئ په داسې حال كې چې (د اخرې زمانې) خلك به نېك عمله ملګري نه لري.))
نو پورته خبرو ته پام سره بايد د موجوده سياسي، ټولنيزو او كورنيو فشارونو سره-سره په كلك ايمان او اراده اسلام ته ملتزم او وفادار و اوسو او نور خلك هم ورته دعوت كړو. بايد د دغو ټولو ستونزو او مشكلاتو په وړاندې ودريږو، بايد خپلو ځانونو ته قوت او ځواك وركړو، ځكه چې هيڅ داسې دعوت نه شته چې مقاومت او مېړانې ته اړتيا و نه لري. هر (الهي او حق) دعوت دښمنان او مقاومت كوونكي لري. الله تعالى فرمايي:
(وكذالك جعلنا لكل نبي عدواً شياطين الانس والجن)[سورت انعام: ۱۱۲].
ياني: ((او هم داسې ګرځولي (پيدا كړي) وه موږ هر نبي ته دښمن شيطانان د انس (انسانانو) او د جن (پيريانو) څخه.))
او فرمايي: (وكذالك جعلنا لكل نبي عدواً من المجرمين)
يانې: ((او هم داسې ګرځولي (پيداكړي) وه موږ هر نبي ته دښمنان له ګناه كارانو (مجرمينو) نه.))
الله-جل جلاله-حضرت آدم-عليه السلام-پيدا كړى، شيطان يې هم ورسره پيدا كړى
الله-جل جلاله-حضرت ابراهيم-عليه السلام-پيداكړى، نمرود يې هم ورسره پيداكړى.
الله-جل جلاله-موسى-عليه السلام-پيداكړى، . فرعون يې هم ورسره پيداكړى.
او الله-جل جلاله-حضرت محمد-صلى الله عليه وسلم-پيداكړى، نو ابو جهل يې هم ورسره پيداكړى دى.
د فرعون، نمرود او ابو جهل غوندې كسان په هره زمانه كې موجود دي، كه څه هم نومان او لقبونه به يې توپير لري؛ خو داسې كسان خورا ډېر دي، يوازې يې نوم بدل وي. په اوس وخت كې چې د نوو ايډيالوژيو(عقايدو) عصر يې بولي، يهوديان، مسيحيان (عيسويان)، بهايان، كمونستان او قاديانيان هر يو ځانګړي پيروان او بلوونكي لري، نو په دې صورت كې اسلام بايد دعوتګران ونه لري!؟
په داسې حال كې چې حق او كامل دين دى او په خپل طبيعت كې د دعوت او نشرولو دين د ى!
(ومن أحسن قولاً ممن دعا إلى الله وعمل صالحاً و قال إنني من المسلمين)[سورت فصلت:۳۳].
يانې: ((او د چا ډېره ښه خبره ده له هغه چا نه چې دعوت يې كړل د الله تعالى لوري ته او عمل يې وكړ، نېك او و يې ويل بېشكه زه د مسلمانانو نه يم.))
په هم دې دليل موږ وايو چې مسلمان ځوان بايد خپل ځان د الله تعالى لوري ته د دعوت له پاره چمتو او تربيه كړي او د دې مسؤليت نه بل هيڅ لوړ او غوره مسؤليت نه شته، ځكه چې دا د الله تعالى د پېغمبرانو-عليهم السلام-د مسؤليت دوام او د هغوى لاره ده…
دا مسؤليت قبلوونه د دې لامل ګرځي چې مسؤليت منوونكى شخص پر الهي رسۍ منګولې ټينګې كړي، ځكه يو كس چې نور خلك اسلام ته رابولي نو خپله هم هڅه كوي چې د هغو مسائلو په اړه ښه عملي نمونه وګرځي كوم چې دى نور خلك ورته دعوتوي، او په دې خبره يې قانع كوي چې هغه اسلامي احكامو او لارښوونه ته پابند و اوسي.

څلورم: د دعوت په كار كې د همكارۍ او ورورولۍ مسؤليت:

هغه ځوانان چې د دين سمه او صحيح پوهه او پر هغه باندې د كلك او قوي ايمان درلودل او الهي دين ته د نورو خلكو دعوتول د ځان تر ټولو لوى او لومړى مسؤليت ګڼي، هغوى ته لازمه او ضروري ده چې يو تر بله مرسته او همكاري وكړي او په خپل منځ كې نژدې اړيكې ولري، تر څو تقويه او ځواكمن شي. په اسلام كې په انفرادي شكل كار نه شته، ځكه چې انفرادي او يوازې كار كفايت نه كوي. ټول كارونه بايد په ټوليزه او يو ځايي توګه تر سره شي، د ګډ كار څخه مو موخه دا ده، چې موږ بايد يو تر بله د اخوت او ورورولۍ اړېكې ولرو، زموږ او ستاسې يو تر بله همكاري، ليدل-كتل او ناسته-ولاړه بايد ټول د خداى-جل جلاله-له پاره وي. په مشتركو او ګډو مسائلو كې بايد يو تر بله تفاهم او پوهاوي ته ورسيږو، كه څه هم د دعوت په لار كې په مختلفو ډلو او ټولنو پورې تړلي يو. كه ګډه همكاري او نژدې ارتباطات ونه لرو نو هيڅ كار به مخ په وړاندې ولاړ نه شي او متل دى: چې د يوه لاس نه ټك نه خيژي.

(او بل دا چې اوس فساد اجتماعي او عام دى نو دا كار اجتماعي اصلاح او كار ته اړتيا لري، د اجتماعي فساد مخه په يوازې او انفرادي شكل نه نيول كيږي). (ژباړن).
الله تبارك و تعالى فرمايي:
(والذين كفروا بعضهم أولياء بعض إلا تفعلوه تكن فتنة في الارض و فساد كبير)[سورت انفال:۷۳].
يانې: ((او هغه كسان چې كافران شوې دي ځيني د دوى دوستان دي د ځينو نورو (په امداد كې يو له بله سره)، كه ونه كړئ تاسې دا (دوستي په خپلو منځونو كې او دښمني له كفارو سره) نو پيدا به شي (لويه) فتنه په ځمكه كې او (خپور به شي) فساد لوى.))
كافران يو د بل مرستې ته ور دانګي او يو د بل لاس نيوى كوي، موږ (مسلمانان) هم بايد يو د بل مرستې او همكارۍ ته را وړاندې شو!، نژدې او د وورورولۍ اړيكې ولرو!
داسې نه وي چې باطل او فساد ته بلوونكي يو موټى، يو تر بله همكاروي او د حق او اصلاح پيروان او دعوتګر، متفرق او پاشلي وي…
(او پر  جزيي مسائلو اختلاف او تعصب يې تر منځ واټن ور زيات كړى وي چې دا كار د اسلام د د ښمنانو په ګټه تماميږي). (ژباړن).

نو په دې صورت كې به ځمكه د فساد او فتنې نه ډكه او لويه تباهي به رامنځ ته شي.
مسلمان ځوان بايد دغه څلورګوني مسؤليتونه ښه درك كړي او ځان پرې و پوهوي او د خپل ځان څخه دي وپوښتي  چې، آيا دغه مسؤليتونه يې منلي؟ غاړه يې ورته ايښي؟ او آيا د دغو ديني مسؤليتونو حق يې پر ځاى او اداء كړى؟؟؟
مسلمان ځوان بايد په اوسني عصر كې خپلې دندې او مسؤليتونه وپېژني او دليري او نژدې تاريخي پيښو ځحخ ډېر درسونه او عبرتونه واخلي او په دې وپوهيږي چې څه ډول د اسلام په لار كې، داسلام سره حركت وكړي تر څو اسلام ځواكمن شي او يو واقعي اسلامي حكومت رامنځ ته شي.
دا د مسلمانانو له پاره د شرم خبره ده چې هر دين او د هر مذهب پيروان حكومتونه لري؛ خو اسلام او مسلمانان يې نه لري!

موږ د اسلام او مسلمانانو له پاره د داسې يوه حكومت غوښتوونكي يو، تر څو وكولاى شي چې: اسلامي عقيده، اسلامي شريعت، اسلامي اخلاق، اسلامي كلتور، اسلامي تمدن او د ژوندانه اسلامي نظام رامنځ ته او پلي كړي او داسې يوه ورځ د شك نه وتلې او خامخا راتلوونكې ده.
(ويو مئذ يفرح المؤمنون، بنصرالله ينصر من يشاء و هوالعزيز الرحيم، وعد الله لايخلف الله وعده و لكن أكثر الناس لايعلمون)[سورت الروم: ۴].
يانې: ((او په دغه ورځ به خوشحاله وي مؤمنان په مدد او مرسته د الله تعالى، دى (الله تعالى) مدد وركوي چا ته چې وغواړي او دى (الله تعالى) غالب مهربان دى وعده ده د الله-جل جلاله-خلاف نه كوي الله تعالى د خپلې وعدې؛ خو اكثره خلك نه پوهيږي.))
(و اخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين، ربنا تقبل منا إنك أنت السميع العليم و توب علينا إنك أنت التواب الرحيم.)


 سيد محبوب شاه ځوان ليكوال، استاذ او په كندهار ولايت كې د (جمعيت اصلاح) غړى دى.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: